ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانانو باندې جبري او تحمیلي مهاجرتونو، جنګونو، دربه درۍ، فقر او لوږې، د نفوسو کثرت، د منابعو کموالى، د دیني او عصري تعلیمي ادارو بې کیفيته نصاب او زده کړې، په ځوانانو باندې د کورنیوکمرنګه نفوذ، نړیوال او سیمه يیزو مداخلو، بې امنې او داسې نورو داخلي او بهرني فکتورو په افغانستان کې د جنګونو د دوام او د کمزورو حکومتونو د رامنځته کیدو لپاره زمینه مساعده کړې ده. دا لړې به تر هغه پورې دوام لري ترڅو چې په افغانستان کې جنګونه دوام ولري.

په پاکستان، ایران او هم په افغانستان کې اکثرو کورنیو خپل ماشومان دیني مدارسو ته یوازې د دین د زده کولو په موخه نه استول، بلکې د فقر او مجبوریتونو په اساس به ماشومان مدرسو ته لیږل کیدل، ځکه هلته یو څو روپۍ مرسته او مساعدې (خوراکي مواد) په مختلفو نومونو ورکول کیدل. دا کار د دې لامل شو چې اکثره ځوانان د خپل وطن د تاریخ او ټولنیز کلتور نه بېګانه او نا خبره پاتې شول او دوی له دین څخه سم برداشت ونه کړ. یا په بله اصطلاح دوی برین واش شول یعنې ماغزه د دوی ومینځل شول او د تکفیري اډیالوژي تر اغېزلاندې راغلل.

د عصري ښوونځیو او پوهنتونونوفارغان هم دا پورته ستونزې درلودې. د دې ترڅنګ د عصري ښوونځیو او  پوهنتونونو تعلیمي نصاب بې کیفیته او د مارکېټ له اړتيا سره متناسب نه و او نه دی. په موجوده وخت کې د پنځوس زرو نه زیات ځوانان د پوهنتونونو نه هرکال فارغیږي او فکر نه کوم چې په سلو کې لس سلنه دا فارغان په دولتي او یا خصوصي سکتورونو کې د خپل تعلیم په زورځانونو ته کار پيدا کړي، نو په دې توګه هر کال په لسګونو زره ځوانان بېکاره پاتې کیږي.

طبعي او غیر طبیعي منابع ورځ تر بلې کمیږي خو په مقابل کې د نفوسو تعداد بې حده په زیاتېدو دی. کورنۍ او هم دولت د نفوسو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره کوم سم پلان نه لري. کورنۍ یوازې د ماشومانو تولید کوي او بیا ماشومان کوڅو ته خوشې کوي او د خپلو ماشومانو د تعلیم او تربیه په فکر کې نه دي او همدا یوه خبره کوي چې الله تعالی روزي رسان دی. دا نه ګوري چې الله تعالی دوی ته عقل او فکر ورکړى او باید له فکر او عقل څخه هم کار واخلي.

زما په اند، د ټولو نه مهمه لار په لومړي سرکې د نفوسو د کثرت مخه نیول او بیا په تعلیمي نصاب فکر کول دي چې د وطن د اړتیاوو په تناسب عیار شي. دا شرط نه دی چې هرڅوک دې له پوهنتون څخه فارغ شي، بلکې تخنیکي او حرفوي زده کړو ته باید زیاته پاملرنه وشي ترڅو ځوانان بېکاره پاتې نه شي.

له ټولو څخه مهمه مسله حکومت او هم مخالفو ډلو ته دا ده چې څنګه د جنګ مخه دوی ونیسي که دوی واقعا غواړي چې افغانان دې ښه ورځ وګوري. د وطن په خاطر، د اسلام په خاطر او د خپلو خلکو په خاطر باید مخالفې ډلې او حکومت سره ژر توافق ته ورسیږي ترڅو د افغانانو وینه نوره بېځایه تویې نشي. هرکال په لسګونو زره افغانان په جنګونو کې له منځه ځي، د دوی کورنۍ په حکومت او هم په ملت باندې بې باوره وي او بیا د دې کورنیو اولادونه چې بېکاره او بې تعلیمه پاتې کیږي، د راتلونکو نورو جنګونو لپاره به وسیله وي. د جنګ په دوام کې زموږ دردونه زیاتیږي، کمیږي نه.

زما په اند په هېڅ وجهه افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره دیني، مذهبي او یا سیاسي دلیل نشته. په هره توګه چې کیږي باید د جنګ د بندېدو غم وخوړل شي. که د جنګ د بندېدو لپاره هره خوا، که هر څومره قیمت ورکړي بیا به هم دا قیمت، د جنګ د دوام له قیمت  څخه په مراتبو لږ وي. د افغانستان ستونزې د معجزې په توګه یو دم نشي حل کېدی.

اوس د افغانانو ټوله انرژي او منابع د یو بل پرضد په جنګ او د ځان د حفاظت په خاطر مصرفیږي او د افغانستان راتلونکي لپاره هیڅ پلان نه عملي کیږي. موجوده او هم راتلونکي ډیرحکومتونه به د پورته ستونزو د حلولو په هکله له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وي. که چیرې جنګ بند شي  او له اوس نه سم کار پیل شي بیا هم ډیر وخت ته اړتیا ده چې پورته ستونزو ته چې ما اشاره وکړه د حل لارې چارې پيدا شي. موږ خپلو ستونزو او دردنو ته دوا یوازې د سولې په موجودیت کې پیدا کولو شو نه د جنګونو په دوام کې.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.