ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
12 May 2016 - 13:14
author avatar
12 May 2016 - 13:14

هلمند کې د روانې تپل شوې جګړې یوه نیمه لسیزه پوره کېدونکې ده. په دغه ولايت کې هره ورځ په سلګونو ملکي کسان د مېرمنو او ماشومانو په ګډون په جګړه کې وژل کېږي او یا هم ژوبلېږي. جګړې د هلمندیانو د ژوند هر اړخ زیانمن کړی، د هلمندیانو پوهنه، روغتیا، کرنه، زیربنا او نور ټول زیانمن شوي.

سوله او امن جګړې له منځه وړي ، خو دغې اوسنۍ پردې جګړې د خلکو ژوند سور اور ګرځولی، پر جګړې سربېره په ادارو کې فساد هم د دولتي خدمتونو په برخه کې لویې او پراخې ستونزې پر ځای پرې ایښې دي.

د هلمند له څوارلسو ولسوالیو څخه اوس مهال يواځې په درېيو کې کافي امن دی.

په هلمند کې پوهنه له سختو غبرګونونو سره مخ ده، د هلمند په څلورمه حوزه کې هم زده کوونکي سږنۍ ازموینې د جګړې په خاطر نشي ورکولای، له دې درېيو امن ولسوالیو څخه یوه هم د ناوې ولسوالۍ ده. ددې ولسوالۍ د پوهنې د مدیریت لپاره داسې هم شوي، چې په یوه اوونۍ کې درېيو کسانو له وزارت څخه د مقررۍ مکتوبونه راوړي دي.

د هلمند د پوهنې په بهیر کې د نورو ټولو ستونزو ترڅنګ د خلکو د استازو بې ځایه مداخلې هم ددې سبب شوي چې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخ کړي. د پوهنې د تدریسي او اداري معاونیتونو لپاره په تېر یوه کال کې شپږ کسان مقرر او لرې شوي، داسې هم شوي چې یو کس مقرر شوی وي، بل کس په هماغه اونۍ کې بیرته د خپلې مقررۍ مکتوب له وزارته پرې راوړی، دې کار کې د وزارت د مسوولینو ګرمتیا ده چې په لوی لاس یې د هلمند د پوهنې ریاست څخه د بزکشۍ میدان جوړ کړی.

د روان ۲۰۱۶ز کال د مۍ پر ۱۱مه نیټه، د هلمند والي په کندهار کې د یونما او له ځینو والیانو سره په ګډه ناسته کې وویل چې د هلمند له ۳۸۷ ښوونځیو څخه یې ۲۵۸ پرانیستي او ۱۲۹ هغه یې تړلې دي. د خیالي ښوونځیو خبره چې د هیواد په بل هر ولایت کې کېږي په هلمند کې هم د خیالي ښوونځیو خبره شته. د هلمند د استناف څارنوالۍ رییس د روان کال د اپریل پر ۳۰مه نیټه، د حساب ورکونې په یوه غونډه کې وویل چې په سنګین ولسوالۍ کې ښوونځي تړلي دي، خو پیسې یې د ځانګړو کسانو جیبونو ته ځي، هغه اړوند کسان څارنوالۍ ته ور وپېژندل.

د هلمند د پوهنې ریاست د شمېرو له مخي، په دغه ولايت کې ۲۲۳۷۶۱ زده کوونکي دي چې له دې ډلې یې ۶۱۳۴۸ نجوني دي چې ۳۷ سلنه جوړوي. په داسې یوه ولایت کې چې نفوس یې له دوه میلیونه انسانانو اوړي څه باندي دوه لکه د ښوونځي زده کوونکي د شرم خبره ده.

له موږ سره یوه بله بې غوري شوې؛ هغه دا چې د هلمند نفوس په رسمي شمېرو کې یواځې اته سوه زره ثبت شوی، حال دا چې یواځې د لښکرګاه ښار او شاوخوا سیمو نفوس اوس تر اته سوه زرو اوړي. د هلمند په نا امنو ولسوالیو په ځانګړې توګه شمالي ولسوالیو کې د هرو پنځو کلونو په تېرېدو سره یو نسل ماشومان له ښوونځیو او تعلیم څخه بې برخې پاتې کېږي.

د هلمند د والي په وینا چې په دغه ولايت کې ۶۴٪ ښوونځي ودانۍ نه لري. ۲۸۵۹ ښوونکي په دندو بوخت دي چې له دې ډلې یې ۵۲۲ ښځينه ښوونکې دي. حیرانوونکې داده چې ۱۳۴۴ ښوونکي د بودیجې د کمښت له کبله پر دندو په رسمي توګه نه دي ګومارل شوي. په ښوونځیو کې د رفع حاجت د ځایونو نشتوالی، د پاکو اوبو نشتوالی، د کتابتونونو نشتوالی او دې ته ورته نورې ستونزې شتون لري.

بلخوا د پوهنې ریاست اړوند ډېره ځمکه په لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې غصب شوې. په ډېرو ښوونځیو کې لا هم د امنيتي ځواکونو او د دولت د مخالفینو مرچلونه جوړي شوي. هلمند ته د نوي والي له راتګ سره یو ځل بیا د خلکو هیلې ژوندۍ شوې چې د نورو خدمتونو ترڅنګ به په پوهنې ریاست کې اصلاحات راولي.

د پوهني وزارت د ډینمارکیانو په پیسو باندې د ژغورنې نړیوالې کمیټې ته هلمند کې له سلو زیات د سيمه ييزو او چټکو زده کړو ټولګي ورکړي وو، دا پروژه د سپیدا په نامه یادېده. درې کاله په ښه توګه د ای ار سي له لوري پلې شوه. له کوم وخت څخه چې دا پروژه له اړوند پلي کوونکي سازمان څخه په ناوه، مارجې او ګرمسیر ولسوالیو کې تسلیم شوې، ټولې هغه نجونې چې په چټکو زده کړو کې یې تر شپږم تولګي پوري زده کړې کړې وې، له زده کړو بې برخې او بې سرنوشته پاتې دې. په مارجې او ناوې ولسوالیو کې ددې نجونو شمېر چې په چټکو زده کړو کې یې تر شپږمو ټولګیو زده کړې کړې تر (۱۰۰۰) نجونو زیاتې دي. که پلمه دا وي چې مارجه کې امن نشته، دا ځکه بې ځایه ده چې مارجې کې دا نجونې هغه وخت چې ښه امن و له زده کړو تر هغه وروسته بې برخې شوې چې ای ار سي موسسې یاده پروژه پوهنې ریاست ته وسپارله.

پر دې ټولو سربیره په هلمند کې مدني تولنې، هلمند ولایتي شورا، په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازو او بلاخره هیڅ یو هلمندي غږ نه دی پورته کړی چې په پوهني بهیر کې دې د پام وړ اصلاحات راشي. د هلمند د پوهنې بهیر د هیواد له بل هر ولایت څخه په بد حالت کې دی. د هلمند د پوهنې بهیر جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري، که د سي بي آر پروسې له لارې کوم وړ او مناسب کس د پوهنې د رییس په توګه راغی خو ښه خبره ده  که د وکیلانو په سپارښتنه او واسطو راغی، نو بیا د خدمت تمه ترې نشي کېدای.

د هلمند د پوهنې ریاست د خلکو د استازو له مداخلو، اداري فساد، د وزارت له لوري د بې ځایه او غیر قانوني مقرریو، د بودیجې له کمښت او نه همغږۍ له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. اړتیا داده چې له ژمنې سره سم د هلمند نوی والي ښاغلی حیات الله حیات چې نوم یې په ښې حکومتولۍ کې تللی د هلمند ولایتې شورا، مرکزي حکومت، خلکو او مدني ټولنو سره په ګډه د هلمند د پوهنې د بهیر د اساسي اصلاح لپاره کار وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.