ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
17 Jan 2019 - 10:29
author avatar
17 Jan 2019 - 10:29

د سولې روانې هڅې د ذیدخلو لورو له خوا د بندښت سره مخ کېږي. طالبانو ته ورکړل شوی ماموریت ورځ تر بلې پېچلی کېږي. طالبان کوښښ کوي څو ورکړل شوي ماموریت کې له امریکا سره ډغرې ووهي او خپل ځان د یو قوي قدرت په توګه تعریف کړي چې بالاخره له امریکا سره یې خبرې په ټپه درېدلې دي. له بل لوري امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په لټه کې ده چې د طالبانو په وجود کې څنګه کولای شي څو په افغانستان کې محدود شمېر عسکر وساتلی شي.

دغه باید ومنو چې طالبان اوس له یوې جګړه ییزې کتلې څخه د سیاسي کتلې پر لور حرکت کوي، اما د بین المللی حقوقو له اړخه وار له مخه د دولتي تعاملاتو تحقق پر طالبانو نه شي اطلاق کېدای. معنا دا چې اوس باید طالبان فقط د جګړې ختمولو او له نظامي بعد څخه سیاسي بعد ته د طالبانو د کتلې انتقالول مهم دي. دولتي تعاملات د امریکا او له نورو هېوادونو سره د افغانستان ګډ نظام تر چتر لاندې صورت نیولی شي چې طالبان باید د نظام برخه وګرځي او ترسره یې کړي. له بل لور طالبان په مذاکراتو کې د خپل امتیاز بیلانس د جګړې پر شدت حسابوي، طالبان فکر کوي چې که هر څومره جګړه قوي شي، دوی ډېر امتیاز ترلاسه کولای شي، په داسې حال کې چې د سولې او جکړې له منظره د طالبانو جګړو شدت خپله د سولې نقض او خنډ دی.

اوسمهال د سولې روانه سیمه مانوره او ماموریت یو حد ته رسېدلی چې باید منسجم او منظم شي. د سیمې هېوادونه په ښکاره له امریکا سره د دښمنۍ او قدرت تظاهر ته غاړه نه ږدي. روسیه د مرکزي اسیا د امنیت ټینګښت او بالاخره د روسيې ملي امنیت ته د افغانستان خاورې ګواښ او تهدیدونه محور کول غواړي. چین په اوږدمهال کې د اقتصادي پرمختګ په فکر کې دی او د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې لکه د سیپک، لاجوردو لار، یو کمربند یوه لار، ورېښمو لار او نورو هغو ګڼو اقتصادي پروژو ته سترګې په لار دی چې باید په سیمه کې د چین تر مشرۍ لاندې پلي شي.

د افغانستان د سولې مسئله بې له شکه د چین هېواد لپاره د اقتصادي او حیاتي مسئلې معنا لري. د سیمې دوه مهم هېوادونه ایران او پاکستان مختلفې او متضادي غوښتنې لري چې د افغان سولې په چوکاټ کې یې غواړي. دلته باید په زغرده د پاکستان او ایران له اهدافو سره له ملي زاویې بحث وشي. که د سولې په چوکاټ کې افغان دولت د پاکستان او ایران له تاثیره نه خلاصېږي، بیا هم د دایمي سولې تعریفول ستونزمن برېښي. که طالبان د پاکستان په اشاره او غوښتنه له امریکایانو او روسانو سره ګډ تفاهم ته رسېږي، تر د افغانستان نظام د Pro Pakistan State یا د پاکستان حمایوي دولت بڼې ته واړوي، باید پوه شو چې په اوږدمهال کې به د پاکستان د ګټو او منافعو لپاره استعمالېږو او دایمي سولې ته رسېدنه خورا ستونزمنه ښکاري. د افغانستان په مسئله کې پاکستان پر اټومي قدرت او د سیمې پر یو نظامي لوبغاړي بدل شوی دی.

پاکستان د شوروي اتحاد له یرغله نیولې تر اوسه د افغانستان مسئلې ته د خپلو اقتصادي ګټو له نظره ګوري. په افغان ـ شوروي جګړه کې پاکستان نه یوازې د غربي هېوادونو، بلکې د مسلمانو او کمونیستي هېوادونو حمایه هم ترلاسه کړه. له جګړې وروسته یې د مجاهدینو مکمل کنټرول په لاس کې واخیست او د کورنۍ جګړې تېل یې په افغانستان کې وپاشل. نصیرالله بابر مجاهدین د افغانستان له دولت سره چې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې فعال و، له هر راز مذاکراتو او خبرو څخه منعه کول. د ملي پخلاینې پروسه د ډاکتر نجیب له خوا مجاهدینو ته وړاندې شوه، خو مجاهدینو هر راز مصالحه او بین الافغاني مفاهمه ردوله او ټینګار یې دا و چې مجاهدین کابل ته په فاتحانه ډول ننوځي. هماغه و چې فاتحانه ننوتو سره سل کلنه اردو له منځه ولاړه، افغانستان لوټ شو، یوازې اویا زره کابلیان په کابل کې د اسلامي تنظیمونو په جګړو کې شهیدان شول او پاکستان افغانستان ته د خپلې پنځمې صوبې بڼه ورکړه.

سناریو بیا په تکرارېدو ده، طالبان د مجاهدینو په پخواني پله روان دي، د کابل حکومت له ټولو معایبو سره سره طالبانو ته په ۲۰۱۸م کال کې د کابل پروسې دویم کنفرانس کې د سولې بشپړ پکېج وړاندې کړ. طالبانو ته د سیاسي حزب او سیاسي فعالیت امتیاز وړاندې شو، د طالب بندیانو خوشې کول او طالب مشران له تور لېست څخه ایستل افغان دولت په خپلو لومړیتوبونو کې راوستل. افغان دولت د مستقیمو مذاکراتو لپاره حتی یو دولتي مذاکرتي ټیم هم وټاکه څو د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مستقیم مذاکرات ترسره شي. اما له دې ټولو چانسونو او فرصتونو سره طالبان لکه د مجاهدینو په څېر کابل ته په فاتحانه ډول ننوتل غواړي..له ورایه برېښي چې پاکستان طالبان د امریکا او نړۍ له لویو قدرتونو سره د بهرني سیاست سیاسي دستګاه په توګه لوبوي. د هند ـ پاکستان خصومت او دښمني پاکستان غواړي د طالب له وجود نه په ګټه اخیستنې پای ته ورسوي او له امریکا تضمین واخلي. په افغانستان کې ستراتیژيک عمق ته رسېدنه د پاکستان لوی ارمان دی او د اوسنیو مذاکراتو په چوکاټ کې یې د طالبانو له حضور نه په ګټه اخیسته غواړي ورته ورسېږي.

پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار تېرول بله معنا نه لري څو پاکستتان په افغانستان کې اور دومره ګرم کړي چې افغان ملت د خپل وجود برخې پرېکولو ته مجبور کړي. پاکستان د افغانستان روانې جګړه ته د سرمایې په سترګه ګوري، د اوبو پر سر مسئله د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري څو د ځان په ګټه یې وڅرخوي او روانه جګړه ده چې پاکستان دغه هدف ته نږدې کوي.

په پایله کې ویلای شو هومره چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مستقیم مذاکرات شا ته لوېږي، په هماغه اندازه د سولې دروازه د افغانانو پر وړاندې تړل کېږي. د سیمې هېوادونو متفاوت تعریفونه چې افغان سولې ته یې لري، ستر خنډ بلل کېږي، څو چې ګاونډیان او سیمه يیز هېوادونه د سولې لپاره واحد شکل پیدا نه کړي، بشپړ بین الافغاني مذکراتو پیل نه شي کېدای او د ګاونډیو هېوادونو اهداف روښانه نه شي، بعیده برېښي چې روانه جګړه پای ومومي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

سيد خالد سادات د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او د حقوقو استاد دى، هغه د سولې ، سياست او ټولنيزو موضوعاتو ليکنې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.