ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Oct 2017 - 13:41
author avatar
25 Oct 2017 - 13:41

له ارګ څخه پټې سرچینې وایي چې تېره اوونۍ د تلې اته ویشتمه ولسمشر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له امریکا څخه د مرستندویه ادارو له یوه راغلي پلاوي سره یونیم ساعت لیدنه وکړه. د داسې جګړې ځپلي هېواد ولسمشر چې شپه ورځ په پنځلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده او نوموړی یې له ناغې پرته په هره اوونۍ کې د یوه قهرمان جنرال جنازه پر خپلو اوږو لحد ته کوزوي، تر اویا سلنه زیات وګړي یې د فقر تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي او ځمکه یې د نړیوالو قدرتونو د سیالیو او زور ازمایلو ډګر ګرځېدلې ده؛ مګر ده د لیدنې پوره نیم ساعت د پوهنې په اوسني سرطاني شوي، فاسد، افغان دښمنه، متعصب او د شمال د یو عادي جهادي سرګروپ، خو اوسني ملټي ميلیاردر په شخصي خدمت کې له لوېدلي مظلوم نظام څخه پر سر ټکونه تېر کړ.

هغه د څلورم ځل لپاره د پوهنې اوسنی نظام ستره فاجعه وبلله او د دې فاجعې مرکزي کرېکټر یې ظاهراً د پوهنې اوسنی فاسد، متعصب، بې کفایته او د نړۍ پر مخ دوزخي وزیر اسد بلخي یاد کړ؛ مګر اصلي موخه یې د دې ناولې څېرې تر شا د مافیا فاسده کړۍ وه. بلخي د بې کفایتۍ او کمزورۍ له کبله یو کال وړاندې د ملت د استازو له خوا بې واکه شوی دی، خو د همدې مافیا د مستقیم او بې شرمه ملاتړ له کبله یې غني پر لرې کولو نه دی توانېدلی.

ولسمشر وویل چې د پوهنې وزارت فلج دی او د افغانستان له راتلونکي نسل سره د سترې جفا لوبه روانه ده. نوموړي امریکایي پلاوي ته په ټینګار سره وویل چې له نن وروسته به خپل دېرش سلنه وخت د بلا له جهنمي حلقوم څخه د پوهنې د نظام په را ایستلو او جوړولو تېروي. ده پلاوي ته په نرمه او عاجزانه غاړه ویلي چې د پوهنې وزارت په رهبرۍ کې د بدلون د توان نه درلودو له کبله به یې واک واخلي، وزارت به یوازې پالیسي جوړوي او د تطبیق او استخدام چارې به په بشپړه توګه نورو ادارو ته وسپاري.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه داسې مهال سر ټکولی چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان له پوهنیز نظام سره مرستندویو ادارو په ځلونو ولسمشر ته ویلي چې د پوهنې وزارت پر اوسنۍ رهبرۍ د کمزوري مدیریت، فساد، سیاسي او سلیقوي چلند، بې کفایتۍ او تعصب له کبله باور نه لري او تر هغې به د افغانستان له پوهنیز نظام سره مرستې ونه کړي چې د دغه وزارت په رهبرۍ کې بدلون نه وي راغلی.

ولسمشر زما د تېرې لیکنې تر خپرېدو پورې د پوهنې وزارت د بې کفایته کېدو، فاسدېدو او پر فاجعې له بدلېدو څخه خبر و او د عامل په تړاو یې خبرې نه کولې؛ خو دا دی نن یې د پوهنې وزارت د بربادۍ پر اصلي عامل خبرې کړې دي چې هغه د پوهنې د بې کفایته او ناروغ وزیر اسد حنیف بلخي شتون دی؛ خو بیا یې هم د دغه عامل د له منځه وړو او بنسټیز حل په اړه څه یادونه نه ده کړې، دا چې ولې؟ هیله ده ولسمشر یې په اړه ځواب ورکړي.

ولسمشر غني د داسې یوه وروسته پاتې هېواد او ځورېدلي ملت ولسمشر دی چې لوېشت لوېشت خاوره یې د نړۍ او سیمې د هېوادونو د سیالیو پر ډګر اوښتې، تیږه تیږه او شګه شګه یې ټپي ټپي ده او څاڅکي څاڅکي وینې ترې بهېږي، نو ولسمشر باید تر ۳۰ سلنه زیات وخت له دغه بحران څخه پر راوتلو مصرف کړي؛ هغه باید ۳۰ سلنه وخت د هېواد د اقتصادي پروژو پر طرح او تطبیق او د کارموندنې په برخه کې ولګوي؛ ځکه هر کال زموږ په لسګونو زره ځوانان د بې کارۍ له کبله بهرنیو هېوادونو ته د تګ پر مهال د تورې او سرې بحیرې د وحشي حیواناتو ښکار کېږي. ولسمشر باید د هېواد د مسلحو ځواکونو د سر اعلی قوماندان په  توګه تر ۵۰ سلنه زیات وخت په ګران هېواد کې د روانې پردۍ تپل شوې جګړې پر مهارولو تېر کړي چې هره ورځ له ۶۰ تر ۷۰ تنو د ملي یونیفورم  خدای او وطن ته ژمن انسانان او ۵۲ بې ګناه ملکیان د نړیوالو ترهګرو په برېدونو کې شهیدانېږي او میندې یې هره ورځ د خپلو اولادونو په ویر کې د سترګو دید او د زړه زور بایلي. په دې ډول شرایطو کې ستونزمنه او نامناسبه ده چې ولسمشر دې خپل ۳۰ سلنه وخت د پوهنې د نظام سمون ته ورکړي.

ولسمشره!

دا منو چې ته لایق او زیارکښ شخصیت یې، مګر بالاخره انسان یې؛ نه ولي یې او نه هم نور کرامات درسره دي چې په یوازې ځان ټولې چارې سمبال کړې. ته د دې پر ځای چې ملت ته نه عملي کېدونکې، غیره موثره، بې ګټې او وخت ضایع کوونکې ژمنې ورکوې چې ګویا د دومره حیاتي او پنډو پنډو کارونو تر څنګ به د پوهنې وزارت سرپرستي هم په خپله وکړې؛ په یوه ټکي کې درته وایم چې دا نه امکان لري او نه د وطن په خیر ده.

راشه، د هماغه یوه یا نهایت پنځو تنو غلو، مفسدینو او خدای، خلکو او وطن ته دښمن کسان تعلیق کړه؛ د یوې سپږې لپاره پوستین ته اور مه ورته کوه، بلکې سپږه مړه کړه. د تل لپاره له دغه سرخوږي څخه ځان خلاص کړه او داسې سالم، مجرب، وطن دوست، د افغانستان ملي ګټو ته ژمن، د دې وطن پر درد او غم دردېدلی کادر د وزیر په حیث وګوماره چې دا د معارف نظام د وطن د عزت سمبول وګرځوي، تعلیم له قومي او ژبنیو تعصبونو پرته د هر افغان کور ته په مساوي توګه ورسوي، د معارف د رپانده بیرغ په مرسته د ګران افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ښېرازۍ ناره د وطن تر هر کلي او بانډې‌ پورې بدرګه کړي او د هېواد راتلونکی نسل د نړۍ د نورو ټولنو سیال کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.