ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
12 Dec 2018 - 17:55
author avatar
12 Dec 2018 - 17:55

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالو جګړه ډېره اوږده شوې. په دې مبارزه کې تر بل هر چا افغان ملت ډېره قرباني ورکوي. له ترهګرۍ سره جګړه کې نړیوالې ټولنې پراخې تېروتنې کړي. دا چې د امریکا او نړیوالو ارادې د سولې لپاره جوړي شوي، دا د افغانانو لپاره یو ګټور او بې ساري فرصت دی. افغانان باید له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي. د ملګرو ملتونو تازه اجماع او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ د دې څرګندونه کوي چې نړیوال هم غواړي چې افغانستان کې نوره جګړه پای ته ورسېږي.

هغه ملت چې له کلونو له جګړو، اقتصادي ستونزو او بې عدالتیو ځورېږي، ځکه نو سوله ورته یو لوړ ستراتيژيک اهمیت لري. د سولې هر غږ ته امیدوار وي. خلک په دې لار کې هر څومره قربانیو ته تیار دي. د افغانستان د خلکو لپاره د سولې خبرې یو فرصت دی، له دې فرصت څخه باید په اساسي، ستراتيژیک او اغېزناکه توګه استفاده وشي.

په کور دننه عام افغانان تر بلې هرې هڅې د خلیلزاد هڅو ته ډېر امیدوار شوي. خلیلزاد د ډیپلوماسۍ، سولې او مذاکراتو سربیره د افغانستان او سیمې په اړه پراخه تجربه او کاري مخینه لري. هغه په عراق او افغانستان کې هم د امریکا د سفیر په توګه پاتې شوی. د سره پوځ پر وړاندې د افغان جهاد پر مهال هم د امریکا په ډيپلوماسۍ کې فعال و. که څه هم ځیني پرې د قومپال سیاستوال تورونه لګوي، هغه تل د افغانستان د نیکمرغۍ او سولې خبرې کوي، خو په عین وخت کې د پاکستان پر دوه مخو سیاستونو سختې نیوکې هم کوي. په خپل اثر (استازي) کې په عراق کې د لانجو پر حل، هلته د ملي یووالي حکومت پر جوړېدو او سپینې ماڼۍ ته د عراق په اړه عملي او سمه لار ښودل، د خلیلزاد د موثر سیاست څرګندونه کوي.

خلیلزاد د افغان سولې د هڅو په لړ کې د درېیم ځل لپاره د سفرونو لرۍ پیل کړې چې له پاکستان وروسته کابل ته راغی، له ولسمشر غني سره تر خبرو وروسته روسیې ته روان شو. د امریکا له لوري د افغان سولې لپاره د یوه تکړه او باتجربه ډیپلوماټ خلیلزاد ګومارل کېدل، پر پاکستان د فشارونو زیاتېدل او د ډونالډ ټرمپ له لوري د پاکستان لومړي وزیر ته د افغان سولې په اړه لیک د دې څرګندونه کوي چې امریکا نور غواړي په افغانستان کې د طالبانو جګړه پای ته ورسېږي.

له اوسنۍ جګړې څخه د افغانستان خلاصېدل او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پر کېدلو نسبتاً ټول لوري یوه خوله شوي، خو سولې ته د رسېدو پر تګلاره، د ولسمشرۍ پر ټاکنو، موقت حکومت، طالبانو ته د تضمین پر ورکړه، د نړیوالو، د سیمې هېوادونو او افغان حکومت پر مسووولیتونو باندې ټول لوري په یوه خوله او یوه نظر نه دي.

تر هغه وړاندې چې خلیلزاد د افغان سولې لپاره د بېړې خبره وکړه، په کور دننه او بهر د لنډمهالي حکومت خبره لا توده وه. د ملي یووالي حکومت مشرانو پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو پر کېدو باندې د ټینګار تر څنګ په جینوا کنفرانس کې د معقولې بېړې تر مفهوم لاندې د افغانستان لپاره تلپاتې سولې ته د رسېدو تګلاره وړاندې کړه. خلیلزاد د افغان سولې په اړه بېړه کوي، خو حکومت بیا پر معقولې بېړې ټینګار کوي. په کور دننه د نظر خاوندان سره ویشلي، ځیني یې د موقت حکومت غوښتنه کوي، خو ځیني یې بیا پر ټاکنو ټینګار کوي.

د کابل پروسې کنفرانس، جینوا کنفرانس او د ۲۰۱۸زېږدیز کال په جون کې د درې ورځني اوربند وښودله چې د سولې لپاره اراده جوړه شوې. طالبانو هم د ماسکو کنفرانس کې په ګډون سره د سولې پروسې د خبرو لپاره یو زرغون څراخ ورکړ.

که څه هم روسیه د افغانستان په مساله کې ډېره د لچسپي لري، خو په یواځې ځان نه شي کولای طالبان د سولې میز ته راولي. د ۲۰۱۸زېږدیز کال د نومبر په ۹مه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د طالبانو له استازو سره ناسته کې جوته شوه چې روسیه هم د افغانستان د لانجې پای ته رسېدل د ځان په ګټه ګڼي. که څه هم په دې ناسته کې افغان حکومت مستقیم ګډون نه لاره، خو د افغان دولت په چوکاټ کې د سولې عالي شورا استازو په کې ګډون کړی و. د امریکا او افغانستان سفیرانو هلته د څارونکو په توګه ونډه اخیستې وه.

څرنګه چې د پارلماني ټاکنو لانجې، ستونزې او پایلې لا په نیمه لار کې پاتې دي، پر دواړو کمېسیونونو د غفلت، اداري فساد او ناسم مدیریت نیوکې کېږې، څرنګه به ممکنه وي چې کمېسیونونه د ۲۰۱۹زېږدیز کال په پسرلي کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي؟ د افغان ولسمشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار چې تازه له حکومته راوتلی، هم پروخت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو ټینګار کوي. ډاکټر محمد اشرف غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او محمد حنیف اتمر چې ممکن د ولسمشرۍ ټاکنو نسبتا تر نورو مخکښ احتمالي نوماندان وي، پر وخت ټاکنو باندې ټینګار کوي. په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو په سبب خلک مایوس شوي. امنیتي ګواښونه، په کور دننه د سیاسي ګوندونو او ډلو ترمنځ تقابل او پر ټاکنو د خلکو د باور کمښت هغه احتمالي ګواښونه دي چې باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه له اوسه لا ورته چمتو واوسي.

د افغان سولې لپاره د خلیلزاد هغه هڅې چې له یوې خوا سپینې ماڼۍ، بل لور د سیمې هېوادونو ته قناعت ورکوي، د افغان حکومت په ګډون یې څه کم ټول سیاستوال د سولې لپاره په یوه خوله کړي. له دې څرګندېږي چې دا ځل به له طالبانو سره د سولې خبرې پایله ورکوي. افغان حکومت، سیاسي ګوندونه او سیاسي رهبران او افغان ملت باید د افغان سولې لپاره د امریکا پیل شوې هڅې په نیک شګون ونیسي او د یوه اغېزناک او بې مثاله فرصت په توګه ترې ګټه پورته کړي.

د افغان دولت په مشرۍ د سولې په خبرو کې د منځګړو او څارونکو په توګه د امریکا، روسیې، پاکستان او ملګرو ملتونو شتون اړین دی. د سیمې هېوادونه او نړیوال سازمانونه دې د افغان سولې په اړه د سولې په پروسه کې د لا اغېز په موخه د څارونکو په توګه ګډون وکړي. د طالبانو هغه غوښتنې دې ومنل شي چې نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ته د سرو کرښو په توګه مطرح نه وي.

تر هر څه لومړی طالبانو ته د سولې د هوکړې په سرکې د یوه نړیوال تضمین شتون اړین دی. که د سولې د مخامخ خبرو له پیل سره اوربند وشي، دا به د سولې خبرې لا اسانه او اغېزناکې کړي. د طالب مشرانو له تور لېست څخه ایستل، د یوه اساسي میکانیزم او پروسیجر له لارې یې د زندانیانو خوشي کول، د هغوی د بېرته راتګ، ملاتړ او د یوه سیاسي حزب په توګه د را څرګندېدو او په ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې د برخې اخیستنې لپاره یوه اساسي او عملي زمینه برابره شي. اړینه ده چې موجوده حکومت له طالبانو سره په کور دننه د سولې د هوکړې د تطبیق کوونکي په توګه اړ دی چې ملګري ملتونه ورسره د سولې د هوکړې په تطبیق، سهولت او پرمختګونو کې مالي او تخنیکي ملګرتیا وکړي.

د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، روسیه او چین هم اندېښنې لري، د هغوی د اندېښنو د لرې کولو لپاره امریکا او نړیواله ټولنه باید داسې دلایل او لارې چارې په کار واچوي چې له یوې خوا د هغوی اندېښنې لرې شي، بل لور په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران سره د افغان حکومت د یوه روښانه میکانیزم په چوکاټ کې خبرې وشي. هره هغه ممکنه ګټوره لار دې تعقیب شي چې د درې واړو هېوادونو استقلالیت او ملي حاکمیت په کې زیانمن نه شي، خو د ګډو ګټو په یوه روښان، دوامدار او اغېزناک چوکاټ کې کار وشي.

له ایران سره د چابهار بندر، له پاکستان سره د انرژۍ ټرانزیټ، له دوی دواړو سره د اوبو مسئله او پر دواړو هېوادونو په خاصه توګه پر ایران د امریکا موجوده بندیزونه کولای شي، چې ګډې ګټې خوندي او لوري د خبرو مېز ته له معقولو پایلو او لاسته راوړنو سره سیده کړي. په دې ترڅ کې د پاکستان او ایران د اندېښنو په لرې کولو کې امریکا بارز رول لوبولای شي. له افغانستان سره یې پر اقتصادي مسائلو، اوبو، ټرانزیټ په ځانګړې توګه د انرژۍ د انتقال په برخه کې پر، پرمختګونو هوکړې وشي، ځکه نو، اړتیا ده چې د ورته وضاحت، هوکړې او تعهد پر بنسټ امریکا د تلپاتې سولې په خاطر له افغان سولې سره په رښتینې ملاتړ پر پاکستان او ایران خپل موجوده فشارونه د یوه عملي او تضمیني تعهد پر بنسټ کم کړي.

بل بحث د امریکا د نظامیانو شتون دی، امریکا او ناټو له افغان حکومت سره امنیتي تړونونه لري چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې دوام کوي. په ۲۰۲۰ز کال کې به له افغانستان سره د مالي ملاتړ په موخه یو لوی نړیوال کنفرانس ورغوښتل کېږي، تر دې کنفرانس وړاندې له طالبانو سره د سولې د خبرو په ترڅ کې افغانان غواړي چې د امریکا شتون د یوه څرګند میکانیزم، مهال وېش او هوکړې په چوکاټ کې تنظیم شي.

په افغانستان کې له شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو سره جګړه، د اقتصادي ستونزو حل، د بشر حقونو خوندیتوب او نور هغه اړین مسائل دي چې د نړیوالې ټولنې له رښتینې همکارۍ پرته به یې افغان حکومت په یواځې ځان سرته نه شي رسولای. ددې لپاره چې د سولې په ترڅ کې یو بل بحران ته ولاړ نه شو، اړتیا ده چې د امریکا او نړیوالې ټولنې د سرتېرو پر وتو باندې عقلاني، حقیقي او عملي پلان جوړ شي، چې له مخې یې امریکا د رښتینې او اغېزناکې همکارۍ ترڅنګ د یو عملي مهال وېش پر بنسټ له افغانستان څخه ووځي.  

پایله دا چې د یو ښه او د خلکو د ارادو پر بنسټ د پارلمان رامنځ ته کول، په ټاکنیزو کمېسیونونو او ټاکنیز سیسټم کې اغېزناک او عملي اصلاحات راویستل او د ولسمشرۍ ټاکنې هغه څه دي چې له سولې سره نېغې اړیکې لري، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ یې بشپړ مدیرت او مسوولیت د افغان حکومت پر غاړه دی. د یوه کال په دننه کې د پورته اړینو مسوولیتونو اجراء که له یوې خوا امیدونه زېږولي، له بلې خوا له جنجالونو او ستونزو ډکې چارې دي.

د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره هم درې مسوولیتونه شته؛ اول- طالبانو ته دداسې نړیوال تضمین ورکړه چې د سولې په سورت کې هغوی ډاډمن واوسي. دوهم- په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شتون لپاره یو روښانه میکانیزم، مهال وېش او شرایط چې له یوې خوا پرې طالبان او افغان ملت ډاډمن شي بل لور ته د سیمې د هېوادونو اندېښنې هم کمې شي. دریېم- له پاکستان، ایران او روسيې سره داسې موافقې ته ورسېږي چې د افغانستان په چارو کې هیڅ ډول مداخله ونه کړي.

د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او روسیې ته هم مسوولیتونه راجع کېږي. اول- د امریکا اونړیوالو په فشار سره به پاکستان د خپل ستراتيژیک عمق پالیسي بدلوي، د افغانستان په چارو کې به مداخله نه کوي، د یو ښه ګاونډي په توګه به د افغانستان په ثبات کې همکاري کوي. دوهم- ایران به د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، له غیر دولتي ډلو سره به اړیکې نه ساتي، له افغان حکومت سره به د یوه روښانه میکانیزم پر بنسټ د هلمند د اوبو خبره د دواړو هېوادونو ګټو ته په کتو سره یو طرفه کوي. دریېم- روسیه به د افغانستان په پرمختیا او بیا رغونه کې د یوه رښتیني دوست هېواد په توګه اغېزناکه همکاري کوي، له دولت پرته به له بلې هیڅ ډلې سره اړیکې نه ساتي.

د افغانستان خلک پخوا هم دې پايلې ته رسېدلي وو چې د سولې او امن لپاره له خبرو پرته بله هیڅ معقوله او منتیجه لار نشته، دا چې د ملي یووالي حکومت په راتلو سره، څومره چې جګړې زور اخیستی په هماغه اندازه د سولې لپاره هڅې هم تېزې شوي. حکومت په کور دننه او بهر د سولې غږ جګ کړی، د کابل کنفرانس وضاحت، د اسلامي نړۍ اجماع، په جینوا کنفرانس کې تلپاتې سولې ته د رسېدو د تګلارې وړاندې کول، د ټولنې له ټولو اقشارو سره د سولې په تړاو مشورې، د سولې لپاره تازه ملي بورډ ور پېژندل، د پرمختګونو په توګه یادولای شو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

اقامحمد قریشي د جرګې په نوم د سولې څېړنیز بنسټ رییس دی؛ هغه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د سیاسي او نړیوالو چارو، سولې او ټاکنو په اړه لیکني کوي. ښاغلی قریشی د افغانستان د ځوانانانو پارلمان پخوانی رییس هم پاتې شوی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.