ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېر موده وشوه چې په افغانستان کې د ځینو کسانو پر وجودونو د الله (ج) او محمد (ص) د نومونو راښکاره کېدو پېښې لیدل کېږي او یا یې په اړه خبرونه خپرېږي. په دې اړه راپورونه له د ننګرهار، کابل، غزني، پکتيا او پکتيکا ولایتونو څخه ورکړل شوي دي. ان تر دې چې په سيمه کې شتو خبريالانو پرې پوره پنځه دقيقه يي راپورونه جوړ کړي دي او دا راپورونه بې له دې چې له ځينو ځانګړو پوهو خلکو سره مرکې وشي، داسې ترسره شوې چې په کې له مذهبي ملایانو سره خبرې شوې او هغوی دا برکتي نښې په ګوته کړې دي. (۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸)

زه د دې موضوع مذهبي اړخ ته نه ځم او نه ورسره کار لرم، زه غواړم د دې موضوع علمي خوا چې اړينه ده راوڅېړم. تر څو انسانان د دې ټولنې له غولوونکو کړنو او کړيو څخه خلاص شي؛ ځکه دا ډول خلک بيا له دې لارې نور بېوزلي او ناپوه خلک غولوي او له هغوی د بزرګۍ او برخې په نوم پیسې اخلي. هغوی له اخبار يا ټلويزيون سره په مرکه کې وايي چې لمونځ یې وکړ، بيا ويده شو او بيا ورته پيغمبر ص خوب کې راغی او بيا يې وجود ګرم شو….. دا هغه خبرې دي چې زموږ ناپوه ولس پرې ډېر ژر غولېږي او د دې خبرو له اورېدو وروسته نوموړي ناروغ کس ته د بزرګۍ او برخې درلودو درجه ورکوي.

مخکې له دې چې زه دې موضوع ته لاړ شم، نو مې يو ځل ټول هغه خبرونه سر تر پايه له سترګو تېر کړل چې ځينو ويبپاڼو او تلويزونونو خپاره کړي وو او دا راته جوته شوه چې ډاکټر صاحبانو په دې اړه هېڅ ځان ته تکليف نه دی ورکړی چې د دې موضوع په اړه ليکنې وکړي او يا خبرې وکړي.

ايا په رښتيا هم په دې بڼه د الله ج یا د محمد ص د نومونو ښکاره کېدل يوه اسماني معجزه ده؟

که ځواب يې لنډ ووايم نه! هېڅکله هم نه، دا اسماني معجزه نه ده، بلکې دا د پوستکي يو ډول ناروغي ده چې دا مهال د نړۍ پنځه سلنه خلک پر دې ډول ناروغۍ اخته دي. دې ناروغۍ ته په طبي ژبه کې dermatographic urticaria وايي او په عامه ژبه کې ورته skin writing یا د “پوستکي رسامي” وايي.

دا د پوستکي يو ډول سرې دانې دي او د حساسيت يو عامه نوعه ده چې په طب کې ورته urticaria یا nettle rash وايي په پښتو کې ورته لړمۍ، لړمې، لړمکې، لړم لټکې، لړمې لټکې او د پوستکي پت وايي.

لړمې د پوستکې هغه دانې دي چې په يو ناځاپي ډول د ځينو ځانګړو موادو پر وړاندې د غبرګون ښودولو په پايله کې د پوستکي د پاسه راپيدا کېږي، ډېر زيات خارښت کوي، سپين رنګ لري او شاوخوا يې قرمزي ښکاري او يا هم سور رنګ لري شاوخوا يې سپينه وي او جوت مالومېږي. دا کېدلی شي له يو ملي متر څخه تر څو سانتي مترو پورې غټې شي. له دې ډول ناروغۍ سره بېخوبي، د ورځنيو کارونو ګډوډي تړلې ده.

درماګرافيزم لړمې د نورو لړمکيو په پرتله جوت توپير لري او توپير يې په دې کې دی چې دا ډول لړمکې هغه مهال راپيدا کېږي چې څوک پر خپل پوستکي باندې لاس ووهي، نوک پرې راکش کړي او يا هغه وګروي او يا پرې د يو بل سخت شي په واسطه څه شی رسم کړي نو بيا دا پوستکي راغوړېږي او پړسوب کوي او دا ستونزه د نيم ساعت څخه تر يو ساعت پورې دوام کوي او بېرته پوستکی خپله نورمال حالت ته ګرځي. او کله نا کله داسې هم شوي چې يو څوک پوستکي وګروي او لړمې پرې راپورته شي خو د يو ساعت وروسته لړمې ورکې نه شي، بلکې ډول يې بدل شي.

که چېرې پوستکی ونه ګرول شي، يا پرې د کوم سخت شي په واسطه څه ونه ليکل شي نو دا لړمې نه راپورته کېږي. د دې ډول ناروغانو بله ځانګړنه دا ده که چېرې له لامبو وروسته خپل ځان پر ځان وچوونکي (جانپاک) باندې کلک وچ کړي نو پوستکی يې سره څپلۍ کېږي.

خو له دې ډول ناروغۍ څخه يو شمېر چالاکه خلک ډول ډول ګټې پورته کوي. کله چې دوی پر ځان پوه شي نو د دې لپاره چې په خلکو کې مطرح شي نو د لاس له ګوتې او يا له بلې کومې الې څخه ګټه اخلي او پر ځان باندې ډول ډول ليکنې او رسمونه کوي چې له پنځه يا لس دقيقو وروسته سم له واره په هغه څېر او ډول راښکاره کېږي چې څه ډول ليکل او يا رسم شوي وي. نو دا چې زموږ ټولنه يو نالوستې مذهبي ټولنه ده او خلک په خرافاتي شيانو لکه تعويذ، پير، ملا و بزرګ باندې ډېر باور لري او دا ډول کارونه ورته د الله له اړخه خبرتيا او يا د هغه د ذات د څرګندولو نښه ښکاري او کومو خلکو چې پر وجود باندې د الله ج نوم او يا د محمد ص نوم راښکاره شي نو بيا ورته دا خلک د الله دوستان ښکاري نو طبیعي ده چې دا ډول ناروغي لرونکي خلک د نورو انسانانو د احترام وړ وي. نو د همدغه فکتور په نظر کې نيولو سره د ډرماګرافيزم ناروغان کوښښ کوي چې مذهبي شيان په خپل وجود وليکي تر څو د خلکو د پاملرنې او احترام وړ وګرځي.

د يهودو په ټولنه کې پر ځان تورات ليکي، په افريقايي او يا د ختيځي اروپا په غريبو ټولنو کې پر ځان انجيل ليکي او په افغانستان کې پر ځان باندې د الله ج او يا د محمد ص نوم او يا د قران څو ټکي ليکي. بيا دا ډول خلک کوښښ کوي چې د يو بزرګ يا پير په توګه خلک چف، چف کړي، خرافات ووايي او يا هم تعويذونه خلکو ته وليکي. په پوه ټولنه کې خلک پر ځان د ساعت تېرۍ شيان او يا ګلان رسموي، خو ډاکتر ژو بيا بله ډول مشهوره شوې.

مېرمن ډاکټر ژو چې د لندن په ايست انجليا پوهنتون (University of East Anglia) کې د فارميسي پروفيسوره ده. د دې ناروغۍ لرونکې مشهوره او پېژندل شوې څېره ده. نوموړې د يو کلک لرګي په واسطه هره ورځ د کيميا او فارمولوژي فارمولونه پر خپل پوستکي رسموي. او په ټولګې له خپل پوستکي څخه درس ورکوي. دا مهال نوموړې ۳۱ کلنې پروفيسورې په دې برخه کې ډېر زيات شهرت ترلاسه کړی دی او هغه د ډرماګرافيک استادې په نوم پېژندل کېږي. (۹، ۱۰)

نو اوس به دا پروفيسوره دعوه کوي چې کيميا زما پر وجود راښکاره کېږي؟!

ګيلې او نښې

د دې ډول لړمکو د پېژندلو لپاره دا غوره نښه ده چې که چېرې د دغو ناروغانو پر پوستکي باندې يو څه راښکودل شي نو پړسېږي. دا پړسوب یا سور وي او يا سپين وي.

بله نښه يې دا ده که د دې ډول ناروغانو پر پوستکي باندې ګرمه خټه، ګرمې نکريزي او يا بل ګرم شی پورې شي نو د هماغه ګرمې ساحې په اندازه په کې کرښې او ليکې جوړيږي چې ښه باو روښانه بېلګه يې د کابل دوولس کلنه وږمه (۵) او د ننګرهار دوولس کلنه ريحانه دي چې يوې د نکريزي تيوب پر خپل وجود کلک مښودی او بلې د تختي قلم يا توش قلم پر خپل مخ راښکودی دی (۱)

کله چې پر مخ يا د وجود په نورو برخو کلک شی را کش شي او يا پرې يو څه وليکل شي نو دا ليکل يا رسم له پنځو دقيقو څخه تر لسو دقيقو وروسته راڅرګندېږي او له نيم ساعت څخه تر يو ساعت پورې ښکاري بيا په خپله له منځه ځي.

که چېرې مخ، لاسونه، ورنونه، د اوږو برخه، څټ، د لاس ورغوی، د پښو تلې وګرول شي او يا پرې څه رسم شي نو جوت د نورو برخو په پرتله پرې رسم او ليک روڼ ښکاري. دا ډول لړمې زياتره وخت خارښت نه کوي مګر ستړيا، زړه بدوالی، وجود ګرموالی (تبې ته ورته ګرموالی) د اړوند سيمې سوروالی، پړسوب او د بندونو درد ورسره مل وي.

دا ناروغي زياتره وخت د شپې له خوا وي او په هغو خلکو کې زياته وي چې سترس او ستړيا لري؛ ځکه دا ډول خلک زياتره وخت ځان ګروي او همدې ته يې پام وي او يا که دا ډول خلک په کوم کلک يا څنډه لرونکي شي څملي نو پرې دا لړمې راپورته کېږي.

اروايي ناروغان او يا هغه خلک چې پر ځان يې باور نه وي نو کوښښ کوي چې له دې ناروغۍ د ځان په اړه ګټه واخلي او کوښښ کوي چې د کلک لرګي يا قلم په واسطه پر خپل وجود يو څه رسم کړي او يا وليکي چې تر څو د خلکو تر ترحم لاندې راشي او يا د خلکو پاملرنه ورته وشي. نو په مذهبي ټولنو کې پر ځان مذهبي شيان ليکي او رسموي.

له دې ناروغۍ ځان ژغورنه

د کلکو او پلاستيک ډول کاليو له اغوستلو څخه ځان ساتل؛ ځکه دا کالي د انسان په وجود کې ننوځي او هغه کې خاپونه جوړوي او بيا دا خاپونه سوځي او خارښت کوي.

په هېڅ ډول بايد تېره اله او يا بل څه د پوستکي د پاسه استعمال نه کړي او نه پوستګی پرې وګروي.

پر پوستکي باندې د هر ډول رسمونو او نومونو له ښکلو څخه دې ځان وساتل شي، ښايي بدې پايلې ولري.

 

درملنه

که د چا پوستکی وچ وي، نو له هغو غوړو څخه بايد استفاده وشي چې په کې د لړمکيو ضد درمل (Antihistamin) ګډ وي. د دې ناروغۍ درمل د حساسيت ضد درمل Antihistamin، انتي بيوتيک، موضوعي د حساسيت ضد غوړولو کريمونه، سيستماتيک سترايد درملنه ده. (۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۴)

د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې انځورونه په ليدلو ارزي.

اخځايونه

۱: د يوې نجلۍ پر مخ د الله او محمد (ص) نومونه را ښکاره شوي (ننګرهار)

http://afghanzwak.com/نومونه-محمدص-او-الله-د-مخ-پر-نجيلۍ-يوې-د/

۲: د الله ج او حضرت محمد ص نوم او د قران پاک ایتونه (کابل)

https://www.youtube.com/watch?v=oTe0FH20DoM

۳: ظاهر شدن ایات متبرکه بر بدن یک جوان در کابل

http://afghanpaper.com/nbody.php?id=76341

4: Amazing miracle : name of Allah & Mohammad on the face of a 12 years old (Kabul)

https://www.youtube.com/watch?v=a5T5tPMangQ

۵: د يوې افغانې نجلۍ پر بدن د الله او محمد نومونه ښکاري (کابل)

https://www.youtube.com/watch?v=KnU4XjyyGm4

۶: در بدن يک نوجوان در غزني کلمه پديدار شد

http://wakht.af/index.php/culteres-socity/5263-شد-پدیدار -کلمه-غزنی-در-نوجوان-یک-بدن-در.html

۷: په پکتيا کې د يو ماشوم پر پښه د الله او محمد نومونه راښکاره شوي

http://afghanzwak.com/او-ج-الله-د-پښه-په-ماشوم-یو-د-کې-پکتيا-په/

۸: ښرنه کې د يوه ځوان پر لاس د (الله) نوم څرګند شوى

http://www.pajhwok.com/ps/2014/04/02/ ښرنه-کې-د-يوه-ځوان-پر-لاس-د-الله-نوم-څرګند-شوى

9: Meet the chemistry lecturer who uses her own skin to teach students

http://www.mirror.co.uk/news/uk-news/meet-chemistry-lecturer-who-uses-5518744

10: Zoë’s Molecule Skin Drawings

http://skintome.com/zoes-molecule-skin-drawings/

11: Urtikaria, akut och kronisk

http://www.internetmedicin.se/page.aspx?id=1357

12: allmänt om nässelutslag

http://www.akcsyd.se/kunskapsbank/urtikaria/dermografisk

13: Nässelutslag (urtikaria)

http://huden.se/hudsjukdomar-%C3%B6/n%C3%A4sselutslag-urtikaria

14: More about dermotographia

http://skintome.com/category/dermatographia-2/

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 33

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نجيب الله زاخېلوال په ۱۳۵۷ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د زاخېلو په کلي کې نړۍ ته سترگې پرانيستې دي او په ۱۳۸۵ کال کې د ننګرهار طب څخه فارغ شوی دى. نوموړى اوس په سويډن کې د سياسي فعاليت سربېره د سويډڼي ژبې ښوونکي، د پښتو او دري ژبې څېړونکي او د تابعيت، هويت او ټولنې ته د ورننوتلو په برخه کې کار کوي. په سلګونو بېلا بېلې سياسي، طبي او ټولنيزې ليکنې يې کړې او ديارلس کتابونه يې ليکلي چې يوازې درې يې چاپ شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.