ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کلونه کېږي چې د هیواد د سولې او جګړې په اړه سوچ ډوب کړی یم. په دې لاره کې مې لسګونه نړیوالې بیلګې له نظره تیرې کړې. هره پلا چې مې د نورو هیوادونو اړوند مستند فلمونه (داکومینتري)، کتاب، او تحلیل لوستي نو دې پایلې ته رسیدلى یم چې کلي په زور نه کېږي، سوله په زور نه راځي، کورني بغاوتونه د چړو په ژبه نه حل کېږي او هر کله د شمشیر ځواب شمشیر نه وي.

نړیوالې بیلګې ښیي، هر څومره چې کورنۍ جګړې اوږدې شي، په همغه اندازه د خپل ولس په هډونو د نفرت دوزخي اور ګرم ساتل کېږي. یواځې بې پلوه انسانان په دې جګړو کې د خاشاکو نقش اداء کوي مګر ګټې یې د وحشت او دهشت استازو ته رسیږي. دا هغه انسانان دي چې خوراک یې د بل انسان غوښې، څښاک یې د معصومو ماشومانو وینې او بوختیا یې د ملکي ولسونو د انبار شوو جسدونو تماشا ده. دوی د زر او زور له لارې ټولنې تسخیر کوي، شتمني یې لوټي او په دې ډول د امریکا د فدرال بانک پخوانى مخکښ برخوال پال- واربرګ د نولسوه یو پنځوسم کال د ادعا د تحقق لپاره لاره برابروي چې د امریکا په کانګرس کې یې وکړه. نوموړي وویل چې غواړم په ټوله نړۍ کې یو حکومت رامنځته کړم. یواځې یو ميلیارد خلک باید د ټولې نړۍ مشري وکړي او نوره ټوله نړۍ یې بې قید او شرطه اطاعت وکړي. که اړتیا شي نو دا بې شمېره انسانان باید وخت ناوخته د لویو مقاصدو د تحقق لپاره قرباني شي.

د امریکا بل لوی شتمن دیوید راکفلر هم د پرمختګ قطعې لار جنګ بولي په داسې حال کې چې جنګ بې له نفرتونو، ویرونو او دردونو بل څه نه زیږوي. ددې ډول مقاصدو د تحقق لپاره اړینه ده ورور د ورور په مقابل کې وجنګیږي. په دې ډول به نه یواځې مخ پر وده ملتونه په خپل لاس وځپل شي بلکې د لویو قوتونو د بادارۍ لپاره به بې سیاله لاره هواره شي. که څه هم د نړۍ ولسونه او په خاصه توګه افغان ځوان کهول ددې ډول شیطاني توطیو په راز د پوهیدو په حال کې دي لیکن تر هغه چې نړیوال ولس پوره اګاه شي، اوږد مزل پاتې دى.

د نړۍ د جنګي فلسفې خاوندان لا هم په پورته تیورۍ پوره باوري دي او لا هم ورځ په ورځ ټول انسانیت د ټولیز ناورین لور ته نږدې کوي. دا چې د نړۍ کم شمیر خشن انسانان د جنګ مدعیان او اکثریت یې د جنګ قربانیان دي، اړینه مې وبلله، د جګړو د تداوم او بایلود په اړه درسره دا لیکنه شریکه کړم.

 

۲۱ قرن د مدنیت، جوړښت او عصریتوب زمان بلل کېږي. نړۍ د بیدارۍ په حال کې ده. د نړۍ زورور خپلو موخو ته د لاسرسي لپاره ټول شوني او ناشوني تکتیکونه کاروي، یو شمیر موخې یې تر لاسه شوې لیکن په ټوله کې یې مغرض خوځښتونه ددې باعث شوي چې بې وزله نړیوال د جګړو د اژدها منګولو ته وغورځوي.

که څه د نړۍ تاریخ د بدو انسانانو د بدو کړنو عواقب بار بار لیکلي لیکن بیا هم په زجر او نفرت مین خلک په خپل تیاره راتلونکي اغماض کوي. د بیلګې په توګه، د فرانسې ناپلیون د اروپا ۷۰ ميلیونه خلک تر چغ لاندې کړل لیکن روسې په ۱۸۱۲ کال کې مات او برتانیې په ۱۸۲۱ کې په ډیر حقارت وواژه. برتانیې ۸۹ کاله هند زندۍ کړی و  لیکن بلاخره یې اسیا د نه جبرانېدونکو زیانونو د تقابل له وجهې مجبورآ په ۲۰ قرن کې پرېښوده. روسیې په افغانستان کې ماتې وخوړه، امپراتوري یې ګډه وډه شوه او انګیزو یې د برلین دیوال چپه کړ لیکن بیا هم ددې تړلې نړۍ یرغلګر خپلو غلطیو ته ځیر نه شول. ددې لپاره چې په ۲۱ قرن کې د نړۍ د لویو ځواکونو د ژوند او جنګ په فلسفه پوه شئ، اړینه ده امریکایي فلم ( جنګ سالار)  تماشا کړئ. د فلم په پیل کې نیکولس کېج وایي چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې ۵۵۰ ميلیونه غیر قانونوني وسلې شتون لري.

د نړۍ هر دوولسم انسان ټوپک لري مګر دا چې باقي ۱۱ نفره نور څنګه په وسلو سمبال شي، د فلم بهیر تعقیب کړئ. نوموړی زیاتوي،  هغه مقدار وسلې چې زه یې په ټول کال کې نا امنه هیوادونو ته رسوم، د امریکا د ولسمشر د یوې ورځې د انتقال اندازه ده نو ځکه شونې نه ده او نه سمه چې څوک زما کړنو ته د انتقاد په سترګه وګوري. دا فلم د نړیوالو لویو ځواکونو د دریځ رښتينې انځورګري کوي لیکن دا چې افغان ولس، افغان دولت او افغان مخالفین د بهرنیو د توطیو ښکار نه شي، اړینه ده د نورو مستندو معلوماتو لپاره د جنرال بولجر کتاب (ولې مو جګړې بایلودې) چې ما پښتو ته ژباړلې، له نظره تیر کړئ.

په دی کې شک نشته چې ددې ناورین حل به اوږده زمانه ونیسي لیکن د مخ پر وده هیوادونو او ولسونو لپاره به رغاویز دریځ دا وي چې د خپل تاریخ د زړه بوګنوونکو حوادثو نه زده کړه وکړي، یو بل وبښي او سولیزه انګیزه د ژوند موخه وګرځوي. د مثال په توګه، لویدیځ او ختیځ جرمني سره یو ځای شو، روسې په ټوله معنى د هټلر تادا هیره کړه، د جنوبي افریقا تور او سپین سره یو ځای شو، په امریکا کې د ډاکټر لوتر کېنک هڅو ولسونه یو ځای کړل او په روندا هیواد کې د هوتیانو په لاس د توتسیانو د قتل عام غج اخيستنه ودریده. هر لور ته جګړې وشي لیکن وروستي حل یې په خبرو، بښلو او تیرو پاتې په هیرولو رامنځته کېږي. افغانستان هم د لسګونو کلونو راهیسې د خپلمنځیو جګړو او د بهرنیو مداخلو ښه بیلګه ده چې هیواد یې د وژنو په ننداره بل کړی دی.

ولې مو جګړې بایلودې کتاب په ۱۹۹۰ کال کې په عراق کې د امریکا او نړۍ د یو ميلیونیز عسکریز یرغلیز له ورځو پیل کېږي لیکن د ټولو امریکایي جګړو د نسبي تاریخ اوږد تومار په کې رانعاړل شوی دی. سره له دې چې جنرال بولجر نظامي مخینه لري لیکن د تاریخ په علم کې یې تعمق او استدلال د حیرانۍ وړ خبره ده. نوموړی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د عراق او افغانستان په جګړو کې خپلې ژوندۍ تجربې بیانوي، دې پایلې ته رسیږي چې لا تر اوسه په عراق او افغانستان کې د امریکا په دواړو جګړو د مطلقې ناکامۍ اطلاق کېدای شي. سره له دې چې نوموړی افغانستان د یرغل سیمه نه ګڼي او کاږي چې د افغانستان سوق الجیشي جوړښت په خپلسر د بهرنیو لپاره د مرګ سبب ګرځي، زیاتوي چې د افغانستان په اړه د واشنګټن میشتو کمه پوهه، د امریکایي سیاسیونو او نظامي جنرالانو تر منځ د همغږۍ نه شتون، د مسلې حل یواځې په څټک او سندان کې لیدل، طالب لوري سره یواځې د زور په ژبه خبرې کول او د پاکستان په دوه اړخیز نقش اغماض ددې سبب شو چې امریکایان په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه ووځي او افغانستان د سیمې هیوادونو سیالۍ ته پریږدي.

جنرال مکرسټل چې د افغانستان په جګړه (جون ۲۰۰۹-جون ۲۰۱۰) کې د ایساف د ځواکونو مشر وو، د افغان د جګړې د ماتې اصلي لامل د نړیوالو ځواکونو لخوا افغاني دودونو ته نه درناوى په ګوته کوي. د ملکي وګړو مرګ ژوبله، د شپې لخوا د افغانانو په کورونو چاپې، په سپیو د کورونو پلټل او اسلامي مقدساتو ته سپکاوي چې ښه بیلګه به یې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکایي ځواکونو لخوا په بګرام کې د قران کریم سوځول وي، ددې جګړې د ماتې د اصلي دلایلو په حیث پیژندل کېدای شي.  

که څه هم د کتاب محتوی د افغانستان د جلالتماب ولسمشر حامد کرزي په اړه زړه نا زړه ده لیکن لیکوال اعتراف کوي چې ولسمشر کرزي ملتپال، زړه سواند او تر بل هر چا ښه د خپل هیواد په ښکته پورته اګاه رهبر دي. زما  (ژباړن) په اند ولسمشر کرزی د تاریخ هغه رهبر دى چې پوهیده د نړۍ له  ستر زبرځواک سره په ډغره دى لیکن هیڅکله یې هم د ملت د ښیګڼو په ساتنه کې له چا سترګه ونه سوځیده. دا چې بعضې شناندي یې په اړه بل ډول دریځ لري، راتلونکى تاریخ به یې روښانه کړي.

د ولسمشر کرزي د امنیتي سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د قول پر بنسټ، هغه مهال چې ولسسمشر کرزي د امریکایي پوځونو لخوا په ۲۰۰۸ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په سختو ټکو وغندله نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کوندلیزا رایس ولسمشر کرزي ته اخطار ورکړ چې که ولسمشر کرزی په خپل دریځ بیا ځل فکر ونه کړي نو شونې ده امریکا به د افغانستان او کرزي په اړه دریځ بدل کړي. همدا مسله د امریکا نامتو لیکوال توماس انګلهارد په لا ډیرو روښانه ټکو لیکلې ده.  نوموړی وایي چې د ۲۰۰۱-۲۰۱۳ کلونو ترمنځ امریکا په یمن، سوریه، عراق او افغانستان کې لږ تر لږه ۸ ځلې په ودونو او دودیزو مراسمو بمونه غورځولي او بې شمیره بې ګناه ملکي وګړي یې وژلي دي. نوموړی وایي، کله چې امریکایي الوتکو د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په ۱۵ نیټه د هرات په عزیزاباد کلي کې په یوه واده بمب وغورځاوه او ۱۲۰ تنه ماشومان، ښځې، سپین ږیري او ځوانان یې ووژل، دا واقعه په حقیقت کې د امریکا او ولسسمشر کرزي ترمنځ د بیلتون لامل شوه. د امریکا ټول لیکوالان، شناندي او نظامي جنرالان په دې عقیده دي چې د افغانستان په جګړه کې داسې اشتباهات ترسره شوي دي چې په پایله کې یې د ولسمشر کرزي-غرب ترمنځ اړیکې وشکېدې او په لوی لاس جګړه بې ګټې اوږده شوه.

جنرال بولجز وایي چې په افغانستان کې له یرغله وروسته یو شمیر طالبان سولې ته لیوال وو او غوښتل یې چې د بحران وروستي حل په سولیز تعامل کې رامنځته کړي لیکن په خپل نظامي ځواک غره امریکا او د امریکا په طرفدارۍ یو شمیر فرصت طلبه پښتانه او تاجک ملیشه په دې عقیده وو چې نور نو باید د طالب په نامه داسې کوم څیز شتون ونه لري چې د دوى خوب وتښتوي. دا هغه غلطه فرضیه وه چې نه یواځې د زرګونو بې ګناه انسانانو د وژنو باعث شو بلکې د جګړو طرز یې بدل کړ.

نه یواځې جنرال بولجر پاکستان د طالبانو په مطلق ملاتړ تورن کړی بلکې د امریکا ټول سیاستوال په دې عقیده دې چې پاکستان په افغان جګړه کې دوه ډوله نقشونه اداء کړي دی. هیلري کلنټن وایي، که څه هم امریکا تر اوسه پاکستان ته د تروریزم د مقابلې لپاره ۱۷ بلیونه ډالر ورکړي لیکن د پاکستان د اردو او ملکي سیاست ترمنځ چاودون د امریکایي ځواکونو د وژل کېدو او افغان جګړې د اوږدیدو لامل شو. لیکوال زیاتوي، که څه هم افغان دولت د پخوا په پرتله غښتلی امنیتي ځواک لري لیکن پاکستان تل له افغانستان سره د ۲۴۲۰ کېلو مترو اوږدې پولې په سر قبضه خپل مسلم حق ګڼي. د افغانستان د دولت له خوا د ډیورنډ کرښه په رسیمت پیژندل کېدل او په دې هیواد کې د هندوستان د نقش کمیدل د پاکستان هغه رسمي دریځ دى چې نه یواځې د تحقق لپاره یې پاکستان تلاش کوي بلکې هر مشروع او نا مشروع تکتیک تر عمل لاندې نیسي.

هغه مهال چې د امریکا د مرکزي قوماندې مشر تومي فرانکس د افغانستان په اړه عملیاتي پلان جوړاوه نو ډاډه وو چې تر هر څه لومړى باید طالبان له منځه یوړل شي، د قدرت سمبالښت اسانه مسله ده. د لیکوال په قول، د افغانستان د خلکو د روان، ذهنیت، دود او ځان غوښتنو په اړه د امریکا ناپوهي ددې باعث شوه چې ۲۳۰۰ نور امریکایان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي او زرګونه بې ګناه افغانان د غلطو پالیسیو قراني شي. هغه مهال چې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته راغى نو د معمول په څیر یې له امریکایي  سرتیرو سره خبرې اترې وکړي. له ډیرو عسکرو یې وپوښتل چې تاسې ولې په افغانستان کې جګړه کوئ؟ له یوه عسکره پرته چې ويې ویل، ددې هیواد د ابادۍ لپاره جنګیږم، د نورو ټولو ځواب دا وو: (نه پوهیږم). د جګړو د انګیزو، موخو، مودې، دښمن او دوست په اړه د روښانه تعریف او دریځ نه شتون هر کله او هر زمان د ماتې سبب ګرځي او افغان-امریکا جګړه یې په تاریخ کې ښه بیلګه ګڼل کېدای شي.

د جګړو ګټل مرال، مرام، پلان، فکري جوړښت او مالي سرچېنې غواړي. که څه هم امریکایي عسکر په بشپړ ډول په وسلو سمبال وو لیکن نه یواځې عسکر د جنګ په انګیزه نه پوهیدل، امریکایي نظامي افسران هم د جګړې او تر جګړې وروسته په بیا رغاویز پړاو کې ګیچ شوي وو.

زه ژباړن په دې اند یم چې د افغانستان په اړه د امریکا او ناټو ازمایښتي دریځ په بشپړ ډول د تشویش وړ خبره وه. لکه څنګه چې د ویتنام جګړه د بعضې امریکایي نظامي افسرانو لپاره د رتبې د لوړیدو باعث شوه ، دا جګړه هم د ناټو د غړو هیوادونو لپاره د تفریح، سیاحت، افغان جګړې تجربې او نړۍ لید د درلودو په معنى و. که د افغان-امریکا جګړې د منځ خبرې ولولو، نو پوهیږو چې نه یواځې په دې جګړه کې د ناټو غړو هیوادونو نقش اغیزمن نه وو بلکې د جګړې د ټول بهیر د کمزورۍ لامل هم شو.

د سیا د مشر جورج تینټ له ادعا سره سم چې طالبان د ۹/۱۱ په حادثه کې د اسامه بن لادن په څیر په یوه اندازه ګرم دى، پر افغانستان یې یرغل ته مشروعیت ورکړ. هغه مهال چې د طالبانو رژیم په لومړیو دوه میاشتو کې له منځه لاړ او اسامه له تورې بوړې پاکستان ته وتیښتید، اړینه وه امریکایان بیرته خپلو کورونو ته تللې وې لیکن دا چې ولسمشر بوش ادعا کوله ترڅو د افغانستان تعلیمي نظام ورغوي، دیمکراسي رامنځته کړي، اقتصاد پیاوړى کړي، رښتیا هم ګټورې ژمنې وې لیکن سولې ته پام نه کول، په لوی لاس ميلیونونه ډالر د مافیایي کړیو جیب ته غورځول، د فساد په وړاندې ناخبري ښودل، په کلني ډول د ۸۵ بلیونیز نشه یي توکو سوداګري عامول، د تروریزم، سولې، دوست او دښمن تعاریف سره ګډ وډ کول، او په ۲۰۱۴ کال کې، هغه مهال بیا ځل افغانستان یواځې پریښودل چې دا هیواد د سیمې او منطقې د سیاست او سیالۍ په ډګر بدل شوی، د فکري تعمق او اندیښنې مسایل دي.

هیڅ سالم منطق په افغانستان کې د رامنځته شوو پرمخګتونو نه سترګې نه شي پټولى لیکن هغه ميلیاردونه ډالر چې په افغان ولس حساب شو، د ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په وینا ( عادلانه نظام لار کتاب) په هر یو ډالر کې ۷۵ سنټه بیرته خارج ته تللي او ۲۵ سلنه یي په هیواد کې مصرف شوي دي. موږ په رامنځته شوو پرمختګونو د خوښۍ احساس کوو لیکن د ژوند امکانات هغه مهال با ارزښته وي چې ولس یي د کارولو فرصت په لاس کې ولري. په افغانستان کې د امریکایي قوماندان، جنرال کمبل په وینا چې د ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو په ترڅ کې یواځې ۷۰۰۰-۹۰۰۰ افغان عسکر وژل شوي، د افغان جګړې د دهشت او دروندوالي انځورګري کوي.

سوله د افغان ولس یواځینۍ ارزو ده. سوله همت، حکمت او اراده غواړي. هغه افغان طالبان چې دا ګړۍ د افغان دولت په وړاندې جنګیږي، اړینه ده دولت د خپل رسمي دریځ له مخې له هغوی سره د راکړې ورکړې په فرمول په سوله رضا شي. د نړۍ په تاریخ کې به څوک ونه وایي چې د دوه اړخونو ترمنځ د سولې خبرې په راکړه ورکړه نه دي رامنځته شوې. که څه هم تر ډیره حده افغان جګړه نړیوال دلایل او سیمه يیزې انګیزې لري لیکن که افغان دولت، مخالف لوری، قومې مشران، ولس او رسنۍ په دی برخه کې رغنده او بې پلوه نقش ولوبوي، لرې نه ده چې دا ولس به د سولې خاوند شي. تیر دیارلس کاله جګړې د افغان ولس د زړه زور اوبه کړي. هر هغه څوک چې په لوی لاس ددې جګړې اوږدول غواړي، باید وپوهیږي چې نه یواځې دا جګړې انساني ارزښتونه له منځه وړي، بلکې لرې نه ده چې ددې دوزخي اور لمبې یې د کور انګړ په لمبو ډک کړي. د خدای لپاره، نور مو ولس ته سوله راوړئ.

دا چې افغان ولس له جنګه ستومانه شوى، هر وګړي روحآ یا جسمآ ازار شوي، بې شمیره میندې بورې شوې او نور نو دا ولس د غم او ویر توان نه لري، د افغاني او انساني مسوولیت له مخې مې د جنرال بولجر کتاب په سختو حالاتو کې وژباړه ترڅو افغان ژوندی ولس، حکومت، طالب، دوست، مخالف، موافق او هر انسان چې د وطن په وړاندې د مکلفیت احساس کوي، له نظره تیر کړي او د راتلونکو فجایعو مخه ونیسي. دا ژباړل شوی کتاب نه یواځې د ټوپک پر میل غږیږي بلکې د جګړو پر دسپلین، اصولو او د ۲۱ قرن د سیاست په نازکيو یې هم پوره رڼا اچولې ده ځکه نو ځوان نسل ته ددې نسخې لوست تر حده ډیر اړین دى.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 6

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

 انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم  د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.