ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
30 Nov 2019 - 11:41
author avatar
30 Nov 2019 - 11:41

د اکثرو ماشومانو لپاره ۱۰ کلنۍ ته رسېدل د ژوند یو هیجاني پړاو وي. دوی د نړۍ په اړه لا زیات پوهېږي او د خپل لید ساحه پراخوي. خو خورا زیات ماشومان (په کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې تر نیمايي زيات لس کلن ماشومان) یوه ساده کیسه لوستلای او پرې پوهېدلای نشي. موږ د زده ‌کړې د یوه داسې نړیوال بحران په منځ کې یو چې د سلګونو میلیونو ماشومانو هیلې او فرصتونه ګواښي. دا وضعیت د منلو نه دی.

موږ په اکتوبر میاشت کې ځینې معلومات خپاره کړل چې د یوه نوي تعلیمي هدف ملاتړ وکړو: موږ غواړو چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ په کچه “تعلیمي فقر” لږ تر لږه نیمايي ته راکم کړو.

د لوستلو وړتیا یو اساسي مهارت ګڼل کېږي: د لوستلو وړتیا لوی فرصتونه رامنځته کوي او هغه بنسټ دی چې ورباندې د ریاضي او ساینس په ګډون د نورو اساسي مضمونونو زده‌کړه ولاړه ده. د “تعلیمي فقر” یعنې د هغو ماشومانو فیصدي چې په ۱۰ کلنۍ کې ساده متن لوستلای او پرې پوهېدلای نه شي ختمول يو فوق العاده عاجل کار دی. له “تعلیمي فقر” سره مبارزه په هغو هېوادونو کې چې لږ پرمختګ یې کړی دی د ټوليزې بېوزلۍ ختمولو ته لار هوارولای او د یوه هېواد ټولو اوسېدونکو ته سراسري هوساینه په برخه کولای شي. د “تعلیمي فقر” د ختمولو په برخه کې د فعالیتونو تقویت او پراختیا له ماشومانو سره مرسته کوي چې خپل بالقوه استعدادونه وغوړوي.

خو په وروستیو کلونو کې له “تعلیمي فقر” سره د مبارزې  پروګرام ځنډېدلی. د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د نړۍ په کچه د ښوونځي د عمر ماشومانو د زده‌کړې نتیجې یوازې ۱۰ فیصده لوړې شوې دي. که دا بهیر په همدې سرعت روان وي نو په ۲۰۳۰ کې به ۴۳ فیصده لس کلن ماشومان د لوستلو وړتیا ونه لري.

په داسې حال کې چې ځینو هېوادونو په دې موده کې بریاوې لرلې دي خو د کم او لوړ عايد لرونکو هېوادونو تر منځ لوی توپیر شته. همدارنګه په يوه هېواد کې هم د مختلفو سیمو تر منځ د تعلیم د کیفیت په برخه کې توپیرونه شته. تعلیمي فقر یو نړیوال بحران دی او افغانستان په هغو هېوادونو کې راځي چې د تعلیمي فقر تر ټولو لوړه کچه لري. د ۲۰۱۳ کال ارقام ښيي چې ۹۳،۴ فیصده افغان ماشومان په لس کلنۍ کې یو ساده متن لوستلای او پرې پوهېدلای نشي.

ښه خبر بیا دا دی چې هغه ماشومان به چې په ۲۰۳۰ کال کې به لس کلن کېږي، راتلونکی کال زېږېږي، ‌نو که موږ په دې برخه کې بېړنۍ او جدي هڅې سره همغږې کړو، نو د بدلون لپاره فرصت لرو.

هغه هدف چې موږ ټاکلی دی، ارماني دی خو ورته رسېدلی شو او په کار ده چې د پایېدونکې پراختیا د څلورم هدف د لاسته راوړنې لپاره لا زیات فعالیتونه ترسره شي او پر مټ يې د ټولو لپاره د با کیفیته تعلیم برابرول یقیني شي. د دې کار لپاره باید هڅې درې چنده زیاتې شي چې د نړۍ په کچه پرمختګ ممکن شي. دا هدف به هله ترلاسه شي چې هر هېواد د هغو هېوادونو په اندازه بریاوې ترلاسه کړي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ یې تر ټولو زیات پرمختګونه لرل.

اکثرو هېوادونو دا کار ممکن بللی. په کینیا کې د دولت ملي تعلیمي پروګرام د دويم تولګي د هغو شاګردانو شمېر، چې په مناسبه کچه متن لوستلای شي، درې وارې زیات کړی دی. دغه بریا د ټکنالوجۍ په مرسته د ښوونکو د روزنې، د ښوونکو د لارښود او هر ماشوم ته د يوه یوه کتاب رسولو له لارې لاسته راغلې ده.

په ویتنام کې اغېزمن او بدلون منونکي نصاب یقیني کړې چې د زده‌کړې اساسات په مطلوب ډول راونغاړل شي. په دې نصاب کې د اساسي مهارتونو ژوره زده‌کړه شامله ده او ټول ماشومان د لوستلو مواد لري. اوسمهال ۴۰ فيصده ويتنامي شاګردان چې د عايد عايد ټيټه کچه لري، د زده‌کړې نتیجې یې د لوړ عاید لرونکو هېوادونو د ماشومانو له منځنۍ کچې سره برابرې یا تر هغې پورته دي.

په مختلفو هېوادونو او سیمو کې د تعلیمي فقر کمولو پر وړاندې ننګونې متفاوتې دي. په ځینو هېوادونو کې ښوونځي ته لاسرسی لا هم یوه لویه ستونزه ده. په ۲۰۱۸ کې په ټوله نړۍ کې ۲۵۸ میلیونه ماشومان او زلمکي/ پېغلوټي له ښوونځي محروم وو. په ځینو هېوادونو کې ماشومان ټولګيو ته ورځي، خو څه نه زده کوي. نړيوال بانک د یوه جهاني هدف د ټاکلو له لارې کولای شي له هېوادونو سره مرسته وکړي چې خپل ملي هدفونه په نښه کړي. په ۲۰۳۰ کې د تعلیمي فقر کچه نیمايي ته راکمول یوازې یو منځمهاله هدف دی. زموږ هیله دا ده چې له حکومت او پراختیايي ملګرو سره په ګډه کار وکړو چې دا شمېر صفر ته راکم کړو.

نړيوال بانک د کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو د ښوونې او روزنې د پراختیا د خورا لوی تمویلوونکي په توګه له هېوادونو سره په ګډه کار کوي چې په لومړنيو ښوونځیو کې د لوستلو مهارت پياوړی کړي. هغه پالیسۍ چې په دې برخه کې په پام کې نیول شوې دي دا برخې رانغاړي: د ښوونکو لپاره مفصل لارښود او عملي زده‌کړه، د ماشومانو له عمر سره د متناسبو لا زیاتو او غوره متنونو برابرول او ماشومانو ته په هغه ژبه چې په کور کې پرې غږېږي تدريس کول.

نړيوال بانک له دولتونو او پراختیايي ملګرو سره په ګډه کار کوي چې تعلیمي سيستمونه داسې اصلاح کړي چې د لیکلو او لوستلو په برخه کې وده وکړي. معنی دا چې ډاډ ترلاسه شي چې ماشومان چمتو دي او د زده‌کړې له انګېزې سره ښوونځي ته راځي، د ښوونکو تدریس اغېزمن دی او ټکنالوجۍ ته لاسرسی لري، درسي صنفونه د زده‌کړې لپاره مجهز چاپېريال لري، مکتبونه خوندي او د ټولو لپاره دي او تعليمي سيستم په ښه توګه مدیریت کېږي.

د یادولو ده چې [نړيوال بانک] د يوه څېړنيز پروګرام ملاتړ کوي چې دا برخې په کې شاملې دي: د زده‌کړې د کچو اندازه کول او ابزار یې، د يوې جاري څېړنې پیلول او د نوښتونو هڅونه، د اساسي مهارتونو په رامنځته کولو کې له تکنالوجۍ ځیرکه استفاده.

د زده‌کړې بحران نه یوازې دا چې د ماشومانو استعدادونه او ظرفیتونه ضایع کوي، بلکې د هېوادونو اقتصاد ته هم تاوان رسوي. دغه بحران په راتلونکي کې پر کاري ځواک او په اقتصاد کې پر سياليو ناوړه اغېزه کوي. د نړيوال بانک د بشرې پانګې شاخص راښيي چې که هېوادونو د نړۍ په کچه پر روغتیا او د ماشومانو پر ښوونې او روزنې کافي پانګونه کړې وای، د ماشومانو منځنۍ اغېزمني به د نن په پرتله ۶۵ فیصده زیاته وای.

د تعلیمي فقر له منځ وړل باید د لوږې او شدیدې بېوزلۍ د ختمولو په څېر يو لومړيتوب وي. دا کار اسانه نه دی، خو پرېښودلای يې هم نه شو. موږ په ټوله نړۍ کې د ماشومانو پر وړاندې مسوولیت لرو چې خپل هدف لوړ وټاکو، چې بیا دوی هم همداسې وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

دیوید ملپس د نړیوال بانک مشر دی

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.