ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ولسواکو ټولنو کې ملتونه حکومتونه رامینځته کوي اود حکومتونو منشا او ریښه یې له ولس او ملت څخه وي کله چې د دولت خبره کوو د ملت کلمه ورسره یادېږي ملت او دولت هغه کلمې دي چې تل د خلکو دژبو پرسره وي که حکومتونه کار کوي دولسونو او ملت لپار یې کوي او همدا ولسونه چې کله حکومتونه رامینځته کوي په دې موخه چې بیرته دوی لپار خدمات وړاندې کړي او د خلکو د زخمونو پتۍ شي.

که چیرې ملت بې تفاوته او بیده پاتې شي نو حکومتونو ته پرې د لوبو کولو ښه چانس برابرېږی بیده ملتونه تل د نور د ګټو ښکار شوي او د تاریخ په اوږدو کې د بیده ملتونو څخه په بیلابیلو طریقو استفاده شوي، وژل شوي بې هدف او ناهیلې پاتې شوي دي.

افغان ملت چې د تاریخ په اوږدو کې یې کیسې ګټلې امپراطوري یې جوړۍ کړې پردي یرغلګر یې په ګونډو کړي د خپل ځان او هېواد ننګه یې کړې دافغانستان په معاصر تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوي ولې دا ملت هغه مهال هم د بیلابیلو دسیسو، کړیو او لاس وهنو ښکار شوی،چې دې کار افغانستان له یو بحرانی حالت سره مخ کړی وه.

د تېر په څېر افغان ملت اوس  ډیر دويښتیا په حال کې دی دهرې ناروا او غیری قانوني کړنې په اړه خپل اواز اوچتوي د ظالم،غله او خاین په ضد درېږي اوله هغوی خپل حقه حقوق غواړي چې دا څه د یو ويښ ولس او ملت څرګندویي کوي چې ښه بیلګه یې دې ورستیو کې دغزنی، کابل او هلمند لاریونونه او پرلتونه دي.

هلمند چې د کلونو راپه دېخوا د جګړې، ظلم، تروریزم، مخدره توکو او داخلي مافیا ښکار دی، ولس یې په بې رحمانه ډول وژل شوی او وژل کېږي،له لښکرګاه تر موسی قلعه له موسی قلعه تر خانشینه دعسکر، طالب، داعش، قاچاقبراو بیلابیلو نورو نومونو یې ژوند اخیستل کېږی اخیر ولی؟ اوترکله به وژل کېږو.

نور د ولس صبر او حوصله پای ته رسیدلې د حکومت او طالب له روانې جګړې ستړی شوي ځکه دې جګړه کې ډېری قرباني همدا ولس ورکوي ولس له جنګ ستړی شوی سوله غواړی د ټولو افغانانو یوه ستره هیله او ارزو هم همدا سوله ده.

زموږ دین هم دسولې دین دی په سوله کې خدای پاک ج خیر او برکت ایښی دی لکه څرنګه چې په قرانکریم کې الله ج فرمایلی دی والصلح خیر یعني په سوله کې خیر دی او موږ ته قران عظیم شان کې خدای پاک د ورولي تعلیم راکړی د انما المومنون اخوا یعنی ټول مسلمان سره ورونه دي دهمدغه قراني تعلیماتو په اساس باندې موږ باید د خپلو زړونو څخه دښمني، بغض، عداوت، مادیت پرستي، قدرت پرستي او تعصب وباسوو په اخلاص او صداقت د ورولي لاسونه سره وکړو لکه څرنګه چې شاعر هم وایي:

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

 دا کاڼي به لعلونه او دا بوټي به لونګ شي

دهلمند ويښو ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او دینی علماو تر همدې شعار لاندي چې طالبه! سوله به کوي جګړه بس ده په جنګ مو نه شي ګټي یو لوی ولسي حرکت او لاریون راپیل کړی چې د طالبانو ترمرکزونو به ځې هغوی ته به دسولی خواست کوی د دردیدلي، ځوریدلي او ټپي افغانستان فریاد به ورسوي چې دا هڅه دیو ویښ ملت څرګندونه کوي.

لکه څرنګه چې مې مخکې وویل ویښ ملتونه کیسې ګټي بیده ولسونه د نورو د لوبو ښکار کېږي که په رښتیا هم طالبان سوله غواړی همدا یې وخت دی. د دې ولسي حرکت ملاتړ دي وکړي ترڅو ټولې نړۍ ته ثابته شي چې افغانان د تروریزم، ترهګري او جګړي غوښتونکي نه دي بلکی افغانان سوله خوښوونکي دی او دا روانه جګړه پري تپل شوی ده.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.