ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
2 Dec 2017 - 16:07
author avatar
2 Dec 2017 - 16:07

د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان  په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي پوځي ايتلاف په غونډه کې د ترورېزم ضد جګړې اعلان وشو، د سعودي حکومت ویلي چې ددې ايتلاف دنده به دا وي چې له ترورېزم سره به مبارزه ترسره کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې د اسلام مبارک نوم څخه ناوړه استفاده وکړي.

په یاده غونډه کې د افغانستان په شمول د ۴۱ اسلامي هېوادونو استازوګډون درلود، دا خبره سمه ده چې په دوى کې ځینې هېوادونه به له تروریزم سره په مبارزه کې صادق وي، مګر د اندېښنې ځای خو دادى چې ددې ائتلاف مشري دداسې يوه هېواد يوه جنرال ته ورسپارل شوې چې  نوموړي هېواد په هیڅ حالت کې په موږ دا نه لوریږي چې موږ دې سوله ييز، ارام، او پرمختللى هېواد ولرو.

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د دغه پوځي ايتلاف قوماندان ټاکل شوی ، کله چې پاکستان په مستقیم ډول په افغان وژنه کې لاس لري، نو څنګه به دا ايتلاف د افغانانو په درد وخوري. دا خو ښکاره ده چې که چیرته له یو لوري پر پاکستان نیوکې دي چې دوى د افغان سولې په پروسه کې صادق نه دي په افغان وژنه کې لاس لري، په رڼا ورځ د افغانستان سرحدي سیمې په توغنديو ولي، او همدا شان دوى له افغانانو سره یوه نا اعلان شوې جګړه پر مخ وړي، او بل لوري ته په یوه داسې ايتلاف کې ورته په درنښت کتل کیږي چې ددوى طرحه دا وي چې ترهګري به ځپي.

هيڅ کله به نه دا ايتلاف کامیاب شي او نه به هم دوى وتوانیږي، تر څو اساسي نقاط په نښه کړي، ځکه افغانان چې زیاته ګیله لري او شکایت ورڅخه کوي هغه پاکستان دی، نوموړی هیواد په کراتو ازمویل شوی دی.

 تاسې که چېرته د سولې پروسه وګورئ څوڅو ځله نوموړي دوکه باز هېواد له افغانانو سره جفا وکړه او هیڅ وخت یې د زړه له کومې دا هڅه نه ده کړې چې په رښتينې توګه د افغان دولت او د دولت وسله والو مخالفینو تر منځ صادقانه چلند وکړي.

همداشان د افغانستان ولسي جرګې ددې پوځي ايتلاف د جوړېدو هرکلی وکړ، خو زما په اند دوى باید دې ته ښه ځیر ووسي چې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د دغه پوځي ايتلاف د پوځ قوماندان په توګه  ټاکنه څومره د افغانستان په خیر ده.

ځکه له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهیسې زیاتره وخت د ډیورنډ کرښې له هغې خوا پر افغان خاوره ګڼ راکټي بریدونه او د توپونو حملې کیږي چې له امله ‌یې لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه راز په نورو زیاتو پېښو کې افغان دولت پر پاکستان تورونه لګولي خو نوموړي هیواد بیا په دې خبرو کوم غبرګون نه دی ښودلی، زما په اند هغه استازي چې دغه ايتلاف ته د افغان دولت په نمایندګي ورمعرفي کیږي دوى باید لومړی له دې څلویښتو اسلامي هېوادونو وغواړي تر څو پاکستان نور  له افغان وژنې څخه لاس واخلي.

او که داسې ونه شي اوس چې پاکستان تر کوم سیاسي فشار لاندی دی او د ولسمشر اشرف غني ټولې هغه هڅې چې د پاکستان د اصلي څیرې په ښکاره کولو کې یې کړې دي ټولې به په اوبو لاهو شي، ځکه دوى به د یوه داسې ايتلاف په سر کې قرار ولري چې زیات اسلامي هېوادونه به په کې ګډون لري او شعار به یې دا وي چې دوى د تروریزم پر وړاندې مبارزه کوي، په همدې سره به نورې نړۍ ته هم ځان سپین وښيي چې ګواکې دوى د باثباته سیمې غوښتونکي دي او د پردې تر شا به د افغان ولس د ځپنې هر شوم پلان پر مخ وړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.