ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ اوسمهال د پرمختګ پر لورچټک ګامونه اخلي او هڅه کوي چې د ژوند چارې ساده، اسانه او تر ټولو مهمه دا چې د انسانانو دحقوقو او امنیت د ټینګښت لپاره داسې سیستمونه رامنځ ته کړي چې ډېر موثر وي او دانسان د وخت د ضایعه کېدومخنیوی هم وکړي .

خو هوښیار ملتونه او هېوادونه بیا هڅه کوي چې د نړۍ له دې چټک پرمختګ سره ځان جوړ کړي او په خپل هېواد کې د همدې سیستمونو په رامنځ ته کولو سره خپل ملتونه له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کړي، افغانستان یو د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی دا هېواد د تېرې څلوېښت کلنې جګړې له امله بدبختانه د نړۍ له دې چټک پرمختګ څخه پاتې دی، خو اوس چې ګورو افغانستان او افغان ملت غواړي چې د جګړې د دې اور ترڅنګ د نړۍ پرمختګ سره هم ځان برابر کړي او دا بدلون کولى شي په افغانستان کې د جګړې اور هم کم کړي ځکه دسیستم په جوړېدو سره دفساد مخه نیول کېږي، برابر حقوقو وېشل کېږي، د امنیت ټینګښت کې مرسته کوي او ترڅنګ يې د افغانانو سوداګري په نړیواله کچه باور پیدا کوي چې همدې موخې ته په رسېدو افغان حکومت پتیلې ده چې برېښنایي تذکرې د برېښنایي حکومتوالۍ یو تر ټولو مهم اصل دی دهېواد هر بچي ته ورسوي دا چې دا تذکرې څومره مثبت رول لري غواړم دلته پرې لږ بحث وکړم .

امنیت:

لومړی برخه چې برېښنایي تذکره د هغې په ښه والي کې مرسته کوي هغه دامنیت برخه ده، ځکه ددې تذکرې درلودونکي ټول معلومات ثبت وي او نه شي کولى په اسانۍ سره ورانکاري وکړي په وروستیو کې چې موږ ولیدل زیات شمېر تروریستان له جعلي تذکرو څخه ګټه اخلي او دهغې په واسطه باندې ځان یو ځای او بل ځای ته رسوي، خو که چېرته برېښنایي تذکره وجود ولري تروریست نه شي کولى چې له لومړي چک پوسټ څخه په اسانۍ تېر شي، خو که برېښنايي تذکره ولري بیا دا عمل نه شي کولی نو دا د تروریستانو په مهارولو کې زیاته مرسته کوي.

همدرانګه ترویستان نه شې کولى چې د جعلي تذکرو په ښودلو سره په رهنمایې معاملات کې کورونه تر لاسه او بیا هلته دحملو لپاره منظم شي، نو په دې برخه کې هم زیاته مرسته کوي .

درېیمه مهمه مسله داده چې په افغان امنیتي ځواکونو کې بیا په جعلي تذکرو باندې څوک نه شي داخلیدلی او دا هم په امنیت کې مرسته کوي په ورته وخت کې د برېښنایي تذکرو په وېش سره د جعلي سیم کارتونو د وېش مخه نیول کېږي او یو کس چې کله سیم کارت اخلي دهمدې تذکرې له مخې به یې اخلي چې بیا نه څوک ګواښلى شي او نه هم د خلکو ازار او اذیت کولى شي .

شفافیت:

دا برخه یې تر ټولو مهمه ده ځکه افغانستان د دموکراسۍ لور ته قدمونه اخلي ولې بدبختانه موږ تېرې څو ټاکنې ښې نه درلودې، خو ددې تذکرو په وېشلو به لومړی د رایې ورکونکو دقیق شمېر معلوم شي دويم به زموږ ټاکنې شفافې شي، ځکه نه به څوک جعلي کارتونه جوړولى شي او نه هم جعلي تذکرې، بلکې یو افغان به د یو ځل رایې ورکولو حق ولري او هغه هم په ډېر شفاف شکل سره چې په دې سره به په ټاکنو کې د ټوپکوالاو او نورو هغو اشخاصو چې د زور او زر له لارې غواړي بریا تر لاسه کړي مخه نیول شوې واوسي او هغه افغانان چې په حقیقت کې په ټولنه کې ځای لري د ټاکنو ګټونکي به وي .

د دې ترڅنګ افغانان کولى شي په ادارو کې د فساد له ورکړې څخه خلاص شي او ددې تذکرې په لرلو سره په اسانۍ سره خپلې ټولې ورځنۍ چارې مخته یوسي لکه د لیسانس اخيستل ، د نکاح خط ، د موټر جواز سیر او سوداګریز جوازونه .

اقتصاد:

دا برخه یې تر ټولو خورا مهمه ده ځکه اوس په افغانستان کې ډېری خلک په جعلي تذکرو او د نورو په نومونو باندې کاروبار مخته وړي چې په دې کې دوى له مالیې څخه تېښته کوي تورې پیسې سپینوي او همدارنګه د نورو خلکو املاک او ځمکې غصبوي که چېرته د دې تذکرو وېش وشي نو ددې ټولو مخه نیول کېږي په ورته وخت کې زموږ کارګرو ته په عربي هېوادونو کې د کاري فرصتونو زمینه ښه برابریږي او هغه شکونه چې په افغان کارګرو دي هغه له منځه ځي .

همدارنګه د کمپنیو او بانکي تعاملاتو لپاره ډېره اړینه او مهمه ده، ځکه په اقتصادي او سوداګرۍ کې بانکي پورونه یو تر ټولو مهم اصل دی او بانکي راکړه ورکړه د پیسو لپاره ډېره زیاته خوندي وي که چېرته موږ دا تذکرې ولرو، نو دا برخه هم خوندي کېږي او هم دباور وړ ګرځي چې دا مسله بیا نړیوالو پانګوالو ته دیو ضمانت شکل غوره کوي چې هغوي بیا تشویق کېږي په افغانستان کې پانګونه وکړي، ځکه افغانستان کې به دهغوى دپانګې د خوندیتوب ضمانت موجود وي.

پایله:

برېښنایي تذکره او برېښنایي حکومتوالي ډېرې زیاتې ګټې لري، خو دلته یې ما په څو برخو لنډ بحث وکړ کنه د دې ترڅنګ د اجتماعي ژوند په تامین کې هم له ډېرو مزایاو څخه برخورداره ده او د وګړو د حقوقو او عدالت په برخه کې تر ټولو زیات رول لوبوي، نو اوس باید موږ ټول په ګډه باندې ددې لپاره کمپاین وکړو ترڅو ټول افغانان برېښنایي تذکرې واخلي او له شته ستونزو څخه ځان خلاص کړي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.