ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
16 Oct 2018 - 09:13
author avatar
16 Oct 2018 - 09:13

د افغانستان لپاره د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر استازو لیدنه په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل ابتدایي مرحله ده. طالبان د امریکایي ځواکونو شتون د سولې پر وړاندې اصلي خنډ بیانوي چې له امریکایي ډيپلوماټ خلیلزاد سره تر یو بریده هوکړې ته هم رسېدلي چې څرنګه امریکایي ځواکونه په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي.

موږ افغان ولس ته سوله تر هر څه باید لومړیتوب ولري او یو بل ته د پیغور په توګه د سولې هڅې ټکنۍ کول خپله له سولې سره ظلم دی. د سولې اړوند روان پرمختګونه باید د افغان دولت، امریکا او طالبانو له لوري په چټکۍ سره تعقیب شي. روانه جګړه کې تر دوه لکو زیات افغانان شهیدان شوي او یا هم زخمیان شوي دي.

دلته جګړه نه طالبانو ګټلې او نه امریکایانو ګټلې ده. د جګړې تاوان او د ماتې قيمت افغان ولس پرې کړی. موږ باید دا ومنو چې امریکا، طالبانو او افغان دولت په خپلو سیاستونو کې د سولې راوستو په سیاست کې خطاوې او اشتباه ګانې کړې دي. د سولې او کړکېچ په مسایلو کې تر ټولو مهمه خبره یو بل ته د احترام او اعتماد فضاء موندل دي. که امریکایي ځواکونه خپل حضور ته ا و په ټوله کې د افغان جګړې تمویل لپاره له امریکایي زوایې ګوري، له بده مرغه افغان سوله بیا له خنډ سره مخ کېږي. که طالبان د خپلو عملیاتو په شدت او د جګړې پر زیاتېدو فکر کوي، بیا هم د سولې بحث ټکنی کېږي. دواړه اړخونه باید د سولې په پرمختګ کې د جګړې رنګ کمزوری کړي.

د طالبانو له لوري د روانو ټاکنو سبوتاژ، د غزني سقوط ته بیا زمینه مساعدول، د شمال جګړې پر شدت تمرکز او په ټوله کې د طالبانو له لوري د جګړې نظامي پلټ فورم موندل خپله د طالبانو په اړه د سولې اړوند شکونه زیاتولی شي. په مقابل کې د امریکا په مشرۍ د نظامي ځواکونو د شتون نوعیت او د دوی له لوري د خپل سریو عملیاتو ترسره کول، د امریکا ستراتیژۍ مبهم شکل او په دې شکل د افغان جګړې لپاره د سیمې کوونټر بیلانس ساتل چې په سیمه يیزه کچه د افغانستان جګړې شدت تضمینوي یو ښه تعامل نه دی.

د سولې په اړوند بل بحث د نظام له بطن او له نظامه بیرون د خنډ ایجادوونکو کړیو شتون یو طبیعي خبره ده. موږ افغانانو ته تر ټولو مهمه دا ده چې مخکې لاړ شو او د خپل فکر په اډانه کې دایمي سوله تعریف کړو. که مو د اشخاصو په نظریانو او د اوسنۍ عصري ټکنالوژۍ نه په ګټه اخیستنې په دې پسې وګرځو چې څوک دا لیکي او څوک دا، فکر کوم د سولې په اړه به مو روان پرمختګونه په لوی لاس له خنډ سره مخ کړي وي.

له نېکه مرغه اوس د سولې په اړه یوه ملي اجماع چې د سولې په اړه فکري اړخ لري، رامنځته شوې. په دې معنا چې اوس له روانې جګړې هر یو قوم او ټبر ځورېږي او هېڅوک خپل سر له سولې پرته خوندي نه ګوري. د ګوتو په شمېر خلکو نظریات حاشیې ته غورځول، په کار دي او د سولې په راتګ به له هر چا د انتقالي عدالت په چوکاټ کې خپل حقوق واخلو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.