ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوکنارو کر د نړیوالو مافیایي ډلو او پر نشې د روږدو کسانو له تقاضا سره یوه مستقیم او متناسب تړاو لري. خو د تریاکو په عرضه کې طالبان او تروریستي کړۍ لویه ونډه لري. په نړیوالو مارکیټونو کې د تریاکو لپاره تقضا ډېره لوړه شوې ده. د روغتیايي او درملو کمپنو تر څنګ هغه کسان چې له دې تولیداتو د مخدره توکو په توګه کار اخلي. دغه کسان ورځ تر بلې ډېریږي. سره له دې چې په افغانستان کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر په زیاتېدو دی، خو د افغانستان د مخدره موادو لوی مارکیټونه په اسیایي، امریکایي او اروپايي هېوادونو کې دي. پخوا به یواځې طالبانو د کوکنارو د کرکیلې په اړه تصیم نیوه او چې کله به یې ممنوع اعلانول نو داسي بل ځواک یې پر وړاندې نه و چې د دوی له فرمان نه سرغړونه وکړي او یا هم خلک یې کرولو ته وهڅوي. خو اوس هماغه طالبان چې د زور او دیني فتواګانو له لارې د کوکنارو کر یې راټيټ کړی و، اوس یې له کروندو څارنه کوي او لا تر دې چې ځینې کروندې د ټوپک پر مټ ساتي.

د کوکنارو کرل، د نشه يي توکو جوړول او د دغو موادو قاچاق درې متفاوت پړاوونه دي. د ماشومانو او ښځو په شمول د کوکنارو په کرلو او د تریاکو په ټولولو کې سلګونه زره افغانان ښکېل دي، د یو مناسب بدیل په نه موجودیت کې او یواځې د وسلې او زور له لارې د کرندو ورانول او د بزګرانو بندي کول نه یواځې دا چې د کوکنارو د کر د مخنیوې لامل نه شي کېدای، بلکې خلک بغاوتونو او مخالفتونو ته هڅوي. که چېرې حکومت د لومړۍ مرحلې د یا کر مخه نه شي نیولای نو غوره ده چې د مخدره توکو د جوړولو یا پروسس او قاچاچ مخه دي ونیسي. د مخدره موادو د زیاتېدو بل لامل د تولیداتو کارخانې دي چې د افغانستان په شمال، جنوب او ختیځ کې په لویه کچه تولیدات او فعالیت لري. بله موضوع د هېواد اوږده او خلاص سرحدات دي. له ایران سره پوله خلاصه ده او قاچاق وړونکي په اسانۍ سره مخدره مواد ایران ته انتقالوي. له پاکستان سره د افغانستان پولې رسمیت نه لري او په سلګونه کیلومتره تخیلي پوله خلاصه او نا امنه ده. سره له دې چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان پولې په طبيعي بڼه امنې دي خو د سیاسي او امنیتي ضعف له وجې دا هیوادونه هم د افغانستان او نورې نړۍ تر منځ د قاچاق د پول حیثت لري.

یواځې کاذبې او غولوونکې احسایې ښایي چې په هرو ۲۲ هکتاره کوکنارو کې یو هکتار کوکنار له منځه تللي وي. خو حقیقت دا دی چې په کومو سیمو کې چې کوکنار کرل کېږي، هلته د طالبانو واکمني چلېږي. اکثراً دغه احسایي تقریبي او د جانبدارو کسانو په ګډون ترسره کېږي؛ نو ځکه بهتره خبره دا ده چې د تولیداتو احسایې ته ځیر شو. د کوکنار د اړولو کمپاین له حکومت، امنیت او ثبات سره مستقیمه اړیکه لري. حکومت د افغانستان په ډېرو سیمو کې یا حضور نه لري او یا هم حضور يې دومره ضعیف دی چې دوی په زور سره نه شي کولای چې کوکنار واړوي. سږ کال او حتی تېر کال دا کمپاین ځکه کمرنګه و چې ډېرې سیمې، بالخصوص په بدخشان، کندوز، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان او ان هرات او بادغیس کې یي ډېرې هغه سیمې چې د کوکنار ډېرې کروندې په کې شتون لري د حکومت له له کنټروله وتلې دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی عمومي پلټونکي وروستي راپور څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت د هېواد ۷۲ سلنه کنټرول له لاسه ورکړی دی. نو د حکومت تضعیف، نا امني او د وسله والو مخالفینو حضور په هغو سیمو کې چې د کوکنارو کرکیله په کې رواج لري، د کوکنارو د اړولو لپاره یو لوی خنډ ګرځېدلي دي.

د بزګرانو او عامو خلکو نیول، تړل او بندي کول فقط یوه سټېج شو یا ډرامه ده؛ په نیول شوو ۱۳۰۰۰ کسانو کې ډېر یې بېګناه او بېوزلي خلک دي او ځیني داسي کسان هم په دې شمېر که شته چې ان په ټول عمر کې یې کوکنار لیدلي نه دي.

که چېرې د مخدره موادو اصلي قاچاق کوونکي او مافیایي مشران نیول کېدی، نو په تېره یوه لسیزه کې به د مخدره موادو تولیدات ۲۳ چنده کېدل نه. دغه شمېره په دې خاطر لوړه ده چې مفسد افغان چارواکي دې نړیوالې ټولنې ته وښيي چې دوی په خپل کار کې ژمن دي او مسئول کسان یې بندي کړي دي. خو دغه غوړه مالي او ولس ځورونه د ملت او حکومت تر منځ د واټن لامل ګرځېدلي او له همدې وجې حکومت د افغانستان د ۷۲ سلنه خاورې کنټرول له لاسه ورکړی دی. د مسکراتو او نشه یي توکو د جرایمو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ډېرې هغه دوسیې چې هېڅ اساس او بنیاد یې نه لرل، ردې کړې دي، خو په ولایتونو کي ابتدایي محاکم د بډې اخیستو لپاره ډېر ګنهکاران بېګناه او بېګناه خلک یې پر کلونو بند محکوم کړي.

لوی نړیوال سازمانانو د امریکا د متحده ايالاتو د حکومت په ګډون په وار وار سره د لويو قاچاقبرانو لېستونه خپاره کړي او ځیني خلک یي په تورو لېستونو که هم ګډ کړي. خو له بده مرغه لوی مجرمین د دې پر ځای چې ونیول شي او مجازات شي، پر خلاف د حکومت له خوا په لوړپوړو چوکیو کې ګومارل کېږي. په ۲۰۱۴ کال کې حاجي لعل جان اسحاق‌زی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ورته د نړۍ د تر ټولو لوی قاقچبر لقب ورکړی و او دغه کس د افغان حکومت په زندان کي بندي و، د بډو په بدل کي خوشی شو. د امریکا خارجه وزارت په وینا، حاجي لعل جان اسحاق زوی د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په ورکولو وتوانېد چي د افغانستان له قضایي نظام نه تقلبي براېت واخلي او له هېواده پښې سپکې کړي.

د افغانستان د پارلمان غړي په کراتو سره د هغه سیاسیونو نومونه اخیستي کوم چې د مخدره توکو پرمټ پارلمان او د حکومت لوړو چوکو ته یي ځان رسولی، خو قانون په سمبولیکه توګه اکثراً په بې وسه خلکو تطبیق شوی دی او افغان حکومت د لویو مافیايي کړیو په نیولو او مجازاتو کې پاتي راغلی دی.‌ دغه لوړې مافیاي کړۍ د مخدره موادو د کر، پروسس او قاچاق حقله فعاله ساتلې ده. 

د مخدره موادو پیسې لږه برخه د بزرګرانو جېبونو ته ځي خو ستره برخه یي تروریستي کړۍ او نړیوال مافیا جېبونو ته ځي. له دې نا مشورع پیسو څخه افغان مفسد سیاسیون هم ډېره ګټه پورته کوي. د ملګرو ملتونو د 2014 کال سروې له مخې افغانستان د درې ميلیارده ډالرو په ارزښت یواځې په دغه کال کې مخدره مواد تولید کړي. د غربي استخباراتي راپورونو له مخې د مخدره توکو څلوېښت سلنه پیسې د وسله والو طالبانو بودیجې ته ځي. دغه پیسی تقریباً افغانستان لپاره د ټولې نړۍ د مرستو ۷۰ سلنې سره برابره ده. سره له دې چې د افغاستان د مخدره توکو نړیوالو مافیا لپاره یې د عایداتو کره معلومات جوت شوي نه دي،‌ خو نړیوالې مافیایي کړۍ او تروریستان هم د دې نامشروع تجارت نه په ميلیارډونه ډالر ګټه ترلاسه کوي.‌ 

د نشه یي توکو کر، پروسس،‌ قاچاق او خرڅلاو د یو هېواد له امنیتې، سیاسې او اقتصادې وضعیت سره متناصب اړیکې لري.‌ په افغانستان کې اداري فساد، نا امنې، بده اقتصادي وضعیت او د سیاسي ارادې ضعف د بي سارې اداری فساد او د مخدره توکو د تولید لامل شوی دی.‌ 

اداري فساد او د مخدره توکو تولید او قاچان لکه د جسم او روح په شان له یو بل سره تړاو لري؛‌ ځکه نو له دې دواړو سره باید په جدیت مبارزه وشي.‌ د موثرې مبارزې لپاره سیاسي اداره، منابع او ستراتیژي لرل هغه مثلث دی چې یواځې یوه ضلعه یې یانې منابع یې موجودې دي خو سیاسي اراده او ستراتيژي یې شتون نه لري.‌ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت یوه پالیسي جوړوونکي اداره ده چې هېڅ ډول اجرائیوي صلاحیت نه لري.‌ داخله وزارت په خپلو تشکیلاتو کې د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره کافي ځواکونه نه لري.‌ نورې اړوندې ادارې لکه د صحت وزارت،‌ د ځوانانو معینیت او کلتور وزارت، د زراعت وزارت،‌ د حج او اقافو وزارت، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت، له فساد سره د مبارزې عالي کمېسیون ټول مرتبط ادارات دي چې باید د یو واحد مکانزم له لارې د دوی هڅې او پالیسۍ توحید او همغږې شي.‌ دولت د دې پر ځای چې د کوکنارو د کروندو په ویجاړلو تمرکز وکړي، ښه ده چې د بزګرانو لپاره بدیل لارې چارې ومومي او د دغو زهرو هغه کارخانې ړنګې کړې چې په څرګنده توګه فعالیت کوي او په نهایت کې د مفسدو او قاچقبرو سیاسیونو نیول او مجازات کول یې هغه لارې دي چې پلې کول یې د دې شومې پدیدې د کمښت او بالاخره د محوه کېدو لامل کېدای شي‌ او که په لنډه یې ووایم فساد او مخدره مواد په شعارونو نه،‌ بلکې په عملي مبارزاتو کې له منځه ځي. 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 13

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.