ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو څو لسیزو ا‌‌‌‌‌‌ډیالوژيکي جګړو په افغانستان کې دومره زیاتې ټولنیزې ستونزې زیږولې دي چې زوی پلارته کافر ښکاري، پلار زوی ته، ورور ورور ته، خپل خپل ته، ګاونډي ګاونډي ته، او داسې نور. په یوبل بې باوري او بې اعتمادي دومره زیاته شوې چې د مینې او همکارۍ اړیکې یې سره شلولې دي.  پخوا به د کور او کلي مشر ته د درنښت په سترګه کتل کېدل، خو نن د کور او کلي د مشرانو په خوله څوک پياز هم نخوري. پخوا به اکثره کورنیو غړو په یوه چاپيريال کې ژوند کاوه چې په عمومي توګه د کورنیو د غړو ترمنځ اقتصادي، فکري او ټولنیز ژوند واټن ډیر کم و، خو نن دا واټنونه دهرې کورنۍ د غړو په منځ کې ډیرزیات شوی دي. اوس موږه اکثره د خپلو کورنیو د نږدې غړو د کړو وړو او طرز و فکر نه خبر نه یوچې څه کوي او له چا سره اړیکې لري. دا ډول ستونزي اوس زموږ د ټولنې واقعیتونه دي او ترڅو چې زموږ د ټولنې جوړښت بېرته نارمل حالت ته ونه ګرځي، د افغانستان هر حکومت به د ښې حکومتدارۍ، امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وي. سوله او سکون به لادرکه وي.
موږ پخوا دین، ادب، کورني او ټولنیز مسوولیتونه په کور، حجرو او دېرو کې زده کول خو د تېرو څلورو لسیزو د جنګونو او نا خوالو له امله زموږ محلي او محیطي روزنتونونه له منځه لاړل او په عوض یې زموږ زیاتو ځوانانو په هېواد کې دننه او یا بهر په مدرسو، وړکتونونو او مرستونونو کې تربیه حاصله کړله. دوی ته د خپل وطن تاریخ، د کورني ژوند ښېګڼې او اجتماعي دود او دستور نه دی ښودل شوي او دوی ته هر څه پردي ښکاري. د دوی په مغزو کې بېلابېلي اډیالوژي ګانې په خرابه او یا انحرافي ډول ترزیق شوي او د دوی ماغزه Brain Wash یا وینځل شوي دي.  نوی نسل، د وژنو، جنګونو او ورځنيو ناخوالو سره معافیت اخيستى دی. اکثرو ته کورني، ملي او حتی اسلامي ارزښتونه چې د دې بعضو ډلو د تکفیري اډیالوژیو د تګلارې سره برابر نه دي کفر ښکاري او په دې فکر دي چې زموږ ټولنه او هم دنیا په غلطه روانه ده او یوازي همدا څو محدودې تکفیري ډلې دي چې په سمه لار، روانې دي.
ځوانان تل ډير ژر تر منفي نظریاتو اود پردیو د ا‌‌‌‌‌‌ډیالوژيکي اغیز لاندې ‌‌‌‌‌‌راځي. باالخاصه هغه ځوانان چې د هویت د بحران یا Identity Crisis سره مخامخ دي. دا ځوانان چې د هیواد څخه بهر زیږیدلې دي، دوی نه پوهیږي چې د دوی هویت څه دی او د افغان ځوانانو لپاره دا ستونزه له ټولو څخه زیاته ده. د افغانستان د جنګ موده ډیره اوږده شوله او دا څلورم نسل دی چې په جنګ کې اخته دی. د دې ځوانانو ریښه او هویت په اصل کې افغاني دى خو دوی ته بیا د اسلامي هویت پیچکاري ووهل شوه چې اسلام سرحد نه لري او دوی ته عقیده د هویت په ځای تلقین شوله. ځینې چې په غربي هیوادونو کې اوسیږي، والدین ورته همدا وایي چې باید ښه مسلمان واوسي او هم ښه افغان، خو د کور نه بهر شرایط بیا داسې نه دي. اسلام او افغانیت دوی د یو شعار په توګه پيژني. د دوی نه د یو ښه افغان او یو ښه مسلمان نمونه ورکه ده او نه پوهیږي چې ښه مسلمان او ښه افغان یعني څنګه؟  د دوی په مغزو کې د افغانیت او اسلامیت کلمه سمه نه کیني او کله چې دوی انټرنیټ ته سره وردننه کوي تر څو ښه افغان او ښه مسلمان پسي لټون وکړي نو بیا په بېلارو سر شي.
یو دوست راته کيسه کوله چې یو ډله ځوانان د ماسپښین لمانځه لپاره په کلفورنیا کې جومات ته روان و چې د عربانو غوندې اوږده کمیسونه یې اغوستي و او چلتارونه یې پر سر وهلي و او هم ورسره اوږده اوږده ډانګي (لکړې) وې. ده ترې پوښتنه کړې وه  چې په دې ډانګو څه کوئ؟ هغوى ورته ویلي و چې رسول الله (ص) او صحابه کرام چې کله جومات ته تلل نو له ځانونو سره به یې ډانګي جومات ته وړل. دا ځوانان په دی نه پوهیدل چې د مکې سیمه غرنۍ ده او په هغه وخت کې چې برق نه و، د شپي به چې څوک جومات تلل نو د ډانګونو وړل له ځانونو سره ښه کار و چې څوک له کومې پرخې او یا ګړنګ  څخه ونه غورځیږي. اما په کلفورنیا کې چې سړکونه هوار دي او د برېښنا روښنايي هم شته ده نو له ځانونو سره د ډانګو وړولو څه اړتیا ده. دا ډول حرکات د دې پرځاى چې د اسلام له ترویج سره مرسته وکړي، بلکې د اسلام پرضد ذهنیت سؤ تبلیغاتو ته زمینه برابروي.
ډیرى کسان دا وړاندیز کوي هغه ځوانان چې د حکومت پرضد جنګیږي، باید ونیول شي او یا ووژل شي. فرض کړو چې حکومت په زرهاو کسان ونیول، بندیان یې کړل او یا یې ځینې ځینې اعدام هم کړل، بیا هم زموږ ستونزه نه حل کیږي. دا ځکه چې د بندیانو، زخمیانو، او وژل شوو کسانو د کورنیو پالنه به څوک کوي؟ که د دې کورنیو سمه پالنه ونه شي نو بیا هم د یو بندي، زخمي، او وژل شوي کس کورنۍ به یوه مریضه کورنۍ وي چې په ټولنه به بار وي او د هغوى اولادونه به بیا هم د جنګ په لاره روان وي. د تکفیري ډلو لپاره د همداسې مجبوره او عقدیې کورنیو نه د ځوانانو د جلب او جذب ښه او اسانه لار ده. زما په اند، د حکومت نه به دا توقع  بېځایه وي چې دا ټولنیزې ستونزې دې ډیر ژر حل  کړي، ځکه ددایمي ثبات لپاره له کور کلي نه نیولې د ټول هیواد په کچه یوې اوږدې مبارزې ته اړتیا ده.
پورته مسایلو ته په پام کې نیولو سره، زموږ ټولنه اوس یوه مریضه او نیمګړې ټولنه ده او دا ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت ته اړتیا لري چې زموږ دا مریضه ټولنه ښه شي او د ځوانانو فکري نظر تغیر وخوري. موږ هریو ته په کار ده چې په خپله ساحه کې دخپل توان او امکاناتو په چوکات کې په خپل کورونو او کلي کې جدي مبارزه وکړو ترڅو یو فکري تغیر رامنځته شي ، ترڅوافغانستان یوې دایمي سولې ته ورسیږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.