ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان هم هغه کانه وشوه لکه دا متل چې وایي د خپل بام واوره د ګاونډي پر کور مه ور اچوه، په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې خبره څه نوې نه ده، د پاکستان له جوړښت څخه وروسته چې پاکستان ځان دافغانستان د ګاونډي په توګه رامنځته کړ له لومړۍ ورځې څخه د ډيورنډ کرښې مسله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخالفت يواځنۍ خبره وه. 

 که څه هم د محمد ظاهر شاه په وخت کې چې کله دهندوستان او پاکستان ترمنځ جګړه پيل شوه افغانستان له پاکستان سره خپل حسن نیت ښکاره کړ او پاکستان ته يې ډاډ ورکړ چې دافغانستان له پلوه به دوىٍ ته هيڅ ډول ستونزه نه پيښيږي چې دافغانستان د وخت حکومت په خپلو ژمنو همداسې ودرېد، خو کله چې پرافغانستان روس يرغل وکړ دا وخت پاکستان دافغانستان په حق کې خپل مسووليت ادا نه کړ يو تريخ حقيقت باید ومنو چې د روسانو مهارول د افغانانوپه وينو د دوى  دسرونو په قربانیو ترسره شول او د پاکستان په ګډون ډیر هیوادونه له دې ښاماره خلاص شول.

زه يواځې دلته يوه خبره دپاکستان دلاسوهنې يادوم د محمود خان اڅکزى په خپله يوه مرکه کې داسې وايي چې کله ډاکټر نجيب الله د استعفا اعلان وکړ د روژې لومړۍ ورځ وه غلام اسحاق خان د پاکستان رييس جمهور و  ما ورڅخه وخت وغوښت هغه وخت راکړ ما ورته وویل غلام اسحاق خانه ته پښتون يې ډاکټر نجيب الله داستعفا اعلان کړى، که ډاکټر نجيب الله استعفا وکړي افغانستان به اور واخلي ته داسې وکړه چې د مجاهدینو مشران راوغواړه ترڅو دوى په خپل منځ کې سره جوړ شي او دحکومت واګي دې په لاس کې واخلي، ده راته وویل هغوى يې نه مني ماپه ځواب کې ورته وویل چې څوک يې نه مني ده ويل مجاهدين ما ورته وويل چې هغوى خو ستاسو د لاس خلګ دي.

د محمود خان اڅکزي خبره چې د پاکستان اراده سمه نه وه دا هر څه روښانه دي له هغه وخت نه بیا تر اوسه چې څه روان دي ډير روښانه  ثبوته شته چې پاکستان د افغانستان په چارو کې خپل لاسوهنه کوي.

کله چې دطالبانو واکمي د امريکا لخوا ړنګ شوه پاکستان هم امريکا ته اډې ورکړې او هم يې د امريکا په خوله هغوى ته تروريستان وويل هم یې په همدې پلمه چې د تروريستانو سره مبارزه کوي له امريکا او متحدينو څخه يې پيسي او امتیازات واخيستل.

د پردې تر شاه يې همدغه وسله والې ډلې بېرته پياوړې کړې ترڅو له همدغو ډلو څخه د خپلو اهدافو لپاره استفاده وکړي. په دې وروستيو کې چې په امريکا کې نوې ټاکنې ترسره شوې د امريکا نوي حکومت د ټرمپ پر مشرۍ د پاکستان په اړه خپل دريځ روښانه کړ.

چې په دې وروستيوکې د ناټو عمومي قوماندان جنرال نيکول سن د امريکا په سنا کې خپل په خبروکې واضح د پاکستان په اړه داسې وویل چې ځينې تروريستي ډلې دپاکستان لخوا حمايه کيږي او د پاکستان په اړه يې خپل دريځ ډیر روښانه کړ. د دې ترڅنګ د ډاکټراشرف غني په مشرۍ د حکومت په راتګ سره د پاکستان پروړاندې د روښانه دريځ په نيولو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي.

 دغو حالاتو ته په کتو سره پاکستان دبیلابیلو کړنو په ترسره کولوسره چې ځان بې ګناه ثابت او دنيا ته وښيي چې دوى هم د تروريزم ښکاردي په دا وروستیو کې چې کوم بريدونه په پاکستان کې ترسره شول داسې ویل کیږي چې دپاکستان څارګرې ادارې په خپله دغه بريدونه کړي او پړه يې پر افغان حکومت ور اچوي.

خبره دا ده چې پاکستان خپل کرلي اوس ريبي پاکستان چې هر څومره کوښښ وکړي چې ځان سپين وښيي بیا هم هر څه واضيح دي.ښه بيلګه يې د تورخم او سپین بولدک د دروازو تړل، پر افغان خاوره راکټي بريدونه او هسې بهانې لټول هغه څه دي چي پاکستان غواړي دا هر څه له خپل ځانه واړوي او مسووليت نه خان خلاص کړي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.