ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
12 Sep 2015 - 16:02
author avatar
12 Sep 2015 - 16:02

صادراتي احصايې ښیي چې افغانستان دپاکستان لپاره ستر صادراتي مارکیټ دی چې افغانستان ته دکال بلیونونه ډالر صادرات لري اوهمداراز دافغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادراتي توکي لیږدوي . له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۳ پورې دپاکستان صادرات افغانستان ته ۳۸۶.۶۷ ميلیونو ډالرو په شاواخواکې ووهمدغه دلیل و چې پاکستان وپتیله چې افغاني سوداګر تشویق کړي ترڅو له پاکستان څخه ډیر صادرات ولري دوی دمشوق په توګه افغانستان ته اجازه ورکړه چې دپاکستاني روپیو پر ځای په پاکستان کې په ډالرو خریداري کولی شي. له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۰۶ پورې دپاکستان دصادراتو کچه افغانستان ته تر۱.۱۱ بلیونو ډالرو پورې ورسیده .له ۲۰۱۱څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې دغه کچه ۲.۲۴ بلیونه ډالرو ته ورسیده. له ۲۰۱۴ څخه تر۲۰۱۵ کال پورې دغه کچه تر ۲.۵ بلیونو ډالرو ورسیده .

کله چې دپاکستان حکومت دخیبر پښتونخوا داتاق تجارت په خوښه دصادراتو په رژیم کې تغیرراوستلو اوویې پتیله چې نور به افغاني سوداګر چې له پاکستان څخه افغانستان ته توکي صادروي دډالرپر ځای پاکستانۍ روپۍ کاروي اوپیر به په پاکستان کې په پاکستانیو روپيو کوي . همدارازکله چې پاکستان په افغاني میوو، سابو  اوسبزیجاتو باندې ګمرکي تعارفه لوړه کړله. افغاني تجارانو دخپل دولت په خوښه نورو خواته مخه کړه اوویې پتیله چې نور به خپل صادرات دپاکستان پرځای له منځنۍ اسیا اوایران څخه کوي. پاکستان په ډیر لږ وخت کې له سترې اقتصادي ضربې سره مخامخ شو اودپاکستان دتجارت وزارت چیغې دپاکستان ترمرکزي حکومت اونوازشریف پورې ورسیدلې اوپه واروار یې له خپل حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو کابل ته دتعظیم سرټیټ کړي اودسوداګرو مخ بیرته داسلام اباد پر لوري کړي مګر کابل دقوي اقتصادي ستراتیژۍ له امله په خپله خبره کلک دی پاکستان په وار وار لاندې هڅې ترسره کړې ، مګر لا وختي ده چې کابل له اسلام اباد سره داسې موافقې ته ورسیږي .

وروسته له دې چې کابل له اسلام اباد سره دسوداګرۍ په هکله دوه اړخیزې خبرې ودرولې اوهغه رسمي ناستو ته چې ددواړو هیوادونو دسوداګرۍ اړوندو چارواکو له خوا ترسره کیدلې یې نه وویل ،پاکستان زارۍ کوي چې هغه خبرې باید بیرته له سره پيل شي .پاکستان وايي دغه سکوت باید مات شي ځکه ددغې سوداګرۍ ددریدو له امله پاکستان هره ورځ ډیر تاوان کوي.

دپاکستان دسوداګرۍ وزارت یوه چارواکي یوې پاکستانۍ رسنۍ ته وویل: موږ افغانستان ته وویل چې دسوداګرۍ اوترانزیټ ددواړه لوريو ترمنځ خبرو کې باید هندوستان نه وي شامل.

نوموړي چارواکي وویل موږ افغان مشرتابه ته داخبره رسولې مګر هغوی په دغو خبرو کې دهندوستان شمولیت حتمي بولي اوهمدغه ټکی ددې لامل شوی چې خبرې په ټپه ودریږي .

 کابل ته دپاکستان دیوې لوړپوړې تخنیکې ډلې دسفر پر مهال ولسمشر اشرف غني پاکستانیانو ته وویل چې دهندوستان دنه شتون په صورت کې موږ دافغانستان- پاکستان دسوداګرۍ اوترانزیټ په باره کې څه چې حتی دافغانستان- پاکستان – تاجکستان دسوداګرۍ ددرې اړخیز تړون په هکله هم نه غواړو له پاکستان سره خبرې اترې وکړو.

د ولسمشر شعار دسوداګرۍ په اصطلاح دادی چې پاکستان ته وايي تاجکستان واخله ، هندوستان راکړه. دسرچینې په قول چې افغانستان دافغانستان- پاکستان ترمنځ داپټکا تړون باندې خبرې هم ځنډولې دي .

Afghanistan Transit Trade Coordination Authority (APTTCA).

همداراز سرچینه وایي چې افغانستان – پاکستان یو شریک سوداګریزه شورا جوړه کړې وه ترڅوددواړو هیوادونو ترمنځ سوادګریزوچارو ته پرمختګ ورکړي . ددغې شورا دغړیو لستونو هم ددواړو خواو له لوري سره تبادله شوي، پتیل شوې وه چې ددغې شورا لومړۍ ناسته به په اسلام اباد کې وي مګر کابل ددغې ناستې تاریخ نه معلوموي . نوموړې سرچینه وایي چې دافغانستان دحکومت له وزیرانو سره یې ښه تعامل درلود مګر له ولسمشر  اشرف غني سره له ناستې وروسته دغو ټولو شیانو تغیر وکړ. اوموږ له کابل څخه مایوسه راوګرځیدو.موږ څوځله هڅې وکړې چې دغه تعلیق شوې اړیکې بیرته فعال اومتحرک حالت پيداکړي مګر کار نه ورکوي.داپه داسې حال کې ده چې دواړو دولتونو هوډ درلود چې اوسنی دوه اعشاریه پنځه بلیون امریکایي ډالره سوداګري په راتلونکو دریو کلونو کې پنځه بلیونه ډالرو ته ورسول شي.

افغانستان له دې سره سره کوښښ کوي چې هیودوال تشویق کړي ترڅو خپل کورني تولیدات وکاروي اوهیواد یې یو په ځان بسیا هیواد شي .

   يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ثواب الدین مخکښ په ۲۰۰۴ زکال کې د کابل له پوهنتون څخه د لسانس په درجه فارغ شو. نوموړی په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو پوره تسلط او حاکمیت لري. د نړیوال تجارت د اصولو، کرهڼیز اقتصاد اوتدارکاتو، اداري اجراتو، امنیت، معلوماتي ټکنالوجي، اسلامي اقتصاد او اسلامي بانکدارۍ په برخو کې زده کړې کړې دي.په مختلفو نړیوالو ادارو کې لکه USAIDinfo-icon,UNDP, IOM همدا راز دولتي ‌ادارو کې لکه د افغان ملي بانک د معلوماتي ټکنالوجي عمومي مدیر، د خدماتو عمومي مدیر، د اسلامي بانکدارۍ د عملیاتي عمومي مدیر په توګه یې دندې ترسره کړې دې. اوس د لیکوال او سیاسي چارو شنونکي په توګه له مختلفو رسنیو سره همکاري لري

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.