ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
2 Aug 2018 - 11:23
author avatar
2 Aug 2018 - 11:23

د عامو افغانانو او هم د افغانستان اکثره سیاسیونو خبرې او سیاست دا دي چې ولې روس، امریکا، پاکتسان، ایران، چین، عربو او عجمو له افغانانو او د افغانستان له حکومتونو سره سمه انډیوالي ونه کړه اویا یې نه کوي؟ ولې د نړۍ لویو طاقتونو افغانان په نیمایي لاره کې پرېښودل او یا یې پرېږدي؟ اویا ولې امریکا او نور ذیدخله هېوادونه او ګاونډیان، د افغانانو له دومره قربانیو سره سره، د دوی توقعاتو ته مثبت ځواب نه وایي؟
د پورته سوالونو ځواب ډېر ساده او اسانه دی. په نړۍ کې د ملکونو ترمنځ سیاست او تجارت په دیني، قومي، ایډیالوژیکي او د ملګرتوب په اصولو باندې ولاړ نه دی، بلکې تل سیاسي اړیکې او سوداګري د ذیدخلو هېوادونو تر منځ د خپلو ګټو په اساس مطرح وي. که په اړیکو کې د دواړو خواوو ګټې په  لنډ یا اوږد مهال کې سره خوندي وې، د دنیا ملکونه سره ښې اړیکي لري، د دوی ترمنځ سیاسي اختلاف نه وي او سوداګري د دواړو خواوو ترمنځ په ښه توګه روان وي.
هو! کله چې د ګټو تضاد رامنځته شي، بیا دوی نه پخواني سیاسي علایق پېژني اونه انډیوالي. هغه پخوانۍ سوداګريزې راکړې ورکړې او سیاسي تعلقات دوام نه پیدا کوي او حتى په ډېرو مواردو کې خبره د دوی ترمنځ د جنجال او جګړې تر سرحده هم رسېږي. نن سبا د امریکا د نوې ادارې تعلقات د خپلو نږدې همفکره هېوادونو سره ګورئ چې په یوه پکت کې دي او په لسیزو یې سره ښه روابط درلودل او د نړۍ ټولو مسایلو کې سره همغږي و، خو د لوېديخو هېوادونو ترمنځ هغه پخوانۍ همغږي اوس نشته، ځکه د دوی په منځ کې د ګټو تضاد رامنځته شوی دی.
کله کله د نړۍ هېوادونه د اوږد مهالو او ستراتېژیکو ګټو په خاطر د ښو او خرابو ډلو یوشانته حمایت کوي، او حتى د داسې خرابو نظامونو او حکومتونو له مشرانو سره اړیکې ساتي چې مشابه نظریات او سیستمونه هم سره نه لري. د نړۍ په سیاست کې اکثره ډېرې ښې خبرې، شعارونه او حمایت د یو ملک نه یوازې د اصولي موقف نیولو اویا د اصولو په خاطر نه وي، اصلا اصول او ښې خبرې دوی د خپلو ګټو او موخو په خاطرد وسیلې په توګه استعمالېږي. په سوړ جنګ کې دواړو خواوو یعنې پخواني شوروي اتحاد د محکومو او کارګرو طبقو د حقونو د دفاع او ګټو تر عنوان لاندې، د خپلو ستراتېژیکو اهدافو او ګټو لپاره دوستان او دښمنان درلودل. همداسې امریکا او غربي هېوادونو هم د خپلو ستراتېژیکو اهدافو او ګټو لپاره د ازاد مارکېټ، دیموکراسي او یا نورو شعارونو لاندې دوستان او دښمنان درلودل.
سوال دا دى چې ولې افغانانو ونه شول کړاى چې په تېرو څو لسیزو کې د نړیوالو لویو قدرتونو او اوس هم په ځانګړې توګه د امریکا د حضور نه سمه ګټه واخستلاې شي؟ د دې پوښتنې ځواب هم ساده دی .
د افغانستان پخوانى رييس جمهور له پنځلس کلونو حکومتولۍ نه وروسته وایي چې دی وروسته پوه شو چې امریکا افغانستان ته د افغانانو د ګټو لپاره نه، بلکې د خپلو اهدافو او ګټو لپاره راغلې ده. که د سیاست په الف ب څوک هم پوهیږي، دا تحلیل یې باید له اول نه درلودلى واى چې امریکا لیونۍ نه ده چې دومره لرې او وروسته پاتې هېواد ته خپل پوځونه لېږي او په بېلونونو ډالره مصرفوي، خامخا به يې یو څه اهداف که د تاکتیکي موخو لپاره و او یا ستراتېژیکو اهدافو لپاره، درلودل او لري یې. افغانستان باید په تېرو څو لسیزو کې د امریکا له حضور نه اعظمي استفاده کړې واى او افغانستان باید په سیمه کې د پاکستان ستراتېژیک بدیل هېواد جوړ شوى واى . خو متاسفانه دا کار ونه شو ځکه  دافغانستان ګاوندي هېوادونه د افغانانو په پرتله په سیمه يیزو او نړیوالو سیاسي لوبو کې ځیرکه دي او له خپلو ګټو څخه د افغانانو په تناسب ښه تعریف لري او دفاع کولى شي.
دا هم جوته ده چې ټولو ګاونډيو هېوادونو د افغانستان د جنګ د دوام، د افغانستان د ورانۍ او یا جوړېدو نه پوره ګټه واخيستله. د افغانستان د جوړېدو په دور کې هم، افغانستان د ګاونديو هېوادونو د بې کیفيته توکو لپاره ښه مارکېټ و او دی. دوى خپل بې کیفیته توکي په لوړو بیو په افغانانو وپلورل او پلوري یې او په بدل کې یې د نړیوالو له حضورنه بېلونونه ډالره ترلاسه کړل. د افغانستان مشرانو د دوی د بې کیفیته توکو مخه ځکه نه شواى نیولى چې دوی ته یې په کڅوړو کې یو څو روپۍ ورکولې او دوی بیاهغه روپۍ د سیاسي رشوت په توګه بېلابېلو جهادي، قومي، مدني ټیکه دارانو او بیروکراتانو ته ورکولې، ترڅو د هغوى خولې ټپې کړي.
متاسفانه، افغانان که په قدرت کې دي او که له قدرت نه بهر دي، په سیاست اوحکومتولۍ کې په انډیوالۍ فکر کوي. افغانستان لا تر اوسه د خپلوستراتېژیکوګټو او اهدافو لپاره دوستان او دښمنان سم نه دي ټاکلي او فکر کوي چې تل باید څو هندوانې په یوه لاس یا غېږ کې ونیسي. په سیاسي او ستراتېژیک لحاظ دا کار ناشونى دی. د افغانستان حکومتونه له ځینو هېوادنو سره د دیني ، ايډیالوژیکي، فرهنګي او تاریخي اړیکو په رڼا کې ساتي او کله له نورو هېوادونو سره د مقطعي ګټو په خاطر نوساني سیاست کوي.  د افغانستان په داخل کې هم د حکومتولۍ چارې د مقطعي انډیوالۍ او اشخاصو ته د شخصي تعهداتو په رڼا کې سرته رسېږي. اتحادونه او ائتلافونه تل په اصولو نه، بلکې د شخصي او ګروهي ګټو په اساس، په نوساني توګه ترسره کېږي چې تل د پایښت موده د دغو اتحادونو او ايتلافونو لنډه وي او بیا سره ډېر ژر بېرته متلاشي کېږي.
ترڅو چې د افغانستان سیاست او حکومتولۍ په مقطعي ګټو، انډیوالۍ او د بوډۍ د ټال په څېر په نوساني حرکتونو ولاړه وي، ستونزمنه ده چې په افغانسان کې سوله تامین شي، سوکالي راشي او اقتصادي ودې ته زمینه مساعده شي. افغانستان کې سوله یوازې د اوږدمهالو ګټو لپاره د با ثباته سیاسي ستراتېژیکو اړیکو په رڼا کې راتلاى شي که هغه اړیکې له سمیه يیزو هېوادونو سره وي او که د نړۍ له نورو هېوادونو سره. د بې باورۍ او نوساني سیاست په رڼا کې ناشونې ده چې په افغانستان کې ثبات ټینګ شي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.