ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 May 2018 - 11:11
author avatar
1 May 2018 - 11:11

افغانان او پښتون ولس عجیبه عادت لري، کله چې ښه وټکول شي بیا د حق اواز پورته کوي. پیر روښان هم په داسې وخت کې مبارزه را پیل کړه چې د سر په قېمت وه. هدف یې ځان ته وټاکه، تر نفسي خواهشاتو تېر شو. لومړی یې له الله تعالی سره ژمنه وکړه او وروسته یې بیا خپل قوم ته تعهد وسپاره. د پیر روښان دوره که سړی مطالعه کړي، په شعوري او پاک نفسه کسانو باندې تکیه شوې ده.

زه نه غواړم چې په پیر روښان باندې زیات بحث وکړم. تر خوشحال خان به هم تېر شو، ځکه چې د هغه مبارزه بېل بېل اړخونه لري او ټول یې په پټو سترکو د منلو وړ دي. اوس غواړم د لوی خان او په اصل کې د یوه ملنګ، د پښتون قوم لوی خواخوږي او د ستر انسان خان باچا خان په اړه خبره وکړم. دا انسان رښتیا هم خدایي خدمتګار و. ټوله مبارزه یې د عدم تشدد او پښتون قوم لپاره وه او نورو قومونو ته یې هم د یووالي فکر ورکړ. پښتنو ته یې تل ویل چې یا به یو کیږو، کنه ورکېږو.

د بابا خبره مهمه په دې ده چې له یووالي او اتفاق پرته موږ ښه ورځ نه شو لیدلی.

دغه وطن د تحریکونو، بنسټونو، جرګو او مرکو وطن و، په دې وطن کې انګېزه پخوا لا موجوده وه. د خواخوږۍ او پېرزوینې خلک وو. دې قوم ته هغه ورځ لا د ظلم ورځ وه، په کومه ورځ چې په لوی لاس دا قوم په دوه برخو و وېشل شو. له لومړۍ ورځې پاکستان پنجاب اداره کاوه، یوازې پښتانه قوم او بلوڅ یې له ځانه پردي ګڼل؛ ځکه هغوی به همېشه د خپلو مشروع حقوقو غوښتنه کوله.

که سمه نظر پوښتنه وشي، سندیان هم وایي چې موږ مظلوم یو. په دې تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانانو د بربادۍ پروژه په عملي توګه پیل شوې وه. دواړو غاړو ته ولسونه وټکېدل. د ټکولو ګناه یې یوازې تاریخي غیرت او لنګوټه وه. دا هغه څه وو چې د دې قوم دښمنانو نړیوالې ټولنې ته ټول پښتانه ترهګر او تروریستان معرفي کړل او په حقیقت کې دغه قوم په تېرو پنځلسو کلونو کې دومره قرباني ورکړه چې ساری نه لري. په دې وطن کې داسې څه پاتې دي چې ونه شول؟ په جوماتونو، هدیرو، جرګو مرکو او ښارونو کې داسې چاودنې وشوې چې مطلق د نسل وژنې استازیتوب کوي.

ما په افغانستان کې ډېرې بې عدالتۍ ولیدلې. په ناحقه د کورونو تلاشي، په یو او بل نامه د خلکو ګیرول او د پیسو په مقابل کې د خلکو پرېښودل او دې ته ورته نور نا حقه پېښې ترسره شوې.

اوس اصلي بحث ته راځم. د نقیب شهادت او وینې رښتیا هم انقلابي جذبه را پورته کړه. دا یوه تاریخي خبره ده، چې کله کله مظلومه وینه انقلابي جذبه راپورته کوي. همداسې وشول. یوه ځوان منظور پښتین د عدالت غږ پورته کړ او د شهید نقیب الله د وینې پوښتنه یې وکړه او جلسې یې پیل کړې. تر دې چې نارینه او ښځینه وو یې دغه غږ بدرګه کړ او خپل مظلومیت یې څرګند کړ. دوی چې کومې خبرې کولې، ما فکر نه کاوه چې دومره ظلم دې شوی وي او په زرګونه خلک دې نادرکه وي، کورونه او بازارونه یې چور شوي وي، پوځ ولسونه د ګرو ګانو په شکل ساتلي وي او هر ډول انساني او بشري ضد کړنې دې تر سره شوې وي.

زه منظور ته یوه مشوره ورکوم، چې شاته کېږه مه او مایوسي مه کوه. مبارزه دې د تاریخ یوه برخه جوړوي. پښتنو سیاسي ګوندونو ته وایم چې که مو له پښتون څخه لاره غلطه کړه، د پښتون قوم په منځ کې به مو ځای نه وي پاتې او څومره چې د منظور اواز قوي کوئ، پښتانه در باندې حساب کوي. اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې موږ باید له جګړې ځان خلاص کړو او د امن فضا را منځ ته کړو. په افغانستان کې هم د سولې لپاره پرلتونه جوړ ىوي دي. په دې اوس ټول پوهیږي چې په جګړه کې تباه کیږو. د خپل مظلومیت اواز باید ټولې نړۍ ته ورسوو، چې جګړه زموږ تباهي ده او نوره جګړه نه غواړو.

زه د منظور پښتین او د ملګرو یې قدرداني کوم، چې خپل سر یې په لاس کې واخیست او د حق ناره یې پورته کړه، چې له ننګ او غیرت څخه ډکه ناره وه.

له منظور او ملګرو څخه مې یې هیله دا ده، چې دا سپېڅلې انګېزه د فکر په ډول وروزي. داسې نه چې ځینې سیاسيون او چارواکي داسې فکر وکړي، چې دا مقاله یو اړخیزه وه او یا په کې عقدوي اړخ پالل شوی دی د منظور کومې خبرې د قانون او اصولو خلاف دي؟ د ده یوازینۍ خبره دا ده، چې ظلم دې بند شي. موږ مظلوم یو او د یوه پنجابي ښاري غوندې د ژوند کولو حق لرو.

 که خبره د ولسواکۍ، ډیموکراسۍ او اجتماعي عدالت کوو، نو بیا خو دا خلک مظلوم دي. مبارزه یې د عدم تشدد او مظومیت پر بنیاد ده؛ خو پوځ د دوی په مخ کې خنډونه جوړ کړل او رسنۍ یې ور باندې بندې کړې، چې دغو کړنو په پاکستان کې ډیمو کراسي او د بیان ازادي او هر څه تر سوال لاندې شول.

دوی په منظور باندې د نورو استخباراتي کړیو تور لګوي دا بلکل غلطه خبره ده، د همدغو غلطو پالیسیو پایله وه، چې پښتون او بلوڅ یې له لاسه ورکړل. زه بیا هم دا خبره کوم، چې د حق او باطل په جګړه کې تل حق کامیابه وي. که باطل هرڅومره هم قوي وي، د حق په وړاندې مبارزه نه شي کولی. په نړۍ کې چې هر څوک ظلم او استبداد کوي، زه د بشري حقونو د یوه مدافع په توګه دا خپله فریضه ګڼم، چې پر وړاندې یې خپل مسوولیت ادا کړم.

د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغان ځورېدلي قوم د نېکمرغۍ په هیله!

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 13

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.