ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
12 Sep 2020 - 12:16
author avatar
12 Sep 2020 - 12:16

د افغانستان په مسئله کې د پاکستان او ايران پر رول سربېره، اوس داسې نښې ښکاري چې هند هم غواړي د يادو دواړو هېوادونو په شان او ان تر هغوی ډېر رول خپل کړي.

که يې مخه ونه نيول شي نو په هېواد کې به تر دايمي سولې او ټيکاو پورې لا ډېره اوږده کړي او خدای مه کړه پر يوې بلې جګړې به واړو.

د هند او پاکستان پخوانۍ دښمنۍ ته په پام سره، طبيعي ده چې دواړه هېوادونه به يو او بل ته په هرځای کې ستونزې جوړول غواړي چې د افغانستان څلوېښت کلنه غميزه هم له دې څخه مستثنی نه ده.

په دې ليکنه کې هدف دا نه دی چې ايران او پاکستان د مداخلې حق لري، خو هند او نور يې نه لري، بلکې هدف دا دی چې بايد هېواد د پرديو زور ازموينو ميدان ونه ګرځول شي او د ايران او پاکستان په شمول د ټولو مخه ونيول شي.

د مداخلو اصلي زمينه ساز امريکا ده، ځکه نورو هېوادونو ته په افغانستان کې د مداخلې بلنه ورکوي.

په دې اړه د ټرمپ هغه خبره د تامل وړ ده چې په ۲۰۱۹ کال کې يې خپلې کابينې سره په لومړنۍ ناسته کې په ښکاره له روسيې، پاکستان او هند څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې جګړه وکړي، نو ځکه هندوانو له خپلې بړستنې پښې اوږدې کړې.

څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پر هند تور ولګاوه چې په افغانستان کې د ځينو کړيو په مرسته د ملېشو جوړولو په لټه کې دی.

که څه هم هغه وخت د افغان حکومت د ځينو چارواکو له خوا دغه خبره رد شوه، خو له دې خبرې څو ورځې وروسته په تهران کې د هند او ايران ددفاع وزيرانو له ليدنې وروسته رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې دواړه لوري د افغان مسئلې په اړه هم غږېدلي دي.

دا چې څه يې ويلي په اړه يې جزئيات نه دي په ډاګه شوي، خو دواړه په افغانستان کې د ملېشو پر جوړولو تورن دي.

دا خبرونه او د ځينو تحليلګرانو نظرونه د دې ښودنه کوي چې هند د افغانستان په مسئله کې د مهم رول لوبولو په لټه کې دی او غواړي چې په افغانستان کې له پاکسان سره د سيالۍ په موخه داسې اور بدل کړي چې بيه به يې يوازې افغانان پرې کوي.

ماته د دې خبرونو په اورېدو سره د کلي د جومات د ملا امام کيیسه راياد شوه.

د کوچني اختر ورځ وه، کليوالو له معمول سره سم په جومات کې د سهار چای څښلو وروسته ملا صاحب دعا وکړه، دسترخوان ټول شو….

په ډېری کلیوالو سيمو کې دود داسې دی چې ملا امام ته مياشتنۍ تنخوا نه ورکوي، بلکې د کال په پای کې ټاکلې اندازه غنم ورکوي.

سربېره پردې درې وخته ډوډۍ ته يې کليوال په نوبت خپلو کورونو ته بيايي او يا ډوډۍ جومات ته ورته راوړي، خو د جومات خدمتګار کس (خادم) هم په دې ډوډۍ کې ورسره شريک وي، د اختر په ورځ کليوال دواړو( ملا امام او د جومات خادم) ته ميوه، جامې او ځينې نغدې پيسې هم ورکوي، نو ځکه به د اختر په ورځ خادم هم د ملا امام سره نږدې فاصله کې ناست و، کليوال به يو يو راتلو او دواړو ته به يې ميوه يا پيسې ورکولې.

نايي(ډم) ته هم معمولا د کال په پای کې د هر کس پرسر ټاکلې اندازه غنم ورکول کېږي، خو د اختر په ورځ له ملا امام څخه لرې ناست وي او که د چا زړه وي نو هغه ته ځانته پيسې ورکوي.

د کال په پای کې د کلي مشر د جومات ملا امام او خادم ته له کليوالو څخه د دوی غنم راټولوي، خو نايي بيا خپله هر کور ته ورځي او خپل ټاکلې اندازه غنم ترې اخلي.

سربېره پردې ډوډۍ لپاره د کليوالو له خوا د ملا امام او خادم نوبت هم د جومات د مشر له خوا تنظيمېږي او وخت ناوخت ځان خبروي او پوښتنه کوي چې ملا صاحب او خادم چاډوډۍ ته بېولي او کنه؟

د کلي مشر د کال په پای کې هر کليوال ته غږ کوي چې فلانيه د ملا صاحب او خادم غنم راوړه.

لنډه دا چې د ملاصاحب او خادم نومونه د کليوالو په ذهن ناست دي او که د ملا نوم يادېږي نو حتما د خادم نوم هم ورسره يادېږي.

نو په دې اختر کې د کلي مشر د معمول خلاف جومات خادم او د کلي نايي ته هم غږ وکړ چې تاسو هم راشئ او د ملاصاحب تر څنګ کېنئ او خلک به مېوه او پيسې درکړي.

بل کليوال د کلي مشر ته د اعتراض په توګه وويل چې وه وروره ! پخوا به يوازې ملا او خادم و، اوس دې نايي(ډم) هم په کې راشريک کړ.

نو د افغانستان مسئله هم د امريکا د شيطاني رول له امله د هماغه کلي په شان شوې، پخوا به د ايران او پاکستان نوم يادېدو، اوس په کې هند هم ور اضافه شو.

که افغانستان د دا ډول مداخلو پر وړاندې چوپ او بې مسووليته پاتې شي، نو شک نشته چې پر هند سربېره به نور هېوادونه هم دلته خپلو سياليو ته راوړاندې شي.

موږ وينو چې ايران له عربستان سره او هند له پاکستان سره، دغه راز هند له نورو هېوادونو او پاکستان او ايران له نورو هېوادونو سره خپلې سيالۍ لري، نو ځکه دلته بايد د ټولو د مداخلو مخه ونيول شي، نه دا چې د هند او نورو هېوادونو پښه هم راکش کړی شي.

خبره به په دې رالنډه کړو چې هېواد په ډېر نازک پړاو کې دی او هرڅوک غواړي چې د امريکا له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل ځای ثابت کړي، نو بايد ټول افغانان، په ځانګړې توګه افغان دولت او طالبان بايد خپل مسووليت په داسې ډول ادا کړي چې تاريخ ته ملامت نشي او هېواد له يو بل ناورين څخه وساتي او روان نازک وضعيت دې درک کړي، د دې وخت دی چې د سولې په بهير کې بېړه وکړي او ژر تر ژره يوې داسې پايلې ته ورسېږي چې هم په هېواد کې روانه غميزه ختمه شي او د پرديو غرضي او ککړو لاسونو د لا ډېرې مداخلې مخه ونيول شي او هېواد د يوې بلې نيابتي جګړې او نورو هېوادونو د زور ازموينې ډګر نه شي.

اوس د سولې لپاره تر بل هر وخت هم په داخل او هم په نړيواله کچه فرصت رامنځ ته شوی، که افغانان په صادقانه ډول خبرو ته کېني، نو هيله شته چې ان شاءالله يوه دايمي سوله رامنځ ته شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

    

 

 

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.