ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دې ورځو کې یو ځل بیا پر ملي هویت د معاملې ګونګسې روانې دي؛ ویل کېږې چه په پېژندپاڼه کې به د ملي هویت له لیکلو نه ډډه او پر مذهبي هویت به بسنه کېږي او دواړه مشران په ګډه پر دې طرحه سلا شوي دي. له دې کبله راته اړینه ښکاره شوه چه د موضوع پر اهمیت او اړتیا د خپلو معلوماتو په رڼا کې یو څه رڼا واچوم او خپله ملي دنده پوره او وطنپالی محبت اظهار کړم.

هویت له عربي څخه زموږ ملي ژبو ته یوه وارده شوې کلیمه ده چه معادل یې په انګرېزي او لاتیني ژبو کې Identity دی. دغه کلیمه په عربي سبک کې (هویه) لیکل کېږې چه تعبیراً (څوک یاست؟ یا who the person or thing is?) په معنی استعمالېږې او په اصطلاح کې هغه استفهامي نوم دی چه د یوه شي او شخص د ماهیت، پېژندنې او نسبي معرفت لامل ګرځي.

هویت له شخصیت سره په ترادف کې عیني پدیده نه ده، له همدې امله په پېژندنه او ارزښت کی د ابهاماتو ښکار شوې ده. که څه هم ځیني لیکوالان او شنونکي انسان ته دری یعنې شخصي، صنفي او باطنې هویته ورکوي چې شخص یا حقیقي شخصیت معرفي کوي.

زما په اند هویت په هر اړخیزه توګه انسان او انساني ټولنو ته منحصر دی چې حقیقی او حقوقي شخصیتونه دواړه تعریفوي او ډېرې بڼې لري. وګړیز هویت، کورنی هویت، ارګانیز هویت، سیاسي هویت، قومي هویت، ټولنیز هویت، ملي هویت، عقیدوي هویت، مذهبي هویت او داسې نور هویتونه یې جوتې بیلګې دي، له همدی کبله قطعې او لنډه پېژندنه یا تعریف نه لري.

و ګړیز هویت د ارواح پوهنې په ځینو تحقیقاتي بهیرنو کې تقریباً له شخصیت سره مترادف استعمال شوی دی، په داسې حال کې چې په ځینو مواردو کې هویت ظاهري او شخصیت باطني، هویت برخه او شخصیت کل، هویت کسبي او شخصیت فطري بلل شوي دي یا په بل تعبیر، هویت د متفاوتو پدیدو د ټولګې نوم او شخصیت د موافقو پدیدو مجموعي نوم بللی شو.

همدارنګه هویت د ټولنیز مساوات لپاره او شخصیت د اجتماعي عدالت لپاره ښه مفاهیم دي، یعنې برابري د هویت پر بنسټ او برتري د شخصیت پر بنسټ کېدای شي. الله (ج) په سوره مبارکه حجرات ۱۳ نمبر ایت کې فرمایي:

يا أَيُّهَا النّاسُ إِنّا خَلَقناكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثىٰ وَجَعَلناكُم شُعوبًا وَقَبائِلَ لِتَعارَفوا ۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ اللَّهِ أَتقاكُم ۚ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ خَبير ٌ﴿۱۳﴾

که له لفظي ژباړې نه ډډه وکړو او استنباطي اړخ یې وڅېړو خدای (ج) د ایت په پیل کې د انسانانو پر هویت او برابري تاکید کوي او حال دا چې د ایات په دوهمه برخه کې د شخصیت یادونه کوي، چې د تقوای په معیار په نورو انسانانو برتري او تفوق لري. نو له همدې امله ویلای شو چې هویت او شخصیت دواړه جلا مفاهیم دي.

له بلې خوا هویت د شخصیت د پېژندنې لازم مکمل دی. شخصیت چې په باطني ظروفو پېژندل کېږي، درې عمده ځانګړنې لري چې اوله ځانګړنه یې هویت یا بې مثلي ده. بې مثلې په دې معنا چې په ټوله کې له نورو نه تفاوت او توپیر ولري، دوهم فکري ثبات په دې معنا چې په منځمحاله کې یې په فکر او اندېشو کې توپیر رانه شي او درېیم د وړاندوینې شونتیا په دې معنا چې د افکارو اقوالو او کردار په پام کې نیولو سره یې اینده د وړاندوینې شونتیا ولري.

د انسان د نوم او نسب سلسله د هغه هویت دی، د تعارف او تفاوت په خاطر انسانان پر ځان مختلف نومونه ږدي چې د پوره توپیر او له نورو نه د توپیر په خاطر یې سلسله نسب اړینه ده، په داسې حال کې چې د شخصیت څرنګوالی یې په دروني ظروفو او قابلیتونو پورې تړاو لري چې تر نامه پورې یې منصوب دی. له انسان نه نوم لرې کول په حقیقت کې انسان ورک کول او په مجاز کې یې وژل دي.

د قوم او قبیلي نوم د هغه د قوم هویت دی؛ قومونه او قبیلې د ګډ نسب، فرهنګ، او ژبې پر اساس منځته راځي چې د تاریخ په اوږدو کې یې کړنې او کارنامې د هغوی حقوقي شخصیت معرفي کوي. له یو قوم څخه نوم اخیستل په حقیقت کې د حقوقي شخصیت ورک کول او په مجاز کې یې وژل دي.

د ملت نوم د ملت هویت دی؛ که څه هم پېړۍ مخکې د ملت کلیمه دیني وګړیزې مجموعې ته استعمالېده لیکن په معاصره دوره کې (امت) د (ملت) د کلیمي ځای ناستې او په عوض یې ملت د سیاسي جغرافیې وګړیزې مجموعې ته ځانګړې شوې ده. اوس ملت د هغو انساني وګړو مجموعې ته ویل کېږې چه په واحده سیاسي جغرافیا کې د یوه ګډ سیاسي ساختار په ذریعه د یو مشترک سیاسي او اجتماعي ارمان لاس ته راوړو په موخه په ګډه سره ژوند کوي. سیاسي کړنې، تاریخي فتوحات او فرهنګي دودونه د ملت حقوقي شخصیت معرفي کوي. له ملت څخه نوم اخیستل په حقیقت کې ملت په نړۍ کې ورک کول او په مجاز کې په نړیواله ټولنه کې وژل دي.

د هېواد نوم د دولت هویت او پېژندنه ده؛ هېواد د ځمکې هغه خطه ده چه وګړي، ځمکه، حکومت او حاکمیت یا بهرني استازي ولري، د سیاسي جغرافیې یا په بل تعبیر هېواد او مملکت په نامه یادېږي چه دولت (درې ګونو قواوو مجموعه) یې استازيتوب کوي، د چا کړنې او نظم چې د هېواد شخصیت بللی شي.

د ملي وحدت دواړه مشران باید پوه شي چه افغاني هویت ورکونه د هېواد ورکونې په معنا ده چې زما په اند به هېڅ واقعي افغان ته د منلو او زغم وړ نه وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 20

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.