ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ دپاکستان لومړی وزیر کابل ته راغی، دنوموړي سفر دولسمشر غني د رسمي بلنې او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره دهغې طرحې په اساس شوى و کومه طرحه چې دسولې او له پاکستان سره د دولت په دولت دخبرو لپاره دکابل پروسې په دويم کنفرانس کې وړاندې شوه ، له دې طرحې څخه په سیمه يیزه، نړیواله او داسلامي هېوادونو په کچه پراخ ملاتړ وشو چې همدې مسلې پاکستان هم اړ کړ ترڅو دافغانانو په مشرۍ دسولې له پروسې څخه ملاتړ وکړي او همدې موخې او دې ته ورته نورو مسایلو دحل لپاره د پاکستان لومړی وزیر دیو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغى.

د یاد هېواد له چارواکو سره په ناسته کې په یو لړ مسایلو باندې  توافق هم وشو چې یو  یې دافغانستان له سولې څخه دافغانانو په مشرۍ ملاتړ دی دا چې دا ملاتړ  باید یوازې دشعار  په بڼه وي کنه په عمل کې هم باید یو څه وي غواړم په دې اړه یو څه ولیکم .

هغسې چې افغانانو او نړۍ ته معلومه ده په تېرو څو  کلونو کې چې په افغانستان کې دتروریزم پرضد جګړه پيل شوې ده نو پاکستان دافغانانو دسولې له پروسې څخه دملاتړ چغې وهلې دي او  هر وخت یې ویلي دي چې  دافغانستان دسولې له پروسې  څخه ملاتړ کوي،  خو دا ملاتړ یوازې دشعار په بڼه پاتې شوی او په عمل کې یې  څه نه دي کړي او  نه یې هم هغه ژمنې چې دوى  به په نړیوالو او افغان  چارواکو سره په  ناسته کې کولې عملي کړې دي نو اوس چې دنړیوالو له خوا له فشارونو او  همدارنګه دافغان دولت له خوا دافغانستان د سولې پروسې لپاره روښانه او تاریخي  تګلاره وړاندې شوې  ده نو پاکستان  باید په عمل کې اقدامات وکړي دبېلګې په ډول .

لومړی:

 پاکستان باید کوښښ وکړي چې هغه طالبان چې سولې ته حاضریږي  باید سولې ته یې حاضر  کړي او که چېرته حاضر نه شي نو پاکستان  باید دخپلو قوانینو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې دا خلک باید له خپلې خاورې وشړي او  دا باید په عمل کې ثابته کړي چې  دو ى هغو ډلو ته پناه ځایونه نه ورکوي  کوم چې دافغانستان دخلکو پرضد جګړه کوي او دپاکستان خاوره کاروي، نو دا یې مسوولیت دی که غواړي  په افغان سوله کې همکاري وکړي باید دا کار وکړي .

دويم:

په پاکستاني مدرسو کې دافغانستان دجهاد ضد فتواګانې او د هغه لپاره تبلیغ کول دا برخه تر ټولو مهمه ده ځکه دا ټولې نړۍ ته ښکاره ده چې افغانستان کې دروانې ناروا جګړې لپاره بشري سرچینې هغه طالبان  دي کوم چې دپاکستان دنظام تر چتر لاندې په مدرسو کې په زده کړه بوخت دي او  دې طالبانو ته تبلیغ کوونکي هغه سیاسي اونور علما دي کوم چې دپاکستان په سیاست او ټولو چارو کې دخیل دي نو پاکستان باید ددې مدرسو پرضداقدامات وکړي او دا اقدامات یې باید  روښانه او داسې واوسي چې دهغې تصدیق وشي چې دوى په حقیقت کې نور دافغانستان ضد طالبان نه تربیه کوي او نه هم دوى دافغانانو ضد فتواګانې له دغو مدرسو څخه ورکوي .

درېیم:

د هغو مدرسو او ځایونو له منځه وړل کوم چې ښکاره په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره ترننګ سنټرونه دي او له هغه ځایه بریدونه تنظیموي په ځانګړي ډول هغه ځایونه کوم چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې دلویو بريدونو دکولو لپاره هلته طرحې جوړې شوې دي لکه دبېلګې په ډول په کویټه کې دمولوي احمد مدرسه چې دافغان امنیتي چارواکو په وینا چې دکندهار په مېلمستون او همدارنګه په کابل کې په یو لړ عامه ځایونو بریدونه په همدې مدرسه کې طرحه شوي وه او دوى ددې لامل شول چې زموږ بېګناه افغانان په وینو ولړي نو بیاد ددې ځایونو چې ښکاره او شواهد په لاس  کې دي اقدامات وشي .

نو پورته یادو مسایلو ته په کتو که پاکستان غواړي په واقعیت کې په افغان سوله کې رول ادا کړي، نو باید دې مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي او ددې مسایلو لپاره عملي اقدامات وکړي، نو بیا به په هغه صورت کې نه افغانان او نه هم نړیواله ټولنه دپاکستان په نیت شک ولري، خو که چېرته دتېر په څېر یوازې تبلیغات وي، نو ښکاره خبره ده چې بیا کومه معنا نه ورکوي او نه هم بیا دافغانستان په سوله کې دپاکستان ژمنې له زړه نه دي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.