ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
10 Jan 2018 - 19:15
author avatar
10 Jan 2018 - 19:15

هلمند چې اکثره وخت ترې دغم وير، ډار او جګړې خبرونه درسنيو په پردو خپرېږي او هر ه ورځ دې ولایت کې د نارينو ترڅنګ ماشومان او ښځې هم خپل ژوند دلاسه ورکوي.

که څه هم هلمند کې ټولنیز ژوند، زده کړه ،ادبي او سياسي فعالیتونو مخته وړل ستونزمن شوې خو بیا هم هلمنديانو خپل مورال دلاسه نه دی ورکړې هر ورځ د یوه روښانه او په ځان بسیا افغانستان په هیله را پيلوي او دا امید لري چې یوه ورځ به له دې ناخوالو خلاصېږي او د ارام ژوند خوبونه به یې رښتيا کېږي.

زه د یو داسې هلمندۍ ملاله نسیمي باري  يادونه کوم چې په دې ورستیو کې یې د پښتو ادب دغني کولو  لپاره ستر کار وکړ او دوه غبرګ کتابونه يې د بلا سيوری او د خاورو ډېوه چاپ کړل چې د یوې ښځې لپاره په یوه جګړيز ولایت کې د داسې کتابونو چاپول او لیکل اسانه خبره نه ده.

باري لومړنۍ هلمندۍ پيغله ده چي په لږ وخت کي یې ډېر کار وکړ دوه کتابونه یې چاپ کړل او لوې جایزې یې ترلاسه کړې هلمند ښځو چارو ریاست ورته د کتاب مخ کتنې غونډه جوړه کړه، کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست یې د کتابونو پیژند ګلوي غونډه وکړل، اطلاعاتو کلتور وزارت ورته د هیواد په سطحه د داستان لیکولو دوهم مقام جایزه ورکړل او ارګ د ښې او غورې لیکوالې په نوم ونومول چې دا څه د یوه لیکوال او لیکوالې لپاره ډیر څه دي او د داسې یوې لیکوالې لپاره بيا غټه خبره ده چې ولایت کې یې څوک د لیکوالي او مدني فعالیتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ کيدای شي.

موږ هلمند کې ډيری لیکولان لرو چي وخت په وخت ښې لیکنې او تحلیل کوي لکه سردارمحمد همدرد، اغامحمد قریشي، شریف الله دوست، محمد اسماعيل شریعت یار، نوراحمد ایمل، فرهاد داوري او داسي نور.

خو د  ښځينه لیکولانو په برخه کې داسې کوم څرک نه لیدل کېده چې حساب دې پرې وشي خو باري دې برخه کې جرآت وکړ زیار یې وکيښ هلمند اوهلمنديانو ته یې ویاړ ور په برخه کړ چې دا هڅې او ویاړ یې د ستایلو وړ دی او دافغانستان پښتو ادب کې به په زرینو کرښو لیکل کېږي.

پښتو ادب د نارینه لیکولانو ترڅنګ ښځينه لیکولانو ته هم سخته اړتیا لري چې دا تشه دا دی دوخت په تیریدو سره ډکېږي او پښتو ادب، لیکوالي ورځ تر بلې رشد او پرمختګ کوي.

زه د ارګ، اطلاعاتو کلتور وزارت او اړوندو نورو ادارو منندیو یم چې خپل لیکولان او لیکوالې خویندې ستایي، غونډي ورته جوړه وي او د پښتو ادب دلا پیاوړتیا لپاره یې هڅې پیل کړې دي او لا هم په دې برخه کې د نورو کارونو په تمه یم.

په پای کې د نسیمي باري هڅې او کوښښونه د ادب او لیکوالي په برخه کې ستایم او د لایزال رب له دربار څخه ورته د بریالیتوب او ښه ژوند هيله کوم او ترې غوښتنه کوم چي لا هم خپل قلم روان وساتي او لکه څنګه چي یې دې برخه کې مبارزه کړې، لاسته راوړنې لري تل همداسې دومداره پاته شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

حافظ احمد نصرت ژوندون راډیو تلوېزیون سره هلمند کې د خبر په برخه کې کار کوي او ترڅنګ يې وادي هلمند پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.