ټاپي(TAPI) پروژه ولې اهمیت لري؟

د ټاپي پروژې مفکوره په ۱۹۹۰م کلونو کې رامنځته شوله او په دې پروژه کې بېلونو ډالرو پانګونې ته اړتیا وه چې دا ډول پانګونه د سیمه يیزو هېوادونو د وسې نه په هغه وخت کې بهر وه. هماغه و چې دوه نړیوالو د تېلو او ګازو کمپنیو چې یوه یې امریکایي UNOCAL نومېده او بله یې ارجنتیني Bridas وه علاقه وښودله چې د ټاپي په پروژه کې پانګونه وکړي. اما په افغانستان کې د بې ثباتۍ، منطقوي رقابتونو او نیابتي جګړو له امله هغو کمپنیو په دغه پروژه کې پانګونه ونه کړه، ځکه پانګوال ترهغې پورې پانګونه نه کوي ترڅو په اوږدمهال کې خپلې ګټې ونه ګوري.
په افغانستان کې د ۲۰۰۱م کال له تحولاتو څخه وروسته بیا د دغې پروژې اهمیت باندې ډېر بحثونه وشول، ځکه هند او پاکستان د اقتصادي پراختیا لپاره انرژي ته ځانګړې اړتیا لري او ترکمنستان هم مجبوره دی چې خپل ګاز وپلوري. داکار ترهغې ناشونى دی ترڅو په افغانستان کې امن نه وي او د افغانستان حکومت باید په دغه پروژه کې شریک وي.
افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان په ۲۰۱۰م کال کې یو هوکړه ليک لاسليک کړ ترڅو د دې پروژې د عملي کولو لپاره زمینه مساعده شي. څلور واړه هېوادونه دې تفاهم ته ورسېدل ترڅو چې دوی په خپله په دغه پروژه کې پانګونه ونه کړي، دا پروژه عملي کیدلى نه شي. د کرزي د حکومت په وخت کې هم د دغې پروژې په هکله یو څه کار او خبرې وشوې، خو دا چې د هغه وخت حکومت خپله کافي توجه د دغې پروژې د عملي کولو لپاره ونه کړه، یا یې د فرصت نه ګټه وانخيستله او یاهم تخنیکي مهارت او یا سیاسي اراده یې نه درلوده، نو د دې پروژې کار لکه څرنګه چې لازم و هغسې پر مخ نه و لاړ .
د جمهور ريیس اشرف غني حکومت د ابتدا څخه خپله پاملرنه سیمه ييزو همکاریو ته وقف کړه او دا یې وپتیله ترڅو چې دا سیمه په اقتصادي لحاظ سره وصل نه شي، په دې سیمه کې سوله نه شي راتلاى او د ټاپي پروژې ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه. د پانګونې لپاره ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان ژمنه وکړه چې په دغه پروژه کې به پانګونه کوي، ځکه دا د دوى لپاره حیاتي پروژه ده ترڅو په اقتصادي لحاظ دا هېوادونه وده وکړي.
کله کله مجبوریت هم ځینې هېوادونه همکارۍ ته اړ کوي، ځکه هند او پاکستان دا ډول انرژي د چین او یا بل کوم هېواد څخه نه شي کولای چې لاسته راوړي. همداشان که دوی د نورو هېوادونو او یا نړیوالو کمپنیو په تمه لاس تر زنې کینې، بیا هم دوی به هېڅکله دا پروژه عملي نه کړي. په داسې حال کې چې هند او پاکستان دواړه د اقتصادي پراختیا لپاره انرژي ته سخته اړتیا لري.
څلورو واړو هېوادونو د دغې پروژې د عملي کولولپاره، د اسیایي پراختیایي بانک څخه تخنیکي مرسته وغوښتله، ترڅو دغه بانک د یو منځګړي په توګه رول ولوبوي، تخنیکي مشورې ورکړي او یو داسې میکانیزم رامنځته کړي چې دا پروژه عملي شي. د اسیایي پراختیایي بانک د دې هېوادونو دا غوښتنه ومنله او داسې میکانیزم یې رامنځته کړ چې د دې څلورو هېوادونو دولتي او غیر دولتي کمپنۍ به پانګونه کوي او اسیایي پرمختیایي بانک به تخنیکي مرستې کوي. بالاخره دا اوونۍ د ټاپي پروژې افتتاح په رسمي توګه د افغانستان او ترکمنستان د جمهور ریيسانو، د پاکستان د صدراعظم او د هندوستان حکومت په خارجه چارو کې سټیټ وزیر له خوا په هرات ولایت کې وشوله.
په ټاپي پروژه کې زیاته پانګونه د ترکمنستان هېواد له خوا ده. د دې پروژې قرارداد دېرش کلن دى چې تقریبا لس بېلونه ډالره پرې لګول کيږي او هرکال به تقریبا درې دېرش میليونه متره مکعبه ګاز هند او پاکستان ته صادریږي. افغانستان هم کولای شي چې د دغه ګاز شپاړس سلنه وپلوري او افغانان ترې ګټه واخلي.
د دې پروژې مهمه ګټه افغانستان ته دا ده چې هرکال به یوازې د پایپ لاین د تېرېدو له امله، دا هېوادونه څلور سوه میليونه ډالره ورکوي او هم به زرګونو کسانو ته د کار زمینه مساعده شي. له ټولو څخه مهمه ګټه د دې پروژې دا ده چې دغه پروژه د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ناامنه سیموڅخه تېرېږي او د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته به ځانګړې ګټه ورسېږي.
په هرملحوظ چې وي، طالبانو هم د دغې پروژې د ساتلو لپاره ژمنه ښودلې ده. که دا پروژه په سمه توګه عملي شي، زه فکر کوم چې دا به افغانستان او هم د سیمې هېوادونو د ثبات او پراختیا لپاره مهم ګام وي. د سیمې دغه مهم هېوادونه به نور ونه غواړي چې افغانستان نا امنه شي، ځکه د دې هېوادونو اقتصادي ګټې به سره وتړل شي. څومره چې یوه سیمه په اقتصادي لحاظ سره وتړل شي، په هماغومره کچه د هغې سیمه امنیتي وضعیت ښه کیږي او اقتصادي پراختیا ته زمینه مساعدېږي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
- 1343 reads
نظر ورکړئ