ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیه د نړۍ په اوسني سیاسي تقابل کې هغه مارچیچلي انسان ته ورته ده چې بار بار د دیوال له یوه درز نه يې تاوان لیدلی دی. پوتین فکر کوي چې پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال یرغل په وخت کې نوموړی هم  د چین په څېر د امریکا پر ژمنو غولیدلی، نو ځکه خو یې که د القاعدې پر وړاندې د امریکا ملاتړ نه دی کړى نو خاموش هم نه دی پاتې شوی.

ویل کیږي چې میخایل ګوربچوب د امریکا په لمسون په ۱۹۹۱زيږدیز کال کې رامنځته شوى شوروي فدراسیون منحل کړى، او  اوس هم غوښتنه کیږي چې  ګوربچوف باید له هېواد سره د خیانت په تور محاکمه شي. له سړې جګړې وروسته د امریکا او روسانو ترمنځ تړون شوی چې یو هیواد به د بل هیواد په تصرفاتو او ګاونډیو هیوادونو کې لاسوهنه نه کوي او دا اصل باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي، مګر کله چې امریکا د روسانو په ګاونډ کې ختیځه اروپا پالي، په پولنډ کې د مزایلو ضد سیستم نصبوي او په اکراین کې د روسانو پر ضد د ۱۹۹۱ او بیا ۲۰۰۱ کال د تړونونو مخالفت کوي، نو پوتین وایي چې اړینه ده موږ هم د ځان نه د دفاع لپاره هم له چل او هم له زوره کار واخلو.

کله چې د ترکیې اف-۱۶ جنګي جیټ د سوریې په معضله کې د روسانو ( اس یو-۲۴ام) الوتکه په خپل حریم کې راوپرځوله، نو روسانو سره له دې چې د ترکیې ځواب یې ویلی شو، چوپه خوله پاتې شو او بیا یې هم له اردوغان سره خپلې اړیکې پرې نه کړې. مورخین وایي، دا چې ترکیه هم اروپایي او هم اسیایي هیواد بلل کیږي، نو هر هغه څوک چې په ترکیې لاس بر کړي نو معنی دا چې د نړۍ د ۸۰ سلنه مهمي ځمکې کنترول یې په لاس کې واخيست. روسیه هم پوره هوښیاره وه ځکه یې امریکا او ناټو ته د ترکیې او روسیې په معضله کې د تداخل فرصت ورنه کړ.

له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې روسیې د نورې نړۍ لکه جاپان، چین، هندوستان او جرمني د ملي اقتصادي ستراتیژیو خلاف، خپل لومړیتوب نظامي ځواک ګڼلی، ځکه خو پوتین ادعا وکړه چې د جنګ او نظامي تقابل په برخه کې پوره غښتلی دی او یواځې په ۲۰۱۴ کال کې یې د ۵۰ ميلیارد ډالرو وسله په نړیوالو پلورلې ده.

ایران له څو لسیزو راهیسې د امریکا دښمن او د ملګرو ملتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې ساه کښله. سره له دې چې د سپاه پاسداران مشر، جنرال سلیماني د لږ تر لږه ۵۰۰ امریکایانو د وژلو په تور تورن دى، مګر پوتین په عرب نړۍ کې د ایران ارزښت او سیاسي ځانګړتیا ته په کتلو له جنرال سلیماني سره ناسته وکړه اونړۍ یې هک پک کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپلې ۱۹۲۹ نمبر پرېکړه لیک پر بنسټ په ټولې نړۍ بندیز لګولی و چې په ایران به وسلې نه پلوري، مګر بیا هم روسیې د ایران د ملګريتوب لپاره په دې هیواد په ۲۰۱۰ کال کې د ۸۰۰ ميلیونو ډالرو په ارزښت اس-۳۰۰ میزایل وپلورل. د ایران اتومي وسلې د نړۍ په کچه لویه جنجالي ستونزه وه او امریکا په دې برخه کې تر نورو ټولو هیوادونو فعاله او جدي وه. سره له دې چې روسیه پوهیده له ایران سره نږدې کیدل به امریکا ماڼیجنه کړي مګر بیا یې هم ایران ته د بوشیر اتومي بټۍ ترتیب او سمبال کړه ترڅو اوږد مهالو اهدافو ته نږدې شي.

روسیه تېر ۱۳ کاله په افغان مسله کې غیر فعاله وه. له ۱۰۰۰۰ کلاشینکوفونو پرته چې افغان دولت ته یې تسلیم کړل، نور یې نو هیڅ هم نه دي کړي. سره له دې چې بعضې شناندي باور لري چې امریکا نه غوښتل روسیې ته د پښو د ایښودلو ځای پریږدي مګر دا هم نه شي ردېدلی چې روسیې نه غوښتل په هغه شان مسله کې دخیله شي چې مصرف یې ډير او پایله یې مبهمه او موهومه وي. اوسمهال چې په کابل کې د پوتین خاص استازی کابلوف ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې د امریکایانو پر وړاندې نه جنګیږي او په سیمه کې د ځانګړو موخو لپاره ډیزاین شوې پروژه ده، بې له دې چې د روسیې رسمي دریځ په ډاګه کړي، بل څه نه شي کیدلی. همدا شان، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروا وایي چې امریکا په سوریه کې په لوی لاس هغه څوک بمبار  کوي چې د داعش پر وړاندې جنګیږي. کله چې د روسیې او پاکستان ۲۰۰ جنګیالیو د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۲۴ نیټه ګډ نظامي تمرینونه پیل کړل چې د اکتوبر تر ۱۰ نیټې پورې به دوام کوي، نو په پاکستان کې د روسیې سفیر او استازي الیکسي وویل چې دا تمرینات د وخت اړتیا او د ۲۰۱۴ کال د روسیې او پاکستان ترمنځ د ګډ نظامي تړون پر بنسټ رامنځته شوې کړنه ده. نوموړي په خپلو خبرو کې پوره وضاحت او سیالو هیوادونو ته روښانه پیغام درلود. نوموړي کټ مټ د پوتین د سخت او پریکنده دریځ انځورګري کوله او ویل یې چې نننۍ روسیه هر هغه څه کوي چې زمان او مکان یې اړتیا لري.

دا چې له ۱۹۴۷ کال راهيسې کله چې شوروي د وارسا او امریکا د ناټو پر وزرو سپره شوه نو سوړ جنګ پیل شو. په ویتنام کې د امریکا ماتې د روسیې امتیاز شو او افغانستان کې روسیه ماتېدل، د امریکا له غچه پرته بل څه نه شي کیدلی. ۱۹۹۱ کال د شوروي د پاشل کیدلو موده ده. روسان د امریکایانو پر وړاندې عنادي دریځ لري او امریکایان هیڅکله هم په روسانو باور نه شي کولی. دواړه د نړۍ غښتلي هیوادونه دي او داوړه د جنګ او ننګ توان لري. امریکا د نړۍ د نیولو او روسیه د خپل دریځ د خوندي کولو په هڅه کې ده.

پوهان وایې چې په سیمه کې انارشي وه نو باید چې یرغلیز دریځ غوره شي، نه ژغوریز او هغه ځکه چې په انارشۍ کې قانون سم نه پلى کیږي او تل زورواکي د کمزورو خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي. روسیه هم ددې فرمول پر بنسټ په پوره زور کې ده او اوسني هژمونیک دریځ یې ددې ډول ادعاګانو تیبیت کوي.

د روسیې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رییس، ویکتور ایوانوف وایي چې هر کال ۷۰۰۰ روسان د افغانستان په نشه یې توکو مړه کیږي په داسې حال کې چې یو راپور هر کال د ۳۰۰۰۰ روسانو د مړه کېدو خبره کوي. نوموړی زیاتوي که داعش وتوانیږي چې هلمند او د ایران او مرکزي اسیا سره نښتې لارې تر خپل کنټرول لاندې راولي او پریږدي چې نړیواله مافیا نشه یي توکي بهرنۍ نړۍ ته قاچاق کړي نو هر کال به د داعش خزانې ته یواځې د ترانسپورټ او لارې د امنیت نیولو په وسیله یو ميلیارد ډالر ورسیږي. نوموړی وایي چې دا مسله حتمي او جدي ده. په دې برخه کې نور غفلت د روسانو په اختناق تمامیدلی شي ځکه نو اړ یو چې په دې برخه کې فعاله ديپلوماسي وکړو.

روسیه له فشار او زور پرته سیاسي ديپلوماسي هم کاروي. کله چې طالبان په هیواد حاکم و نو په کابل کې د روسیې او سربیا راډیو پرته بلې هیڅ رسنۍ شتون نه درلود. کابلوف وایي چې موږ له طالبانو سره تودې او خوږې اړیکې لرو او نوموړی په دې توګه غواړي له یوه اړخه عام اذهان مغشوش کړي او له بله اړخه، له طالبانو سره نوي تارونه وغځوي.

دا ویره چې کواګې داعش به له افغان خاورې نه مرکزي اسیا ته وغځیږي او هلته به د روس سیاسي-اقتصادي ګټې زیانمنې کړي، د روس لپاره د حقیقي ویرې خبره ده. دا مسله مهار کیدل او یا د مسلې ژورو ته رسیدل د پوتین د سیاسي-نظامي اجنډا په راس کې واقع ده. سره له دی چې روسیه د افغان دولت نه خپلې ګیلې شکوې لري مګر بیا هم هڅه کوي په کم مصرف د ملي وحدت حکومت سره خپله سړه یاري  همدا شان متداومه وساتي.

که څه هم  د روسیې په ټولټاکنو کې چې د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر میاشت کې ترسره شوې، د واحدې روسیې ګوند (پوتین ګوند) د کمیونست ګوند او لیبرال ګوند چې ولادیمیر ژیرینوفسکي یې رهبري کوله، بریا خپله کړه او کیدای شي تر راتلونکې نیمې لسیزې پورې پوتین د روسیې د ټول واک بی قیده او بې سیاله حاکم وي، مګر بیا هم ویره لري چې ناټو او امریکا به یې په کورني نظم کې لاسوهنه وکړي، ځکه نو اړ ده چې یو لړ سیمه ییز احتیاطي قدمونه واخلي او مخکې له دې چې د ستونزې محور د روسیې خاوره شي، له خپل احتمالي سیال سره د سیمې په نورو هیوادونو کې پنجه نرمه کړي. د بیلګې په توګه، کله چې د پوتین مخالف مخکښ سیاستوال بوریس تېر کال په مرموز ډول ووژل شو نو پړه یې په پوتین واچول شوه. سي سي ان راپور خپور کړ چې کواګې بوریس له مرګه مخکې څو کسانو ته ویلی وو چې پوتین یې د مرګ پلان طرحه کړی دی. د روسې رسنیو په قول، پوتین د نوموړي د مرګ په اړه د جدي څیړنو امر وکړ مګر هغه وویل چې د بوریس وژل نه یواځې د روسیې د کورني نظام د ګډوډولو لپاره بهرنۍ دسیسه ده بلکې اوسمهال داسې اړخونه شته چې دې اور ته لمن وهي او موږ په خپلو سره په جګړه ککړوي.

هر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ډول ډول راپورونه خپروي. تیر کال دې وزارت څرګنده کړه چې هر کال ۲۰ ميلیونه خلک د انساني قاچاق د معضلې له امله مخ پر مخ تاوان ویني. نړیواله مافیا په کلني لحاظ له دې لارې ۱۵۰ ميلیارد ډالر تر لاسه کوي او د نورو هیوادونو ترڅنګ کیوبا او روسیه هم په دې برخه کې تورنه ده. دا راپور د روسي چارواکو لخوا رد کړای شو مګر ویې ویل چې دا یواځې امریکایي راپور نه، بلکې په نړیواله کچه د روسيي سیاسي شخصیت د ټپي کولو قصدي هڅه ده. روسانو اعلان وکړ چې ددې ډول تورونو د مخنیوي او پاکوالي لپاره به خپله سیمه ییزه او نړیواله ډيپلوماسي چټکه ساتي او اړینه ده له خپلو پولو بهر ملګري د ځان په اړه له حقیقتونو خبر کړي.

څرګنده ده چې امریکا له نولسوه اویایمو کلونو راهيسې د نړۍ د مهار په هڅه کې ده او په دې برخه کې څه ناڅه بریالۍ هم ده. د پوتین سیاسي-ديپلوماتیک دکتورین امر کوي چې په سیمه کې د پښو د ایښودلو فرصت تر لاسه کول هم کار غواړي او هم منډه. افغانستان د سوق الجیشي او وضع الجیشي ارزښت له امله د لوی سکندر، چنګیز او بیا د تیمور لمسي بابر له وخته چې په ۱۵۰۴ کال کې افغانستان ته راغى او له دې ځایه یې په ابراهیم لودي یرغل (۱۵۲۶) وکړ، د پوره ارزښت وړ نقطه ده. پوتین هم له افغان دولت سره د انډیوالې او یا دا خاوره د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره د کارولو په هیله ناست دي او هم تلاش کوي په سیمه کې نور ملګري په خپل څنګ کې ودروي. کله چې د جمعي/ټولیز امنیت سازمان ( سی اس ټي او) په غونډه کې افغان استازي برخه درلوده نو پوتین د افغان دولت او افغانانو د زړونو د تر لاسه کولو لپاره وویل چې افغانان تل روسیه د یوه ښه دوست په حیث ګڼلی شي او که اړتیا شي نو روسیه به هڅه وکړي چې د افغان دولت ملا وروتړي. که څه هم دا مسله اوسمهال ناشونې او یواځې بې اساسه ژمنې ته ورته کیسه ده ، مګر بیا هم د سیمه ییز هژمونیک دریځ په برخه کې اساسي او پوتین د فکر عکس ګڼل کیدلی شي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر لاووروف وویل چې امریکا د سیمې او نړۍ په مسلو کې له رښتینولۍ څخه کار نه اخلي. د سوریې، یمن، او کریمیا هیوادونه یې ښکاره بیلګې دي. موږ به د سیمې د نظم او نسق لپاره پوره هڅه کوو او حالات به سمبال کړو. موږ به هڅه وکړو په دې برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړو او دا لار به تر هغه تعقبوو چې د روسیې او سیمې ګټې خوندي شي.

د روسیې لپاره دا نوى سفر نه اسان دى او نه عاجل. روسیه پوهیږي چې دا لاره به اوږده، ممکن تاواني او سخته وي مګر منزل ته رسیدل حتمي او مهمه ده. روسیه پوهیږي چې اوسمهال یې توند جنګ په ګټه نه دى او نه هم توند جنګ ګټلى شي مګر هرومرو د ساړه جنګ په څیر د خپل معلوم منزل مګر ګډوډ سفر په چارو بوخته ده. روسان د موقعیت په لحاظ د نړۍ تر ټولو پراخه سیمه ده مګر یواځې ۱۴۰ ميلیونه خلک لري او دا شمېره د امریکا د ۳۲۴ ميلیونو خلکو په پرتله نیم برابر هم نه ده. په تیرو شلو کلونو کې روسیه تر ډيره بریده په تیلو او ګازو متکي هیواد پاتې شو په داسې حال کې چې د اقتصادي وسعت او پیاوړتیا لپاره یې ډیر فرصتونه له لاسه ورکړل. دا خبره تیر کال کټ مټ هیلري کلنټن هم وکړه مګر روسیه په نولسوه نویمو کلونو کې پوهیده چې د ۲۱ مې پیړۍ په لومړۍ درې لسیزو کې به دا هیواد د پیاوړي اقتصاد په پرتله پیاوړي نظامي ځواک ته اړتیا لري ځکه یې خپل ډیر وخت او سرچینې په دې لار کې مصرف کړى.

د هند او پاکستان د دشمنۍ په پرتله د روسیې او امریکا عنادي تعامل فرق کوي. که څه هم دواړه هیوادونه په جلا قطبونو کې پراته دي مګر عداوت او سیالي یې له نیمې پیړۍ اوړي. دا دوه لوى، جګړییز، او سرتمبه سیالان به په راتلونکې کې ځای ځای د یوه بل پر وړاندې بلاکونه جوړوي مګر لاس په لاس توده جګړه به ونه کړي.

وینسټن چرچل به ویل چې په راتلونکې کې به داسې وسلې جوړې شي چې هیڅ هیواد به د بل پر وړاندې د جنګ عملي ډګر ته نه ننوځي. اویا کاله وړاندې د امریکا دوه بمونو په ناګاساکي او هیروشیما کې تقریبآ ۱۲۹۰۰۰ خلک ووژل په داسې حال کې چې اوس مهال هر نوى اتومي بمب د پخوا په پرتله د ۱۰۰ چند نه بیا تر ۵۰۰ ځلو پورې زیات تخریب رامنځته کولی شي. اوس چې امریکا او روسیه دواړه د امنیت شورا دایمي غړي دي او دواړه په لویو وسلو سمبال دي، نو توده جګړه ناشونې، مګر سړه جګړه به همدا شان متداومه پاتې شي. له دې هر څه سره سره، نړۍ او د نړۍ لپاره ارزښتونو فرق کړی دی. امریکا، روسیه او د چين او جاپان په شمول زیات شمیر هیوادونه په نړیوالتوب کې د نوي سفر په هوډ اخته ده. روسیه هم د خپل معلوم منزل لور ته روانه، مګر هیله ده د فیلانو په دې جګړه کې افغانان او افغان دولت تر پښو لاندې نه شي او هیله ده افغان زعامت د داسې تدبیر څخه کار واخلي چې که ګټه ونه کړي نو د پردیو په جنګ کې تاوان هم ورنه کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

 انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم  د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.