ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Dec 2019 - 12:04
author avatar
26 Dec 2019 - 12:04

شالید:

په ۲۰۱۴ز کال کې پاکستاني تبعه حافظ سعید خان د لومړي ځل لپاره د اسلامي دولت د خراسان د څانګې د امیر په توګه وټاکل شو. نوموړی چې د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی غړی و او د اورکزو قبیلې لپاره د پاکستاني طالبانو قوماندان و، له ځانه سره ګڼ شمېر د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي راواستول او د اسلامي دولت د خراسان څانګه یې ترې جوړه کړه.‌[1] د اسلامي دولت د خراسان څانګه په سیمه ییزه سطحه د داعش په نوم پېژندل کېږي. له حافظ سعید خان سره د افغان طالبانو پخوانی قوماندان عبدالرووف خادمي مرستیال وټاکل شو او دوی دواړو په شریکه د افغان- پاکستان د اسلامي دولت د خراسان څانګه فعاله کړه. له دې وروسته خادم په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شو[2] او ښاغلي خان خپل مرکز د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د مامند درې ځنګل پوښو غرونو ته انتقال کړ. دغه سیمه د پاکستان د قبایلي کمربند اورکزیو ایجنسۍ سره تړلې ده. په دې سره د پاکستاني طالبانو د تحریک ګڼ شمېر غړي، پخواني مجاهدین، طالبان او سیمه ییز مجرمین هم له داعش سره یو ځای شول. دوی وتوانېدل چې د ننګرهار ولایت ګڼې برخې تر خپلې ولکې لاندې راولي، په ځانګړې ډول د شینوارو شپږ ولسوالۍ او د مومندو قبایلو د کوټ ولسوالۍ چې د ننګرهار ولایت په سوېل ختیځه برخه کې پرته ده، د دوى تر کنټرول لاندې راغلې.

په دې کلونو کې داعش یوه ایف ایم راډیو د خلافت غږ په نوم هم تاسیس کړه چې تر تېرې میاشتې پورې یې فعالیت درلود.‌[3] دغه ډله وتوانېده چې له پوهنتونونو او ښوونځيو څخه ګڼ شمېرافغان ځوانان خپلو لیکو او خپلې ایډیالوژۍ ته جلب و جذب کړي.‌ دوی د ګڼو شمېر ځوانانو ذهنیتونه وربدل کړل او داسې یې وروزل چې ځانمرګي بریدونه یې پرې وکړل. د دې کلونو په ترڅ کې داعش ډېر ناوړه جرایم او قتلونه په ننګرهار کې وکړل. دوی له خلکو سرونه غوڅ کړل او عام خلک یې په بمونو پورې وتړل او بیا یې بمونو ته انفجار ورکړ. تېر کال دوی دومره پیاوړي وو چې د ننګرهار د مرکز (جلال آباد ښار) لمنو ته یې د مرګونو فعالیتونو اثارات راورسېدل.

دغه مهال د ننګرهار خلک له یوې لویې ستونزې سره مخ و او د جلال آباد ښار نږدې و چې سقوط وکړي، نو په ۲۰۱۸ز کال کې ولسمشر غني د ننګرهار په ملکي او نظامي رهبرۍ کې جدي تغییرات راوستل چې له داعش سره وجنګېږي او له دغه ولایت څخه یې پاک کړي. دوی له یو داسې فورمول سره مخې ته لاړل چې باید له ولسي پاڅون کوونکو سره کار وکړي،‌ د هغوی ملاتړ وکړي او له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ د داعش پر وړاندې مبارزه جاري وساتي. د ننګرهار ملي امنیت ریاست دا مسوولیت پر غاړه واخیست او هماغه و چې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو یوه ډلګۍ يې جوړه کړه. تر دې نه د مخه د کوټ او پچیر و اګام په ولسوالیو کې هم پاڅون کوونکو د ځایي طالبانو او داعش ټغر ټول کړى و.  بټي کوټ ولسوالي د جلال آباد ختیځ ته پرته ده. د طالبانو تش په نوم والي مرکز هم په همدې ولسوالۍ کې و. دا هم د یادونې ده چې په دې سیمه کې د طالبانو شتون په حقیقت کې د داعش لپاره یو فرصت و چې خپلې د نفوذ ساحې پراخه کړي، ځکه چې له جلال اباد سره نږدې ولسوالیو کې طالبانو زیات شتون درلود او د داعش له منځه وړل په لرو پرتو سیمو کې د طالبانو د شتون له وجهې ناشونې وه. د طالبانو او داعش یو د بل مقابل کې شتون دا ناشونې کوله چې داعش دې په مکمله توګه یوه ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راولي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د سیمې د خلکو په مرسته بټي کوټ ولسوالي له داعش او طالبانو څخه ونیسي او له دې وروسته د مومندرې، شینوارو، نازیانو،‌ اچین،‌ هسکې مېنې ولسواليو کې د داعش او طالبانو په مقابل کې عملیات پیل کړي. داعش او طالبان دواړو باندې فشار راوړل شو چې نور هم د ننګرهار ولایت د سوېل ختیځو غرونو پلو وتښتي. خو لا هم د ننګرهار په ملکي او نظامي رهبرۍ کې یو څه تغییراتو ته اړتیا وه.

په ننګرهار کې د داعش د ماتې کیسه:

د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو کې ولسمشر غني زه (شاه محمود میاخېل) د ننګرهار د والي په توګه وټاکلم. زما د ټاکلو یوه موخه دا وه چې د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو خلکو ترمنځ غوره همغږي راولم چې داعش او نور تروریستي ګروپونه له ننګرهاره ورک شي. کله چې زه والي شوم، نو د ژمي موسم هم په ختمېدو و، د دې ولایت له خلکو سره وېره وه چې هسې نه بیا طالبان او داعش د پسرلي او اوړي په موسم کې خپلې حملې زیاتې کړي. د ننګرهار له نظامي شورا سره تر مشورې او د غوڅ ملاتړ RS (Resolute Support) سلاکار په مرسته مو د بلواګرو د مهارولو یو شپږ میاشتنی واقعي پلان جوړ کړ چې دې پلان زموږ عملیاتو ته واقعي لومړیتوبونه هم په ګوته کړي وو. زه ولې دغه پلان ته د واقعي پلان نوم ورکوم،‌ دا ځکه چې په تېرو پنځه لسو کلونو کې افغان او نړیوالو ځواکونو د بلواګرو د ځپلو لپاره ستراتېژۍ جوړې کړې دي، خو په دې ستراتېژیو کې د سیمې د بېرته ساتنې او بېرته جوړونې برخې نه وې. همدغو نیمګړتیاوو په امنیتي ځواکونو باندې د خلکو باور راکم کړی چې له عملیاتو وروسته له شوروشیانو څخه د هغوی د ساتنې کومه ښکاره ستراتېژي نه لري. پر همدې اساس خلکو ته د زیاتو عملیاتو مانا دا وه چې خلک په زیاته پیمانه له حکومته پردي شي او زیات واټن د خلکو او حکومت ترمنځ راشي او دغه واټن د جګړې په اقتصاد کې له یوې خوا فساد ته زمینه برابروله او له بلې خوا یې د افغان او نړیوالو ځواکونو زیاتو تلفاتو ته.‌

دا چې زه له دې ستونزو څخه ښه خبر وم،‌ نو د ولسمشر غني په روښانه لارښوونې او د دفاع وزارت، داخلې وزارت او د ملي امنیت ریاست او د غوڅ ملاتړ Resolute Support  سلاکار په ملاتړ مو په ننګرهار کې خپله جوړه کړې د Real COIN ستراتیژي عملي کړه. موږ د جلال آباد پر ختیځ تمرکز وکړ چې د جلال آباد – تورخم لاره خوندي کړو، اول مو له طالبانو څخه لالپوره ولسوالي ونیوله. موږ په سیمه کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو څخه دایمي پوستې ایجاد کړې چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده. ولې مو پر ختیځ فوکس وکړ، د دې په خاطر چې د طالبانو او داعش منابع وچې کړو. د ملي امنیت ریاست د داخلي ارزونې له مخې طالبانو یوازې د تورخم جلال اباد له سړک او د ننګرهار د سیټریسو باغونو او د تجارتي لاریو نه د باج اخستلو  له درکه د ۱۳-۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت عاید تر لاسه کول. دواړو ګروپونو میلیونونه نور ډالر د ناقانونه توکو،‌ چاتراشو، کانونو او د مخدره توکو له قاچاق څخه هم تر لاسه کول.

له ختیځ څخه وروسته موږ بېرته پر سوېل فوکس وکړ چې داعش وځپو. د دوی د ځانمرګو د روزنې مرکزونه او ټرینینګ سنټرونه ویجاړ کړو.‌ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په مرسته چپرهار ولسوالي د طالبانو او داعش له شتون نه تصفیه کړه او د وزیرو په تنګي او اګام تنګي (چې په توره بوړه هم یادېږي)، د هسکې مینې په اوغز او اچین کې یې د داعش بیسونه تر فشار لاندې راوستل. کله چې مو جلال آباد ښار د داعش او طالبانو له تهدید څخه وژغوره، نو موږ د لوېدیځ ننګرهار ډېرې برخې هم ونیولې چېرته چې طالبانو پخوانی نفوذ درلود،‌ لکه سرخرود، شېرزاد او خوږیاڼي ولسوالۍ. موږ لا هم اړ یو چې لوېدیځ ننګرهار ته ډېر پام وکړ او د حصارک ولسوالي له طالبانو څخه پاکه کړو.

ولې او څرنګه د داعش غړي ونیول شول؟

لکه پورته چې یاده شوه، زموږ په COIN ستراتیژۍ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرېکړه وکړه چې په اچین ولسوالۍ کې به د ماموند درې په باغدرې او باندر کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې اصلي مرکز نیسي د دې لپاره چې د داعش د تمویل لاره ورقطع شي. وروسته له دوو میاشتو عملیاتو څخه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ځانګړو ځواکونو سره یو ځای دغه درې ونیولې او په کې یې دایمي پوستې ایجاد کړې چې د سیمې پاڅون کوونکو ته یې وسپارلې. په نتیجه کې ځینې داعشیان ووژل شول، ځینې وتښتېدل او ځینې له دې پرته بله چاره نه درلوده چې تسلیم شي، ځکه خوراکي مواد او نور د اړتیا وړ توکي یې مخ په خلاصېدو وو او دا ځکه چې د پاکستان په اورکزو کې یې د داعش له اصلي مرکز سره د اړیکو ټولې لارې قطع وې.

پر همدې اساس د داعش له ۲۵۰ تنو زیات غړي چې پاکستاني، ‌ایراني، اردوني،‌ هندیان، ‌تاجکستانیان، ‌مالدیفیان، ‌ازبکستاني،‌ او قزاقستاني اتباع په کې وو، همدارنګه یو شمېر افغانان هم په کې وو، ‌دوی ټول له وسلو سره ونیول شول. د نارینه غړیو تر څنګ ۴۲۶ ماشومان او ۲۳۷ ښځې هم ونیول شوې. کله چې تاسې د دوی مخونو ته ګورئ، نو د سو تغذي نښې په کې له ورایه ښکاري. ما له دوو نارینه وو او دوو ښځو داعشي غړیو سره خبرې وکړې، یو نارینه د افغانستان د فراه ولایت و او بل هم د پېښور،‌ دوه نورې ښځې چې ما ورسره خبرې وکړې، هغوی د هندوستان وې. دوی هر یو د بېلابېلو دلایلو له امله له داعش سره یو ځای شوي وو او هر یو ته یې ځانګړي نومونه د خپل هویت څرګندولو لپاره ورکړي وو.‌

د فراه ولایت یوه اوسېدونکي چې د داعش له یو قوماندان سره یو ځای شوی و وویل چې دی په لومړي سر کې د مهدي په نوم د طالبانو له يوه قوماندان سره اړیکې درلودې چې وروسته هغه له داعش سره یو ځای شو. کله چې عبدالرووف خادم،‌ د داعش امیر ووژل شو، مهدي بېرته له طالبانو سره یو ځای شو او دى له خپلو څلورو وروڼو سره له داعش سره یو ځای پاتې شو. دوی بیا د ننګرهار په اچین کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې سره یو ځای شول. داعش خپلې ډلې په شپیتو کسانو وېشي چې یو کس یې مشري کوي،‌ دغه شپیته کسیزې ډلې ته دوی د کتیبه اصطلاح کاروي چې اصلاً عربي لفظ دی او جنګیالیو ځواکونو د یو ګروپ مانا لري.‌ اصلي مشران خپلې ستراتیژۍ لري او تعقیبوي یې، خو کتیبه ډله یوازې پلي عسکر دي چې د خپلو رهبرانو د اوامرو په منلو مکلف دي.  بصير ویل چې دی یو نالوستی شخص دی او عقیده یې دا ده چې د خلافت له جوړېدو وروسته به مهدي ظهور کوي.‌ د بصیر درېيوو وروڼو په اچین کې د اسلامي دولت د خراسان څانګه کې د پاتې کېدا پر مهال له پاکستانیو ښځو سره ودونه کړي. په داعش کې دا معمول ده چې کله د کتیبې نارینه غړي وژل کېږي، یا مړه کېږي، نو مېرمنې یې له نورو داعشیانو سره نکاح تړي او ودونه کوي. بصیر او وروڼه یې له څلورو کلونو راهیسې د اسلامي دولت د خراسان څانګې غړي وو.‌

دویم شخص د پاکستان له پېښور څخه و چې درې نومونه یې د ځان لپاره کارول. هغه ویل چې ‌په پېښور کې د ممتاز کمانډر (قوماندان) په نوم یادېده،‌ د داعش په منځ کې د یعقوب په نوم یادېده او کله چې ونیول شو،‌ نو د ګلاجان نوم یې ځان ته ورکړ. ګلا جان اول ځل لپاره د پاکستاني طالبانو تحریک سره یو ځای شو او بیا افغانستان ته راواوښت. هغه په کونړ ولایت کې و او کله چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر د اسلامي دولت د خراسان څانګې سره یو ځای شو،‌ نو دی هم ورسره یو ځای شو.‌ هغه دوه مېرمنې درلودې او دواړه د پېښور وې، خو دا مهال هغه نه پوهېده چې مېرمنې او اولادونه یې چېرې دي.

په تسلیم شوو داعشیانو کې څلور هندوستانۍ ښځې هم وې چې له دوو سره یې ما لنډه مرکه درلوده. دوو یې د غاښونو طب لوستی و، یوې یې مایکرو بیالوژي لوستې وه او بله یې هم په هندوستان کې له انګلیسي ادبیاتو فارغه وه.‌ دوه یې اصلي مسلمانانې وې،‌ یوه یې له عیسویت څخه اسلام ته رااوښتې وه او بله یې هم د هندویزم څخه اسلام ته رااوښتې وه.‌ دوی اسلام د ډاکټر ذاکر نایک د اسلامي‌څېړنو په مرکز کې قبول کړی و او تر اسلام قبلولو وروسته یې واده کړی و.‌ هغو دوو ښځو سره چې ما مرکې وکړې، اسلامي نومونه یې مریم  او فاطمه وو.‌ مریم عیسوۍ وه او مېړه یې هندو و.‌ دوی د اسلام له قبلولو وروسته واده کړی و. د هغې مېړه د خوږیاڼو د زاویې په سیمه کې په جګړه کې وژل شوی و او هغې بیا دوباره له بل چا سره واده کړی و.‌ دوی ویل چې په ۲۰۱۶ز کال کې له هندوستان څخه ۲۲ هندوستاني (۱۳ نارینه، ۶ مېرمنې،‌ او ۳ ماشومان) افغانستان ته راغلل. څلور واړه مېرمنې چې ما ورسره وکتل د هندوستان د کیرالا سیمې وې. دوی ویل چې د دوی مېړونو د اسلامي دولت سره اړیکې درلودې،‌ دوی لومړی ایران ته لاړل او بیا افغانستان ته د هوا له لارې راغلل. دوی د سړک له لارې له کابل څخه جلال آباد ته راغلل او بیا اچین ولسوالۍ ته د دوی د لارښود په مرسته لاړل. مریم دوه ماشومان درلودل، یو یې له یو میړه څخه و او بل یې له بل میړه څخه. فاطمې هم دوه هلکان درلودل. دوی ویل چې دوی خپل میړونه له تېرو دوو میاشتو راهیسې نه دي لیدلي،‌ له کله نه چې د داعش پر خلاف په اچین ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي دي.

افغان حکومت په ننګرهار ولایت کې ابتدايي پلټنې پیل کړې دي. د داعش هغه نارینه غړي چې د نورو هېوادونو دي، له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره يې کابل ته ولېږل. په ننګرهار کې موږ د داعش هغه ښځې او ماشومان ساتلي دي چې اصلاً د اورکزو،‌ باجوړ، پېښور،‌ کوهاټ او د خیبر دي. د نومبر په ۱۹مه نېټه ولسمشر غني له ننګرهار څخه لیدنه وکړه چې د داعش د بنسټونو له منځه تګ اعلان کړي. هغه ټولو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د داعش ښځو او ماشومانو ته ټولې انساني مرستې برابرې کړي. په ننګرهار کې سیمه ییزه ادارې د داعش ماشومان او ښځې په یو خوندي ځای کې ساتلي دي او د انساني مرستو مهیا کوونکو ادارو په مرسته یې ورته ټولې ابتدايي اړتیاوې برابرې کړي دي.

د نومبر په ۲۲مه د ننګرهار مشرانو او علماوو پر حکومت غږ وکړ چې دغه ښځې او ماشومان دې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې مشرانو او علماوو ته تسلیم کړي، د دې لپاره چې د پښتونولۍ پاس ساتل شوی وي. که چېرې دغه ښځې او ماشومان په خپله خوښه وغواړي‌ چې بېرته له خپلو اصلي کورنیو او قبیلو سره یو ځای شي او ونه غواړي چې بیا له داعش سره یو ځای شي، نو د افغانستان حکومت به دوی قومي مشرانو او د سیمې علماوو ته تسلیم کړي چې خپلو اصلي کورنیو ته یې ورسوي.

راتلونکي کې څه کول په کار دي؟

د اسلامي دولت د خراسان څانګه چې له منځه لاړه،‌ نو شا ته یې زرګونه جریبه ځمکه داسې پرېښوده چې له یوې خوا پر ماینونو پوښل شوې ده او له بلې خوا یې کورونه او ابادي وران کړي دي. د نظامي عملیاتو پر مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ۳۰۰ څخه زیات ډوله ماینونه په اچین ولسوالۍ کې د باندر او باغدرې سړک پر غاړه له منځه یوړل. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه سیمه ییزو ولسي پاڅون کوونکو خپل یوولس کسه سرتېري د ماینونو له امله له لاسه ورکړل. ما شخصاً په اچین کې د اسلامي‌ دولت د خراسان څانګې پخوانی مرکز دیوانه بابا ولیده او پر هغو ټولو کلیو او کورونو وګرځېدم چې په تېرو پنځو کلونو کې خراب شوي وي. د دیوانه بابا منځنی ښوونځی په ټوله مانا له زده کوونکو او ښوونکو خالي و،‌ پر دېوالونو او تختو یوازې د داعش تبلیغاتي شعارونه او ادبیات لیدل کېدل.

د سیمې زرګونه کورنۍ چې د داعش له ظلمونو څخه یې خپل کلي او کورونه پرېښي اوس غواړي چې بېرته خپلو کلیو او کورنیو ته ستنې شي، خو د سړک د غاړې د ماینونو له وېرې نه شي کولای چې لاړې شي. د ننګرهار سیمه ییزې ادارې له ټولو ماین پاکوونکو موسسو څخه غوښتي چې له ماینونو څخه د سیمې د لارو او کلیو په پاکولو کې مرسته وکړي چې د سیمې بېځایه شوي خلک په ډاډه زړه وتوانېږي چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي. یوازې یوې ماین پاکوونکې ادارې Hallo Trust خپلې اساسي هلې ځلې پیل کړې دي چې سروې وکړي او ځمکني ماینونه له منځه یوسي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 19

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.