ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
19 Sep 2015 - 11:59
author avatar
19 Sep 2015 - 11:59

موږ د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت لخواه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا 1325 پریکړه لیک پر بنسټ د ښځې، سوله او امنیت ملی عمل پروګرام په لاره اچولو څخه ستاینه کوو. دغه ګام د ښځو د حقونو د ودې په لاره کې د افغانستان دولت د ټینګې ژمنې ښکارندوی دي. په دغه برنامه کې د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې او همدارنګه څلور نور پايې لکه ګدون، خوندیتوب، مخنیوئ او مرسته رسونې هم ځانګړې شوی دي.

 د سولې پروسه

موږ په دې باور یو چې د نړئ په هره برخه کې د سولې په اړه مذاکراتو کې چې ښځې فعاله ونډه درلودلې دي، هغه مذاکرات تر ټولو نه ښه پایلې ته رسیدلې او د تلپاتې سولې ته د رسیدلو د بریالیتوب چانس زیاتې شوې دي. په همدې بنسټ افغان ښخې باید د سولې په پروسه کې ونډه ولري. د ښځو حضور په تیره لسیزه کې د بشر او د ښځو د حقونو په برخه کې لاس ته راوړنې پیاوړې کړي دي او د اساسی قانون د 22 مادې پر بنسټ د دولت هغه ژمنې چې ښځې او نارینه ته مساوي حقونه برابروې، په عمل کې پلئ کوي.

ګدون

د افغانانو نیمايې نفوس ښځې دي. د هغوې پیاوړتیاوې باید د ټولو افغانانو په ګټه وکارول شي. افغانستان هره ورځ په ټولنه کې د ښځو د مساوې ګدون د نشتوالې څخه رنځ وړي. په حکومت کې د سیاسې تصمیم نیونې په کچه کې د ښځو ګدون د ښځو د پیاوړتیا لپاره اړین دي. په تیرو لسو کلونو کې د روزنې نظام د پام وړ پرمختګ کړې ده او دغه لاس ته راوړنه باید وساتل شي. دولت باید خپل پوره توان وکاروي ترڅو ښونځئ ته د انجونو د تلولو څخه پوره ډاد ترلاسه شي. 

خوندیتوب

موږ د افغان ښځو او انجونو پر وړاندې د جنسي او فزیکی تاوتریخوالې د ترينګلتيا څخه سخت اندیښمند یو. پر دې سربیره موږ ټول باید هڅه وکړو ترڅو د ښځو په اړه د فکر په هغه بڼه کې بدلون رالو چې نور ښځې او انجونې ته د یو جنس په سترګه چې د پلورل او اخیستلو وي، د ناخوالې د حل په موخه د پیسې په توګه ترینه کار واخیستل شي او یا هم د “بد” ترنامه لاندې د کورنیو ترمنځ بدل شي، و نه کتل شي.

موږ د افغان دولت هغه ژمنې څخه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوئ قانون په پوره توګه پلئ کوي، ستاینه کوو. کله چې افغان ښځې او انجونې جنسي تاوتریخوالې سره مخامخ کیږي باید عدلي او قضايي خداماتو ته لاس رسئ ولري. په همدې موخه باید په ولایاتو کې کورنیو مسایلو مرکزونه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوئ قانون د پلئ کولو مرکزونه شتون ولري. د هغه ښځو او انجونو سره چې جنسي تاوتریخوالې کیږي باید د قرباني په توګه چلند وشي او ورته د سلا ورکونې، رواني او روغتیايي خدمات برابر شي.  د تاوتریخوالي یو قربانې باید هیڅکله د بدلمنئ او یا زنا د تورن کیدلو د خطر سره مخ نشي.

مخنیوئ

په دیرو مواردو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې عاملین په آزاده توګه ژوند کوي. د معافیت فرهنګ هره یوه ټولنې ته خطر رامنځته کوی او د پرمختګ مخه نیسي. نو په پایله کې ښځې او انجونې د خطر سره مخامخ کیږي او د ښونځی، روغتیايي مرکزونه، بازارونه او دنډې ته د هغوې د تللو مخه نیسي. د اقتصادې له اړخه دغه موضوع بی حسابه کورنئ بی وزلئ سره مخامخ کوي. څیړنې بار بار ښودلې دي کله چې یوه ښځه دعاید خاوند کیږی ټول کورنئ په ځانګړې توګه ماشومان ورڅخه ګته اخلي، نو د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د افغانانو د ښه ژوند لپاره اړین عنصر ګڼل کیږي.

مرسته رسونه

په هره یو کړکیچن او جګړه ایز وضعیت کې زيانمنیدونكى خلک تر ټولو نه زیاد ستونزې زغمي. د ښځو، سوله او امنیت ملی عمل پروګرام په بیړنئ حالاتو کې ښځو ته د مرسته کولو استراتیژیک موخې ځانګړې کړې دي. پر دې سربیره دغه پروګرام په هیواد کې د یوه پراخې پروسې له لارې رامنځ ته شوې دي. موږ په غوڅه باور لرو چې ولایتونه کولائ شي چې د ښځې، سوله او امنیت ملی عمل پروګرام په پلې کولو کې بنسټیز رول ولوبوي. موږ له دولت څخه غواړو ترڅو لاس په کار شي او خپل لیدلوری د افغانستان د خلکو په ګته پلئ کړي. موږ چمتو یو ترڅو د دغې هڅو څخه ملاتړ وکړو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

میرمن انه مسنکینن په افغانستان کې د فنلند سفیره او فرانز مایکل میلبن د اروپاېې ټولنې ځانګړې استازې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.