ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
6 Jan 2019 - 11:32
author avatar
6 Jan 2019 - 11:32

د ولسي جرګې د دارالانشاء تشکیل کې له دولت سره د اړیکو مسوول وم. هغه ورځ یونس قانوني په سفر  و، د جرګې ریاست لومړي نائب (محمد عارف نورزي) کاوه. د غونډې په جریان کې نورزی صیب د تالار شاته خونې ته لاړ، وکیل عالمي بلخي (د کډوالو اوسني وزیر) غږ  وکړ: د جرګې ريیس چې نه وي، د طرزالعمل له مخې تصویب او پرېکړه نه شي کېدای. جرګه بې نظمه شوه او هر یوه ویل چې ريیس (نورزی صیب) څه شو؟!

غلی له خپلې څوکۍ نه پورته شوم، شاته خونې ته لاړم، نورزی صیب په ټېلیفون کې په خبرو بوخت و، غوښتل مې ورته ووایم چې تالار کې دې خلک غواړي؛ خو هغه اشاره وکړه چې څه مه وایه، ته هم دلته کېنه. د مبایل لوډسپیکر یې روښانه کړ، اوس نو ما هم د شینډنډ د سپین ږیرو له غوسې ډکې خبرې اورېدې: تېر ځل مو امریکایان کورو ته راننوتل، حتی زنانه یې راتلاشي کړې، دا ځل چې راځي، ځانونه پرې وژنو، جنګ ورسره کوو.

 نورزي ورته وویل: امریکایانو ته اطلاع ورکړل شوې چې دا مهال شینډنډ کې ۱۰۰۰ بهرني القاعده جنګیالي دي. سپین ږیرو ټېلیفون کې چیغې کړې او قسمونه یې وخوړل چې دلته یو القاعده هم نشته دی. نورزي ورته کړل: نو امریکایانو ته اجازه ورکړئ چې درشي، هغه ځای وګوري او مطمئنه شي، کنه درباندې برید کوي، ملکي تلفات دراړوي. (هلته چې د نورزي خبرې ګڼو قومي مشرانو اورېدې) درستو غږ وکړ چې تر بې عزتۍ یې وژل ښه دي، رادې شي، جګړه ورسره کوو. نورزي سپین ږیرو ته وویل چې لږ وروسته زنګ درته وهم.

افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو مشر قوماندان (جنرال دن مکنېل ) ته زنګ وواهه، ورته یې وویل: د شینډنډ خلک وایي چې هلته هېڅ القاعده نشته، خو ستاسې د سرتېرو له چلندڅخه شکایت کوي، وایي چې کورونه پلټئ او حتی د تورسرو د سَتر خیال هم نه ساتئ، نو که ورشئ هغوی جګړه درسره کوي او په جنګ کې به ټول ملکي تلفات وي. مکنېل وویل: زموږ د اطلاع مرجع معتبره ده، چې هلته القاعده جنګیالي دي، زموږ برید حتمي دی.

نورزي امریکایي جنرال ته وویل چې ژر به درسره اړیکه ونیسم، په هغه یې ټېلیفون بند کړ، بل چاته یې زنګ وواهه. له هغې خوا لیکې غږ اشنا و. خان صاب څنګه یې، شه یې او… له غږ نه مې وپېژانده، ولسمشر کرزی و. نورزي د روغبړ نه وروسته ورته په شینډنډ د حتمي برید خطر په اړه وویل. کرزي وویل چې زه په ترکیه کې یم، خو دا اوس جنرال مکنېل ته زنګ وهم، تا هم کنفرانس کوم. څو شېبې وروسته مې د درې واړو خبرې اورېدې؛
 

کرزی امریکایي جنرال ته: ماته عارف خان ډاډ راکړ چې شینډنډ کې هېڅ القاعده نشته، نو پام کوئ چې حمله ونه کړئ، خلک ونه وژنئ.
مکنېل : ښاغلی ولسمشره! دلته د ۱۰۰۰ بهرنیو القاعده جنګیالیو خبره ده چې د متحده ایالاتو ملي امنیت سره تړاو لري، برید حتمي دی.
کرزی: نه، د ملکي تلفاتو خطر دی، بیا خلک وایي چې هلته تروریستان نشته.
مکنېل: ښاغلیه! نو خلک دې اجازه راکړي چې موږ ځان په سوله ییز ډول ډاډه کړو.
کرزی: خلک حساس دي، دا خبره به په ارامه حل کړو، خو اوس د برید امر ونه کړې.
مکنېل: دا حساسیت خو د اطلاع صحت هم تائیدولای شي ښاغلیه؟!
کرزی: نه، دا یوه کلتوري ستونزه ده، کېدای شي هلته هېڅ القاعده جنګیالي نه وي.
مکنېل: خو کېدای شي وي
کرزی: نه شو کولای په احتمالاتو خلک ووژنو
مکنېل : دا احتمال نه، یوه معتبره اطلاع ده او ما هم د برید امر صادر کړی چې په لسو دقیقو کې به پیل شي.
کرزی: (په غوسه) زه د دې هېواد ولسمشر یم، د داسې خپلسرۍ اجازه نه درکوم.
مکنېل : (په مؤدب انداز) زه خپلسری نه یم، تروریزم سره مبارزه زموږ او تاسې ګډ کار دی؛ د دې اطلاع منبع تاسې خپله یاست ښاغلی ولسمشر!
کرزی: ما درته ویلي چې هلته ترورېستان دي؟
مکنېل: نه، ستا د ملي امنیت ريیس امرالله صالح اطلاع راکړې چې هلته همدا اوس شاو خوا ۱۰۰۰ القاعده جنګیالي دي (صالح دا وخت د ملي امنیت ریس و.)
کرزی: (په حیرانتیا) امرالله دا اطلاع درکړې؟
مکنېل: هو ښاغلیه!
په دې وخت کې نورزي ورغږ کړ: ريیس صیب زه یوه حل لاره پېشنهادوم.
کرزی: ووایه خانه
نورزی: زه، د دفاع وزیر (رحیم وردګ)، داخله وزیر (ضراراحمد مقبل)، د امنیت ريیس (امرالله صالح) او جنرال مکنېل به په ګډه لاړ شو، خلک مو د امنیت تضمین کوي، وضعیت به له نږدې وڅارو.
 

ولسمشر کرزي د نورزي خبرې امریکایي جنرال ته په انګرېزۍ ژبه وکړې، خو هغه وویل چې رېسک زیات دی او هغه نه شي کولای د ۱۰۰۰ القاعده جنګیالیو منځ کې له یوې دوه الوتکو سره ښکته شي. کرزی غوسه شو او په امرانه لهجه یې وویل: د ملکي تلفاتو له ریسک نه دا ریسک بهتره دی، خپل تدابیر ونیسئ او لاړ شئ. مکنېل په نه زړه موافقت وکړ، دا وخت هوایي برید ته ۳ دقیقې پاتې وې، چې امریکایي قوماندان یې د لغوې امر وکړ.
نورزی بېرته تالار ته ونه ګرځېد، خپل دفتر ته وخوځېده او راته یې وویل: دفاع وزارت ته زنګ ووهه چې چورلکې در کړي.
پلاوی (د امریکایي جنرال په شمول) شینډنډ ته لاړ، خلکو یې هرکلی وکړ، مېلمه پالنه یې وشوه او امریکایانو خپله پلټنه هم وکړه چې ثابته شوه، هلته هېڅ القاعده جنګیالی نشته او اطلاع کاملاً دروغ وه. خو کال وروسته، د همداسې نامؤثقې اطلاع په اساس، په هغه شینډنډ کې، د عزیزآباد پر کلي بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې یې ۹۹ ملکي وګړي  شهیدان شول.
……..
عزیزآباد وطنه! خدای دې درباندې ورحمېږي.

یادونه: ویل کېږي عبدالستار سعادت د همدې ليکنې پر سر د ولسمشر د حقوقي مشاوريت له دندې ګوښه شوی دی.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 9

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

عبدالستار سعادت په ۱۳۵۸ ل کال کې، په مرکزي بغلان کې زېږېدلی او د بکالوریا دوره (په ۱۳۷۹ کال کې) د مرکزي بغلان په عالي لېسه کې بشپړه کړې ده او ۱۳۸۳ ل کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوی دی. نوموړی په ۱۳۸۴ ل کال کې د ولسي جرګې په دارالانشاء کې د اجنډا د مدیر په توګه په رسمي دنده پیل وکړ چې وروسته د دې جرګې د دارالانشاء په تشکیل کې دولت سره د اړیکو مشر په توګه وګومارل شو. سعادت د ولسي جرګې د کوچیانو او کډوالو کمېسیون د حقوقي سلاکارۍ تر څنګ، مدافع وکالت هم کاوه.‌ ۱۳۹۰ څخه، د ۱۳۹۲ ل کال تر وروستیو د حقوقپوهانو د شبکې مشر او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د حقوقي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی په ۱۳۹۲ کال کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د ټاکنو له لارې د ريیس په توګه انتخاب شو چې تر دې مهال په هغه دنده کې پاتې دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.