ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Jan 2018 - 19:15
author avatar
4 Jan 2018 - 19:15

د ټرمپ  پاکستاني ضد ټویټ د پاکستان ټول سټبلشمنټ لړزولی دی او تر اوسه چې د دغه هېواد د پوځ، ملکي ادارو او سیاسیونو کوم غبرګونونه مخې ته راغلي ټول له ګیلو ماناو او انکار ډک دي او داسې ښکاري چې پاکستان په اسانۍ د امریکې دوستي له لاسه نه ورکوي په ښکاره به ورسره ډغرې وهي خو په پټه به همکاري ورسره زیاتوي چې خپل خلک بې خبره وساتي او بل به له ټولو هغو اپشنونو کار اخلي چې امریکا په دغه تصمیم یې پښیمانه او یا یې اثرات راکم کړي.
۱ـ  پاکستان به لومړی په افغانستان کې دننه د خپلو هغو ډلو او کسانو له لارې چې خواخوږي ورسره لري هڅه وکړي چې یو امریکايي ضد کمپاین شروع او د روانو ناامنیو او داعش پړه په امریکا ور واچوي او دلته موازي د واک سرچینو سره تماسونه ټینګ او د ځان په ګټه یې استعمال کړي، په خپل موقف د عطا محمد نور ټینګار او د جنرال رازق څرګندونې یې بېلګه ده او ممکن نور هم رامیدان ته شي. نن حکمتیار هم خپلو خبرو کې کټ مټ د حامد میر خبره تکراره کړه وې ویل، چې د امریکې مشکل  پاکستان سره د همکارۍ په سر نه دی بلکې چین او روس سره په نږدې کت کې ده. مطلب له دې وروسته په افغانستان کې  پاکستان ته د نږدې خلکو کارخانګي زیاتېږي.  
۲ـ مهاجر: پاکستان د تل په څیر بیا زموږ په خوږ ګوتې پښه ایښې او په مهاجرو یې د ډانګ اېښودو ګواښ کړی دی چې یوه میاشت کې باید ټول وطن ته ستانه شي.  د دومره لوی تعداد مهاجرو او د هغوی د کاروبار انتقال په یوه میاشت کې ګران کار دی او ممکن دا موده تمدید کړي خو د مهاجرو منځ کې ورسره بې اعتمادي زیاتېږي او په دې ژمي کې د دومره زیاتو مهاجرو میشتیدل او را اوښتل چې ممکن منځ کې یې طالبان هم وي دا به افغان حکومت ته بل لوی سرخوږی وي.  
۳ـ پاکستان به دې سره په یو مهال په طالبانو فشار زیات کړي چې د سولې پروسې سره یو ځای او د افغان حکومت له امتیازاتو برخمن او د افغانستان دولتي دستګاه ته ننوځي او که هیڅ نه وي راتلونکو پارلماني ټاکنو کې پارلمان کې د خپلې خوښې کسان ولري، زموږ د سولې عالي شورا او نور بنسټونه چې دغه برخه کې کار کوي د هغوی کارونه هم ممکن دوچنده شي، ځکه د مذاکراتو شروع کول او ورسره جوخت د طالب قوماندانانو سره چې اوس یې هر یو په خپل سر ډنګوي تماسونه نیول او د طالب او غیر طالب کډوال بېلول، بل سرخوږی دی. 
۴ـ  ممکن د پاکستان د پوځ یا ملکي دولت دواړو ګډ لوړ پوړی پلاوی کابل ته د خبرو لپاره راشي او افغان حکومت سره  د همکارۍ داسې ژمنې وکړي چې لږ تر لږه د ځان په ضد د افغان دولت د تبلیغاتو مخه ونیسي او دوی به ممکن دغو خبرو کې د مهاجرو په قراره ستنولو، طالبانو خبرو ته چمتو کولو او تجارت په څیر مسائلو باندې افغان دولت ته د معاملې وړاندیز وکړي.
دغو پاس ټکو ته په پام اوضاع په ډراماتیک ډول د بدلیدو په حال کې ښکاري او دغسې وضعیت سره باید سټراټيژیک چلند وشي، خو له بده مرغه لا هم زموږ زیاتې چارې په ذهني لحاظ د ماشومانو لاس کې دي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.