پاکستاني حکومت په ورستیو څو کلونو کې شاوخوا سل زره پښتانه په بېلابېلو پلمو د هغوی له کورنیو جلا کړي، ځیني يي په جېلونو کې ساتلي او د ځینو نورو ان برخلیک نه دی مالوم. پښتانه د پاکستاني پوځ لخوا په چک پاینټونو کې بې مورده پلټل کېږي، سپکاوی يي کېږي او د ترهګرو په نامه يي جونګړې ور ورانې کړې او په پایله کې يي ټول پښتون قوم له ژوند ستړی کړی. ځینو رسنیو په قبایلي سیمو کې د ۴۵ پټو زندانونو د موجودیت خبر ورکړی چې د پښتونو د زورولو لپاره د پاکستان د پوځي ادارو لخوا جوړ شوي دي.
پښتانه له کلونو راهیسې د پاکسان د څارګرې ادارې لخوا د جګړې د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي. د راپورونو له مخې د ورکو شویو پښتنو یوه لویه برخه ماشومان او تنکي ځوانان جوړوي چې له قبایلي سیمو تښتول شوي او د ترهګرو په روزنځایونو کې د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو لپاره روزل کېږي. د افغانستان په خاوره کې د امنیتي ځواکونو لخوا، له ځانمرګو بریدونو مخکې د نیول شویو ځانمرګو بریدکونکو عمرونه له اتلسو ټیټ بلل شوي. دا خبره د هغه څه ثبوت دی چې پښتانه په لوی لاس د پاکستان پوځ لخوا په دیني مدرسو کې د پښتون وژنې لپاره چمتو کوي او د پښتنو ترمنځ د بېلوالي لپاره کوښښونه کوي.
پښتون قوم چې د ډیورند کرښې په وسیله په دوو برخو وېشل شوی، له یو بل سره د وینې اړیکې او ژوره خوړاخوږي لری چې یو ځل کېدل يي د پنجاب لپاره د زغم وړ نه دی. د پنجاب حکومت سخته وېره لري چې که پښتانه ونه ځپل شي او نورو پنجابیانو په څېر د دولت له حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن شي له پنجاب څخه به د افغانستان په ګټه خپلواکي واخلي.
له همدې امله د ډېرو په باور پاکستاني پوځ، غواړي پښتون قوم، له خپلې جغرافیې حذف کړي او یا يي د داسې ورسته پاتې ولس په توګه ټوټې ټوټې کړي چې هېڅ کله د خپل ځان لپاره د حق غوښتنې غږ پورته نشي کړای، په همدې سلسله کې د پښتون قوم پر ضد د پنجاب حکومت د پلان یوه برخه په قبایلي سیمو کې د پښتون د نسل وژنې لړۍ ده.
د قبایلو پښتانه د دواړو خواوو له خوا وځپل شول، هم د اورپکو لخوا بریدونه پرې کېږي او هم د کراچۍ په څېر په نورو ښارونو کې امنیتي ځواکونو لخوا ځورول چې بیلګه یې په کراچۍ کې د نقیب ا لله مسید وژنه ده.
پښتانه د پنجابیانو له ظلمونو ستړي شول او بلاخره يي نه یوازې دا چې د دوی غوښتنو ته غاړه کېنښوده بلکې د یوه داسې سوله ییز انقلاب غږ يي پورته کړ چې ساری يي په سیمه کې نه لیدل کیږي. دوی په دې مدني خوځښت سره له یوې لخوا د خپلوحقونو د تامین لپاره یو موټي شول او له بلې خوا نړۍ ته يي ښکاره چې پښتانه د جګړې خلک نه دي، پښتون قوم سوله غواړي، سوله ییز ژوند غواړي او د مدنیت له لوړ فرهنګ څخه برخمن دی.
خو له دې سره سره پاکستاني پوځ د پښتونو د دغه مدني خوځښت له بڼې په وېره کې دی، معترض پښتانه اوس هم د مدني حرکتونو له حقوقو څخه نه برخمن کیږي، پوځ په بېلابېلو بڼو د جلسو محدودول غواړي، ستونزې رامنځ ته کوي او پردیو ګټو ته يي په ژمنتیا تورنوي. سربېره پر دې رسنیو ته اجازه نه ورکول کیږي چې جلسې پوښښ کړي او د خلکو اواز پورته کړي. خو دا ځل د منظور پښتین لښکر د اوږد مزل لپاره مټې را نغښتې، حوصله يي جګې کړې او له پاکستان څخه يي د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره کلک نیت کړی.
پښتانه له لسیزو راهیسې د پاکستان د استخباراتي شبکو د یوې مهمې مهرې په توګه استعمال شوي، په دولتي دستګاه کې سهم نه دی ورکړل شوی، له ملي پرېکړو بې خبره پرېښودل شوي او په پاکستان کې د دویم درجه ښکاروند په توګه پېژندل شوي. هیله شته چې په پاکستان کې به د پښتین تر مشرۍ لاندې دا خوځښت د پښتونو د ویښتابه لپاره یوه ښه پيلامه وي. دا مدني حرکت د دې ښکارندويي کوي چې د نن پښتانه به نور د پاکستاني استخباراتي شبکو د سیاسي اهدافو قربانیان نه وي بلکې د یوه با عزته قوم په توګه به د نورو په څېر د ژوند حق ورکول کېږي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن