ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
2 Sep 2015 - 15:52
author avatar
2 Sep 2015 - 15:52

په وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې سیمه‌ ییز او نړيوال فشارونه زیات شوي دي. د سیمې په کچه هند، چین، افغانستان او تر یوه بریده ایران پر پاکستان فشار راوړی او په نړيواله کچه دوو سترو هېوادونو؛ جرمني او امریکا له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ له ملاتړه دې لاس پر سر، د حقاني شبکې پر وړاندې دې جدي اقدامات وکړي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په برخه کې دې مرسته وکړي.

حقاني شبکه د امریکا په تور لست کې شامله ده او په وروستیو کې د دغه ډلې یو لوړپوړی قوماندان هم په تور لست کې شامله شوې ده. دغه سربېره پر دې چې د افغان دولت پر وړاندې مخالفت کوي، پر امریکا او ناټو هم بریدونه کوي. د همدې بریدونو له امله ده چې امریکا پر پاکستان فشار راوړي. له دې پرته امریکايي چارواکو یادونه کړې چې طالبان د دوی لپاره ګواښ نه دي؛ خو دغه چاره کولای شي په کور دننه ترهګریز بریدونه کم کړي؛ اما مهمه دا ده چې تر کومه بریده به پاکستان د دغې ډلې پر وړاندې ودرېږي او فشار به پرې راوړي.

د پاکستان دریځ:

پاکستان د دوو لارو په لټه کې دی: د حقاني شبکې پر وړاندې ظاهري اقدامات او پر فعالیت یې سترګې پټول. پاکستان له دواړو لارو کار اخلي. د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې یې وروسته له هغه عملیات پیل کړل چې د امریکا کانګرس پرې د مرستې بندېدل اعلان کړل. دغه عملیات د ضرب عضب دویمه برخه ده چې د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۱۵مه پیل شوي ول. هغه مهال هم پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه د حقاني ډلې پر وړاندې عملیات کوي؛ خو د خپرو شویو رپوټونو له مخې د عملیاتو له پیل څخه وړاندې د حقاني شبکې غړي له وزیرستان څخه پېښور، کراچۍ او لاهور ته لېږدول شوي و.

پاکستان په وروستیو کې له دویمې لارې هم کار اخیستی دی. د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي: «پاکستاني ځواکونو د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پوځي عملياتو په اوږدو کې حقاني شبکه ځپلې، د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى او دا شبکه اوس مهال د پاکستان په پرتله په افغاستان کې ډېره پياوړې او فعاله ده. زموږ موقف دا دى چې دا مهال د حقاني شبکې ځواک د دې ځاى په پرتله په افغانستان کې ٨٠ -٩٠ فيصده زيات دى». د عزیز له دغو څرګندونو څخه په ډاګه کېږي چې پاکستان په دې لټه کې دی څو ځان له ملامتیا خلاص او ټول تور پر افغان حکومت پورې کړي. په داسې حال کې چې د خپلې دغې ادعا ثابتېدو لپاره یې هېڅ اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي. پاکستان باید دې پوښتنو ته ځواب ورکړي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې څو تنه غړي وژل شوي؟ جسدونه یې چېرې دي؟ کوم پټنځایونه او رزونځایونه یې له منځه تللي دي؟ که داسې و انګېرل شي چې دغه شبکه په افغانستان کې فعالیت کوي؛ د فعالیت څرنګوالی یې څه دی؟ د افغانستان په کومو سیمو کې فعاله ده او ولې پاکستان په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري نه کوي؟

د افغان حکومت لاسته راوړنه:

د تېرو ۱۱ میاشتو په اوږدو کې د افغان حکومت هڅه دا وه څو د ترهګرۍ پر وړاندې سیمه ییزه او نړيواله اجماع رامنځته کړي. پر پاکستان وروستیو فشارونو ته په کتو سره دغه اجماع رامنځته شوې چې تر ډېره بریده د افغان حکومت لاسته راوړنه بلل کېدای شي. د همدې لاسته راوړنې په لړ کې امریکا پر پاکستان د مرستو د بندېدو خبرداری ورکړی دی. خو دا امکان شته ده چې پاکستان له پورتنیو دوو لارو په استفادې سره له دغه فشار څخه تېښته وکړي. په دې لړ کې افغان حکومت کولای شي د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند تطبیق په لړ کې له امریکا څخه غوښتنه وکړي، چې خپل فشارونه لا زیات کړي، څو وروستۍ لاسته راوړنې یې لا پیاوړې او مثبتې پایلې له ځانه سره ولري. لا څرګنده نه ده چې افغان حکومت به په دې لړ کې کوم ګامونه پورته کړي؟

حقاني شبکه او پاکستان:

پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ د سیمې په کچه مشخصې موخې څاري. په پاکستان د لشکر طیبه، لشکر جهنګوي او … ډلو له ملاتړه نیولې بیا د افغان طالبانو تر ملاتړ پورې. له یوې برخې څخه یې په هند کې د ورانکارو فعالیتونو په هدف استفاده کوي او له بلې څخه یې په افغانستان کې؛ خو دا باور موجود دی چې یو شمېر ډلې د پاکستان له کنټروله وتلي دي. سربېره پر دې چې پاکستان پر وسله والو طالبانو کنټرول او نفوذ لري، حقاني شبکه هغه ډله ده چې په بشپړه توګه د پاکستان تر کنټرول او نفوذ لاندې ده. پاکستان توانېدلی په بېلابېلو حالاتو کې له دغې شبکې څخه استفاده وکړي او اوس مهال که څه هم د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي د دغې ډلې له ملاتړه منکر دي، خو شته شواهدو او د افغان چارواکو سربېره د لوېدیځو چارواکو څرګندونو ته په کتو سره د پاکستان کنټرول په خپل ځای ده. دغه کنټرول او له حقاني شبکې څخه استفادې ته په کتو سره داسې نه برېښي چې پاکستان دې د حقاني شبکې غړیو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

څه باید وشي؟

اوس وخت کې افغان حکومت او نړيواله ټولنه د پاکستان پر ضد پوره شواهد او اسناد لري. امریکا له دې امله نه شي کولای چې د پاکستان پر وړاندې جدي او وروستی ګام پورته کړي چې دغه هېواد د امریکا له سیالانو (روسیې او چین) سره نږدې کېږي. د امریکا د یوه عادي فشار په پایله کې دا چین دی چې میدان ته رادانګي او غواړي د امریکا ځای خپل کړي. په پاکستان کې د چین د ۴۲ میلیارډه ډالرو پانګونه په همدې لړ کې بلل کېدای شي.

د افغانستان حکومت ته په لومړي ګام کې دا ثابتول په کار دي چې تر کومه بریده امریکا او لوېدیځو هېوادونو ته ارزښت لري؟ آیا کولای شي د امریکا او لوېدیځو هېوادونو لپاره د پاکستان یو ښه ځای ناستی و اوسي که نه؟ که څه هم د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتېژيکو او امنیتي همکاریو سندونه لاسلیک شوي، خو کارپوهان په دې نظر دي چې لا هم افغان حکومت نه شي کولای د پاکستان ځای ناستی شي. اړتیا دا ده څو افغان چارواکي خپلو امریکايي سیالانو ته ثابته کړي چې دوستۍ ته یې پابنده دي، د افغانستان ملي ګټو سربېره په افغانستان کې به د امریکا ګټې له خطر سره نه مخ کېږي او امریکا کولای شي پر افغانستان باور وکړي. په همداسې یوه حالت کې دا امکان برابرېدای شي چې له یوې خوا امریکا پر پاکستان فشار زیات کړي او دغه فشار د مرستو بندېدو تر بریده ورسوي او له بلې خوا افغان حکومت پر پاکستان فشار خپل وروستي حد ته ورسوي. له هند سره له نږدې والي نیولې بیا له پاکستان سره پر اقتصادي راکړې ورکړې تدریجي بندیزونه او پاکستان ته د دې اجازه نه ورکول چې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي صادر کړي، هغه څه دي چې پر پاکستان د فشار په توګه کارېدای شي. له دې ورهاخوا سیمه ییزو او نړيوالو سازمانونو او مراجعو ته ورتګ او د پاکستان پر ضد د شواهدو او اسنادو وړاندې کول هم د فشار په لړ کې بلل کېدای شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

میرویس جواد ازاد ليکوال دى او په کابل کې اوسېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.