ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
11 Mar 2018 - 10:23
author avatar
11 Mar 2018 - 10:23

وایي پوهه د ژوند مالګه ده؛ پوهه د نړۍ رازونو ته د ننوتلو کونجې ده؛ هغه انسانان د دغه اغېز څرک درک کولی شي چې خوند یې څکلی وي. خدای ج فرمایي: زه هغه چا ته پوهه هدیه کوم چې پرې ورحمیږم. رښتیا هم چې پوهه ځانګړتیا ده؛ ځکه پوهان له نادانانو نه په اسانه جلا کېدلی شي. ژوند د خپلو ښو او بدو ژوندی انځور دی. ژوند د افراط او تفریط تر منځ هغه پیمانه ده چې د اړتیاوو په کمېدو او شتو په زیاتېدو ژر محسوس کېدلی شي. هره اړتیا د پوره کېدو اندازه لري خو پوهه داسې نده. که فرض کړو چې له اندازې زیاتي اوبه په یوه پیاله کې واچوو نو په څنډو یې اوړي مګر پوهه چې څومره ډېرېږي نو په ځان کې ورکېږي. پوهه سړی لکه غر داسې لوړ کړي مګر لکه مېوه لرونکې ونه چې څومره یې ښاخونه درنېږي، ټیټېږي، رښتيني پوهان همداشان د تواضع لار نیسي.

که د نړۍ پوهان پرتله کړو نو هغوی د ټولنو خاکسار قشر و؛ کمې خبرې، ډېر خدمت او ډېر تعمق به یې ځانګړتیاوې وې. بلخې ابن سینا په بخارا کې وزېږېد خو اصلآ د بلخ دی. د بخارا باچا به شرف الملک او استاد البشر باله. د ده زوکړه د نوح بن منصور ساساني په دوره کې وشوه. بلخې د دروند مزاج، خاموش شخصیت او عجیب فکر څښتن و. پنځه کلن و، لا ماشوم و چې د کور زده کړې یې پای ته ورسولی، لس کلن شو، د ریاضي علوم يې پیل او لکه برق داسې ګړندي يې ختم کړل. عبدالله ناتلي د بلخي ابن سینا د ۵۸ کلن ژوند (۳۷۰-۴۲۸) په ټوله موده کې یو تر ټولو نامتو معلم ګڼل کېده. بلخې له ناتلي سره شاګرد شو. د منطق او اقلیدس علوم یې تر زده کول خو ډېر ژر له خپله استاده ډېر پوهېده.

ما ویل کنه چې پوهان د متواضع شخصیت خاوندان وي. هو، بلخې تر خپله استاده ډېر پوهېده خو د ژوند تر پایه یې ځان د ناتلي په شمول د ټولو استادانو د پښو خاورې ګاڼه. نوموړی د طب د یورولوژي په برخه کې تخصص وکړ او دا دی تر ننه یې څېړنې د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو کې تدریس کېږي. د فقهي علومو تر څنګ په ۱۲ کلنۍ کې د ادبیاتو، منقول او طبابت علوم پای ته ورسول. نوموړی د کتاب لوستلو لوی مشتاق انسان و. د هغه اړوند یادښتونو کې کښل شوي چې ګواکې نوموړی به هېڅکله هم په لیک توره شوې پاڼه بې لوسته نه پرېښوده. که څه هم د نوح بن منصور د قلنج رنځ له معالجي وروسته، بادشاه منصور، بلخي ته لویه کتابخانه په انعام کې ورکړه او کله چې وسوځېده، په نوموړي تور پورې شو چې بلخي غواړي اوس د ابو نظر فارابي کتابونه په خپل نوم ولیکي، خو ناپېیلو مورخینو نوموړی د تاریخ سپیڅلې ارواح نوموله. بلخي یې د خدای د خلقت لوی کمال باله؛ ځکه نوموړی حقیقي پوه او د پوهې په زور د انسانیت د پلوۍ لوی مدعي و.

ولي د بخارا تاجداره باچا نوح بن منصور د ستاری او سینا غریب زوی (بلخې) ته اړ شو؟ څرنګه یوه ۱۲ کلن ماشوم د باچا هغه درد درمان کړ چې نړۍ یې له چارې عاجزه وه؟ څرنګه د هغه وخت د ملیونونو انسانانو تر منځ یواځې بلخي د منصور په ماڼۍ کې ځانګړی ځای درلود؟ دا ځکه چې نه یواځې خدای ج، بلخي ته د سړیتوب هدیه کولو اراده کړی وه بلکې ستاري- سینا دواړو په ګډه د خپل زوی د روښانه راتلونکې لپاره د خپل ژوند خواږه قربان کړل. هو، هرو مرو به یې والدینو هڅه کړې وي، لیکن په یاد مو دي چې په ښوونځیو او پوهنتونو کې به راته استادانو ویل:

بچیانو:

د استاد، کتاب او وخت قدر کوئ؛ د ژوند دا شېبې بیا نه راګرځي. ژوند یو ځل الهي ورکړه چې بیا بیا نه تکرارېږي. بلخې هم همدا لارښوونه په زړه کې ساتلې وه. هره شېبه یې د پوهې ترلاسه کولو لپاره صرف کړې وه؛ د بېلګې په توګه ویلای شم چې بلخې یواځې د ارسطو لیکلی کتاب ماورای طبیعه ۴۰ ځلې لوستلی و؛ ځکه خو ترې سړی هم جوړ شو. پوهه داسې ده لکه طلا چې په خاورو او ایرو کې له ککړېدو وروسته بیا هم خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي. نه یې باران، نه یې طوفان، نه یې د ژوند لوړې ژورې او نه یې کوم زورور تړولی شي.

مشرانو به راته ویل چې مال- شتمني به ته ساتې خو پوهه به تا ساتي اړینه نه ده چې هر پوه دي سروتمند اوسي لیکن هرومرو به د ټولنیز احترام نه برخمن وي. ټولنه به یې د کمال، خبرو، فن او کړنو ارزښت ته سر ټیټوي. سید جمال الدین افغاني په ۱۸۳۹ کې وزېږېد او په ۱۸۹۷ کې ومړ. دا ډېر کلونه پخوا وخت و. شېرعلي خان د خپل فکري مصلحت پر بنسټ له هېواده و ایست. نوموړی مهاجر شو، ارام شو، خوندي شو خو تر شا یې اسیره ټولنه پرېښوده. سید جمال الدین د منځني ختیځ او اروپا لپاره هغه وخت د انسانیت منجسم کتاب و. هر ملت هغه که مصر، ترکیه، هند او یا ایران وو، نوموړي ته یې د هرکلې غېږ پرانيسته. دا منم چې د هغه وخت ځان غوښتونکو مشرانو د سید جمال الدین د پوهې حرمت ونه کړ مګر هېڅکله هم د نوموړي د پوهې غر ونه پرځېده. د نوموړي د شخصیت اسمان هماغه شان هسک و او هماغه شان ځلېده.

هر کال ایران د سید جمال الدین افغاني د خپلولو په منظور دوه ميلیونه امریکایي ډالر لګوي څو د نوموړي ویاړلی نوم د ځان ملکیت په نوم ثبت کړي. اوس نړۍ د ۷.۲ ميلیارده انسانانو تر پښو لاندې غوبل کېږي مګر څو ګوته په شمېر دراک، چالاک، هوښیار، عالمان، او تخنیکي فکرونه دي چې د دنیا واګي په لاس کې محصوري ساتي. ویل کېږي چې د نړۍ ۵۰ سلنه سرمایه د نړۍ له ۵۰ خلکو سره ده. د سرمایې پیدا کول یوه پوهه او ساتل یې بله پوهه. هېڅ منطقي فکر ادعا نه کوي چې مشري او شتمني ساتل او پیدا کول دي د احمقانو کار وي. دا منم چې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ولسمشریز نوماند ډونالد ټرمپ به مغرور، یاغي او افراطي بدمعاش وي، لیکن هېڅلکه هم ناپوه نه دي. نومړی د فرید ټرمپ زوی دی او په خپله کورنۍ کې تر ټول چالاک انسان بلل کېږي.

هغه په ۱۹۴۶ کې وزېږېد، په ۱۹۶۸ کال کې له پوهنتونه فارغ شو او په همدغه کال کې یې د خپل پلار په (الیزابېټ ټرمپ او سنز) کمپنۍ کې دنده پيدا کړه. په ۱۹۷۱ کال کې، کله چې ډونالډ ټرمپ یواځې ۲۵ کلن و، د دې لویې کمپنۍ کنټرول ده په خپل لاس کې واخيست. نوموړي لکه احمد شاه بابا، د لويې امپراتورۍ خوب لیده. هو، احمدشاه بابا هم د خپل ملت لپاره پراخه ساحه راګیر کړه او ټرمپ هم اوسمهال د ۱۰۰۰۰ ميلیونه ډاالرو خاوند انسان دي. په امریکا کې به داسې ډېر کم څه متصور کېږي چې د ټرمپ د نقش څرک به په کې نه لګېږي.

په ۲۵ کلنۍ کې دومره سریع حرکت کول، خپل سوداګریز سیالان پر شا تمبول، ځان د بریا عروج ته رسول او بیا د امریکا ولسمشرۍ ته ځان تر ټولو نوماندانو غوره ګڼل د ټرمپ د پوهې ښکاره نښې دي. د امریکا په اوسنیو ټولټاکنو کې د ټرمپ ناسمه ژبه کارول، بد اخلاقي کول، غیر متعارف الفاظ کارول، ناویل شوې سوژې استعمالول او د معمول خلاف په نوي طرز رامنځته کېدل د نوموړي د کمپاین ستراتیژي او د امریکا د مادیت پرستې ټولنې د یو مشخص قشر د فکر ترجماني ده. زه پوهېږم چې سپينې ماڼۍ ته به د ټرمپ راتلل لویه فاجعه وي، لیکن دلته بحث د پوه او ناپوه دی، نه د ټرمپ له بریا وروسته غمیزې. زه بشپړ باوري یم چې ټرمپ د خپل اړین فهم په زور د اوسنۍ امریکا د سیاست، سوداګرۍ او سیادت لوی زورواکی دی.

سره له دې چې د سیاټل ایالت اوسېدونکی د هارود له پوهنتون ناکام ووت لیکن نوموړي اړینه پوهه ترلاسه کړه. پوهه دې ته نه وایي چې کواګې خلک دې له سلو مکتبونو او جوماتونو فارغ شي، بلکې پوهه دې ته وایي چې سړی د ځان، مکان، زمان او اړتیا اړوند داسې معلومات ترلاسه کړي چې د ژوند له شره په امان او ټولنیز کاروان سره اوږده په اوږه ځغاسته وکړي.

مرحوم الفت وایي:

علم پوهه راوتلې له مغزو ده

هسې نه چې په دا ډېرو کتابو ده

که د دنیا په ډېرو غوره تعلیمي موسسو کې شاملېدل، فارغېدل او یا په علم کې د دکتورا ترلاسه کول د حقیقي پوهې شرطونه وي نو بیا ولې د پاکستان ټنبل ولسمشر زرداري د لندن له پوهنتونونو نه هماغه شان ټنبل ووت، په کوم شکل چې ورته داخل شوی و. نوموړی ځان په ۱۹۷۴ کال کې د کراچۍ له پیټرک سکول نه فارغ بولي، لیکن د ښوونځي مدیر وایي چې زرداري په نهایي ازموینه کې ناکام شوی دی. زرداري ادعا کوي چې په ۱۹۷۰ کال کې د لندن سکول او بزنس او پډنټن سکول اف لندن نه ډګريانې لري لیکن تر اوسه یې اصلیت نه دی تثبیت شوی.

دا سړی د بې نظیر بوټو مېړه (۱۹۸۷)، د پیپلز پارټۍ مشر او د خپلې ښځې د صدراعظمۍ (۱۹۸۸) نه وروسته کرار کرار په سړو کې حساب شو. په ۱۹۹۰ کال کې د غلام اسحاق خان او په ۱۹۹۶ کال کې د فاروق لغاري له خوا د بې نظیر بوټو رژیم چپه کېدل مخ پر مخ د زرداري د ناسمو کړنو، فساد، لوپرۍ، بدمعاشۍ او د مرتضی بوټو له مړینې سره تړاو لري. که څه هم بې نظیره د پاکستان محبوب شخصیت و لیکن زرداري یې شخصیت دومره داغداره کړ چې بیا د پاکېدو نه و.

نوموړی د خپلې مېرمن له وژل کېدو وروسته د پاکستان ولسمشر (۲۰۰۸-۲۰۱۳) شو مګر په ټوله نړۍ کې په مسټر ۱۰ فیصده مشهور دی؛ یعنې په هر دولتي قرارداد کې به د نوموړي ۱۰ سلنه رشوت/ مالي فساد و. په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د سېلابونو مسئلې زرداري غیر محبوب ولسمشر کړ. د پاکستان په عام ولس کې د نوموړي د محبوبیت درجه د ۱۱ او ۱۴ سلنې تر منځ ده او اوسمهال نوموړی د تاریخ تر ټولو مرموزه، ناپوهه او بې تدبیره څېره ده. نه یواځې دا چې په خپله ناکام شو، بلکې د لسګونو کلونو پیپلز پارټي حزب یې هم له ځان سره د حقارت کندې ته ټېله کړه چې بیا پورته کېدل به يې کلونه وغواړي.

بل ګېټس به ویل چې زه د هارود پوهنتون ناکام زده کوونکی د مایکروسافټ مشر او زما د ټولګې اول نمبر شاګرد راسره انجینیر دی. نوموړی وایي چې زموږ اول نمبر زده کوونکي خپل ژوند په یوه محدوده کې راګیر کړی و په داسې حال کې چې د اوسنۍ یو له بله سره نښتې نړۍ د بریا راز په بل څه کې دی.

بل ګېټس اعتراف کوي چې ګواکې هرو مرو په هارورد پوهنتون کې کام ناکام شوی لیکن لسګونه کلونه کېږي چې د ځان او جهان په اړه د لازمې پوهې ترلاسه کولو په خاطر هر کال په اوسط ډول ۵۰ کتابونه لولي.

مارک د ۲۱ قرن بل ځوان عالم دی؛ نوموړی د فېسبوک مخترع او د هارورد پوهنتون فارغ دی. لومړی د هارورډ د زده کوونکو، بیا یې د بوستن سیمې، بیا یې د ټولې امریکا او اوسمهال د نړۍ ۱.۶ ميلیارده خلک چې تر ۱۳ کلونو پورته عمرونه ولري، فېسبوک کاروي. مارک نه یواځې د پوهنتون کورنۍ وظیفي لیکلې، بلکې د نړۍ د نښلولو لرلید یې درلود. نوموړی د نړۍ ځوان ميلیاردر دی او دمګړۍ دد ه په لاس جوړ شوی اکتشاف اوس د سي اېن اېن له راپور سره سم د امریکا د والمارت نه هم قیمتي دی. فېسبوک نن ورځ په مارکېټ کې تر ۲۴۵ ميلیارده ډالرو هم پورته دی او ورځ تر بلې یې ارزښت لوړېږي.

د فېسبوک جوړول او بیا یې دغه ټولنیز منزلت ته رسول پر خپل سر نه دی رامنځته شوی، بلکې دا ډول کارونه یواځې د مارک په شان زیرک انسانان کولی شي. مارک لا ۲۰ کلن و چې په ۲۰۰۴ کال کې یې دا عظیم فکري انقلاب رامنځته کړ او اوس چې ۳۱ کلن دی نو د ۴۶ ميلیارده ډالرو خاوند دی.

مارک وایي چې زما د بریا چانس د کتابونو په لوستلو او انسانیت ته د احترام په ترسراوي کې نغښتي دی. نوموړی وایي چې خپل ټول فارغ وخت د خپلې پوهې په لوړولو، کتاب لوستلو او کتاب وېشلو تېروي، او ژمنه کوي چې په فېسبوک کې به د مفت کتاب لوستلو لپاره داسې فرصت جوړ کړي چې د نړۍ ځوانان د کتابو په لوستلو روږدي او رښتيني پوهان شي.

د نړۍ داسې سلګونه مثالونه شته چې د رښتينو پوهانو او (کرکټرایزد) شوو پوهانو تر منځ بارز واټن جوړوي. مصنوعي پوهه په لنده ځمکه د لوټې کېښودل دي چې اهسته اهسته له منځه ځي او یا کټ مټ لکه لمر چې واوره ویلي کوي، ټولنه هم د بې بنسټه پوهانو پر نبض پوهېږي او ژر د ناکامۍ کندې ته لوېږي.

 

باید بیا بیا ووایم چې حقیقي پوهه هېڅکله هم خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي او تل په ملموسو پایلو منتج کېږي. ډېر کم داسې موندل کېږي چې پوهان دې تل په ستونزو کې اغېړ وي. هو هرو مرو مقطعي ستونزې لري، لیکن ۹۰ سلنه یا د ټولنیز منزلت او یا له فکري ارام نه برخمن وي.

کله چې مې د ملګرو ملتونو عمومي اجلاس ته د اسرایلو د صدراعظم وینا لیده نو وا مې ورېدل چې نوموړی وایي: امید او څار د بریالي ژوند دوه اساسي توکي دي. امید راتلونکی ترسیموي او څار د راتلونکې سفر لپاره توان بښي. خو اصلي مسئله دا ده چې ډېر کم خلک د امید، راتلونکې، څار او کار په معنا او مفهوم پوهېږي.

هټلر، ستالین او ماوو زیدنګ ټول د عجیب ظالم کرکټر خاوندان وو. د هغوی لپاره د دهشت خپرول، تنظیمول او هدف ترلاسه کول د ژوند هدف و. دويم نړیوال جنګ ۴۰ ميلیونه انسانان ووژل او هټلر د دې بوږنوونکي نندارې اصلي ممثل و. سټالین (۱۸۷۸-۱۹۵۳) د ۱۹۱۷ کال د روسي انقلاب منتظم او د ۱۹۴۱ کال د جون په میاشت کې د جرمني ځواکونو پر شا تمبول هم د سټالین د نظامي فهم روښانه نمونه ده. نوموړی يې د نولس سوه شلمو کلونو نه بیا د ۱۹۵۲ کال پورې د روسیي مدحش کمیونستي بهیر مشر و چې مشري نیول او ساتل دواړه د حقیقي پوهې نښاني دي.

مونږ باید اسلامي-ا خلاقي پوهان له غربي-مادیت پرسته پوهانو نه جلا کړو. په اسلامي رښتينو پوهانو کې د اخلاقیاتو او اسلامیاتو تومنه ډېره وه؛ ځکه خو د قدرت عروج او ټولنیز منزلت ته تر رسېدو وروسته د انسانیت د ژغورنې په سفر کې ډوبیدل. ماو زیدنګ د چین صنعتي انقلاب پلار بلل کېږي.

نوموړی په ۱۸۹۳ کې پیدا او په ۱۹۷۶ کې ومړ. د ۱۹۴۵ کال راهیسي بیا د مرګ تر شیبي د چیني اقتصادي انقلاب پلار ګڼل کیده. که څه هم له انساني حدودو نه په تېرېده او وحشت په خپرولو متهم دي چې په ترڅ کې یې د ۴۰ نه بیا تر ۷۰ ملیونو انسانانو پوری ووژل شو، خو نننی عظیم چین د نوموړی د افکارو زیږنده ده. بیا هم د پوهې د ترلاسه کولو او استعمالولو خبره مطرح شوه.

نوموړی ذکي، مدبر، حساس، تاریخ پوه او د کتاب لوی مشتاق و. هغه وایي: سره له دې چې مکتب مې د غربت او تنګسو له امله سم ونه لوسته، لیکن په کتابتوب کې مې ټول اړوند کتابونه بار بار له نظره تېر کړل. نوموړی وایي چې ما هرو مرو افراط کړی لیکن د سلګونو د خوندیتوب لپاره څو لسیزي تنګسه ګالل اړین و.

ښه، دا به ووایم چې کتاب لوستل، پرې پوهېدل او بیا یې سم عملي کول د ژوند حقیقي ماموریت دی. د ژوند په چارو کې منطق پیدا کول لکه په غذا کې د مالګي مثال لري چې ډېریدل او کمېدل یې ځانګړی کیفیت رامنځته کوي مګر سوال دا دی چې د منطق ترلاسه کول او بیا کارول له کومه کېږی؟ بس منطق پیدا کول د وخت د سم استعمال او د پوهي په لار شطبه شیبه قرباني کول دي چې سا1لم انسان تري مخ نشي ګرځولی.

دا تاسي او دا زما د استدلال نسخه.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 16

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.