ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکایي ورځپاڼې «واشنګټن پوست»په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې ګویا شاوخوا ۱۸ زره افغانان په سوریه کې د ایران د ګټو لپاره جنګېږي او ایران دغه کسان د فاطمیون په نوم یوه ډله کې راټول کړي چې هره میاشت ۶۰۰ ډالره تنخواه ورکوي.

د ایران له لوري د سوریې جګړې ته د افغانانو د لېږلو په اړه دا لومړی ځل نه دی چې رسنۍ راپورونه ورکوي، بلکې په دې اړه له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد دننه او بهر، رسینو کې داسې ډېر راپورونه خپاره شوي دي؛ خو افغان حکومت تر دې دمه، نه دی توانېدلی چې له ایران څخه د یادې موضوع وضاحت وغواړي او د دغې چارې مخه ونیسي.

تېر کال د یادې موضوع اړوند، بحثونه له هغه وروسته زیات شول چې د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې یوې ناستې ته، په وینا کې د ایران په ملاتړ د داعش پر ضد د ټولو جنګېدونکو وسله والو ډلو او جنګیالیو ستاینه وکړه.

دا چې د سوریې جګړې څنګه پر افغانستان اغېز کړی، د سوریې په جګړه کې د افغان جنګیالیو قضیه څنګه ده او پر افغانستان به د فاطمیون ډلې د جنګیالیو راتلونکې اغېزې څه وي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

 

افغانستان او د سوریې جګړه

په ۲۰۱۱م کال کې د منځني ختیځ په تونس او مصر هېوادونو کې د حکومتونو پر ضد له پاڅونونو را وروسته، په سوریه کې هم خلک په دغه هېواد کې د استبدادي نظام پر وړاندې را پاڅېدل؛ خو د حکومت له لوري سخت وځپل شول چې له امله یې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

د همدې اخ و ډب پر دوام، د بشارالاسد له پوځ څخه یو شمېر سرتېري بېل او د حکومت پرضد یې جګړه پیل کړه. له همدې ځایه سوریه ورځ تربلې د بحران پر لور لاړه، د کور دننه مختلفې وسله والې ډلې د حکومت پرضد رامنځته شوې او جګړه یې پیل کړه. دغه راز د سوریې جګړې ته بهرني لاسونه هم ډېر ژر او په اسانه را وغځېدل. روسیې، ایران او چین له بشارالاسد څخه ملاتړ پیل کړ، په بل اړخ کې ترکیې، امریکا، سعودي او یو شمېر عربي او اروپایي هېوادونو، د بشارالاسد پر ضد له جنګېدونکو ډلو څخه ملاتړ پیل کړ.

همدا وه چې سوریه د بهرنیو هېوادونو د زور او ځواک د ازمویلو پر ډګر بدله شوه. بحران یې تر نن ورځې راورسېد، چې له امله یې په دغه هېواد کې تر دې دمه په سلګونه زره کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د سوریې له بحرانه افغانستان هم له هماغه پیله اغېزمن شوی. په سوریه کې د بشارالاسد له لوري د اسلامپالو پاڅونونو ځپل د دې لامل شول چې د افغانستان دننه د ځینو اسلامپالو ځوانانو له لوري، په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګونونو سربېره، د بشارالاسد پرضد لاریونونه هم ترسره کړي؛ خو په بل اړخ کې له هغه وروسته بيا افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د خپلو اختلافاتو له امله، د سوریې له ټولټاکنو وروسته بشارالاسد ته د سوريې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

دغه راز، له دغو غندنو او مبارکیو ورهاخوا، له افغانستانه یو شمېر خلک د بشار الاسد پرضد او ملاتړ د جنګېدو په موخه سوریې ته ولاړل. په عمومي توګه د بشار الاسد پر ملاتړ ډېری افغان شیعه ډلې تللې او د بشارالاسد پرضد یو شمېر افغان سُني وګړي هم په جګړو کې بوخت دي.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره، د کرزي د دورې خلاف افغانستان اوس مهال تر ډېره د سوریې په قضیه کې د بشارالاسد د حکومت ضد هېوادونو (امریکا، سعودي، ترکیه او …) په لوري کې قرار لري، ځکه همدا هېوادونه د ملي یووالي حکومت سره په اوس مهال نږدې او ګرمې اړیکې لري.

په سوریه کې جنګېدونکي افغانان

په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیل سره، دغه هېواد بالاخره د هغو هېوادونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شو، چې تل یې له مخامخ جګړو ځانونه ګوښه کړي او یوازې د پیسو او وسلو په زور خپلو موخو ته د رسېدو په هڅه کې دي. د همدې نیابتي جګړو له امله افغانان هم د سوریې د جګړې تر لیکو ورسېدل.

په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت پر ملاتړ د جنګېدونکو افغانانو په اړه له تېرو څو کلونو راهیسې راپورونه خپرېږي. د واشنګټن پوست له وروستي راپور، وړاندې همدغې جګړې ته د ایران له لوري د افغانانو د لېږلو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

امریکایي ورځپاڼې نیوریارک ټایمزد ۲۰۱۷م کال د نوامبر په ۱۲مه په خپل یوه خپاره شوي راپور کې لیکلي: «ایران په تېرو څو کلونو کې زرګونه افغانان روزلي او بیا یې د سوریې جګړې ته د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ لېږلي دي». د بشري حقونود څارنې نړیوال سازمان (۲۰۱۷/۱۰/۲) په یوه راپور کې وایي: «د ایران دسپاه پاسداران انقلاب ځواک، هغه افغان ماشومان یا تنکي ځوانان چې په ایران کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، استخدام کړي او د جګړې لپاره یې سوریې ته استولي دي». دغه راز ګارډین ورځپاڼې (۲۰۱۶/۷/۱۵) په یوه راپور کې لیکلي: «ایران په پټه توګه شیعه مذهبي افغانان په سوریه کې د بشارالاسد د ملاتړ په موخه جګړو ته استخدام کړي دي».د بي بي سي فارسي څانګې دځینو څېړنیزو راپورونو د موندنو له مخې ویل شوي: «ایران په زرګونه افغانان سوریې ته لېږي، ترڅو په سوریه کې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ وجنګېږي».دغه موندنې ښیي چې دا کسان زیاتره افغان شیعه ګډوال دي، چې په ایران کې د بېوزلۍ له امله د سوریې د جګړې لپاره جلبېږي.

په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه دا او دې ورته ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.په ټولیزه توګه د شته جنګېدونکو افغانانو کره شمېر لا نه دی څرګند؛ خو بیا هم په جلا ډول د بېلابېلو پياوړو رسنيزو ډلو په اند، د سوريې په جګړه کې تقریباً تر شلو زرو پورې افغان شیعه وګړي جنګېږي چې د “لوای فاطمیون” په نوم یادېږي.

 

فاطمیون څوک دي؟

فاطمیون د شیعه مذهبه افغان جنګیالیو هغه پوځي ډله ده چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ له نورو وسله والو ډلو سره جنګېږي؛ خو د دې ډلې ریښه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل مهال ته رسېږي. هغه مهال یو شمېر وسله وال چې د ایران پر مذهبي مشر امام خمیني پورې اړوند بلل کېدل، په افغانستان کې جنګېدل، همدا وسله وال د شوروي اتحاد له ماتې وروسته له طالبانو سره هم په جګړه کې ښکېل وو.

پر افغانستان د شوري اتحاد د یرغل پر مهال هغه افغانان چې ایران ته کډوال شول، ایران د مذهبي ملېشو په جوړولو کې ترې کار واخیست. دغه افغانان د ایران د سپاه پاسداران له لوري د عراق ـ ایران جګړې لپاره جذب او د صدام حسین پر ضد جګړو ته ولېږل شول. همدې جګړو ته لېږل شوي افغانان د فاطمیون ډلې په نوم ونومول شول او شمېر یې هم ورځ تربلې مخ پر زیاتېدو شو.

په سوریه کې د حکومت پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو له زور اخیستلو سره په ۲۰۱۲م کال ایران سوریې ته د فاطمیون ډلې د جنګیاليو لېږل پیل کړل، په پیل کې دا جنګیالي د شیعه زیارتونو او مقدسو ځایونو د خوندي ساتلو په پلمه سوريې ته ولېږل شول؛ خو وروسته جوته شوه چې دغه جنګیالي د سوريې د ولس پرضد او د بشارالاسد په ملاتړ سوریې ته لېږل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې د شمېرو له مخې، نږدې درې میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي. د فاطمیون ډلې ډېری جنګیالي له همدې ګډوالو څخه د مختلفو امتیازاتو (په ایران کې د اقامې ترلاسه کول، میاشتنی معاش او نور امکانات) په بدل کې او یا هم مذهب پر اساس د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونو څخه د دفاع په نوم جذبېږي.

سوریې ته د افغانانو له لېږلو ایران هر ځل انکار کړی او ویلي یې دي چې په رسمي توګه کوم افغان د ایران له لوري سوریې یا کوم بل هېواد ته دجګړې لپاره نه دی لېږل شوی؛ خو دا مني چې د سوریې جګړې ته تللي افغانان داوطلبان دي او په خپله خوښه د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونو څخه د دفاع په موخه تللي دي.

 

پر افغانستان د فاطمیون ډلې اغېزې

د ایران له لوري په خپلو نیابتي جګړو کې له افغانانو کار اخیستل ډېر ځله د افغانستان د ننه د خلکو او ملي شورا له سخت غبرګون سره مخ شوي؛ خوافغان حکومت سره له دې چې د بشارالاسد د مخالفینو مشر هیثم المالح ولسمشر اشرف غني ته لیک راولېږه او د سوریې په جګړه کې یې د افغانانو پر ګډون نیوکه وکړه، بیا یې هم د یادې قضیې په اړه د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي او که افغان دولت په دغه قضیه کې خپل اوسني دریځ ته دوام ورکړي او د حل لپاره یې لاس په کار نه شي، په راتلونکي کې به د فاطمیون له اغېزو لرې پاتې نه شي.

د دغو اغېزو  په اړه لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

لومړی؛سوریه کې بشار الاسد له خپل ملت سره په جګړه بوخت دی. داسې مهال په سوریه کې د بشار الاسدپه ملاتړ د ګڼ شمېر افغان شیعه ګانو حضور او د سوریې د خلکو پر وړاندې یې جګړه، تر ډېره په عربي نړۍ کې د افغانستان نرم ځواک ته زيان رسوي او هم به د خلکو په کچه اړیکې یو څه زیانمنې کړي.

دویم؛په اوس مهال کې په سوریه، عراق او یمن کې د فاطمیون وسله وال په مستقیمه توګه له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي. داسې انګېرل کېږي چې د همدې جګړې له امله داعش ډله په افغانستان کې ورځ تر بلې پر شیعه مذهبو خپل بریدونه زیاتوي او همدې بریدونو په افغانستان کې له ځان سره د مذهبي جګړو د پیل وېره هم خپره کړې ده.

درېیم؛په سوریه کې روانه جګړه یوه ورځ ضرور ختمېږي، هغه مهال چې جګړه ختمه شي او له سوریې څخه دغه افغان جنګیالي بېرته خپل هېواد ته راوګرځېږي، نو دا به په داخل کې حکومت ته امنیتي ستونزې راولاړې کړي او هم به یوې نوې پېلېدونکې مذهبي جګړې ته زمینه برابره کړي.

څلورم؛په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ ناهمغږي به هم بل هغه څه وي، چې په سوریه کې د امریکا او روسیې له پراخېدونکي کړکېچ څخه اغېزمنېدلی شي او که چېرې همداسې وشي؛ نو دا به بیا د افغان حکومت لپاره ډېر سرخوږی جوړ کړي، ځکه افغانستان به د روسیې لپاره یوازینی هغه ځای وي، چې امریکا تر ډېر فشار لاندې په کې نیولی شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.