ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان له تاجکستان څخه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د پیرلو په لټه کې دی  . د پاکستانۍ (Express Tribune ) ورځپاڼې د راپور پر بنسټ پاکستان هېواد له تاجکستان سره د دوهمې کاسا پروژې په موخه یوه کمېټه رامنځته کړې چې دا کمېټه به په دې کار وکړي، څو پاکستان هېواد له تاجکستان څخه ۱۰۰۰ میګاواټه نوره برېښنا وپیري چې د دې پروژې نوم هم کاسا ٢-۱۰۰۰ –  ياد شوی .
له مرکزي اسیا څخه سوېلي اسیا ته د برېښنا دا پروژه به هم پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه نوره برېښنا ولېږدوي چې په دې سره به خپله د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي.
 تاجکستان لېوالتیا لري، څو  د دوهمې کاسا ۱۰۰۰ له لارې خپله اضافي برېښنا په پاکستان  وپلوري.
د لوړ پوړو چاوراکو په وینا، ټاکل شوې ده چې دا کمېټه به  د  یادې پروژې د پلي کیدو په موخه دقیقه او سمه  ارزونه ترسره کړي او هم به د دې پروژې امکانات او دوام  وڅېړي.
د یادونې  داده چې د یادې پروژې د پلي کیدو لپاره د نړیوالو مالي مرستندویانو ملاتړ ته پوره اړتیا ده او پاکستان  د دې پروژې د پلي کیدو په موخه د مالي ملاتړ په لټه کې دى.
ټاکل شوې ده چې دا پروژه هم د افغانستان له سرحدي سیمو له تاجکستان  څخه پاکستان ته ولېږدول شي او افغانستان به لکه د کاسا-۱۰۰۰ پروژې په څېر له دې پروژې څخه هم د ترانزیټ فیس اخلي.
د پاکستاني لوړپوړو چارواکو په وینا، چې د دې پروژې د پلي کېدو په موخه چینایي (TBEA) د تبیان کمپنۍ خپله دلچسپي ښودلې ده تر  کاسا-۱۰۰۰ پروژې ترڅنګ دوهم کاسا-۱۰۰۰ ډیزاین او پلې کړي.
د تبیان چینایي (TBEA) کمپنۍ د ترانسفرمرونو او د برېښنایی توکو د تولید او د برېښنا دلېږد په برخه کې کار کوي. 
د دې پروژې ټول اوږدوالی ۷۵۰ کیلومتره اټکل شوی، چې ۱۶٪ سلنه یې د تاجکستان په خاوره ۷۵٪ سلنه یې د افغانستان په خاوره کې او ۹٪ سلنه برخه د دې پروژې په پاکستان هېواد کې پلې کیږي 
د تبیان چینایي (TBEA) کمپنۍ همدا اوس مهال د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د دوه کنوټر شټیشونو په داو طلبي پروسه ګډون کړی، یو یې په پاکستان او بل یې په تاجکستان   کې رغول کیږي او  اسناد يې تر ارزونې لاندې دي او وروسته به یې په هکله پرېکړه وشي. 
د یادونې ده چې په اوس وخت کې د یادې پروژې لپاره اسلامي پراختیايي بانک ۳۵ میلیونه ډالرو ژمنه کړې او راتلونکی کې به د اړتیا وړ پیسې ورته برابرې کړي.
د چارواکو په وینا، تخنیکي داوطلبي رابلل شوې ده، څو د کنورتر سټیشن د جوړولو لپاره خپل غوښتنلیکونه ورکړل شي او دا داوطلبي د مۍ د میاشتې تر ۱۵ پورې دوام لاره.
په دې داوطلبي کې پنځه نړیوالو کمپنیو خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړی چې (Alstom ) فرانسوي، (GE) امریکایي، (Siemens) جرمني ABB (سویډن او سویټزرلینډ) او TBEA د دې پروژې لپاره نړیوال بانک هم ژمن دى ترڅو یوه اندازه مالي مرسته وکړي چې دا پیسې به په پاکستان کې د کنورټر سټیشن په جوړولو لګول کیږي او هم به نورې د اړتیا وړ مرسته برابروي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.