ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت د هرې انساني ټولنې لپاره حیاتي ارزښت لري، تر څو ټول انساني ارزښتونه د دې ارزښت په وسيله وساتل شي او انسانان په ارامه فضاء کې د ټولنيز، اقتصادي، سیاسي او عمومي پراختيا په اړه انسان جوړونه او اقدام وکړي او د انساني فکري قوت پر اساس د رقابت میدان ته داخل شي، چې نن موږ  په  اروپایي انساني ټولنو کې د فکري قوت د سياليو شاهیدان یو چې د فضايي حاکم قوت په توګه مطرح دي او  اجتماعي، اقتصادي او سیاسي قوت یې رامنځ ته کړی، نن پرمختللې ټولنې انسانان له هر لحاظه د اسانتياوو او امتیازاتو څخه برخمن دي چې د وروسته پاتې ټولنو انسانان په ټولنيز، اقتصادي او سیاسي بحرانونو کې سخت ژوند مخته وړي او د پرمختللو ټولنو د ژوند په ارمان دي چې له دې انسانانو  څخه  موږ  افغانان هم یو.

افغانستان د درېیمې نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو څخه دی چې نړۍ کې د بدبختیو د مرکز بېلګه ګرځېدلی چې د دې بدبخته  هېواد يو ستر دلیل ناامني ده، هر هغه ځای چې امنیت وي یعني انسانیت وي، چې له بدمرغه نوموړي حیاتي ارزښت څخه زموږ ټولنه بې برخې ده، افغانستان تقریبأ له څلورو لسيزو راهیسې په ناامن ټولنه بدل شوی چې دې هېواد اساسي بنسټونه له لاسه ور کړي او فعلأ په یویشتمه پیړۍ کې د دې ټولنې انسانان د ټولو اسانتياوو او امکاناتو څخه بې برخې دي چې مسوولیت یې د ملت پر غاړه دی، ملت خپله خپل ځان د ستونزو او ربړونو سره مخامخ کړی، د نړۍ د سیاسي تاریخ له مطالعې څخه دې پايلې ته رسېږو چې د هر هېواد خپلواکي او پرمختګ د هغه هېواد د ملت په مبارزه رامنځ ته شوی او دوام یې پیدا کړی، نن دا دروند ملت چې یو وخت یې تر واک لاندې څو هېوادونه و اوس د خپل امنیت لپاره له بهرنیانو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي چې   بهرنیان او افغان حکومت د  یو سرتاسري امنیت په راوستلو کې  پاتې راغلي او  ناتوانه ښکاري چې لاندې دلایل لري:

لومړى: افغان حکومت او بهرنیان د افغانستان د سیاسي جغرافیې د تحلیل او پېژندنې له مخې معقول اوږد مهاله پلان نه لري.

دويم: بهرنیانو د تروریزم د منځه وړلو په موخه دې انساني ټولنې د ارزښتونو خلاف اشتباهات تر سره کړل چې د ملت ملاتړ یې د لاسه ور کړ او د ملت د ملاتړ  پرته سرتاسري امنیت راوستل  ممکن نه دی.

درېیم: بهرنیانو د یوویشتمې پېړۍ د امکاناتو مطابق د افغانستان د سرحداتو او داخلي امنیت په برخو کې د پام وړ کارونه تر سره نه کړل.

څلورم:بهرنیانو او افغان حکومت ترمنځ په نظامي اقداماتو کې د همغږۍ نه شتون .

پنځم: افغان حکومت کې د عمومي نظامي امنیتي ستراتېژۍ او ظرفیت نه شتون.

شپږم: افغان حکومت د نړیوالې ټولنې چې د تروریزم د مقابلې لپاره راغلې وه د دوی  مدیریت د افغانستان د ګټو په موخه و نه کړای شو، ځکه چې د ظرفیت او د ظرفیتونو د مدیریت توانایي نه وه په کې  موجوده.

 

اووم: د سيمه ييزو ملکي او نظامي حکومتي چارواکو خودسرانه کړنو او بې عدالتیو له امله د ملت او حکومت ترمنځ واټن رامنځ ته شو.

اتم:  له نظامي کړنلارې او عمومي اصولو پرته عملیات او له زياتو تلفاتو وروسته شاتګ او موخې ته نه رسېدل.

نهم: تر ډېره وخته د افغان امنیتي او دفاعي ځوکونو ترمنځ د اصولي او نظامي معقول جديت له مخې د همغږۍ نه شتون.

لسم: فساد، بې عدالتي، مجازات او د مکافاتو اصل نه تطبیق، د امنیتي ځواکونو نه روزنه او مرکزي ادارې کمزوري.

افغانستان سوق الجشي موقعیت او د منطقوي او نړیوال زبر ځواکونو د ګټو د تضاد نقط ده، نو د افغانستان دولت ته په کار ده چې د سيمې او نړۍ هېوادونو د ګټو تضاد د هېواد ملي منافعو په نظر کې نیولو سره د مدیریت ظرفیت رامنځ ته کړي او ګټې تفکیک کړل شي د قوي استراتېژۍ په رڼا کي تطبیق شي.

ټول هغه افغان وګړي چې د فساد، بې عدالتیو، ظلم او نورو سببونو پر اساس ددښمن لیکو ته تللي او د منطقې او نړۍ د اهدافو وسیله ګرځېدلي د تفاهم ژبه ایجاد کړل شي او بهرنى دښمن د اسلام او هېواد د موخو له مخې تعریف او تفکیک کړي او په ځپلو یې پیل وکړي.

د امنیت د راوستلو لپاره څو مهم ټکي د افغانستان دولت او ملت ته مهم دي چې ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

  1.  د اسلام او وطن د عمومي کړنلارې پر اساس عمومي اهداف تعریف، مشخص او کټګوري کول.
  2. د هېواد امنیت لپاره یوه معقوله ستراتېژي د افغان حکومت په مټو تعریف کول.
  3. له دښمن سره د جګړې لپاره یوه حقیقي دیني منشاء رامنځ ته کول.
  4. د هېواد سرحدات د ګاونډي هېواد د ګټو د مدیریت له قناعت وروسته د دوه اړخیزو همکاريو پر اساس د ټولو نقاطو ساتنه او حاکم کېدل.
  5.  داخلي دولتي استخبارات د یوویشتمې پېړۍ د امکاناتو او روزنې مطابق رامنځ ته کول او یو حاکم استخباراتي ساختار  رامنځ ته کول.
  6.  امنیتي ارګانونو د وظایفو تفکیک او تقسم بندي د ټولو سوق الجشي نقاطو مطابق.
  7.  د فساد، خیالي تشکیلاتو، غفلت، د مجازاتو او مکافاتو نه شتون برخو کې د ریښوي پالیسۍ رامنځ ته کول.
  8.  د ملت او امنیتي ځواکونو تر منځ د همکاریو او همغږۍ لپاره د عمومي نظامي ستراتېژۍ په چوکاټ کې یو ساختار رامنځ ته کول.
  9.  له سرعالی قوماندان څخه پیل تر یو سرتېري او د هغه معکوس رسمي ګړندۍ اړيکې رامنځ ته کول او حقیقي راپور ترلاس  او هدایت ور کول.
  10. ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو مطابق ګومارنه او د دندو اجراء.

د افغانستان ملت په تاریخي لحاظ د خپلواکۍ او ملي نوامیسو لپاره د هر ملت په پرتله ډېره قرباني ور کړې ده چې د جګړې په میدان کې یې بریا تر لاسه کړې، خو د سیاست میدان یې بایللی، نن د هېواد نوي نسل ته تر ډېره تمه ده چې د سیاست میدان وګټي او د وخت او زمان د حساسیت مطابق په دقت قدم واخلي او یو ځل داسې ثابته کړي چې افغان ملت نه یوازې د جګړې ګټلو ستر اتل، بلکې د سیاست ګټلو ستر اتل هم دی.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.