ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 Oct 2016 - 10:33
author avatar
1 Oct 2016 - 10:33

که چېرې د انساني ژوندانه پر اوایلو نظر واچوو ښکاره خبره ده چې په ټوله نړۍ کې انسان نسبي ارامه ژوند لاره، داسې هم نه وه چې د نړۍ په هیڅ ګوټ او یاهم کومه برخه کې جګړې نه وې، جنګ جګړې د انسان له خلقت سره تړاو لري، د هابیل او قابیل ترمنځ د نکاح پرسره شخړه د انساني ژوندانه د لانجو او شخړو پیلامه بلل کیږي او همدوی د انساني بدبختیو پیلوونکي ګڼل کیږي.

شک کولای شي د انسان خپل او حتی د یوې ټولنې د ژوند د تباهۍ لامل شي، د اسلام مبارک دین په خپل اسماني کتاب قرانکریم کې د شک په اړه داسې فرمایې : ای مسلمانانو له شک څخه ډیر پرهیز وکړئ په یقین سره چې ځینې ګومانونه ګناه دي. الحجرات/ ١٢ .

قران په ډیر وضاحت او صراحت سره د شک په اړه ویلي ترڅو مسلمانان ځانونه ورڅخه وساتي او تل د شک پر پوله ولاړ ونه اوسي، خودا زموږ او ستاسو ورځنی ژوند او تجربې دي چې موږ دې ته اړ باسي ترڅو د ډیرو مسایلو او خلکو په هکله شک وکړو.

راځو اصلي موضوع ته چې هغه په اوسنیو شرایطو کې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ دسولې د لاسلیک شوي تړون په هکله زموږ او ستاسو د هیوادوالو او ځینو مخالفینو چې د دوست په جامه کې دلته په هیواد کې له موږ سره ګډ او یاهم له هیواد څخه بهر ژوند کوي د هغوی د شک موضوع له څو ورځو راهیسې چې دا تړون د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي رالیږلي پلاوي ترمنځ لاسلیک شو په بیلابیلو ټولنیزو رسنیو کې د هیواد او په نړیواله کچه خبرونه، ګونګوسې او اندېښنې راپارېدلې دي.

په دې لړکې ځینې خلک داسې ګومان کوي چې حکمتیار د شان او شوکت په لټه کې له افغان دولت سره سولې ته غاړه کېښوده، ځینې فکر کوي چې حکمتیار د ولسمشر د هغو اندېښنو په اړه چې د شمالي ټلوالې او نورو ډلو په اړه یې لري په رسمي توګه رابلل شوی ترڅو په واک کې شریک او اشرف غني د سیاست په ډګر کې د ځان لپاره ملاتړی پیداکړي او خپله خالي شا په ده ډکه کړي، داسې هم ګومان کیږي چې حزب اسلامي د پاکستان په غوښتنه سولې ته غاړه ایښې، ترڅو د ده له لارې په افغانستان کې د هند مخ په زیاتېدونکي نفوذ مخه ونیسي… او دې ته ورته نورې ډیرې داسې انګیرنې شته چې خلک یې په اړه فکر کوي.

تر ټولو مهمه خبره داده چې یوه وسله واله ډله خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او له دولت سره سوله کوي دا ډیره مهمه ده او همدا د سولې خبرې د یو بین الافغاني تفاهم په پایله کې نتیجې ته رسیږي چې دا تر هرڅه ډیر د خوښۍ ځای دی، افغانانو په دې کار سره یوځل بیا نړیوالو ته وښودله چې که موږ د جګړو وړتیا لرو نو کولای شو په خپل منځ کې پرته د نړیوالو له منځګړتوب څخه هم په خپل منځ کې سوله وکړو.

هغه چې د حزب اسلامي راتګ ته د شک په سترګه ګوري که یوه ورځ نورهم حزب اسلامي جګړې ته دوام ورکړي او د دې جګړې په پایله کې یو انسان خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو ښکاره خبره ده چې د یو انسان ژوند د نړۍ تر ډیرو شته وو او امکاناتو چې په یوه هېواد کې په مصرف رسیږي غوره او بهتره ده.

سوله د ټولو افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده هغه چې د دې سولې پر وړاندې د خنډونو په جوړولو لګیا دي او هڅه کوي ترڅو دا سوله ناکامه او یا هم بدنامه کړي، ښکاره خبره ده چې دوی له افغانستان سره ستر ملي خیانت کوي، موږ له ډلو او ټپلو څخه په هیڅ صورت ملاتړ نه کوو او هیڅ وخت کې دهغوی په ظلمونو سترګې نه شو پټولای، موږ باید چې له یوچا څخه د هغه د قوم، ژبې، سمت او نورو ځانګړنو په اساس ملاتړ ونه کړو زموږ د ملاتړ معیار باید چې د یو چا په اعمالو او کردار پورې تړلی وي.

نن که حزب اسلامي سوله کوي او دا وړتیا پیداکوي ترڅو له بدو تېر او د سولې په لور ګام واخلي داپه حقیقت کې په خپله یو ستر ویاړ دی، لکه څنګه چې په رسنیو کې د تفاهم لیک رسمي بڼه خپره شوې په هغه کې حزب اسلامي داسې څه نه دي غوښتي چې هغه دې له اسلامي قانون او اساسي قانون سره په ټکر کې واقع وي.

زما پوښتنه له هغو کسانو څخه ده چې هغوی د سولې د دې پروسې مخالفت کوي او وایي چې دا تفاهم لیک له ملت او افغانستان سره خیانت دی، ایا حکمتیار په یوازې توګه په جګړه بوخت وو او که دې جګړو مخالف لوری هم درلوده، ایا د کابل د ورانۍ اصلي عاملین په سزا رسول شوي دي ؟ ایا له ښخو څخه د سینو پرېکولو عاملین په دار ځړول شوي دي؟ نه خیر هیڅ یو هم نه دي پوښتل شوي، هغه تر دې دمه پوښتل شوی او له هغه څخه د شوو ظلمونو او ناخوالو په هکله پوښتنه شوې ده او که نه او یا هم برعکس هغوی نومیالي او اتلان نومول شوي دي.

په تېرو پنځلسو کلونو کې زموږ چارواکو داسې خیانت ترسره کړ چې بوی یې تر شرق او غربه ورسېده یوازې د دې مرداریو پاکول نورو ډیرو کلونو ته اړتیا لري، د فساد کیسه مو په نړیواله کچه لومړي او دويم مقام ته ورسېده، ولسمشر مو دفساد پروړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ په ډاګه غلو او چپاولګروته وویل چې غلا وکړئ خو بهرته یې یو نسی، خو د هغه خوارکي هم چا ونه منله ټولې غلا شوې پیسې یې د دوبۍ ، ترکیي او نورو غربي هیوادونو په بازارونو کې په مصرف ورسېدې، نن همدغه په بهر کې پراته داړه ماران چې نه د جګړې تاوان ور رسیږي او نه هم د جنګ له زوره خبر دي د سولې مخالفت کوي او په روانه جګړه کې خپله ګټه ویني.

هغه چې د جګړو په لمبو کې سوځي او هره ورځ له دې ناخوالو سره لاس او ګریوان دي د دې تفاهم لیک په ارزښت پوهیږي او په پراخه کچه له دې تړون څخه ملاتړ کړی او کوي یې، دولت ته په کار ده چې له همدې ډول میکانیزم څخه کار واخلي، د سولې دروازه د ټولو مخالفینو پر وړاندې پرانیستې وساتي او هر هغه څوک چې له جګړې څخه بیزاره وي او سولې ته لیوالتیا لري کولای شي د سولې له دې بهیر سره یوځای او سوله خپلو هېوادوالوته ډالۍ کړي.

د تل پاتې او سراسري سولې په هیله!!!  

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.