ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد بهرنيو چارو وزارت اعلاميه خپره کړې، چې په افغانستان کې د ايران سفير ورڅخه په هرات کې د ايران د فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره د رسمي مجوز غوښتنه کړې ده.

د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د فرهنګي اړيکو د غښتلتيا لپاره د ورته مرکزونو جوړېدل، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره مثبت ارزيابي کېدی شي؛ خو هغه مهال چې د دواړو هېوادونو سياسي، پراختيايي، فرهنګي او… حالت تر يو ځايه انډول وي.

افغانستان په وروستۍ لسيزه کې د هر اړخيزې پراختيا درشل ته ايله ځان رسولی؛ خو ايران بيا په سيمه کې د هراړخيز ځواک له مخې نوموتی هېواد دی، په ځانګړې توګه دغه هېواد د غښتلو فرهنګي چارو له امله د سيمې په کچه ساری نه لري، تر دې چې ترڅنګ هېوادونه يې تر اغېز لاندې دي.

په دغسې حالت کې به ايران ته په افغانستان کې د فرهنګي مرکز د جوړېدو اجازه په دې معنا وي، چې دغه هېواد ته په خپله جغرافيې محدوده کې د رسمي فرهنګي او سياسي لاسوهنې سند ورکوو.

د ۱۳۹۵لمريز د چنګاښ په ۱۲مه، د فارسي بي بي سي د خپاره شوي راپور له مخې، په افغانستان کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي په کابل کې له بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره په رسمي کتنه کې غوښتنه کړې، چې په هرات کې د ايران د فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره هوکړه وکړي.

که څه هم د بهرنيو چارو وزير، د ايران سفير ته مثبت ځواب نه دی ورکړی؛ خو ورکړل شوی ځواب يې د اندېښنې وړ دی.

د بهرنيو چارو وزارت د ايران له سفير سره په مشروط ډول په هرات کې د فرهنګي مرکز په جوړېدو هوکړه کړې؛ په دې معنا چې ايران هغه مهال په هرات کې فرهنګي مرکز جوړولی شي، چې افغانستان هم په ايران کې د ورته فرهنګي مرکز د جوړېدو جواز ترلاسه کړي.

مسئله همدلته د اندېښنې وړ ده، چې لا هم موږ له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه په فرهنګي برخه کې له ايران سره د ورته قراردادونو د کولو ځواک نه لرو.

په ايران کې به د افغانستان فرهنګي مرکز زموږ د هېواد له بهرني سياست او فرهنګي غنامندۍ سره څومره اړخ ولګوي او څومره ګټه به وکړو. په داسې حال کې چې موږ په ايران کې د ورته کړنو لپاره نه وړ چاپېريال لرو او نه مو د دې ځواک پيدا کړی، چې په ګاونډيو هېوادونو کې دې له ورته مرکزونو څخه د ځان په ګټه کار واخيستلی شو.

خو برعکس ايران په افغانستان کې دغه ډول فرهنګي مرکز ته جدی اړتيا لري.

ايران له کلونو په افغانستان کې د خيريه موسسو، رسنيو او د شيعه ييزم د پالنې له لارې د پان ايرانيزم د فرهنګي غنامندۍ په موخه لاسوهنې کوي.

يو هېواد چې پر موږ د فرهنګي يرغل په چاره کې له هرې نادودې کار اخلي؛ نو ولې ورته رسمي وخت ورکړو چې لا مو وترټي.

هغه هېواد چې پر موږ يې اغېز دومره ژور وي، چې په نورو ملکونو کې زموږ پر مټ په جګړو کې ځان ښکېلولی شي او زموږ له وينو ګټه اخلي؛ نو بايد پر وړاندې يې ويښ اوسو.

د ايران په لمسون مو زرګونه مجبور ځوانان د سوريې جګړې ته استول کېږي، چې تر دې دمه يې سلګونه وژل شوي دي.

د ۱۳۹۴لمريز د ليندۍ په ۶مه، د پژواک خبري اژانس د خپاره شوي راپور پر بنسټ، چې د سوريې په جګړه کې د پنځو افغانانو د وژل کېدو په تړاو ليکل شوی؛ راغلي چې د افغانستان پنځه نور وګړي په سوريه کې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ جګړو کې وژل شوي او په دې وروستيو کې د ايران په پلازمېنه تهران کې خاورو ته سپارل شوي دي.

همداراز په دغه راپور کې يادونه شوې، چې ياد کسان د (لشکر فاطميون) د ډلې غړي وو، چې سوريې ته د جګړې لپاره استول شوي وو.

د فاطميون لښکر له هغو افغانانو څخه جوړ شوى، چې د ايران د حکومت له خوا د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مخالفينو سره د جګړې لپاره هلته استول کېـږي.

د امريکايي رسنۍ وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې، د ايران حکومت د ٥٠٠ امريکايي ډالرو او په ايران کې د اوسېدو د اجازې په بدل کې زرګونه افغان کډوال سوريې ته د جګړې لپاره لېږلي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه ٣٥٠٠ افغانان چې هزاره توکم دي، سوريې ته د جګړې لپاره استول شوي چې لسګونه يې تر اوسه وژل شوي دي.

ايران همداراز د فرهنګي اغېز له لارې د خپل شومو هدفونو د پلی کېدو په موخه سياسي او فرهنګي اغېز برېباسي او د شيعه ييزم د سيمه ييزې پالنې لپاره د خيريه موسيسو په نوم د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې چارې تر سره کوي.

ايران که چېرې له موږ سره د فرهنګي نږدېوالي خبره کوي؛ نو ولې هغو افغانانو ته چې لا هم په ايران کې د کډوالو په نوم ژوند تېروي، د اړتيا وړ د زده کړو له اسانتياوو محروموي.

د افغان فلم له خوا د مدرسې په نامه په همدې موضوع د يوې حقيقي کيسې په تړاو فلم جوړ شوی، چې په کې د يوې افغانې نجلۍ د ژوند کيسه کوي، چې څه ډول په ايران کې له زده کړو محرومه پاتې کېږي؛ خو کله چې په کابل کې دغه فلم نندارې ته وړاندې کېږي؛ نو د ايران سفارت يې د خپرېدو مخنيوی کوي.

د ايران سفارت په کابل كې د ۱۳۹۰ د تلې په ۲۳مه، د مدرسې په نامه د افغاني فلم نندارې ته د وړاندې کېدو مخنيوى وکړ.

د مدرسې په نامه فلم، د اسد سكندر له خوا چې د هېواد له تكړه فلم جوړوونكو څخه دى، جوړ شوى دى. دغه فلم په ايران كې د افغان کډوالو ژوند انځوروي.

مدرسه فلم ۸۵ دقيقې دى، چې د ايران او هرات په سرحد کې ډک شوى دى. فلم په ايران كې د اوسېدونكې افغانې نجلې د ژوند كيسه كوي، چې د زده كړو د ترلاسه كولو په موخه د هغه هېواد له خوا له ستونزو سره مخامخ كېږي.

فلم د يوه حقيقي داستان پر بنسټ جوړ شوى، چې د ايران قوانين او حالات تشريح كوي، چې افغان زده كوونكي يې په لمن كې زده كړې نه شي كولى.

نو يو هېواد چې په دومره پيمانه زموږ پر فرهنګ يرغل کړی او د سياسي او کلتوري بنسټونه د سستولو پسې يې راخيستې وي؛ اړتيا به څه وي چې د همداسې چارو د لاغښتلتيا لپاره ورته رسمي سند په لاس ورکړو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده لري، چې دغه موضوع کې ځان دخيل وګڼي، جدي يې وڅېړي او په اړه يې د افغانستان په ګټه تصميم ونيسي.

اخيستنې:

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.