ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
18 Oct 2017 - 20:06
author avatar
18 Oct 2017 - 20:06

سولې نه طالب پلوه ځان ته، ټلواله، حکومتي مشران او هره ډله جلا جلا برداشتونه لري؛ هر یو هغه حالت ته سوله وايي چې د دوی ډېرې خبرې ومنل شي او تر ټولو بره ناست وي؛ مثلاً طالب پلوه هغه حالت ته سوله وايي چې افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره هره راشه درشه او معامله د پاکستان په خوښه وکړي او حتا داخل کې هم لوړو منصبونو باندې دوی ته وفاداره کسان وګومارل شي او د افغانستان پوځیان او پولیس په اسلام اباد کې و روزل شي، د مکتب کتابونه او د ژوند نورې چارې د پاکستان د حقانيه مدرسې د سلاکارانو په مشورو تنظیم شي او بیا دلته که هر شي ته اجازه ورکول کېږي نو له پاکستاني شیخانو او ملایانو به پوښتنه کېږي چې کوم شی روا او کوم ناروا دی. کټ مټ لکه د طالبانو حکومت کې چې شیخ حسن جان ننګرهار پوهنتون ته راته او ویل به یې اردو ژبه رسمي کړئ؛ ځکه دا د دعوت او اسلام ژبه ده.

ټلوالې ته هغه سوله منظوره ده لکه دا اوس چې د دوی د وژل شوو ورځې په کې ونمانځل شي، قراردادونه او بهرنۍ اړیکې له دوی سره وي، پوځ، پولیس او د حکومت ټولې چارې به د دوی په خوښه چلېږي او دوی به د روس، ایران، امریکا او که هر څوک وي، د افغانستان د برخلیک په اړه ورسره خبرې کوي او د جمعیت اسلامي ګوند او د هغو د رهبرانو عبادت باید وشي او د پخوانیو جنګونو هېڅ حساب کتاب به نه وي موجود.

دغه شان حزب اسلامي او حزب وحدت او دا نور هم هغه حالت ته سوله وايي چې د دوی فرمایشات هم لکه د جمعیت ګوند په څېر ومنل شي.

بله له غرب څخه د راغلو او د ځینو هغه نوو شتمن شوو له نظره سوله ده چې هم سیاست کوي او هم تجارت. دا ډله هغه ډول سوله غواړي چې د دوی دویم تابعیت ته احترام وشي، دلته لوی لوی منصبونه ورکول شي، د بشري حقونو او ډیموکراسۍ ټولې پروژې له دوی سره وي او په مجللو هوټلونو کې به پیسې لګوي او قراردادونه به اخلي او د تېرو شتمنیو او فساد پوښتنه به ور څخه نه کېږي او پولیس او پوځ باید یوازې د دوی د کورونو او شتمنیو ساتونکی وي؛ ځکه که د دوی شتمنیو ته تاوان ورسېږي بیا لکه ټول وطن ته چې تاوان رسېدلی وي. دوی به حق لري چې د پانګونې په نوم ځمکې او کانونه غصب کړي او بیا په کې شاوخوا د غریبو زامن په کار وګوماري چې نه بېمه ولري او نه کافي معاش خو چې دوی ته یې ګټه ورسېږي.

اخري ډله چې عام افغانان او د جنګ قربانیان دي، دوی عزتمنه سوله غواړي، عزت منه سوله، لکه اوربند داسې نه وي چې سبا بیا پر جګړه بدله شي، عزتمنه سوله دا ده چې د تېرو جګړو ټولو ډلو او مشرانو سره حساب کتاب وشي او په داسې میکانیزم سلا وشي چې د تېرو جګړو عاملان یا د خپلو کړنو له امله بښنه وغواړي یا هم مهم جنایت کاران بندیان او محاکمه شي. فاسد چارواکي او شرکتونه له صحنې لرې او بیا داسې انتخابات وشي چې نر او ښځې په کې په ډيموکراتیکه توګه سهم ولري او هغه کسانو ته هېڅ په سیاست کې د شاملېدو اجازه ونه کول شي چې لاسونه یې پر وینو سره او یا هم پردي اجنټان دي.

عزتمنه سوله کې افغانان باید ازاد وي چې له هر هېواد سره د خپلو ملي ګټو پر اساس اړیکې ولري او خپله بشري او مادي پانګه د خلکو د ښېرازۍ لپاره په عادلانه ډول استعمال کړي چې ټولو ته یې ګټه ورسېږي.

دا به نو څه سوله وي لکه دا پنځلس کاله چې دلته جهادي او کمونیستي مشران خپلو کې سره جوړ شول او پارلمان او کابینه کې سره کېناستل او یو بل یې وبښل او بیا یې په ګډه د ولس او وطن د چور کولو لپاره لاسونه سره ورکړل. داسې سوله هر وخت بیا پر جنګ بدلېدی شي چې په هغه کې د اکثریت ولس او د جنګ د قربانیانو نظر شامل نه وي، د جنګ قربانیان چې د خپلې کورنۍ غړي یا یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي، دوی چې سبا ورځ ګوري هغه طالب چې دی یې وژلی او ژوبل کړی دی، په وزارت تکیه وهلي وي، هغه مجاهد قوماندان یا امیر چې کابل یې یو ځل وران کړ او بیا د امریکا په پیسو ډيموکراټ شو او ستا والي یا ولسوال وي، هغه جنایت کاران چې په تېرو جنګونو کې یې له روس نه نیولې تر پاکستان او ایران جاسوسي وکړه او بیا د ټلوېزیون په پرده راځي، ستا په استازیتوب خبرې کوي، نو له دې سره د جنګونو د قربانیانو زړونو کې لا کرکه زیاتېږي او دا ډول خلک چې همدا اوس موږ په پارلمان کې او ځینو نورو منصبونو باندې ګورو او سبا طالب هم دغه منصب ترلاسه کړي او موږ ورته له لاندې ګورو نو دا خو بیا د ملت او اکثریت ولس توهین شو، دا سوله نه ده، سوله کې د خلکو پر زخمونو ملهم لګول کېږي خو په داسې سوله کې چې یوازې همدا د جنګ او جنایت شهزاده ګان درباندې حاکم وي، بیا د ملهم پر ځای زموږ پر زخمونو د مالګې شیندل دي.

سوله هغه ده چې حکومت او پارلمان کې دې داسې څوک نه وي چې زړه کې در تېره شي چې دې سړي به غلا کړي وي او یا به یې خلک وژلي وي. سوله هغه ده چې د بیان او نظر ازادي په کې وي، د تګ راتګ ازادي وي، د رایې او انتخاب ازادي وي په کې او د جنګي جنایت کارانو د غندلو ازادي په کې وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.