ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 Jan 2016 - 10:01
author avatar
30 Jan 2016 - 10:01

طالبان له پیله تر دې دمه له کله نه چې پاکستان په افغانستان کې په نویمه لسیزه کې په یوه داسې بدیل فکر وکړ چې وکولای شي د هغو تنظیمونو چې په ظاهر کې د پاکستان له واک څخه وتلي برېښېدل یوه ډله رامنځته کړي نو د وخت مشرې بینظیر بوټو د نصرالله بابر په مشوره او پوره همکارۍ سره په افغانستان کې یو نوي تحریک رامنځته کیدلو ته مټې رابډ وهلې او د شته تنظیمونو د ځای ناستي په توګه یې د طالبانو ترنامه لاندې اسلامي تحریک رامنځته کړ، پاکستان تل د خپلو ناروا ګټو څخه د دفاع او ساتنې په خاطر د نړیوالو زبرځواکونو لکه امریکا برتانیې هر ډول غوښتنې په ځان منلې ترڅو خپلو شومو اهدافوته د هغوی په ملاتړ ځان ورسوي چې یوله دغو شومو اهدافو څخه د افغانستان پر وجود د انګریز پرقلم راښکل شوې کرغیړنه کرښه (ډیورنډ ) ده .

داچې پاکستان افغانستان د تل لپاره تر خپل فشار لاندې ونیسي او خپلې غوښتنې پرې ومني له طالبانو څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ده د هیواد په نا امني کې یې په مستقیم ډول لاس وهنه کړې ده او افغان وګړي یې تل د غم په ټغر کینولي دي، طالبانو د پاکستان په ښکاره اشاره هر هغه ناوړه کړنه ترسره کړې چې د افغانانو ژوند یې له ناورین سره مخ کړی ده باید وویل شي چې په دې ناروین کې نه یوازې پاکستان بلکې هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ګټې يه یو ډول نه په ډول ښکلېلې دي برخه لري ایران د پاکستان په څیر هم خپلې شومې موخې تل تعقیب کړې دي او په افغانستان کې یې د یوبا ثباته او غښتلي حکومت د جوړیدو پر وړاندې بېلا بېل خنډونه رامنځته کړي دي او له دې څخه ویره لري چې خدای مه کړه په افغانستان کې یوبااقتداره حکومت جوړ شي دوی ته ورتلونکې لا یتناهي اوبه بندې نه کړي باید وویل شي چې د ایران په څیر پاکستان هم ورته موخه د افغانستان په وراني کې لټوي.

په دې وروستیو څو کلونو کې له کله نه چې په افغانستان کې د طالبانو تحریک خپل تحرکات زیاد کړل او افغان حکومت ته یې ستونزې راولاړې کړې نو پاکستان کې هم یوډله د پاکستاني طالبانود تحریک ترنامه لاندې خپل حضور ښکاره کړ او په پاکستان کې یې په یولړ حکومت ضد فعالیتونو لاس پورې کړ چې دې کار د پاکستان حکومت په تیره د خیبر پښتونخوا سیمو ته نا امني له ځانه سره راوړه او په بیلابیلو ښارونو کې یې په ځانمرګي او نورو ډول ډول بریدونو لاس پورې کړ چې د پاکستاني طالبانو په لاس د سوات ښار نیول د هغوی له سترو لاسته راوړونو څخه شمیرل کیږي د پاکستاني طالبانو حضور د دې لامل شو چې پاکستان حکومت په دې لټه کې شي ترڅو د پاکستاني طالبانو ملاتړ په افغان حکومت ومني او په افغانستان کې د پاکستان حکومت په وینا د دوى پټنځایونه له منځه یوسي چې دې کار افغان حکومت ته دا زمینه برابره کړه ترڅو پاکستان دې ته وهڅوي چې افغان طالبان د چین او امریکا هیوادونو په منځګړیتوب د خبرواترو میز ته کینوي اوس پاکستان اړ بریښي ترڅو له افغان حکومت سره په دې برخه کې پوره مرسته وکړي ترڅو افغان طالبان تر خپل فشار لاندې ونیسي نور (هغې غوا چې شیدې کولې اوس لغتې وهي) او پاکستان هم د افغانستان په څیر له ورته ناورین سره مخ ده.

داچې افغان طالبان به څومره د پاکستان حکومت خبرو ته غوږ کیږدي دا خبره به وخت معلومه کړي چې پاکستان به په څومره صداقت سره په دې پروسه کې ګامونه اوچتوي، پاکستان په تیرو دیرشو کلونو کې د افغانستان پر وړاندې له دوه مخي سیاست څخه ګټه پورته کړې ده او یوازې په افغانستان کې يې د جګړو له لارې خپلې ګټې خوندي کړې دي ، داچې اوس د سولې لپاره شته هیلې به څومره په حقیقت بدلې شي یولړ بدلونونه چې هغه د پاکستان اقتصادي ګټې په افغانستان کې خوندي کوي هدف ته د رسیدو لپاره مرسته کوي، څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني ، د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د هند او ترکمنستان هیوادونو استازو په ترکمنستان هیواد کې د ټاپي ترنامه لاندې پروژه چې له ترکمنستان هیواد څخه به ګاز افغانستان، پاکستان او له هغه ځایه هندوستان هیواد ته لیږدوي پیل شوه چې دې پروژې د سولې په اړوند هیلې نورې هم پیاوړې کړې دي.

 د څلورو ګاونډيو هیوادونو ترمنځ دا ګډه پروژه به په سیمه کې له ثبات او امنیت سره پوره مرسته وکړي او ښکیل هیوادونه به دې ته اړ کړي ترڅو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو سره د امنیت په راوستو کې صادقانه هلې ځلې وکړي، پاکستان چې تر دې دمه یې د افغان سولې په راوستو کې رښتینې هلې ځلې نه دي کړي، بلکې ښکاره خنډونه یې رامنځه کړي دي داسې بریښي چې پاکستان دې ته اړ شوی ترڅو د افغان سولې لپاره رښتیني ګامونه واخلي له وړاندې یې طالبان په دوه لویو ډلو وویشل ترڅو د سولې پر  وړاندې یوبل اساسي خڼد هم رامنځته کړي او نړیوالو ته ځان بې ګناه ثابت کړي او د سولې په هلو ځلو کې ځان بې طرفه ښکاره کړي، د افغانستان د ملي وحدت حکومت له پیله په دې هڅه کې ده ترڅو نړیوال په دې قانع کړي چې پاکستان د تروریزم تولیدونکى او صادرونکى هیواد ده چې تر ډيره بریده یې داکار هم وکړ بل لورته داسې نښې نښانې هم لیدل کیږي چې کیدای شي  د امریکا، پاکستان ، افغانستان او چین هیواد وروستۍ ناستې به پایله ولري او د سولې په دې بې پایلې پروسه کې به د پام وړ بدلون رامنځته او ښکلې غاړې به خبرو اترو ته وهڅوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دې لامل کیدای شي چې پاکستان د خپل هیواد د سیاسي ثبات په موخه افغان حکومت سره رښتیني ګامونه پورته کړي او دخپلو ګټو په خاطر د افغانستان ګټو ته هم ژمن پاتې شي چې داکار تر ډيره شونى هم نه ښکاري خو کیدای شي پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه د خلاصون په موخه داکار وکړي ولې هیره دې نه وي چې پاکستان باید د طالبانو ټولې ډلې او که شونې وي لکه څنګه چې حزب اسلامي هم غوښتنه کړې ده خبرې ورسره وشي داچې تیره ورځ د پګواش تر نامه لاندې یوه نړیوال بنست غیر رسمي غونډه په قطر هیواد کې جوړه کړې وه طالبانوغونډې ته خپل شرطونه وړاندې کړي دي چې په دغو شرطونو کې په قطر کې د دغې ډلې سياسي دفتر په رسميت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د طالب مشرانو نومونه ايستل، د طالب زندانيانو خوشې کول او د سولې پر ضد تبليغاتو مخنيوی شامل وو.

تمه کیږي افغان حکومت د طالبانو د وړاندې شویو شرطونو په اړه پوره غور وکړي او ډیر سیاسي څېړونکي په دې اند دي چې د طالبانو له لوري وړاندې شوي شرطونه ډیر ګران او ناممکنه هم نه دي افغان حکومت ته په کار ده چې د سولې د پروسې د پیل کیدو په موخه پورتني کارونه ترسره کړي او له طالبانو څخه دې هیله وشي چې ترڅو په نږدې راتلوونکي کې د سولې د پیل د خبرو لپاره یوه اوربند ته زمینه هواره شي داچې طالبانو خپلې غوښتنې د پګواش نړیوال بنسټ سره د یوې غیر رسمي ناستې په ترڅ کې کړې دي ، مګر د سولې په خبرو کې د پرمختګ په اړه د نویو هیلو ترڅنګ ځینې اندېښنې هم لیدل کېږي د بېلګې په توګه یو شمېر افغان سیاستوالو د افغانستان په اړه د پاکستان له تربګنۍ ډکې پالېسۍ ته په کتو سره ، د افغان سولې په تړاو تر ډېره د پاکستان په نېت باوري نه دي ، دوی په دې اند دي ، چې داځل په افغان سوله کې پاکستان بیا هم خپلې ژورې ګټې لټوي .

د بېلګې په توګه؛ نړیوالې ټولنې ته به د یوه سوله خوښوونکي هېواد په توګه خپله څېره ور وپېژني ، دا ځل به د جګړییزو پروژو پرځای د سولې په ټینګښت کې له امریکې سره یوه بله معامله وکړي. دویمه دا چې د همدې فشار په وسیله به په افغان حکومت کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي ، دا به د دوی د دوامداره ګټو لپاره یو ښه چانس وي او له بل پلوه به په سیمه کې د خپل پخواني سیال هند د اقتصادي ګټو مخه ونیسي.

ددې ترڅنګ پاکستان اوس د انرژۍ د کموالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دی او په کور دننه منابع د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولی؛ که چیرې په افغان سوله کې د دوی د خوښې له مخې پرمختګ رامنخته شي؛ نو دوی به د مرکزي اسیا د هېوادونو له ارزانه انرژۍ ګټه واخلي، خپل اموال به د مرکزي اسیا هېوادونو ته په اسانه انتقال کړي او په یادو هېوادونو کې خام مواد ، چې اوس ورته دپاکستان صنعتي فابریکې ډېره اړتیا لري ترلاسه کړي.

بل لورته که موږ په دې تمه کښېنو چې امریکا،چین، طالبان او پاکستان او یا د افغانستان د حکومت اوسني سیاسي مخالفین به په خپل منځ کې سره کښېني، نو د افغانستان د ستونزو حل به راپیدا کړي دابه له منطقي اړخه ډيره لرې خبره وي چې داسې یوکار دې وشي او پاکستان دې د خدای د رضا لپاره مرسته وکړي، افغان حکومت ته د نړیوالې ټولنې په مرسته په کار ده چې تر دې لا زیات فشار د پاکستان په حکومت راوړل شي ترڅو په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.

زما په اند دپاکستان هیواد په دې باوري کول او د افغانستان له لارې د پاکستان د انرژي تامینول په خپله یو ښه مدیریت ته اړتیا لري چې په اوس وخت کې د افغان ولسمشر په کار اچول شوې بهرنۍ پالیسي د دې ښکارندویه ده چې پاکستان به دخپلو لومړنیو اړتیاوو لکه برېښنا، ګاز او سوداګرۍ د پوره کولولپاره د افغان حکومت غوښتنو ته تن ورکړي او که چیرې افغان حکومت له حالاتو ښه ګټه پورته کړي لرې نه ده چې ښې پایلې به د افغانانو په برخه شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.