ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لکه څنګه چې انرژي د بشري ژوندانه اساسي اړتیا ده، د دې اړتیا د پوره کیدو لپاره په نړیواله کچه غوښتنه ورځ تربلې مخ په ډیریدو ده، ځکه چې د نړۍ نفوس ډیرېدونکی ده او هرڅوک د ښه ژوندانه په موخه هڅه کوي ترڅو انرژي ته لاس رسی ولري، له بل پلوه د فوسیلي انرژي په تولید سره د ځمکې د هوا درجه لوړیږي چې همدا ګرموالی د ستر ناورین را پیداکیدونکی کیدای شي، نو بشر ددې ستونزې د حل په موخه د نوې کېدونکې انرژي(د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) انرژي د رامنځته کولو په موخه هلې ځلې کوي چې له نیکه مرغه دغو هلوځلو د پام وړ پایله هم ورکړې ده.

 دا چې افغانستان د اوبو د سر شاره زېرمو، تیلو، ګازو لمرینې او بادي برېښنا او د سکرو خورا سرچینې په واک کې لري، د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتو له مخې، په هیواد کې شته سرچینې کولای شي د هیواد اړینه انرژي تولید او د صادرولو لپاره هم  انرژي برابره کړي په پام کې ده چې د هیواد د برېښنا د اړتیا زیاته برخه له (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) برېښنا څخه برابره شي .

له تیرو څو کلونو راهیسې افغان دولت د نړیوالې ټولنې په مرسته د هیواد د اوبو او برېښنا ستر بندونه چې په تېرو جګړو کې خورا زیانمن شوي وو بیا ورغول او د هیواد د عاجلې اړتیا د پوره کولو په موخه یې له ګاونډیو هېوادونو ایران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه برېښنا وپیرله چې دا چاره د هیواد د اقتصادي اوسیاسي کارپوهانو له نیوکو سره مخ شوه، شنونکي په دې اند وو چې باید ترهرڅه وړاندې په هیواد کې د اوبو په مهارولو او د برېښنا په لویو بندونو اساسي کار ترسره شي او د تل لپاره د هېوادوالو ستونزه حل شي خو افغان حکومت د عاجلې اړتیا په پوره کولو غور وکړ او دې کار ته یې لومړیتوب ورکړ چې له ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا وپیري.

بل لورته نړۍ د ۱۹۷۰ لسیزې راهيسې په دې فکر کې شوه چې د اوبو او تیلو د برېښنا ترڅنګ باید چې د نورو انرژيکي سرچینو په لټه کې شي، چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره په دې بریالي شول، ترڅو د (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي )برېښنا وسایل تولید او په کار واچوي، د هغو راپورونو له مخې چې د لمرینې او بادي انرژي په برخه کې په دې وروستیو کې خپاره شوي دي داسې ښیي چې د امریکا او کاناډا هیوادونه د (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) برېښنا د تولید ستر مخکښان دي یاد هیوادونه هڅه کوي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې خپله ۳۰ سلنه انرژي له لمرینې او بادي انرژي څخه ترلاسه کړي.

زموږ هېواد چې زیاته سلنه وګړي یې باسواده نه دي او نه شي کولای له هغو وسایلو کار واخلي چې پوره پوهاوي ته اړتیا لري، نو له لمرینې او بادي انرژي څخه باید چې ګټه پورته کړي، لمرینه انرژي چې یوازې یو سولر(شمسي) بیټرۍ او یوه ساده مولد ته اړتیا لري کولای شي په اسانه یې وکاروي او خپله د اړتیا وړ انرژي ځینې ترلاسه کړي، همدا راز بادي انرژي هم یوه پکي چې لومړی پلا نصبول یې یوڅه ګران دي، یوې بیټرۍ او یو مولد ته اړتیا لري  ترهغه وروسته ورڅخه په اساني سره کولای شي ګټه پورته کړي، د دې انرژی ښه والی داده چې د خرابیدو په وخت کې اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دې وسایلو د بیا رغولو امکانات شته او هیوادوال کولای شي په لږ لګښت سره ارزانه او اسانه انرژي ترلاسه کړي، د هیواد په هغو سیمو کې چې بریښنا نشته خلکو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه همدې لمرینې او بادي برېښنا ته مخه کړې ده، نړیوالو پانګه والو او ملي پانګه والو ته په کار ده ترڅو د انرژي په دغه برخه کې د پام وړ پانګونه وکړي او کولای شي له دې لارې مناسبه ګټه ترلاسه کړي او په لویه کچه برېښنا د ښارونو او کلیو په سطح برابره کړي.

هغه ښارونه چې د نفوس کچه په کې له اندازې زیاته ده له ډیرو سترو ناخوالو سره مخ دي، چې د هغو له ډلې څخه کابل، هرات، مزار، ننګرهار او داسې نور یادولی شو، په دې ښارونو کې د موټرو د زیاتې ګڼه ګوڼې له امله او د یوشمېر دفترونو له لوري د جنراتورونو استفاده د دې لامل شوې ترڅو یې هوا د ژمي او یا هم د ګرمۍ په موسم کې ډیره خرابه شي، کابل یو له هغو پلازمېنو څخه ده چې د نړۍ په کچه یې د هوا د ککړتیا د اندېښنې وړ بلل کیږي په کابل کې هم د موټرو د ګڼه ګوڼې په دفترونو کې جنراتورونو کارونه او د ژمي په موسم کې د لرګیو، زغالو، ګازو او تیلو له بخاریو څخه ګټه اخیستل دې ته زمینه برابره وي چې د هوا تنفس یې د تدریجي مرګ سبب شي، په کار ده چې د یادو موادو پرځای په کابل ښار کې هم د کورونو د ګرمولو په موخه له نوې کیدونکې انرژي څخه ګټه پورته شي.

افغانستان چې په زرګونو دښتې، درې، غونډۍ، تنګی او غرونه لري د بادي انرژي د ځای پرځای کولو لپاره ښه مساعد دي چې په دغو سیموکې د باد چټکتیا ۶ متره پر ثانیه او په ځینو سیمو کې د باد چټکیتا ۲۸ متره پر ثانیه ده چې کولای شي د (۱۰۰) د سلو کیلو واټه انرژي د تولید دستګاه وڅرخوي او له دې لارې خپله د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي.

په اسیایې هېوادونو کې چین د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې د نوې کیدونکې انرژي په برخه کې خورا ډیر کارکوي او د دې ترڅنګ چې د خپلې انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي د نوې کیدونکې انرژي په برخه کې د نړیوالې سوداګري ډګر ته هم کار کوي، په هیواد کې په دې وروستیو کلونو کې د نورو تولیدي انرژیو ترڅنګ د لمرینې برېښنا په برخه کې د خصوصي سکتور او خلکو له لوري د پام وړ کار تر سره شوی چې ښه بېلګه یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د لمرینې او بادي انرژي د فعالولو نمونې دي، خلک اوس د ژر ترلاسه کوونکې او ارزانه انرژي لپاره له لمرینې برېښنا څخه ګټه اخلي، چې داپه خپله د هیواد په اقتصادي او پرمختیایي برخه  کې ستر رول لوبولی شي .

په اوس وخت کې تر ډیره بریده د فوسیلي او کاربني تولیدېدونکې انرژي په پایله کې نړۍ د اقلیمي بدلون له ستونزې سره لاس او ګریوان ده، هڅه کیږي ترڅو د فوسیلي او کاربني سون توکو د مصرف کچه راټیټه او له منځه یوړل شي او پر ځای یې له داسې بدیل څخه کار واخیستل شي چې چاپیریال ته ضرر ونه لري او هم ارزانه وي، په پای کې کارپوهان او څېړونکي دې پایلې ته ورسیدل چې (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) انرژي کولای شي د فوسیلي او کاربنی سون توکو ځای ډک او پاکه انرژي د خلکو په واک کې ورکړي او په نړیواله کچه اقلیم ته راپیښېدونکي زیانونه مهار کړای شي .

 څرنګه چې افغانستان په کال ۲۰۰۹ میلادي کې د نوې کیدونکې انرژي د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، په کار ده چې په یاده برخه کې په هیواد کې شته سرچینې وڅېړي او د پانګې اچونې زمینه برابره کړي، دهیواد د اوبو او انرژي وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل کیږي چې په هیواد کې د(۲۰۰۰۰۰) دوه سوه زره میګاواټه لمرینې او(۶۶) شپږشپیته میګا واټه بادي انرژی ظرفیت شتون لري، داچې افغانستان یوازې (۵۰۰۰) پنځه زره میګاواټه انرژي ته اړتیا لري نو کولای شي له دې لارې د انرژي په صادرونکي هیواد بدل شي،  افغانستان د لمرینې بریښنا د تولید لپاره په کال کې (۳۰۰) درې سوه لمرینې ورځې لري چې دا تر ټولو ښه زمینه ده ترڅو لمرینه انرژي تولید کړي، د یادونې ده چې په اوس وخت کې افغانستان یوازې ( ۶۰۰)  شپږ سوه میګاواټه انرژي په واک کې لري چې یوه اندازه یې له خپلو بندونو ترلاسه او پاتې برخه یې له ګاونډیو هېوادونو څخه پیري.

د نوې کیدونکې انرژي کاپورهان په دې اند دي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د نړۍ په ځینو هیوادونو کې د لمرینې او بادي انرژي د تولید کچه له ( ۳۰ څخه تر ۸۰ ) سلنې پورې لوړه شي، چې دا رقم کولای شي د اقلیمي ناوړه پېښو مخه ونیسي او د راپیداکیدونکي ناروین  وېره به کمه کړي، بل پلو ته افغان دولت ژمن دی ترڅو د نوې کیدونکې انرژي په برخه کې هغه پانګوال او نړیوال مرسته کوونکي چې غواړي په دې څانګه کې کار وکړي ملاتړ یې وکړي او شته کاري فرصتونه ورته په ګوته کړي، د اوبو او انرژي وزارت د نوې کیدونکې انرژي ریاست په هیواد کې د شته فرصتونو څېړنه کړې او هغو پانګوالو او نړیوالو مرسته کوونکو ته یې د پانګې اچونې زمینه برابره کړې او د (۲۱) یویشتو په شاوخواکې یې سترې ملي پروژې په پلان کې نیولي ترڅو په پلي کیدو سره به یې تر یوه بریده د انرژي د کمښت ستونزه یوڅه هواره شي.

نو دې موخې ته د رسېدو لپاره راځئ چې په هېواد کې د نوې کېدونکې انرژي د ملاتړ او پرمختګ په موخه سره په ګډه کار وکړو ترڅو مو خپل چاپیریال سالم او پاکه انرژي مو ترلاسه کړې وي .

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 33

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.