ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
15 Jul 2019 - 16:25
author avatar
15 Jul 2019 - 16:25

سفارت په کوربه هېواد کې د یوه هېواد رسمي سیاسي نماینده ګي وي او سفیر په هغه هېواد کې د ولسمشر مستقیم استازی. همدا شان د سفارت ځمکه او ودانۍ په کوربه هېواد کې داسې انګیرل کیږي، لکه د هېواد خپله شتمني – انګیرل نه بلکې وي. دیپلوماټان باید د کوربه هېواد له ژبې، کلتور او سیاست سره په کافي اندازه اشنايي ولري، چې وکولای شي ورځني موضوعات په ښه توګه درک او د خپل هېواد دریځ څرګند او دوامداره لابي وکړي.

خو دا هر څه بیا د افغانستان په سفارتخانو او قونسلګریو کې سر چپه دي. له بده مرغه له وزارته نیولې بیا تر سفارته پورې ډېری دیپلوماټان د اقا او د کاکا له ادرسه مقرېریږي، سفارت کې کار کول ورته یوه اشرافي دنده ښکاري او په کومه ورځ چې جناب دیپلوماټ مقرر شي، بیا نو داسې فکر کوي، چې ګوندې صاحب واجب الاحترام، صاحب د مقام، رفیع العظام دی. خدمت یی هدف نه وي، صرف پرستېژ او لوړ امتیاز یې عقل او حواس بوخت ساتلي وي. دیپلوماټان هم د اشخاصو او پارټیو په تقسیماتو ګومارل کیږي، چې هماغه تنظیمي، قومي او ژبني ګند یې په ټولو ديپلوماتیکو چارو کې حاکم وي. دلته د بېلګې په توګه غواړم په کاناډا کې د افعانستان په سفارت کې په موجوده ستونزه او  د دیپلوماټانو په تبعیض، ټنبلۍ، عیاشۍ او په بې باکه لګښتونو رڼا واچوم.

لومړی، کاناډا ته چې هر څوګ د ديپلوماټ په توګه راځي له اوله یې دا هوډ کړی وي چې بېرته به نه ستنیږي، په تېرو دوه لسیزو کې ۹۰ ٪ ديپلوماټان افغانستان ته نه دي ستانه شوي، چې اکثره اوس له کورنیو سره کاناډا کې ژوند کوي، یو له هغو پخوانیو دیپلوماټانو څخه(تمیم امیني) دی، چې لا تر اوسه هم د سيمه ييز کارمند په توګه کار کوي.  بل صاحب د عزت، اشرف المقام، معظم العظما جناب میرویس صالحي دى چې کلونه پخوا د دیپلوماټ په توګه کاناډا ته پارسل شوی و. کله چې یې دوره پای ته ورسېده، نو جناب میخکوب همدلته مقام ګزین شو. له څو کلونووروسته کله چې د کاناډا تابعیت يې ترلاسه کړ، نو د هماغه فایقه او جلیلیه اړيکو په لرلو سره چې رفیع مقام د جمعیت حزب له لوړپوړو چارواکو سره غځولې وې، نو دا څومه دوره ده، چې بېرته کاناډا ته د ديپلوماټ په توګه معرفي کیږي او دوره یې لا پسې تمدیدېږي، جالبه خو لا دا ده، چې جلالتپور صیب کاناډايي حکومت ته د سيمه ييز کارمند په توګه معرفي دی او دواړه خواوې ښې په درز کې خرپوي. یاني د یوه کاناډایي تبعه په توګه له ټولو کاناډایي امتیازاتو هم برخمن دی او د افغانستان له غریب حکومته هم د میاشتې ۶- ۱۰ امریکايي ډالر لکه د کوچني اختر سرسایه حاجت روا او بې باکه وهي. د دې تر څنک، په میاشت کې د ۲-۳ زره امریکايي ډالرو پورې یوازې د کور د کرایې په نوم د بهرنیو چارو وزارت له بودیجې ورته راروانې دي.

د کاناډا او د افغانستان د سفارت اړيکې د همدغو نوابېغو له برکته بلکل صفر دي. دیپلوماټ صیب له سهاره د ماسپښین تر یوې بجې پورې د ژبې کورس ته ځي، کله چې دفتر ته تشریف فرما شي، نو د غرمې د ډوډۍ وخت شي، تر دوو بجو پورې وقفه وي. له وقفې وروسته جنابان په خپله خېټه د ترحم په پار قدم وهلو ته بهر وځي؛ تر څو بېرته راځي نو درې نیمې بجې وي، نیم ساعت په دفتر کې ګپ شپ ولګوي، په قهقرا خندا ټول سفارت خوځوي، په ځانګړې توګه جناب سرپرست صیب، د علم خزانه او د دیپلوماټانو دوردانه شرفپور ښاغلی [عبدالجبار رحیمي]. په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوه، چې د کاناډا رویال بانک د افغانستان بانکي حساب د مالي فساد او د تور پیسو د سپینولو په تور بند کړ.

اصولا صالحي باید سرپرست وای، ځکه د موقف په حساب ښاغلی صالحي، مستشار وزیر دی او له لومړي سکرټر نه یې موقف لوړ دی، خو رحیمي چې لومړی سکرتر دی عملا سرپرست دی. نو سوال  دا پیدا کیږي، چې دا څرنګه؟ ځواب يې دادی، چې صالحي د کاناډا له حکومت سره سيمه ييز کارمند ځکه معرفي دی چې د کاناډا تبعه ده او نه شي کولای چې په رسمي ډول په کاناډا کې د افغانستان د دیپلوماټ په توګه دنده ترسره کړي.

اوس به راشو مالي امتیازاتو ته. هر دیپلوماټ په یوه ربع کې تر ۱۸ زره امریکايي ډالر معاش اخلي، له ۲۰۰۰-۴۵۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې د کور د کرايي لپاره تر لاسه کوي. په داسې حال کې چې په اوټاووا کې بهترین مساعد کور ۲۰۰۰ کاناډايي ډالرو څخه زیاته کرایه نه لري. دغه جنابان څه کوي، له شخصي رهنمای معاملات والو سره  جوړ دي، په ارزانه کور کې اوسیږي او سند د ډېر لوړې کرايي والا کور وړاندې کوي، نو باقي پیسې نر غوندې جب  ته شوړه کوي.

 په پورته تصویرکې  په وروستي کتار کې ناست له کیڼ اړخ څخه لومړی کس میرویس صالحي دی. د ولسمشر دویم مرستیال کله چې کاناډا ته په یوه سفر راغلی و، نو د سفارت سرپرست رحیمي له دانش صیب سره په خوا کې ناست دی او صالحي، چې د تصویر اخیستلو په وخت کې سر ټیټ نیولی تر څو د کاناډا حکومت ته ځان محلي کارمند معرفي کړي او په وروستي صف کې ځان وښيي. د پروتولکول له مخې باید میرویس صالحي په لومري صف کې او د دانش صیب خوا کې ناست واى.  له دې نو اوس تاسو زموږ د ديپلوماتیکو دستګاوو وضعیت معلوم کړئ.

د تعصب مسله ډېره دردونکې او خطرناکه ده. د جمعیت اړوند ډلې ديپلوماټانو تل هڅه کړې، چې پښتانه محلي کارمندان په یو شکل نه یو شکل له سفارته بهر کړي. که یې د قرارداد وخت پوره شي، دوره یې نه ورته تمیدیدوي. په ډېر تدریجي او سیتماتیک شکل سره یې هم پښتانه له سفارته وایستل او هم پښتو ژبه. یو کس د ایمل یوسفزي په نامه د شنکۍ کړوخېل  په وخت  کې مقرر شو، چې په پښتو،  دري او انګریزي ژبه یې بشپړ تسلط درلود. هغه د سفارت ټول مواد لکه  فورمې، په لیکه غوښتنلیکونه او د ویبپاڼې ټول مواد پښتو ته وژباړل. ایمل یوسفزي ته هم په ډېر مهارت سره  دسیسه جوړه شو او اړ  يې کړ، چې له سفارت څخه استعفا ورکړي. هغه مواد تر ننه هم ورک دي.

د سفارت ویبپاڼې د منظمې جوړېدا لپاره ۱۴ زره امریکايي ډالر ځانګړي شوي و، خو کله چې د جمعیت دیپلوماټان په دې پوه شول، چې فورمې پښتو ته اړول شوي او په ویبپاڼه کې به پښتو هم ځای شي، نو ټول ویبسایټ یې له منځه یوړ او ځانګړې شوې پیسې یې هم خپلو کې سره تس نس کړې.

ښاغلى دیپلوماټپور لومړی سکرټر عام تام حکمفرما عبدالجبار رحیمي، له کومې ورځې نه چې د کاناډا پر خاوره خپل قدم په احسان تبرک بختورکړی او د کاناډا خلکو، حکومت او کانادا مېشتو افغانانو ته یې بې ساري انوار حسنات او کمال تبرکات له ځان سره راوړي، جناب مقام والا له هماغو لومړنیو ورځو نه په دې هڅه کې و، چې څنګه د کاناډا په خاوره کې شرف د اقامت تر لاسه کړي، نو خپلې مېرمن او ماشومانو ته يې کیس اچولی، چې کله یې موده پوره کیږي، نو که د زمان د جبر له وجهې دی مجبورېږي بېرته افغانستان ته ستون شي، نو کورودانه به یې د کاناډا مسکن ګزینه وي او ده ته به هم بېرته د راتلو ابواب اقامات پرانیزي.

د سفیر اقامتګاه چې د سفیر د اوسېدا ځای وي، د همدغو جنابانو د عیاشۍ او زنګه بازۍ په اډه بدله شوې ده. هره اوونۍ اقامتګاه د مستو دیپلوماټانو د شرابو د مېلې شاهده وي، او د جناب سفیر/ې صیب تخت هره اوونۍ د سپین رنګو، غنم رنګو نجونو د اشباع حاجت پالنګ وي او حضورمابانو پر دغه تخت ښې غاړې وکړې.

د پښتنو په غیر قانوني توګه لرې کولو او پر ځای يې د رحیمي د مېرمنې د خپلوانو د مقررولو په اړه خو پخوا هم مطالب خپاره شوي دي، چې  د بیا تکرار حاجت یې نشته؛ خو دلته غواړم، چې د سفارت د مقام د نوې سکرټرې په اړه نغوته وکړم. دغه نوې ماه رخ جبین د جناب فضلیتماب سیکسپرور رحیمې له خوا مقرره شوې او شپږ میاشتې کېږي، چې د سفیر د نه شتون په وجهه رخصت ده او تنخواه  ورته کورته ورځي، خو کله کله د جنابانو زړه باید خوشحاله کړي.

رحیمي، د لومړي سکرټر په توکه اصلا دا حق نه لري چې سرپرست شي او بیا دده مقرریانې د ټولو قوانینو، لوایحو، مقررو او دیپلوماټیکو پروتوکولونو خلاف دي. بس د خپل سر پادشاهي ده او د جمعیت بې باکه سلطنت دی، چې هیڅ ډول اخلاقي، قانوني او سیاسي اصولو ته ژمن نه دی.

نو په پاى کې له ولسمشر څخه هيله کوم، لمن درته غوړوم، د خدای او رسول روى ومنه په کاناډا کې یا د افغانستان سفارت وتړه یا یې غمه وخوره. او یو بل غذر هم درته کوم چې په بل هر ځای کې واسطه، رابطه او شخصي علایق په نظر کې نیسئ، حد اقل دیپلوماټان وړ او ناپییلي کسان معرفي کړئ. کنه د سفارتخانو حال به نور هم له دې بدتر شي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 10

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.