ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې پښتانه خپلې رسنۍ نه لري، يواځې هغه رسنۍ دي چې له پنجاب څخه نشرات کوي او د پنجاب لپاره کار کوي، ځکه په دغو رسنيو کې په تېرو اويا کلونو کې هېڅ کله هم د پښتنو د ستونزو په اړه خبرې نه دي شوي او که د پښتنو په سيمه هر څومره ترينګلي او بد حالات راغلي دي، د پاکستان رسنيو ورته ارزښت نه دى ورکړى. که چېرته تاسې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پيل تر دې دمه پورې د پاکستان رسنۍ وڅارئ، نو هېڅ رسنۍ دې غورځنګ ته انعکاس نه دى ورکړى.

يوې خواته سلګونه زره  پښتانه راغونډېږي او د خپل قانوني حق لپاره په قانوني لاره مبارزه کوي، د پاکستان هېڅ رسنۍ يې خبر نه خپروي، خو بلخوا څو لنډغر پنجابيان راپاڅېږي، اسلام اباد بندوي، د پاکستان پوځ، صدراعظم او سترې محکمې ته ښکنځل کوي، د پاکستان ټولې رسنۍ ورته څليرويشت ساعته انعکاس ورکوي، خبره يواځې دا ده، چې هغه پنجابى دى او دلته چې څوک دى، دا پښتون دى.

په دې لړ کې بيا يواځې هغه رسنۍ چې له افغانستان څخه خپل نشرات په پښتو ژبه کې کوي، هغه د پاکستان د پښتنو لپاره لويه هيله ده، چې هم د دوى غږ ته انعکاس ورکوي او هم يې ستونزې نورې نړۍ ته رسوي، خو پاکستان تل د دې پر ضد هم خپل ناوړه ګامونه پورته کړي دي.

په پاکستان کې مېشت پښتانه چې په سلګونو زره يې د افغانستان رسنۍ ګوري، دلته خپلې ستونزې وينې او له همدې  لارې خپل غږ نړيوالو ته رسوي، اوس پاکستان غواړي چې دا غږ هم بند کړي او په پاکستان کې مېشتو پښتنو باندې د افغانستان د رسنيو ليدل هم بند کړي، که يوې خواته له ډېر وخت راهيسې په پاکستان کې د افغانستان ټلوېزيونونه بند دي، نو اوس ((خبريال)) باندې هم په پاکستان کې بندېز ولګېد، چې په پاکستان کې په زرګونو لوستونکي لري.

((خبريال)) چې تل يې رښتيا خپاره کړي، تل يې د مظلومو پښتنو غږ پورته کړى او تل يې د ظالم پر ضد خپله چيغه اوچته ساتلې ده، اوس پاکستان د بيان د ازادۍ ټول حدونه مات کړل او په دغه هېواد کې يې په دې رسنۍ هم بندېز ولګاوه.

دا د پاکستان هغه ناوړه هڅې دي، چې تل يې د پښتونخوا وګړي د افغانستان د رسنيو له کتلو څخه منع کړي دي، تر څو د دوى ظلمونه او نادودې د خلکو له سترګو پناه وي.

که چېرته موږ د طاهر داوړ وژنې ته پام وکړو، نو راته څرګندېږي چې پاکستان څومره لويه دسيسه جوړه کړې وه، چې طاهر داوړ يې له اسلام اباد څخه وتښتاوه، بيا يې ډېر په بې دردۍ سره وواژه او بيا يې د ډېورنډ کرغېړنې کرښې دې لوري ته وغورځاوه او خلکو ته يې وويل، چې دا خو افغانستان وژلى دى. په همداسې وخت کې بيا افغاني رسنۍ وې، چې د پاکستان دا دسيسه يې شنډه کړه او د ډېورنډ کرغېړنې کرښې دواړو لورو ته مېشتو پښتنو په ډېر درناوي د طاهر داوړ مړى هغه خواته وسپاره او په جار يې وويل، چې د طاهر داوړ په وژنه کې د پاکستان د استخباراتو لاس دى او پښتانه په خپلو دسيسو هېڅ کله هم نه شي بېلولاى.

په دې وخت کې چې پاکستان په خپل هېواد کې پر ((خبريال)) بندېز ولګاوه، په کار ده چې افغان حکومت، رسنۍ، د رسنيز بنسټونه، مدني ټولنې او نور ټول د خبريال تر څنګ ودرېږي او له پاکستان څخه د دې کار پوښتنه وکړي، چې ولې د رسنيو ازادي نه مني او تل رښتيني غږونه په خپل هېواد کې بندوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.