ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
19 May 2016 - 10:10
author avatar
19 May 2016 - 10:10

په یوویشتم قرن کې جنګ او جګړو خپل ماهیت او هویت ډير بدل کړی اوس نه باید موږ پر ټوپک او الوتکې هغه هومره باور ولرو چې یو وخت ورته اړتیا وه ، د نن زمانې د جګړې ګټه او سرنوشت ټاکل اطلاعات او تبلیغات دي.

په وسلې سره موږ یواځې خلک په فزیکي توګه تر خپلې اغېزې لاندې راوستل ، خو اطلاعات او تبلیغات د خلکو ذهنونه تر خپلې اغیز لاندې راولي.

تقریبا د جګړې ددې ماهیت او هویت بدلېدل د ۱۱ سپتمبر له پېښې را وروسته ډير جوت شول او یا خو موږ د افغانستان خلک ترې وروسته خبر شوو.

په افغانستان کې جګړه په دوه ډګرونو کې روانه ده یوه د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د ټوپک، باروتو او چاودنو په مېدان کې ده او بله هغه یې بیا په مجازي نړۍ او رسنيو کې ده چې په دې توګه مخالف وسله وال د رسنيز تروریزم په يو پراخه فعالیت بوخت دي.

وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې په دې برخه کې له بېلا بېلو روشونو استفاده کوي او ښه په درز کې یې تبلیغاتي جګړه هم توده ساتلې ده.

همدا اوس مهال وسله وال طالبان په مجازي نړۍ کې لسګونه ویب پاڼې لري، په اکثره خواله رسنيو کې فعال دي او فعاله ادرسونه لري. د مهمو هغه اشخاصو چې خلک یې خبرو ته غوږ نیسي شمیرې لري او په یو او بل نوم پیغامونه ورلیږي، ټولو رسنيو او ژورنالېستانو ته برېښنالیکونه لیږل کيږي او دهرې پېښې په اړه دخپلې خوښې معلومات خپروي.

وسله وال طالبان خپلې پېښې مستند کوي او د هر برید پرمهال هڅه کوي چې د پېښې د ځای انځورونه او ويډيوګانې هم د ځان لپاره برابرې کړي.

لیدل کيږي وسله وال او ترهګر همدا ډول فلمونه هم په ټولنیزو رسنيو او هم لارو کوڅو، او مارکېټونو کې هغه کمپیوټرکارانو ته رسوي چې خلکو ته په موبایلونو کې انځورونه او ویډيو ګانې اچوي.

وسله وال د خپلو بریدونو لپاره ځانګړې ترانې او حماسي شعرونه هم جوړوي، چې په اسانۍ سره په دې سره کولی شي، بې سواده او تنکي ځوانان په ذهني توګه بې لارې کړي.

په ټولنیزو رسنيو کې یې زیات شمېر پلویان دهغوی د ایډيالوژۍ، او فعالیتونو په اړه مباحث کوي، دا چې وسله وال او ترهګر د خپلو تخریبي او غیر انساني اعمالو لپاره اسلام او دین د یوې وسیلې او حربې په توګه استعمالوي؛ پلويان یې په ديني مسایلو او اسلامي احکامو پوه کړي دي او دا احکام او مسایل په هغه ډول خلکو ته تعبیروي چې دوی لپاره ګټور وي.

زموږ په ټولنه کې دین او اسلام خلکو ته لومړی او اساسي ځای لري نو دا چې وسله وال له دې ضعف څخه ګټه پورته کوي او اسلامي حکمونه او دیني تعبیرونه په ټولنیزو رسنيو کې په تحریفي ډول خلکو ته وړاندې کوي.

وسله وال طالبان په رسنيو کې د خپلو اورپکو داسې عکسونه خپروي، چې ټوپک ورسره وي، څڼې یې پرېښې وي، مخابره یې په لاسه کې وي او د یو ځواکمن شخص په توګه یې د بېلا بېلو پیغامونو سره معرفي کوي.

هغوی ته د غازي، شهید، قهرمان، قوماندان … او په څېر لقبونه کاروي، دا هم هغه اړخ دی چې په ذهني او مادي ژوند کې محروم خلک ځان ته را مات کړي. دا ډول فعالیت یې په تنکیو ذهنونو ډيره ژر اغیزه کوي.

وسله وال دهمدې ټولنیزو رسنيو له لارې خپلو پلويانو ته په زړه او ذهن کې یو دروغجن ارمان ټوکوي هغوی په خیالي جنتونو تېر باسي او د حورو او جنتي شرابونو تمې او هیلې ورکوي.

همدا ډول وسله وال طالبان چې کوم بریدونه کوي ددې ویډيوګانې په پراخه توګه ویشل کيږي، له دې ویډيوګانو سره حماسي ترانې، د قران ایاتونه او دخپلو اورپکو ستاینې لپاره ښکلې او اغیزکوونکې ژبه کاروي.

پرته له مصرفه همدا اوس په ټول هېواد کې د طالبانو پیغامونه او نشرات خلکو ته رسيږي او د خلکو په زړونو کې وحشت او ویره ایجادوي.

په دې کارونو سره وسله وال غواړي خپل ځان لوړ او دولتي موقف کمزوری معرفي کړي.

همدا اوس د طالبانو د ځینو خپرو کړو ویډيو ګانو له کتنې ارزونه کولی شو، چې دې ډلې هم په دې برخه کې مسلکي او اغیزمن کوونکو روشونو ځینې استفاده او ګټه اخیستنه پېل کړې ده.

دوی چې کله د ملي اردو سرتېري زندانی کړي نو په خبرو، تش په نوم د اسلامي احکامو او د دین په ناسمه تعبیر ورکولو د ملي اردو نیول شوي سرتيري پښېمانه معرفي کوي.

چې دا په خپله ډير پراخه اغیز لري.

وسله وال طالبان او ترهګرۍ ډلې په ټولنیزو رسنيو کې د حکومتي او دولتي چارواکو په ډيرو وړو تېروتنو ډير مدلل تحلیلونه خپروي چې په دې سره هم د دولت پر خلاف د ذهنيتونو د خپلولو لپاره غیر انساني هڅه کوي.

دا چې افغانستان یو داسې هېواد دی، چې لوستي وګړي په کې کم دي د تبلیغاتو میدان پراخه دی او سالم معلومات کم خلکو ته رسيږي، نو د افراطیت په وده کې ټولنیزو رسنيو نن سبا لوی ځای پېدا کړی دی.

د یو حکومت د یو اړخ او د یو لوري په توګه تر هرڅه مهمه ده، چې نه یواځې د وسله والو طالبانو تبلیغات له منځه یوړل شي بلکې چلینج کړی شي او په کارپوه اشخاص وګومارل شي چې په دې برخه کې ضد تبلیغات په اغیزمن روش مخ ته یوسي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.