ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
14 May 2017 - 16:47
author avatar
14 May 2017 - 16:47

په افغانستان کې د نړیوال بانک ادارې او د افغان دولت له لوري د هغې څېړنې په پایله کې چې په افغانستان کې یې د خلکو د اقتصادي وضعیت په هکله ترسره کړې او د روان زیږدیز کال د مۍ د میاشتې په ۸ مه خپره شوې راغلي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو په پرتله په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې له ۳۶٪سلنې څخه ۳۹٪ سلنې ته بیوزلي لوړه شوې ده.

۳٪ سلنه هغه رقم چې ښه یې د دوه کلونو په موده کې ۳٪ وګړي نور هم د بیوزلۍ تر کرښې لاندې زیات شوي چې دا په ټوله کې د هیواد راتلونکي او اقتصادي پراختیا ته ښه زیری نه ده.

د راټولو شوو معلوماتو پر اساس ویلی شو چې د هېواد په شته سلنه خلکو کې ۱،۳ میلیونه وګړي نور هم د بیوزلۍ تر کرښې لاندې راغلي په دې سره ویلی شو چې په هېواد کې پانګه اچونه کمه شوې، اقتصادي حالت تر ډیره د لوېدو په حالت کې ښودل شوی، نړیوالې مرستې کمې شوي، په هېواد کې د تولیداتو برخه هم یوڅه زیانمنه شوې.

په دې راپور کې راغلي چې په ښارونو کې اقتصادي وضعیت ډیره نه ده متاثره شوی، بلکې اقتصادي وضعیت تر ډیره بریده په کلیو او بانډو کې زیانمن شوی.

په کلیوالي سیمو کې د خدمتونو وړاندې کول کم شوي، کاري فرصتونه له منځه تللي، ډیری ادارې تړل شوي یانې داچې د خصوصي سکتور ونډه په کاري برخه کې کمزورې شوې.

په کلیوالي سیمو کې د خلکو اقتصادي وضعیت د ښار په پرتله ۱۴٪ سلنه ډیر زیانمن شوی، د جنګ جګړو له امله د ملکي تلفاتو کچه زیاته شوې او په جنګ جګړو کې ملکي تلفات د پخوا په څېر زیات شوي.

اقتصادي پراختیا له ډیرو ستونزو سره مخ شوې او یاهم په بله معنی چې اقتصادي پراختیا ټکنۍ شوې، په دې ټولو برخو کې د نړیوالو ځواکونو وتل او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت سپارل ښکېل بلل شوي او یو د سترو لاملونو څخه د بهرنیو سرتېرو وتل په ګوته شوي دي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو له امله په هرو څلورو کسانو کې یوه ښځه هم وزګاره شوې او خپله دنده یې له لاسه ورکړې، د یادونې ده چې په افغانستان کې ډیری ښځې چې د خپلو کورونو سرپرستان یې له لاسه ورکړي، خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو په موخه په بیلابیلو ادارو کې په دنده بوختې دي، چې په دې شمېر کې هم د کورني عاید تاثیرات په ښکاره ډول ټولنه متاثره کولای شي او د بیوزلۍ د کچې په زیاتیدو کې مهم رول لرلی شي.

د راپور په یوه  برخه کې راغلي هغه هیواد چې د خپل امنیت ساتلو له پلوه متاثره وي ښکاره خبره ده چې بیوزلي به په کې یا په خپل حال پاتې کیږي او یا به یې هم کچه زیاتیږي چې افغانستان هم له همداسې وضعیت سره لاس او ګریوان ده، په تېرو ۱۲ کلونو کې د نړیوالې ټولنې په مالي او نظامي ملاتړ افغان دولت ونشو کولای هغه بنسټیز کارونه وکړي چې نن موږ کولای شول پرته د نړیوالو مرستو هم د هیواد امنیتي او اقتصادي څانګې په پښو درولى وای چې بدبختانه داکار ونه شو او نن د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د نړیوالو مرستو په کمېدو سره د یوه اقتصادي او امنیتي کړکیچ په لومه کې ښکېل یو او ملت مو نور هم د بیوزلۍ کندې ته ور ټیل وهل کیږي د هرې ورځې په تېرېدو سره موږ د هیواد اقتصادي او امنیتي وضعیت د خرابېدو ګواهان یو.

د نړیوالو مرستو لپاره هیڅ داسې میکانیزم ونه کارول شو ترڅو نن د داسې وضعیت شاهدان نه وای چې بدبختانه یو، د فساد د مخنیوي ترنامه لاندې بېلا بېلې ادارې رامنځته شوې خو تر ډیره یادې ادارې د فساد ښکار شوې، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو تر نامه لاندې خپلواک ریاست جوړ شو چې هغه هم د څوکیو په پلورلو صرفه ونه کړه، له نړیوالې ټولنې سره د فساد په وړاندې ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې شوې او نن هم یو زیات شمېر خلک د همدې فساد له امله ناخوښه او د مخالفینو په لیکو کې شامل شوي دي، د ملت او دولت ترمنځ واټن ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او لاهم د دې اساسي ستونزې لپاره رغنده ګام نه ده پورته شوی.

 خو په پای کې باید ووایو چې په هیواد کې سترې اقتصادي پروژې کولای شي د بیوزلۍ د کچې ډیرېدو مخه ونیسي او خلکو ته د یو ګولې ډوډۍ د پیداکولو زمینه برابره کړي، د ملي وحدت حکومت بنسټیزو پروژو ته پام ګرځولی او په دې برخه کې یو لړ اساسي ګامونه هم پورته شوي.

د یادونې ده چې سترې ملي پروژې خورا ډیر وخت ته اړتیا لري څو د پلي کېدو تر بریده ورسیږي او د هیواد لوېدلی اقتصادي حالت یوڅه تکیه کړي، له دې پروژو څخه یوه هم د کاسا-۱۰۰۰ پروژه ده چې د روان زیږدیز کال ترپای ته رسېدو وړاندې به یې تدارکاتي چارې بشپړې او په عملي ډول به پیل وکړي، داپروژه چې له قرغزستان او تاجکستان څخه پاکستان او افغانستان ته برېښنا را لیږدوي لګښت یې د ۱،۳ میلیارده ډالره په شاوخواکې اټکل شوی، چې په پلي کیدو سره به یې په سیمه او هیواد کې په زرهاو کاري فرصتونه رامنځته شي، دې ته ورته د ټاپي پروژه د ټپ پروژه او نورې سترې ملي پروژې د یادولو وړ دي، تمه کیږي د دې پروژو په پلي کېدو سره د وګړو اقتصادي وضعیت ښه والی ومومي.  

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.