ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داسې اټکل کیږي چې طالباني ایډيالوژي د امریکا او پاکستان د وودۍ (منتر) نه تر یو بریده وتلې وي او پړه يې هم د افغانستان په حکومت اچول کیږي. د غني په مشرۍ منتخب تش په نامه ملي وحدت حکومت په ارګ کې د بقا سختې ورځې شپې سبا کوي.

کله چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د ډسمبر میاشتې په لومړيو کې د ملا محمد عمر د مړینې او یا د وژنې ګنګوسې خورې شوې نو نه یوازې د افغانستان له لوري د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د سولې بهیر یې ټکنی او وننګاوه ، بلکې د طالبانو تحریک یې د ملا اخترمحمد منصور او ملا محمد رسول په مشرۍ په دوه منشعبو ډلو ووېشه.

ملا اختر محمد منصور چې د ملا محمد عمر ځای ناستی یې ځان معرفي کړ د ملا محمد الرسول او د هغه دوه معاونینو لخوا هریو مرحوم ملا منصور دادالله او عبدالمنان نیازي او د دوى د طرفدارو لخوا ورسره بیعیت مردود او د ملا محمد عمر  قاتل معرفی شو، چې د اختلافاتو لړۍ یې په زابل کې د مسلحانه جګړو تر بریده ورسېده ، ان تردې چې د ملا منصور دادالله د وژنې سبب شوه.

که څه هم یو تعداد طالبانو دغه انشعاب اود ملا منصور دادالله مړینه د خطر زنګ وباله اود پاکستان د استخباراتي ادارې په وساطت يې د روغې جوړې کوښښونه وکړل، لیکن دغه اختلاف اوس هم په خپل شدت سره د طالبانو په لیکو کې باقي دى.

په دې دوران کې ضمیر کابلوف چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړى استازى دى د اطلاعاتو د تبادلې په موخه له طالبانو سره د روسيې له اړیکو څخه پرده پورته کړه او په ډاګه یی کړه چې روسان او طالبان د داعش په ځپلو کې چې د روسانو او طالبانو مشترک دښمن دى همغږي لري.

که څه هم طالبانو دغه اړیکې سمدستي مردودې وګڼلې خو د افغانستان له حکومت سره د امریکا او نورو غربي ملګروغیر ډیپلوماتیک چلند او د هغوى سیاسي فشارونه، د ډنډغوري جګړه، په افغانستان کې د منځنۍ اسیا برېښنا پرېکېدل دا شکونه زیاتوي چې روسانو په رښتیا هم له طالبانو سره اړیکې ساتلې دي او په شمال کې د افغانستان د حکومت، غرب او ناټو دتوقع په خلاف جګړه رهبري کوي.

زما په اند د سولې تر عنوان لاندې د ګړندیو هڅو اصلي موخه د همدې روس مټه طالبانو راضي او مهار کول دي چې د جګړې په بدل کې د افغانستان له حکومت سره یوځای شي، لیکن د روسانو له نوي دریځ سره دا بهیرد ناشونتیا تر بریده ځنډېدلی شی.

دې مسالې د غرب په تیره بیا د امریکا او ناټو قهر راپارولى چې اوسنۍ افغان حکومتي ادارې ته د سیاسي سقوط ګواښونه کوي چې په عکس العمل کې غني دافغانستان په امنیتي ارګانونو پړا اچوي او ورځ تر بلې یې په بې کفایتۍ توهینوي تردې چې داسې ګنګوسې دي    چې د ملي امنیت ريیس په تعقیب بايد د کورنیو چارو وزیر استعفی وکړي، لیکن د غربیانو قهر په دی استعفاګانو نه سړیږي، هغوی د سولې دبهیر ماتې په خوب کی نه ده لیدلې بلکې اټکل کړې یې ده او لګیا دي پاکستان ته د F16 جنګي الوتکو په ورکړې له روسی سره د جګړې تابیا او چمتوالی نیسي.

غني هم د مونیخ دوه پنځوسمې امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال شکایتا ظاهره کړه چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، بلکې سیمه يیزه او نړیواله جګړه ده، دپاکستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو په شمول چین او روس افغانستان ته جګړه مار ترهګر راستوي لیکن دا څرګندونې د غرب او د افغان ملت مات شوی باور په ملي حکومت نه شي رغولى.

اخوا ناټو له حالاتو نه خپل مایوسیت څرګند کړ،په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کمپبل په اصطلاح روسيې مټه طالبانو ته د ګوت څنډنې په توګه خبر داری ورکړ چې باید د سیاسي سولې له بهیر سره یوځای شي کنه په افغانستان کې د حکومت کولو خوبونه باید ونه ویني.

بل خوا غربي ایتلاف د افغانستان له حکومت نه د مختلفو راپورونو د نشر په وسيله خپله کرکه څرګنده کړې ده.د ايشيا فاونډيشن Asia foundation سروې له مخې، ٨٢٪ خلك له حكومت څخه د فساد او كمزورې حكومتدارۍ له امله خفه دي، د ډيموكراسي انټرنيشنل democracy international سروې له مخې، ۸۲٪ د ځوانانو عمده مشکل بېکاري او فقر ده او د همدې لپاره له هیواد نه کډوالۍ ته اړ شوي او د ولسمشر ژمنې یې نړۍ ته درواغجنې ثابتی کړې دي، د شفافيت نړيوال سازمان( Transparency international ) چې د افغانستان حكومت يې يوځل بيا د دنيا دويم فاسد حكومت دنيا ته ور پیژند او ددې حکومت مبارزه یې د فساد پر وړاندې وننګوله، سيګار SIGAR راپور چې د حكومت د حاكميت په هكله يې دنيا ته منفي تصوير وراندې كړ اوپه غیر مستقیم ډول یې اوسنۍ اداره بې کفایته بللې، د بشر د حقونو Human rights watch ادارې په خپل وروستي راپور کې د افغانستان د بشر د حقونو او د قانون د حاكميت له نظره خطرناك ترين هيواد بللی، اخوا د ملګرو ملتونو وروستي راپور په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په تېرو دوولسو کلونو کې بې ساري وبلله، د امريكا د ملي امنيت د راپور په اساس، د افغانستان حكومت له سياسي سقوط سره مخ دى، ناټو   ۲۰۱۶ زیږدیز کال د افغانستان ملي ځواکونو، حکومت او ولس لپاره خونړی او له ننګونو ډک کال بللی.

زما د انګیرنو او اټکل له مخې، دا ټول مسایل د افغانستان ولس ته د خطر زنګ دی. اوپه دې باور یم چې غرب او ناټو له افغانستان څخه لاس په سر شوي ، خو زه دا حالت د افغان حکومت لپاره نه، بلکې ملت ته د سروزرو چانس بولم، اوس ناټو په سوریه او اوکراین کې له وارسا سره مستقیما جنګیږي اوبله ګرمه جبه د پاکستاني اردو په مټ افغانستان کې پرانيزي، د افغانستان د ابادۍ کاذب شعارونه نور هم کاذب شول، دا ولس او هیواد نور د دوی په لمړیتوبونو کې نه ده ،اوس افغانستان ته د نورو په لاس د سولې راستولو هیلې ساتل نه دي په کار، د غرب د جنګي تاکتیکونو پر بنسټ د افغانستان یوالى او پایښت په اخر کې تر پوښتنې لاندې راځي باید د هیواد پریوالي او نه پایښت ژور فکر وکړي.

زما په اند، د هیواد پایښت او سوکالي په راتلونکي کې د افغانانو رښتیني یوالي کې نغښتې ده او افغانان باید د زړه له کومې سره یوشي او د هیواد یوالی او پایښت په خپله وژغورئ. زه خپله دا لیکنه د باچا خان په دې وینا رانغاړم چې وایي: یا به یو کيږو یا به ورکیږو

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.