پاکستان چې په هر ډګر کې د تروریزم او وحشت خپرولو کې خاص ځای موندلی او په دې کاروبار کې یې خپل هېواد هم د جګړو او نا امنیو تور تم ته ټیل وهلی نه یوازې د افغانستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي، بلکې نظامي حضور یې هم له یاده ویستلو نه ده.
په افغانستان له کله نه چې د نړیوالو په پوره ملاتړ او همکاري او له نړیوالو سره د پاکستان په رښتینې ملګرتیا د طالبانو نظام ړنګ او پرځای یې د حامدکرزي په مشرۍ اداره رامنځته شوه، پاکستان په دې ملګرتیا کې ځان خپلو نړیوالو ملګرو ته رښتینی ثابت کړ او ترهغه وروسته یې لاره بدله کړه، د دې ترڅنګ یې په افغانستان او پاکستان کې د هغو طالبانو په راټولولو او تنظیم کولو پیل وکړ چې نه یوازې سیاسي ماته یې خوړلې وه، بلکې د ډیرو نیت دا وو چې خپل سوله يیز ژوند ته په خپل هېواد او له هېواد څخه بهر دوام ورکړي، پاکستان یې په بیا مسلح کولو جنګ جګړې ته په چمتو کولو لاس پورې، افغان دولت چې ډیره سیاسي تجربه یې د داسې ستونزو د رامنځته کېدو په اړوند نه لرله ډیر پام یې دې موضوع ته ونه کړ هماغه وو چې د څو د محدودو کلونو په تېرېدو سره د طالبانو جګړه يیز ماموریت په افغانستان کې کرار کرار پیل شو، طالبانو ته د افغان حکومت نسکورول او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړه ستر ایماني او وجداني مسوولیت ورپه ګوته شو.
نن چې د هېواد ډیره سیمه نا امنه ده دا د پاکستان په څېر د ګاونډي د شتون برکت ده، پاکستان چې تر ډیره ځان یو اسلامي هېواد ګڼي په هغه کې د اسلامي شریعت زره هم نه لیدل کیږي په صوبه پنجاب، صوبه سیند، کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د اسلامیت ډیر لږ اثر لیدل کیږي دوی یوازې لباسي اسلام منلی او په هغه یې بسنه کړې ده د ډیرو افغانانو د سترګو لیدلی حال داده چې د پاکستان په ډیرو سیمو کې اوس هم ډیری وګړي پرته له دې چې کوم دین او مذهب ته منسوب وي ژوند کوي او دا لړۍ له ډیرو پخوا کلونو راهیسې دوام لري، خو اساسي خبره داده چې دوی څرنګه د اسلامیت له نامه څخه ناجایزه ګټه پورته کوي او په ګاونډي هېواد افغانستان کې هرڅه د اسلام خلاف او کفري ګڼي او په پاکستان کې روانه خرمستۍ ته په یو ډول نه يو ډول جواز ورکوي.
موخه مو داده چې و وایو پاکستان هر هغه څه چې د افغانستان د بسیا کېدو او ابادي لامل ګرځي کفري او ناجایز ګڼي او د یو لړ پرمختګونو د لیدلو توان نه لري چې یوه ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د یوې پاکستانۍ رسنۍ له لوري د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه عاطف مشعل په خبرو ملنډې وهل دي، هغه معیارونه او اساسات چې د ژورنالیزم لپاره رامنځته شوي هیڅ یو هم اجازه نه ورکوي، ترڅو د چا په شخصیت او خبرو ملنډې ووهل شي پاتې شوه په یوه تلوېزیوني چینل کې هغه هم چې یوه ازاده رسنۍ وي او د یو چا پر شخصي حریم تیری وکړي.
دا جوتیږي هغه کسان چې په افغانستان کې د دوی د دولت او رسنیو تر برید لاندې راځي، په ټوله کې د هېواد ملي ګټو ته ژمن او د خلکو په منځ کې یې خورا محبوبیت موندلی وي، عاطف مشعل هم په دې وروستیو کې له کله نه چې د کرکټ بورډ مشري تر لاسه کړې او دا دروند بار یې پر اوږو ور ايښودل شوی، د کرکټ د مینه والو او ټوله کې د هېوادوالو له لوري هڅول شوی او کارونه یې په کرکټ بورډ کې د مثبت بدلون په موخه ترسره کړی دي، د پاکستاني رسنیو هغه شرمیدلي حرکات او توري چې زموږ ملي ویاړونو ته یې د دوی د سپکاوي په موخه کاروي، ښکاره خبره ده چې په دې کار سره برعکس د دوى محبوبیت په خلکو کې نور هم زیاتیږي او خلک د هغوی ملاتړ ته را دانګي په دې وروستیو څو ورځو کې له کله نه چې دا ویډیو رسنیزه شوې ټولنیزې رسنۍ د عاطف مشعل پوره ملاتړې دي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن