ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Aug 2018 - 09:20
author avatar
26 Aug 2018 - 09:20

فیډل کاسترو عجیب انسان و! ‌ډېر عمر د امریکا او شوروي په خشنو سياستونو کې ښکېل پاتې شوی دی. ازمایښتونه یې وګالل خو کیوبا یې وساتله، تر سلو زیاتې او یا د یوې څېړنې پر بنسټ ۶۲۵ مرګونې حملې پرې وشوې، خو ژوندی پاتې شو. نوموړي د ځان، ملت او دښمن لپاره جلا جلا تعریفونه لرل،‌ کیوبا یې تر سختې څارنی لاندې ساتله او هر هغه قیام یې په زور ماتاوه چې د ملي ګټو لپاره به خطر و؛ نو ځکه خو به یې مخالف سیاستوال ګیله من وي.‌ ډېر شمېر کتابونه پرې لیکل شوي، چا یې بد ویلي او چا یې ښه، خو کاسترو پوهېده چې څه وکړي.‌

نوموړى د امریکا په څېر ځواکمن دښمن درلود،‌ پاکستاني لیکوال جاوېد جوهدري په خپل کتاب (زیرو پواینټ ۵) کې لیکي چې د امریکا دښمني خو څه کوې، د امریکا له دوستۍ دې هم خدای ساته.‌ چوهدري زیاتوي‌، کله کله د امریکا له دښمنۍ له امریکا سره دوستي سخته وي او کاسترو له داسې چا سره لاس او ګرېوان و.

‌سي ای اې د کاسترو د پرځولو لپاره هر ډول پلان وکاراوه، یو ځل یې ۱۵۰۰ کیوبایي ګوریلایي جګړه مار وروزل او پر کیوبا یې مارش کړل،‌ کاسترو خبر شو، پلان یې شنډ کړ او تر زرو زیات بريدګر يې ووژل او ډېر یې ژوندي ونیول.‌ ویل کېږي چې سي ای اې د کاسترو مېرمن او یا په بل عبارت معشوقه یې وهڅوله چې کاسترو پر زهرو مړ کړي، مګر زیرک کاسترو له داسې خطرناک دام نه هم رک روغ ووت او د مېرمن هیله ګره مینه یې کشف کړه.‌‌

کاسترو کمیونست پلوی انقلابي و،‌ د خپل ورور راول کاسترو او چیګوارا سره یو ځای یې د کیوبا د حاکم نظام پر وړاندې بغاوت پیل کړ او حتی دا چې په ۱۹۵۳ کال کې یې د ولسمشر بتیستا په وړاندې د ناکامې کودتا هڅه وه، ناکام شو، یو کال بندي شو او له خلاصېدو وروسته بیا ځل په خپل پلان پسې رهي شو. کاسترو خورا روښانه ماموریت لاره، په ۱۹۲۶ کې پیدا، په ۱۹۵۹ کې قدرت ته ورسېد، په ۲۰۰۸ کال کې له قدرته مستعفي او په ۲۰۱۶ کال کې ومړ.

کاسترو په مطلق ډول نېک خویه او خورا بریالی مشر نه شو منلی او نه هم کاسترو او یا د دنیا بل هر مشر د هر چا لپاره غوره مشر او الګو کېدلی شي؛‌ هر سړی تور او سپین لري، ‌هر مشر ښې او بدې ورځې لري، هر مشر ناکام او بریالي ماموریتونه لري، هر مشر د قدرت پر وخت ګټورې او تاواني فیصلې کوي؛ ځکه نو نه شي‌ کېدلی کاسترو د هر چا لپاره او په هر زماني ‌او مکاني ‌قالب کې منلی مشر و اوسي.‌

زه د کاسترو ملي روحیې، ‌د روسانو او امریکایانو تر منځ د اړیکو د بیلانس ساتلو مهارت، په خپل هیواد کې د امریکا او نورو رقیبو هېوادونو د استخباراتي مداخلې د مخنیوي‌ او په پای کې امریکا د ښو اړیکو جوړولو ته د اړ کولو له نظره ستایم، په داسې حال کې چې ډېرې نورې وهمناکې کیسې هم لري‌ چې کله پرې هم د یوه ډیموکرات رهبر اطلاق نه شی کېدلی.

کاسترو د امریکا له ملاتړه برخمن ولسمشر بتیستا له واکه لرې کړ، نو هرو مرو خو به غربې مورخینو او شناندو دیکتاتور ګاڼه. که څه هم یو شمېر سیاسي مخالفینو د کاسترو په وخت کې کیوبا پرېښوده، مهاجر شو، مګر ډېر شمېر کیوبایان د کاسترو له خدمتونو سترګې نه پټوي.

‌د تعلیم، سړکونو، پلونو، روغتیا، برېښنا او لرو پرتو سیمو کې د ژوند اسانتیاوو په برخه کې یې ډېر زحمت و ايست او ولس ترې خوښ‌ دی خو مخالفین یې چلباز او مکار انسان بولي ‌چې د ډیموکراسۍ تر شعار لاندې به یې دیکتاتوري ‌کوله. د نړۍ له کیڼ اړخو ډلو سره به یې ښې رابطې ساتلې، د افریقا د یو شمېر هېوادونو له ازادي ‌غوښتونکو خوځښتونو سره یې فوځي مرسته کوله او د جنوبي ‌افریقا له تور پوستي مشر نیلسن منډیلا سره یې خورا خوږه یاري لرله؛ ځکه خو منډیلا به نوموړي رښتینی انسان پال مبارز ګاڼه.‌‌

په هر صورت، د کاسترو د شخصیت په اړه خورا نادرې کیسې شته، نږدې ټول عمر یې په مقابله او مبارزه کې تېر شوی،‌ ټول عمر پرځېدلی او پاڅېدلی؛ ځکه خو یې بدبینان بې شمېره او بې حسابه دي.‌ نوموړی هوښیار قیمارباز ته ورته و؛‌ د خپل ژوند په شمول په ډېرو شیانو به یې سیاسي قیمار واهه، خو هېڅکله یې له هېواده بهر او یا له ګاونډیانو سره د کیوبا مسئله بې باکه نه نیوه.‌

 په هېوادنیو ګټو کې ډېر دقیق او حساس و او حتی کله چې ولسمشر اوباما ټرمپ ته څوکۍ سپارله نو په ویاړ یې وویل چې زما د حکومت یوه لاسته راوړنه هم له کیوبا سره ۶۰ کلنه لانجه ختمول دي.‌ اوباما له کیوبا سره غوره اړیکې جوړول د وخت اړتیا او خپل ویاړ وګاڼه او په ډېر جرئت به د بهرنیو چارو پخواني‌ وزیر جان کیري له کیوبا سره قدم په قدم ډیپلوماتیک پرمختګونه له نړۍ سره شریکول.‌‌‌

کاسترو ومړ، خو د خپلو خلکو په زړونو او د تاریخ پر پاڼو یې زرین نوم نخ کړ، ‌حکمرانانو ته یې د مشرۍ لپاره د اصولو غوښن مکتب پرېښود او ثابته یې کړه چې د تلپاتې ژوند لپاره باید حکمرانان د قدرت او صلابت څو ګوته په شمېر ورځې په غلا، غبن او دوکه تېرې نه کړي.‌ کاسترو به ویل چې خپل ملت پر تشو ژمنو او بې بنسټه پلانونو مه تباه کوئ.

حمکراني امتیاز نه، بلکې مسوولیت دی، ‌له بده مرغه د بعضو هېوادونو مشران د قدرت ساتلو لپاره هر ډول غیر انساني ‌کړنې کوي.‌ سیاسي مخالفین په ناحقه ځپي، د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او بیت المال د خپلو ګټو لپاره لولپه کوي.‌

ملي ‌سیاسي مبارزې د راتلونکې لپاره وي،‌ ملي ګټې تلپاتې او حاکم جوړښتونه یواځې په رسمي چوکات کې د ستراتیژیکو ګټو د تمثیل مسوولیت لري، مګر وینو چې بعضې مشران ځانونه د هېوادنیو ګټو نه، بلکې هېوادنۍ ګټې له ځاني ګټو قربانوي.‌ په تاریخي لحاظ ډېر خلک بد او ډېر ښه مشران تېر شوي، تاریخ ټول په خپلو حافظو کې ثبت کړي، ‌موږ اوس ټول لولو، ‌پر چا لعنت وایو او پر چا رحمت،‌ بعضو بدو مشرانو په خپل ژوند له قذافي د خپلو اعمالو پور پرې کړ او بعضې مشران به د تل لپاره د تاریخ په زولنو کې زندۍ وي.‌

دا هم تاسې او دا هم د غوره او بد سیاست څو کرښې.‌

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.