ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
21 Feb 2019 - 14:10
author avatar
21 Feb 2019 - 14:10

له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان بهرنی سیاست د دې سبب شوی چې دغه هېواد په سیمه ییزه او نړیواله کچه ګوښه او منزوي شي؛ پاکستان امنیت محوره بهرنۍ تګلار تعقیبوي چې له مذهبي وسله والو ډلو ملاتړ، له هغوی سره اړیکې او په جنوبي اسیا کې له هند سره د ځواک توازن رامنځته کول د یادې تګلارې مهمه برخه جوړوي. له افغان طالبانو د پاکستان ملاتړ او په پاکستان کې د وسله والو  ډلو  خوندي پټنځایونو له افغانستان او امریکا سره د دغه هېواد  مناسبات کړکېچن کړي دي.

د پاکستان ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو په تکراري توګه د دغه هېواد له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، په سیمه کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي او په خپل بهرني سیاست کې د امنیتي موخو پر ځای اقتصادي اهداف او ګټې تعقیب کړي، د امنیت محوره پالیسیو له تعقیب څخه ډډه وکړي، د سیمه ییزې همکارۍ له لارې د سیمې له هېوادونو سره اړیکو او همکاریو ته پراختیا ورکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت له هڅو ملاتړ وکړي.

د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره پاکستان تر اوسه پورې په خپل بهرني سیاست کې کوم د پام وړ  بدلون نه دی رامنځته کړی، اوس هم د دغه هېواد د بهرني سیاست په ټاکلو کې  د پخوا په څېر د پوځ مهم رول لري او پاکستاني  پالیسي جوړوونکي په خپل بهرني سیاست کې د اقتصادي ګټو او اهدافو پر ځای امنیتي او سیاسي ګټو او اهدافو ته ارزښت او لومړیتوب ورکوي.

له وسله والو ډلو د پاکستان ملاتړ د دې سبب شو چې د ولسمشر ټرمپ اداره له دغه هېواد سره مالي مرستې بندې کړي او د پیسو نړیوال صندوق د امریکا د فشار په پایله کې پاکستان ته د پورونو له ورکولو ډډه وکړه، د افغانستان د سولې په خبرو کې نه همکاري او د افغانستان د حکومت له وسله والو مخالفینو ملاتړ د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې کړکېچنې کړې دي امریکایان غواړي چې په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي او په دغه هېواد کې روان کړکېچ ته سوله ییز حل پیدا کړي، له طالبانو سره د سولې په خبرو او په سوله ییزه توګه د افغان کړکېچ حل کې پاکستان مهم رول ترسره کولای شي، خو تر اوسه پورې پاکستاني مشرانو د مختلفو دلایلو له مخې د دې  ډول مثبت رول له ترسره کولو ډډه کړې.

د امریکا تر څنګ له افغانستان سره هم د پاکستان اړیکې خرابې دي، د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري نه کولو او د افغانستان د حکومت له وسله والو مخالفینو د پاکستان ملاتړ د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې اعتماد او باور په بشپړ ډول له منځه وړی دی. په روان کال کې په غزني ښار د طالبانو له پراخو بریدونو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې کړکېچنې شوې، ولسمشر محمد اشرف غني پر غزني د طالبانو له برید وروسته دغه ولایت ته د سفر پر مهال په ښکاره وویل، کومو وسله والو چې پر غزني ښار برید کړی و، له پاکستانه راغلي وو.

ولسمشر غني د خپل حکومت په پیل کې په رښتیني توګه له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا او ښه کېدو هڅه وکړه، له هند سره یې پوځي همکاري وځنډوله او د پاکستان د پوځ مرکز ته  ورغی خو سره له دې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په تګلاره کې کوم بدلون رامنځته نه شو  او د  پخوا په څېر یې د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. له طالبانو د پاکستان ملاتړ او له هغوی سره اړیکې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د پراختیا مخه نیولې ده.

د سیمې  له یو ستر هېواد  او د  پاکستان له تاریخي سیال هند  سره هم د  پاکستان اړیکې ترینګلې دي. د نریندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت د پاکستان پر وړاندې توند او سخت دریځ درلود او په ښکاره توګه یې هڅه کوله چې پاکستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه منزوي کړي، خو تېره اوونۍ په کشمیر کې پر هندي ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته چې په کې ۴۵ هندي سرتېري ووژل شول، د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ډېرې کړکېچنې شوې. پر هندي ځواکونو د برید مسوولیت جیش محمد ډلې چې مشران یې په پاکستان کې مېشت دي، پر غاړه اخیستی دی. هند په اسلام اباد کې خپل استازی بېرته نوي ډیلي ته ورغوښتی او ګواښ یې کړی چې پر خپلو سرتېرو د شوي برید غچ به اخلي. پر هندي سرتېرو له برید وروسته لومړي وزیر مودي په ښکاره څرګنده کړه چې هغو کسانو او د هغوی پلویانو ته چې په هندي سرتېرو د برید تر شا لاس لري، ضرور جزا ورکول کېږي.

د خپلو سرتېرو د وینو پوښتنه به کوي او په نړیواله کچه به د پاکستان د ګوښه توب لپاره به خپلې هڅې زیاتوي، د مودي له څرګندو څو ورځې وروسته په راجستان کې له پاکستان سره پولې ته څېرمه هندي هوايي ځواکونو ستر پوځي تمرینونه ترسره کړل، داسې ښکاري چې د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د خرابېدو په حال کې دي او د دولړو لورو ترمنځ د پوځي ټکر امکان هم شته دی.

د همدې  تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ایران د  سپاه پاسداران ځواکونو په برید کې د یادې ډلې ۲۷  غړي ووژل شول. ایراني چارواکو په رسمي توګه په پاکستان کې وسله والې ډلې په یاد برید کې پر لاس لرلو تورنې کړې او ګواښ یې وکړ چې که پاکستان د یادو ډلو پر ضد جدي اقدامات ترسره نه کړي، نو په دې صورت کې به ایراني امنیتي ځواکونه په خپله د یادو ډلو پر ضد غبرګوني اقدامات ترسره کړي. د سپاه پاسداران  مشر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د نړیوالو حقوقو له مخې دوی حق لري چې د هغو ډلو پر ضد چې ایراني سرتېري یې وژلي، د پاکستان په خاوره کې دننه پوځي عملیات ترسره کړي. له سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو سره چې د  ایران ستر سیمه ییز سیالان ګنل کېږي، د پاکستان نږدې اړیکې او پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد سفر به د اسلام اباد او تهران  ترمنځ اړیکې ډېرې کړکېچنې کړي.

د مرکزي اسیا له هېوادونو سره چې د انرژۍ پراخې زېرمې لري، د پاکستان اړیکې  کمزورې دي، په داسې حال کې چې له یادو هېوادونو سره د پاکستان د ستر سیال هند اړیکې  د پراختیا په حال کې دي، د مرکزي اسیا هېوادونو مشران وسله والې مذهبي ډلې د خپلو هېوادونو د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼي او له یا دو ډلو سره د پاکستان د اړیکو په اړه اندېښنې لري. له افغانستان سره کړکېچنې او له مذهبي وسله والو ډلو سره د پاکستان نږدې اړیکې له مرکزي اسیا هېوادونو سره د دغه هېواد د اړیکو او همکاریو د پراختیا مخه نیولې ده.

د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، ترکیې، انګلستان او چین مشران چې د پاکستان تاریخي ملګري ګڼل کېږي، د پاکستاني چارواکو له لوري د اوسني بهرني سیاست د تعقیب له امله چې په پایله کې یې له امریکا او ګاونډیو هېوادونو سره د  پاکستان اړیکې خرابې شوې، خوښ نه دي او هیله من دي چې پاکستان به په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون رامنځته کړي. همدارنګه چین، ترکیې، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مالیزیا او قطر ته د لومړي وزیر عمران خان سفرونو تر زیاته حده پورې  تشریفاتي بڼه لرله او کومې  ځانګړې لاسته راوړنې یې نه درلودې. له پورتنیو هېوادونو څخه یوازې سعودي عربستان له پاکستان سره د مالي مرستو ژمنې کړې دي.

اوسمهال له هند، ایران، افغانستان، بنګله دېش او له لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا، سره د پاکستان اړیکې خرابې او کړکېچنې دي. د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت چې په کور دننه له ګڼو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی، د یادو ستونزو د حل لپاره نړیوالو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري، خو د پاکستان اوسنی بهرنی سیاست له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو مخه نیولې ده. د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د پوځ ټاکونکي رول او د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د عمران خان توند نظر او لید لوري ته په پام سره ویل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان په بهرني سیاست کې کوم د پام وړ مثبت بدلون رامنځته نه شي، که پاکستاني مشران په خپل بهرني سیاست کې  اساسي بدلون رامنځته نه کړي، نو په دې صورت کې به له ګاونډیو هېوادونو او امریکا سره د دغه هېواد اړیکې لا زیاتې خرابې او کړکېچنې شي  او د پاکستان اوسنی بهرنی سیاست به دغه هېواد په سیمه ییزه او نړیواله کچه لازیات ګوښه او منزوي کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.