ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 Apr 2018 - 16:24
author avatar
30 Apr 2018 - 16:24

د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې په اکثره مواردو کې ولس قانون جوړونکو او قانون ته ژمنو نوماندانوته رایه ورکوي. ولس نوماندانو ته د هغوى د ملي او محلي مسایلو د حل او د موقف د څرنګوالي  په خاطر رایه ورکوي نه د قومي، ژبني، سمتي او یا پيسو په خاطر. ولس تل د خپلې خوښې کاندیدانو ته منډې وهي او مالي مرستې هم ورسره کوي. په پرمختللي هېوادونو کې ټاکنې تل په خپل وخت کېږي. په خپل وخت ټاکنې پرمختللو هېوادونوکې سیاسي ثبات، اقتصادي وده او ښې حکومتولۍ ته زمینه مساعدوي.

په امریکا کې د ولسي جرګې غړي د دوه کلونو لپاره او د سنا غړي د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په امریکا کې دواړو جرګو ته کانګریس هم وایي. د امریکا د کانګریس غړي د افغانستان د پارلمان د غړو په شان نه دي چې د نخاس په بازار کې د څادر لاندې پټې ګوتې وجنګوي او معامله وکړي. د کانګریس غړي تل د مسایلو په هکله خپلې رايې علني په کانګریس کې ورکوي، ځکه دوی خپلو مؤکلینو ته مسوولیت لري او مؤکلین باید په کانګریس کې د دوی په موقف نیولو پوه او اګاه وي. که باالفرض یو وکیل په کانګریس کې د خپلو ژمنو په اساس خپله رایه وکاروله، اما د ده رایه اکثریت نه وه، فرق نه کوي ځکه دی خپلو مؤکلینو ته ویلى شي چې ده خپله رایه د خپلې ژمنې په اساس وکاروله اما دا چې اکثریت د ده په خوا نه و، نو ځکه یې ونه شو کولی چې د مؤکلینو په خوښه قانون پاس یا جوړ کړي. ولس د دغه وکیل په استدلال قناعت کوي او بیا دغه وکیل ته رایه ورکوي.

په کانګریس کې رایه اچونه او په ځانګړې توګه د ولسي جرګې یا د نمایندګانو د جرګې غړو ته زیاته مهمه ده. ځکه ولسي جرګې غړي چې کانګریس مین هم ورته وایي، د دوه کلونو لپاره ټاکل کیږي.  کانګریس مین تل باید په کانګریس کې د راى ګیرۍ په وخت کې موجود وي. هغه وکیلان چې تل غیر حاضر وي او یا خپله رایه یې کمه استعمال کړې وي، مؤکلین په دغو وکیلانو باندې اعتراض کوي او په ټاکنو کې د دغه وکیل مخالف لورى د ده دا بې پروایي او په کانګریس کې غیرحاضري په منفي پاینټونو کې حسابوي. ولس داسې وکیلانو ته چې د پارلمان په بحثونو کې برخه نه اخلي او خپله رایه نه کاروي، د دویم ځل لپاره اکثره رایه نه ورکوي. ځکه داسې وکیل چې په کانګریس کې د خپلو مؤکلینو د ګټو نه سمه دفاع نه کوي او یا د ولس استازیتوب په پارلمان کې په سمه توګه نه تر سره کوي، هغوى ته رایه نه ورکوي. ولس خپل وکیل د دې لپاره ټاکي چې په پارلمان کې حاضر وي، د ولس د ګټو نه باید دفاع وکړي او هم د کمپاین په وخت کې د وعدو مطابق خپله رایه استعمال کړي. د وکیل رایه د وکيل شخصي ملکیت نه دی، بلکې د وکیل رایه د ولس ملکیت دی او ولس باید د خپل ملکیت پوښتنه له خپل وکیل نه تل وکړي.

متاسفانه چې په افغانستان کې زه یو شمېر داسې وکیلان پېژنم چې په تېرو دوه درېیو دورو کې یې ښايي لس ورځې هم په پارلمان کې نه وي تېرې کړې او د ولس د حقوقو د دفاع خبره، خو بېخي مطرح نه ده. په دې هم بحث نه کوو چې د پارلمان وکیلان د رئیسه هیئت په ټاکنو کې د یو بل نه پیسي اخلي او دا د رشوت اخيستلو د ټولو نه ټیټ شکل یې دی چې څوک د خپلو همصنفیانو نه پیسي واخلي او د یو بل رايې رانیسي او پلوري. د وزیرانو په ټاکنو کې خو د راکړې ورکړې بازار ښه ګرم وي، مېلمستیاوې وي او هره ورځ د مافیایي کړیو له خوا د وزیرانو کمپاینونه سپانسر کیږي او یا په اصطلاح ټول لګښت ورکول کیږي. په پارلمان کې د رشوت بازار ځينې وخت د حکومت له خوا هم ګرم ساتل کیږي او بزنسونه روان وي.

که څه هم د ټاکنو بهیر د یوې دورې نه بلې ته خپل اعتبار  له لاسه ورکړى دی، زما په اند، سره له ټولو نیمګړتیاوو، دا مهمه ده چې ولس په ټاکنو کې تل برخه واخلي. که څه هم مستحق کسان به ډېر ژر پارلمان ته لار ونه مومي، اما همدغه جنګسالارانو به پخوا په زور قدرت نیوه، اما اوس لا اقل د ولس دروازې ټکوي او رایه له ولس نه غواړي. زه شخصا چې کله مهاجر وم او په پاکستان کې به د ټاکنو وخت و، نو سخت به نا امیده شوم چې موږ هلته د رايې اچونې حق نه درلود او حتی دا بندیز به هم و چې مهاجر باید په ښار کې ونه ګرځي. زما دا ارمان و چې ایا داسې وخت به راشي چې زه خپل ملک ته ستون شم او خپله رایه د ټاکنو په ورځ استعمال کړم. د خدای فضل دی چې اوس دا وخت رارسېدلې دی او له ۲۰۰۲م کال راهيسې مې تل خپله رایه کارولې ده.

که څه هم موږ ته ځينې وخت خپله رایه ډېر اهمیت نه لري او کله مایوسه هم شو ځکه هغه کسان چې قانون جوړونکي، پوه او مستحق کسان دي، نه ځانونه کاندیدوي او یا اکثره نه کامیابیږي.  له دې سره بیا هم رایه ورکول د خپلې خوښې ښو نوماندانو ته مهمه وجیبه ده. که موږ خپله رایه یو مستحق نوماند ته بې له ژبني، سمتي، قومي، مذهبي او یا پیسو په خاطر ورکړو، نو موږ به یو ښه پارلمان ولرو. ښه پارلمان به ښه قوانین تصویبوي، ښه پارلمان بیا یوې ښې کابینې ته رایه ورکوي، ښه کابینه د ولس د خیر په خاطر ښې پالیسۍ جوړوي او هغوى دا پالیسۍ په ښه توګه د ولس د خیر لپاره تطبیقوي. که باالفرض، موږ خپله رایه د پيسو او یا قومي، سمتي، مذهبي او ژبني ملحوظاتو په خاطر غیر مستحقو کسانو ته ورکړه، نو موږ به یو خراب پارلمان ولرو. خراب پارلمان به خراب قوانین تصویبوي، خراب پارلمان به بې کفایته وزیرانو ته رایه ورکوي او بې کفایته وزیران به غلطې پالیسۍ او پروګرامونه عملي کوي چې زيان یې بېرته ولس ته رسیږي.

په دې توګه که موږ خپلې یوې رایې ته اهمیت ورکړو او لږ په ځیر سره نظر واچوو، موږ پوهیږو چې زموږ یوه رایه موږ ته اوهم زموږ ولس ته څومره ګټه او یا زيان رسوي. یو دوست په فیسبوک کې لیکلي و چې موږ رایه ابوجهلانو ته ورکوو او عدالت عمري غواړو چې دا کار نه شي کېدلی.

 

زما هیله له ټولو هېوادوالو څخه دا ده چې تل باید دوى خپله رایه وکاروي ولو که د ټاکنو ستونزې هم زیاتې وي. دویم دا چې ولس باید خپلې رایې ښو او مستحقو کسانو ته ورکړي. که ولس خپله رایه سمه استعمال نه کړي، په حقیقت کې دا یوه لویه ګناه ده ، ځکه غیر مستحق کسان چې څومره د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي، په دې عذاب کې ورسره رایه ورکوونکي هم شریک دي. که ولس مستحق کسانو ته رایه ورکړي، نو ولس به خپل امانت په سمه توګه کارولى وي او کله چې ښو وکیلانو څومره ښه کارونه وکړل، نو ولس ته د خیر په کارونو کې هغوى ته دینوي ثواب هم رسېږي او هم په دې دنیا ورته د ښه پارلمان او یا ولسمشر د ټاکلو له امله   ګټه رسېږي. هم ثواب او هم خرما. ښه به دا وي چې ولس قانون جوړونکو ته رایه ورکړي نه قانون ماتوونکو ته.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.