ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ او په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونه نن سبا له ډيرو داخلي، سيمه ييزو او نړيوالو ستونزو سره مخامخ دي او له افغانستان سره د پوځي او يا غير پوځي مرستو د دوام په هکله د دې هېوادونو د ولس او سياسيونو ترمنځ ډير متفاوت او حتى بدبينانه نظريات موجود دي. د ډيرو هېوادونو ولسونه او سياسيون په دې فکر دي چې د افغانستان جګړه د دوی لپاره لومړيتوب نه لري او بايد د خپلو مرستو کچه ډيره زياته راټيټه کړي. له داسې ذهنيت سره سره چې د نړۍ مهم هېوادونه د افغانستان د جنګ او مرستو د دوام په هکله د Donor Fatigue  يا د مرستندويه هېوادونو له خوا د مرستو په ستړيا يا د ذهنيت په ستومانتيا اخته دي، دا د افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه ده چې ناټو هېوادونه او په ځانګړې  توګه د ناټو د اروپايي هېوادونو غړي ملکونه دې له افغانستان سره خپل پوځي ماموريت او مرستو ته د يو اوږد مهال لپاره دوام ورکړي.
د ناټو دا نوی تعهد چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به خپل پوځونه په افغانستان کې ساتي او هم  به د افغانستان له پوځ سره د امريکا د مرستو په  ګډون څلور ميليارده ډالره هر کال مرسته کوي يوه لويه لاسته راوړنه ده. د ناټو غړيو هېوادونو پوځي او مالي مرستو دوام د افغانستان شرقي او غربي ګانډويو هېوادونو ته او هم وسله والو تروريستي ډلو ته ډير سخت تماميږي او فکر نه کوم چې دوی  دې د يوې اوږدې مودې جنګ ته نور تياری ولري. که تروريستي ډلې غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي، په خاصه توګه پاکستان، نور د دې توان شايد ونه لري چې د نړۍ په مقابل کې ودريږي او د افغانستان د حکومت پرضد تروريستي ډلو ته کومک ورکړي. که فرض کړو چې پاکستان دې کار ته دوام ورکړي، پاکستان به نور هم په انزوا کې واقع شي او نړيوال به نور د دوی د دوه ګوني سياست په مقابل کې بې تفاوته پاتې نه شي او له دې سره به پاکستان له خپلو داخلي ستونزو  سره هم مخامخ شي.
په داسې حال کې چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د دوام ژمنتيا ، که څه هم مشروطې ده، خو د اوږد مهال لپاره يې وښودله. د افغانستان د حکومت مشرتابه ته هم په کار ده چې د حکومتدارۍ په کړنلارې کې جدي بدلون راولي ترڅو د ملت حمايت ترلاسه کړي.

 که د ناټو مرستې مشروطې هم نه وي، يوازې نړيوالې مرستې نه شي کولى چې افغانستان ته د ملت له  حمايت  څخه  پرته دايمي سوله او امن راولي. د حکومت لپاره به دا ښه وي چې د حکومت د قدرت انحصار د مافيايي کړيو  څخه  راوکاږي اوپه خپل ملت اعتماد وکړي.
زما په اند، په تېرو پنځلس  کلونو کې د حکومت ستونزه همدا وه چې حکومت يوازې په سل دوه سوه کسانو چې په مختلفو مافيايي کړيو پورې تړاو درلوده، اعتماد کاوه او دوی ته يې سياسي، اقتصادي او امنيتي قدرت په لاس کې ورکړى و، خو په عوض يې ټول ملت ته شا کړې وه.. ملت هم  له حکومت څخه په دې خفه و چې حکومت ولې دا مافيايي کړۍ هره ورځ نورې چاقوي او ملت پرې هره ورځ داړي. که حکومت په خپله تګلاره کې لږ جدي بدلون هم راوسته، فکر کوم چې دافغانستان ملت د دې درک او پوهه لري چې له حکومت  څخه  خپل پوره ملاتړ وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.