ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښايي د ټولو پښتنو لپاره دا ښه زېری وي چې پښتو ژبه د ګوګل ژباړې ته ور داخله شوه او زما په څېر به د ډېری داسې ځوانانو چې انګليسي او نورو ژبو کې کمزوري دي، دا کار ګټور او حيرانوونکی وي.

که هر ډول وي، د پښتو د نړيوالتوب دعوه مو له پخوا کوله، خو يو شمېر پښتو دښمنه کړيو نه غوښتل پښتو / پښتون پرمختګ وکړي، نړۍ کې يې ژبه پر ژبو ومنل شي او نړيوال معيارونه پوره کړي.

په دې وروستيو کې موږ او تاسو وليدل، ګاونډي هېواد پاکستان کې د پښتون مېشتو سيمو له ښوونځيو پښتو وشړل شوه. حکومت په پوهنتونونو کې پر پښتو مضامينو بنديز ولګاوه.

د پښتنو ځوانانو او په ټوله کې د پښتنو لپاره دا نه هېرېدونکی خبر دی، چې ژبه يې دومره مخته ولاړه او په دغه برخه کې پرتې ډېرې ستونزې به پرې هوارې شي.

که موږ او تاسو خپل ادب مطالعه کړو او په تېره بيا ژبې ته سر ورښکاره کړو، زموږ ليکوالو، څېړونکو، ژبپوهانو او په ټوله کې ژبې او ادب ته کارکوونکو د پښتو د بډايتوب، نړيوالتوب او پرمختګ لپاره خپلې هڅې کړي، خو دا چې زموږ ټولنه پېړۍ پېړۍ له ټکنالوژۍ ليرې پاتې شوې ده، نو ښايي يو لامل يې همدا وي چې ژبه مو شاته پاتې ده، دښمن پرې ډاډمن ګوزارونه کوي او مختګ ته يې نه پرېږدي.

د اوسنۍ زمانې تر ټولو ستره وسيله پوهه او نوې ټکنالوژي ده او موږ په دغه برخه کې اوس هم له نړۍ ډېر شاته پاتې يو، فقط د ګوتو په شمېر ځوانان مو له نوې ټکنالوژۍ سره اشنا دي، خو دې حد ته نه دي رسېدلي چې نورې نړۍ سره د سيالۍ کولو سينه وډبوي.

څه وخت مخکې د پاکستان دولت له خوا دغلته په ځينو سيمو کې پر پښتو لوست بنديز ولګېد، زما په شمول يې ډېر پښتانه ځوانان ناهيلي کړل او دا ورته ډېر بد خبر و، پر هغه مهال مې د «جنتي ژبه د نړۍ په دوزخ کې» تر سرليک لاندې ليکنه وکړه او د پښتو ژبې د نړيوالتوب په اړه مې ځينې خبرې په کې وکړې.

حکومت له دې امله د پښتو ژبې پر ليک لوست بنديز ولګاوه، چې دا ژبه يې سيمه ييزه بللې وه او پر نړيوالتوب يې شک کاوه. زه دا منم چې زموږ ژبې اوس هم ټول هغه معيارونه نه دي پوره کړي او يا به يې ښايي نړۍ دا راسره ونه مني چې پښتو نړيواله ژبه ده، خو زموږ د ژبې تاريخ، زموږ موجوده او ورک اثار، زموږ کلتور، زموږ ګړنی او ليکنی ادب له نړۍ او د نړۍ له ژبو سره سيالي کولی شي.

اوس چې مو پښتو د  نړۍ مشهورې شبکې ګوګل د ژباړې سيستم ته داخله شوه، نو پښتو دښمنه کړيو او په تېره بيا د هغو خلکو لپاره پر خوله سوک ورکول دي چې دا ژبه يې سيمه ييزه بللې وه.

موږ داسې خلک يو چې نه د خوښۍ تاب لرو او نه د غم. ښايي لوی لامل يې دا وي چې دلته له خوښۍ خپګانونه ډېر دي. د غم لپاره خو هسې هم د انسان زړه نازک دی، خو چې پر يو چا ډېر غمونه راشي او بيا د خوښۍ زېری پرې کېږي، نو طبيعي خبره ده چې احساساتي کېږي.

زموږ يو شمېر ځوانانو پر خپل همت او د خدای (ج) له لوري په ورکړل شوې پوهه خوږه پښتو ګوګل ته ور دننه کړه او ويې ښودله چې دا ژبه سيمه ييزه نه، نړيواله ده، خو اوس د نورو ځوانانو لپاره څه کول په کار دي؟

اوس تر دې وروسته هم دا ژبه کار غواړي، په دغه برخه کې ښې بډاينې ته اړتيا لري، ترڅو د ژباړې په برخه کې موجوده ستونزې هم هوارې شي او يوه سوچه پر معيار جوړه ژباړه وکړي.

ګوګل کې د ژباړې سيستم ته د پښتو داخيلېدل له يوه خوښي، خو بل پلو په دې هم خوښ يم چې په دغه بې ساري ګام سره به په پښتو ليکدود کې هم يو څه يووالی رامنځته شي، ځکه خبر شوم چې يواځې يو ډول ليکدود بايد وکارول شي، ياګانې سمې ورکړل شي، بيا سمه ژباړه کوي.

که د ګوګل ژباړې سيستم کې زموږ کارکوونکي هم دغې برخې ته جدي پام وکړي او د څه د پاسه ۱۵۰ پښتو لهجو پر ځای له يوې لهجې کار واخلي، نو دا کار به د پښتو ژبې لپاره يو بل ستر ګام وي او د دغې ژبې پر ليکنيزه دښته به د رحمت يو بل باران وي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.